شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

امریکا پر ایران د خوراکي توکو لېږد نه دی بند کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران ته د دوی په بندیزونو کې خوراکي توکي او درمل شامل نه دي او له ایران یې غوښتې، چې د خپل ناسم مدیریت پړه دې پر امریکا نه اچوي.

امریکا پر ایراني وګړو غږ کړی، چې دوی یې مرستې ته اماده دي او دغه هېواد ته په ورتلونکو بشر دوستانه مرستو هېڅ ډول بندیز نه دی وضع شوی. تر دې وړاندې ایراني مشرانو امریکا له کرونا ویرس سره د مبارزې لپاره تر ټولو لوی خنډ بللی وو، او اندېښنه یې ښودلې وه، چې بندیزونه یې ایران ته د مرستو د نه رسېدو لا مل شوي دي.

( ټول لیدونکې 46 , د نن ورځي لیدونکې 1 )