شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ټاکنیزې ناندرۍ هېواد سره د مرستو د کمېدو سبب شوې

وروسته تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره مکررو لیدنو کې جوجاړی په ښکاره ناکام شو، امریکايي چارواکو اعلان وکړ، چې د دغو نادریو د نه حل له امله یې افغان حکومت سره یو میلیارد ډالري مرسته کمه کړې او د نورو مرستو د کمولو لپاره به هم غور وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر غني او عبدالله دواړه سولې ته د رسېدو په برخه کې پر ناغېړۍ تورن کړي، چې په وینا یې سولې ته د رسېدو لپاره ژمن نه دي.

دغه وزارت په حکومتي چارواکو نیوکه کړې، چې د سولې لپاره د مرکچي پلاوي په ټاکل کېدو کې پاتې راغلي. امریکايي لوري د دواړو لوریو ترمنځ روان ټاکنیز کړکېچ د افغانستان او امریکا دواړو لوریو لپاره خواشینوونکی بللی دی. د امریکا د دغو ادعاوو او مرستو کمولو په اړه تر اوسه ولسمشر غني او عبدالله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

( ټول لیدونکې 155 , د نن ورځي لیدونکې 1 )