شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

نړۍ د دوو ګواښونو ترمنځ؛ د انسانانو په نسل به اغیز وکړي | لیکنه: رحمت الله محمد

په روان کال کې نړۍ له دوو سترو ګواښونو سره مخ ده، چې هر یو یې کولای شي د انسانانو ژوند ته د پای ټکی کیږدي.

یو ګواښ هغومره لوی ده چې انسانان ورسره د ډیر لویوالي له امله هیڅ نشي کولای، خو بل بیا دومره کوچنی ده، چې انسانان ورسره د ډیر کوچنیوالي له امله مبارزه نشي کولای.

نړۍ ته یو ګواښ کرونا ده، هغه ناروغۍ چې د ۲۰۱۹م کال په ورستۍ میاشت کې یې لمړۍ پیښه په چین کې ثبت شوه، او له هغه وروسته یې یوازي به دریو میاشتو کې ناروغان له ۱۰۰ زره واوښتو او د نړۍ په ۱۱۵ هیوادونو کې خپره شوه چې د عامو خلکو تر څنګ یې د یو شمیر هیوادونو لوړ پوړي دولتي چارواکې هم ونیول.

تیره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان دا ناروغي یوه ټولنیونکي ناروغۍ وبلله، او د هغه تر څنګ د المان لمړۍ وزیري اعلان وکړ چې ښایي د المان هیواد ۷۰ سلنه وګړي په کرونا ویروس اخته شي، او د امریکا ولسمشر هم په امریکا کې د دې ویروس له امله بیړنۍ حالت اعلان کړ.

دا ناروغي اوس هم به چټکۍ سره په مخ روانه ده او ورځ تر بلي یې د قربانیانو شمیر زیاتیږي، خو تر دې مهاله یې هیڅ ډول باوري درمل ندي جوړ شوي.

نو دي پیښو ته په کتو سره ویلای شو چې که انسانان له دي ناروغۍ سره بې باکي وکړي، نو ښایي د انسانانو په نسل کې په زیاته اندازه کمښت راولي.

خو له دي ورهاخوا بیا څو ورځې وړاندې ناسا اعلان وکړ چې یوه آسماني ډبره د یوه لوی آپارتمان په اندازه د ځمکي په لور په (۳۲زره کیلو متره په ساعت کې) سرعت سره په حرکت کې ده. د ناسا کارکوونکي وایې چې د دې ډبري داخلیدل د ځمکی فضاء ته او له ځمکي سره د ټکر په صورت کې به یوه خطرناکه پیښه وي، او ښايي چې انسانانو ته زیات زیان واړوي.

د ناسا کارکوونکي وړاندوینه کوي چې د ځمکي اتمسفیر به اجازه ورنه کړي چې ځمکي ته داخله شي، او هلته به اور واخلي چې په پایله کې به یې یو لوی فضایي انفجار رامنځته شي، چې د دې انفجار زیات فشار به د فضاء په لور وي، او ښایي چې ځمکه کې هم نږدي سیمو ته زیان واړوي.

د ناسا په خبره چې دا ډبره به تر راتلونکو دوو میاشتو ځمکي ته رانږدي شي، او ښایي له ځمکي سره ټکر ونه کړي.

ځیني پوهان بیا په دي نظر دي چې له انسانانو مخکي په ځمکه کې نورو موجوداتو ژوند کول چې د ډایناسورانو په نوم یادیږي، دوي زیاتوي: ۶۵میلیونه کاله مخکي له ځمکي سره یوي آسماني ډبري ټکر وکړ، او په پایله کې یې د ډایناسورانو نسل له منځه لاړ. نو دا ډبره د انسانانو نسل ته هم یو لوی ګواښ ده.

خو اسلام بیا دا خبره لا تر مخ واضح کړي ده، چې د انسانانو نسل به په ځمکه کې به تر قیامته په ځمکه کې وي.

نو ویلای شو چې دوه میاشتي وروسته به اسماني ډبره هم تیره شي، او د وخت په تیریدو سره به کرونا ویروس هم ختم شي، خو انسانان به همغسي په ځمکه کې ژوند کوي.

( ټول لیدونکې 506 , د نن ورځي لیدونکې 1 )