چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

پېښور کې افغان قونسلګري: په خيبر پښتونخوا کې د افغان زده کړيالانو ستونزې له نږدې څارو

په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسلګرۍ د کونسل لومړی سیکتر ښاغلی فریدون حیدرخېل وایي چې په یاد ولایت کې افغان زدکړیالانو ستونزې له نږدې څاري او د حل په موخه یې د اېبټ اباد ولسوالۍ “کامسېټس” نومې پوهتون ته ورغلی. نوموړي هغلته دافغان زدکړیالانو ستونزې پوښتي او د حللارې ډاډ یې وکړی نوموړي په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د “کامسېټس” پوهنتون کې افغان زدکړیالانو د لیلیې ستونزه لرله.په یاد پوهنتون کې افغان زدکړیالانو ته ځانګړې شوې لیلیه د پوهنتون لخوا د کورونا ناروغانو لپاره قرنطین مرکز ګرځول شوی چې له کبله یې افغان زدکړیالان له ستونزه سره مخ شوي نوموړی وایي چې دغه ستونزه به د خیبر پښتونخوا ایالت له چارواکو سره د افغانستان لوی کونسل له اړخه ډېر ژر شریکه کړای شي او د حل لاره به ورته وموندل شي نوموړی زیاتوي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په زدکړو بوخت افغان زدکړیالانو روغتیایي وضعیت سالم دی تر دې دمه کوم یو زدکونکی هم په کورونا ویروس نه دی اموخته شوی.

راپور: نعمت الله افغان

( ټول لیدونکې 70 , د نن ورځي لیدونکې 1 )