شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

افغانستان د امپراتوريو قبرستان که د ژوند ګلستان | لیکنه: محمد اسمعیل یون

نن په افغانستان کې د جګړې پر سلسلې يو بل کال هم زيات شو، جګړه تر څلوېښتو کلونو واوښته او نيمې پېړۍ ته نږدې شوه، دا تر صليبي جګړو وروسته د نړۍ په کچه يوه ډېره اوږده جګړه ده، په دې جګړه کې دوه لويې امپراتورۍ راګير شوې، يوه په کې په بشپړ ډول دړې وړې شوه او يوه بله هم په کې له خپل عزت او برمه پرېوته.

شوروي امپراتورۍ هم په يوازې ځان دې جګړې ته نه وه داخل شوې، خپل سيمه ييز او نړيوال ملګري يې درلودل او امريکايي زبرځواک هم يوازې نه و؛ د نړۍ څلوېښت نور ځواکمن هېوادونه يې هم ملګري وو، خو دواړه په واقعيت کې دلته ستړي او ستومانه شول، تاريخ يو ځل بيا تکرار شو، زورور په کې کمزوري، خو مظلوم په کې لا مظلوم شول. افغانستان يو ځل بيا د امپراتوريو د هديرې لقب او ريکارډ خپل کړ، خو دا ريکارډ په ډېره غټه بيه تمام شو. دې کې شک نه شته چې افغانانو به يو غيرتي وياړ ترلاسه کړی وي، خو څرنګه چې زموږ نړۍ تر ډېره بريده يوه مادي نړۍ ده، يوازې غيرت هم نه شي کولای د ژوند ټولې اړتياوې پوره کړي، د ژوند نورو برخو ته هم اړتيا ده.

هر کله چې غيرت د تعقل تر بريده واوښت نو پر جهالت بدلېږي. د غيرت او تعقل، احساس او پوهې ترمنځ بايد انډول موجود وي، اوس نو زموږ غيرت په پای کې زموږ د ذلت او د نورو د راحت سبب شوی دی. اوس نو بايد د پېړيو له پخوانيو تجربو او د نيمې پېړۍ اوسني ګرم جنګ څخه يوه ګټوره عملي تجربه ترلاسه کړو او هغه دا چې هر وخت جنګ مو ګټلی خو ژوند مو بايللی، غيرت مو ګټلی خو راحت مو له لاسه ورکړی دی، ايا يوازې هېواد ته د امپراتوريو د قبرستان لقب زموږ د ژوند ټول ضرورتونه پوره کولای شي؟ ښه خو به دا وه چې افغانستان نورو ته قبرستان وای، خو افغانانو ته ګلستان، اوس خو افغانستان د خپلو افغانانو په وينو رنګ دی، دا سمه ده چې د ډېرو زورواکو هډونه به دلته ورک وي، خو که د هغوی هډونه دلته دي او يا هلته موږ ته يې ګټه څه ده؟ دا چې پردي هر وخت دلته يرغل کوي، دلته د قدرت خلا او کمزوري ګوري، که موږ ځپل شوي او کمزوري نه وای، نو موږ ولې د هغوی مقابلې ته هلته نه ورتللو؟ ايډيال حالت خو دا دی چې نه موږ د چا د وطن اشغال لپاره هلته لاړ شو او نه هغوی ته ددې مجال ورکړو چې دلته لښکر کښي وکړي، هر څوک بايد د خپل ژوند پر ښېرازۍ مصروف شي. اوس چې سباته کال نوی کېږي، نو ښه ده چې موږ هم خپل فکر نوی کړو، ماضي ته يو ځل بيا کتنه وکړو، يوازې پر جنګي وياړ ډډه ونه لګوو، د ژوند نورو اړتياوو ته هم پام وکړو، د قبرستان پر ځای د ګلستان په باب هم فکر وکړو، پوره نيمه پېړۍ مو په قبرستان کې نيمګړی ژوند تېر کړی، راځئ چې يوه پېړۍ د ژوند په ګلستان کې هم تېر کړو، دا هم زموږ د ژوند حق دی.

( ټول لیدونکې 175 , د نن ورځي لیدونکې 1 )