چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

کابل کې د سیکانو پر درمسال وسلوال برید شوی

د کورنیو چارو وزارت پېښه تایید کړې، چې څو تنه وسلوالو د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند شور بازار کوڅه کې د سیکانو پر درمسال ډله ییز برید کړی دی. د دغه برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایاتو کې سیک او هندو هېوادوال د وسلوالو بریدونو هدف ګرځېدلي، چې تر ټولو ډېره مرګ – ژوبله یې په ننګرهار کې ورته اړولې وه.

د دغه برید د مسوولیت په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي، خو ترې وړاندې د شویو بریدونو مسوولیت داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی وو.

( ټول لیدونکې 234 , د نن ورځي لیدونکې 1 )