چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

روسیه امریکا د افغانستان روانو ستونزو په حل کې ناکامه بولي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر افغانستان د امریکا د مرستو کمښت غندلی او دغه هېواد یې د افغانستان د چارو په سمون کې پاتې بللی. نوموړي پر امریکايي لوري نیوکه کړې، چې د فشار پر راوړلو د مرستو د ځنډ ګواښ کوي، چې په وینا یې دغه لاره د ستونزې په حل کې مرسته نه شي کولی.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په یوه سفر کې د ولسمشر غني او عبدالله سره د روان ټاکنیز کړکېچ د پای لپاره لیده – کاته وکړل، خو ترې وروسته په یوې اعلامیې کې امریکایي لوري له دواړو افغان مشرانو نارضایت څرګند او د خپلو یو میلیارد ډالري مرستو د کمښت ګواښ یې وکړ، خو ترې وروسته افغان ولسمشر د مرستو دغه کمښت په کلیدي سکتورونو او برخو بې اغېزې وبلله.

( ټول لیدونکې 63 , د نن ورځي لیدونکې 1 )