چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ناټو د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي

افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ګواښ کړی، چې که د افغان ځواکونو دفاعي حالت پرمهال وسلوال طالبان افغان ځواکونه خپل هدف وګرځوي، نو په خبره یې چې د ناټو او افغان ځواکونو ګډ ځواب سره به مخ شي. مېلر ټینګار کړی، چې د جګړې په ډګر د افغان ځواکونو تر شاه ولاړ دي.

د نوموړي په وینا د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه له وسلوالو طالبانو غوښتل شوي، چې تاوتریخوالی کم کړي، خو په خبره یې چې لا په دې اړه کوم مثبت ګام نه دی اخیستل شوی. د ناټو عمومي قومندان په داسې مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خپلمنځي خبرو نه پیل له امله دواړو لوریو یو وار بیا پر یو بل بریدونو او جګړې پیل کړي دي. په کور دننه د ټاکنیز کړکېچ له امله هم روانو ناندریو خلک اندېښمن کړي، چې د پوځي چارو پوهانو په باور پر پوځي لیکو یې هم ژور اغېز پرې باسلی دی.

( ټول لیدونکې 53 , د نن ورځي لیدونکې 1 )