وروستي خبرونه

د طالب او امریکايي لوري ترمنځ له هوکړې وروسته دیني عالمان د افغانانو ترمنځ خپل منځي جګړې د اسلامي قواعدو خلاف بولي

د دوی په خبره د شرعې دلایلو او اسبابو پرته اسلام د انسانانو ترمنځ له وژنو منع کړې. د دغو عالمانو په خبره اوس چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش مالوم او تړون لاسلیک شوی، باید د مسلمان وژنې پرځای خپلمنځي خبرې پيل او هر څه ژر روانې جګړې ته پای ورکړي.

د طالب او امریکايي لوري ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته یو شمېر دیني عالمان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یو بل وژنه د اسلامي اصولو خلاف عمل بولي. د دوی په وینا له شرعې دلایلو او اسبابو پرته د انسانو وژل لویه ګناه ده او باید یو انسان له شرعي جرم تر سره کولو پرته ونه وژل شي . دیني عالمان وايي، که له شرعي جرمه بغیر څوک ووژل شي، نو قاتل ورباندې وژل کیږي، خو د هغه (قاتل) وژنه هم د اسلامي حکومت کار دی، چې یو فرد یا څو افراد یا یو جماعت یې نشي وژلی. دوي په جنګ کې په پرښکیلو غاړو غږ کوي چې له انسان وژلو دې لار په سر شي او دسولې لاره دې غوره کړي.

د دوی په خبره کوم شرایط چې د قاتل د وژل کېدو لپاره ټاکل شوي، چې هغه موجود نه وي، قاتل نه قصاصیږي. قصاص هم د شرعي مقاصدو لپاره ترسره کېږي دینې عالمان وايي تر ټولو غوره خبره دا ده چې حکومت او وسلوال طالبان په رښتینې بڼه د سولې راوستو لپاره خبرې ترسره او د راتګ لپاره یې خپل شرایط لږ رانرم کړي.

دوی غوښتنه کوي، چې سوله دې بهانه او پلمه نه ګرځول کیږي او نه باید په دې برخه کې د امتیازاتو لپاره پر یو بل فشارونه او تهدیدات رامنځته شي. افغان حکومت د اورکم اوونۍ راهیسې دفاعي حالت خپل کړی، خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، هڅه کوي چې هر څه ژر بین الافغاني خبرې پیل شي، خو په وینا یې چې د بین الافغاني خبرو د نه پیل په صورت کې به دوی هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام تر حاکمېدو پورې خپلې جګړې ته دوام ورکوي. سوله چې له څو لسیزو راهیسې یې افغانان د راتلو لارې څاري، د دیني عالمانو په خبره اسلام دین یې پر شتون ټینګار کړی. په قران کریم کې د سولې کلیمه ۱۶۹ ځله ذکر شوې، چې په ټولیزه توګه ۶۲ ځلې او له ایمان سره ۵۳ ځلې راغلې، خو نهه ځلې په داسې بڼه ذکر شوې، چې د ایمان کلیمه ورسره نه ده راغلې. د الهی کتاب قران په زیاتو ایتونو کې د سولې، ورورګلوۍ، یووالي او له فساده پرته د ښه ژوند پر تېرولو یادونه شوې ده.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008