چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

په هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې اته تنه وژلي

په دغه ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په سهار لس بجې د موسی کلا ولسوالۍ د روشن ټاور په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله اته تنه وژل شوي دي. د ولایتي چارواکو او ځايي خلکو په وینا ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.ولایتي چارواکو د یادې پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې، چې په وینا یې عامه ځای کې کېښودل شوی او ولسي خلکو ته یې مرګ – ژوبله اړولې ده.خو وسلوالو طالبانو بیا په دغه پېښه خپل لاس لرل رد کړي دي.د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چاودل شوی ماین له تېرو جګړو پاتې شوی وو، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

( ټول لیدونکې 123 , د نن ورځي لیدونکې 1 )