شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

افغان حکومت پر طالبانو د یرغلیزو بریدونو ګواښ وکړ

د ملي امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت وايي، که وسله وال طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، خپل ځپونکي او یرغلیز بریدونه به بیا پیل کړي. نظامي پوهان وايي، هغه ډلې چې تاوتریخوالی نه کموي باید دا ډول عملیات پرې وشي.

که څه هم لا د بین الافغاني خبرو کره نېټه او د حکومت مرکچي پلاوي لېست وروستی شوی نه دی، خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دغه پلاوی به طالبانو سره د دوی په استازولۍ خبرې وکړي. حکومت د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ کې پر وسله والو طالبانو یرغلیز بریدونه بند کړي وو او دفاعي حالت کې وو. خو طالبانو امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته خپلې حملې پیل کړې.

اوس د ملي امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت وايي، پر طالبانو د یرغلیزو بریدونه موده پای ته رسېدلې او که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، پر وړاندې به یې بېرته ځپونکي یرغلیز عملیات پیل شي. د نظامي چارو یو شمېر شنونکي وايي، هغه ډلې چې تاوتریخوالی نه کموي، باید دغه ډول عملیات پرې ترسره شي. د حکومت دا ګواښ داسې مهال ده چې د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او ښايي نېږدې وخت کې دافغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي. که څه هم لا د بین الافغاني خبرو کره نېټه او د حکومت مرکچي پلاوي لېست وروستی شوی نه دی، خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دغه پلاوی به طالبانو سره د خلکو په استازولۍ خبرې وکړي.

خلک چې له بل هر وخت سولې ټېنګېدو ته هیله مند شوي وايي، دواړه خواوې باید له نرمښته کار واخلي او د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي. دې وروستیو کې د ټاکنیزو ناندریو له امله د سولې هڅې یو څه ټکنۍ ښکاري، چې د ملي امنیت شورا په وینا قطر ته د طالبانو سیاسي غړو سره د لومړنیو خبرو د پیل په موخه تللی حکومتي پلاوی بېرته کابل ته ستون شوی دی.

( ټول لیدونکې 104 , د نن ورځي لیدونکې 1 )