چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې پر اقتصادي همکارۍ خبرې کړي

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره پر ټرانزیټي او اقتصادي همکارۍ جاري ساتلو ټیلیفوني خبرې کړي. د ارګ په وینا غني له مودي غوښتي چې د خوراکي توکو په پېر کې دې له افغانستان سره همکاري لا زیاته کړي.

د یادې خبر پاڼې له مخې نرېندرا مودي له ولسمشر غني د سارک هېوادنو له ځانګړي صندوق سره له مرستې هم مننه کړې. ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر سره په داسې مهال د اقتصادي مرستو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي، چې وړمه ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمولو ګواښ وکړ.

( ټول لیدونکې 186 , د نن ورځي لیدونکې 1 )