چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

کرونا؛ هغه ویروس چې د بې باکي په صورت کې به نړۍ د انسانانو په هدیره بدله کړي | لیکنه: رحمت الله محمد

کرونا هغه ویروس چې یوازي په څلورو میاشتو کې یې نړۍ ولړزوله، په زرهاوو انسانان یې ووژل او په لکهاوو انسانان لا پرې اخته دي. هغه بې درملو ناروغي چې په ډیري چټکتیا سره د نړۍ تر لویو وچو راتاو شوه، او په کم وخت کې په ۱۱۵ هیوادونو کې خپره شوه.

هغه ناروغۍ چې چین، ایران، المان او امریکا غوندي لوي لوي ځواکونه یې په ګونډو کړل. په ډیر کم وخت کې نړیوال روغتیایي سازمان اعلان وکړ چې دا یوه ټول نیوونکې ناروغي ده، او باید جدي پاملرنه ورته وشي. له دي اعلان سره سم په امریکا کې بیړنی حالت اعلان شو، المان کې ټولي لوبې وځنډول شوي، او د نړۍ ټولو هیوادونو له دي ویروس څخه د مخنیوي په موخه له نورو هیوادونو سره خپلي اړیکې پرې کړي.

کعبه؛ د مسلمانانو هغه عبادت ځای چې ۱۴۰۰ کاله له مسلمانانو نه وه خالي شوي، خو دا دی نن د دي ویروس له امله په کې د عمري حج وځنډول شو.

دیني علماوو هم وویل چې د وبا په وړاندې مبارزه کول د هر مسلمان دیني وجیبه ده، او باید جدي پاملرنه ورته وشي. خو له بده مرغه زمونږ قدرمن هیوادوال غواړي هغه وخت پوه شي چې ټولي دښتي مو په هدیرو ډکې شي.

قدرمنو هیوادوالو!

دا ویروس ملنډي ندي، دا یوه نړیواله اوبا ده، چې له دي څخه د ځان او نورو ساتل زمونږ دیني او انساني وجیبه ده.

که له خپله ژونده تنګ یاست نو د نورو د ژوند ژغورلو په موخه ورته جدي پاملرنه وکړئ.

( ټول لیدونکې 315 , د نن ورځي لیدونکې 1 )