وروستي خبرونه

2020 June 30

ZhwandoonJune 30, 2020
285-1024x724.jpg

1230

دلته نه چنګېز حاکم دی، نه هلاکو ، نه اسمعیل ساماني حاکم دی، نه ګوډ تېمور ، نه د سقاو واکمني ده ، نه د برهان الدین رباني، نه د احمدشاه مسعود غږ پورته کېږي ، نه د عبدالعلي مزاري او نه د نورو لنډغرمشرانو ، خو باج او راج یې چلیږي. دلته ددې شنډلي جهموریت په بهیر کې څوارلس کاله حامد کرزی د احمدشاه بابا د میراثخور په توګه د واک پر ګدۍ ناست و او بیا د همدې نومیالي بابا بل میراثخور اشرف غني احمدزي ته نوبت ورسېد. حقیقت دا دی چې د دې دواړو ښاغلو د دواکمنۍ په بهیر کې پښتون د یو قوم په توګه دومره وځپل او دومره توهین شو ، چې نه د چنګېز په وخت کې دومره توهین شوی ، نه د هلاکو او نه هم په لومړۍ او دویمه سقاوۍ کې، د کرزي په حاکمیت کې د دوو جنګي ډلو مشرانو ته د (( ملي اتل)) او د (( د ملي وحدت شهید)) القاب ډالۍ شول او د غني په حاکمیت کې بیا د ده ښاغلي له خوا د (( مسعود پېژنندنې او مزاري پېژندنې)) د (( ملي بحثونو)) موضوع مطرح شوه، دا خبره د غني د مرستیالانو له خوا بار بار یادونه و شوه چې غني ، احمدشاه مسعود او مزاري د یوه فکر او یوې نظریې پلویان وو .

غني هم د مزاري مصلی او د مسعود تلین غونډو ته د بیت المال د لګښت په منظورۍ او په حکومت کې د دغو غټو جګړه مارانو پلویانو ته د غوښنې برخې په ورکړې سره دا خبره تر یوه حده ثابته کړه ، چې رښتیا هم یادو دوو جنګسالارانو سره مشترک افکار لري . د کرزي او غني په واکمنۍ کې پښتون پر یو عکس العملي ، شکایتي او مظلوم قوم بدل شو، د دې قوم سیاسي مخالفین له حکومتي امکاناتو ګټه اخلي او د پښتنو پر ضد ډول ډول ناوړه عملونه تر سره کوي ، خو کله چې یې پښتون پر وړاندې د مظلومیت غبرګون وښیي ، نو بیا دا غبرګون هم هغوی ته د ملي وحدت د زیانمنولو د ضربتي تورونو او ملامتیا په بیه تمام شي.

پښتون لا د یو ظلم او توهین په مقابل کې له غبرګونه خلاص نه وي ، چې د ظلم او غم بله ټکه پرې راپرېوزي، د لنډغرو ان یو وړوکی مامور ، ملېشه ، وکیل ، سیاستوال او نور پلویان دومره یو غټ ضرر پېښ کړي ، چې ټول ملت له ستونزو سره مخ کړي ، د دې علت دا دی چې د پښتون په ونډه او نامه راغلي پښتون ضد چارواکي خپله پښتنون ضد حرکتونو کې شریک دي ، که مخالفین پر دې پوه شي چې د خپل هر ناوړه عمل په مقابل کې د سزا معقول غبرګون ویني، نو هېڅکله یې دومره سپین سترګي نه شوه کولای.

خبره را لنډوم، د ستر امپراتور احمدشاه بابا په باب په افغان دولت کې د یو ایرانپالي دولتي چارواکي سرور جوادي وروستي ناوړه چلند ته راګرځم. دا کار له دولتي مقام څخه د ناوړه کارونې له امله را منځته شوی دی، نو باید په دولتي کچه سزا ورکړای شي، په حکومت کې خو ماته ډېر د تورې سړي نه سترګو کېږي ، خو د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له ځوان رییس (شمیم کټواري ) څخه جدي غوښتنه کوم، چې دې فاشیست ایرانپالی سرور جوادي ته تر سبا دولسو بجو پورې خپله سزا ورکړي ؛ له غوږه یې ونیسي او له دفتره یې د غوږ په تاوولو په داسې ډول وباسي ؛ لکه څنګه چې احمدشاه بابا د دوی د بادارانو غوږونه تاو کړي وو، دا خبره دې د جمهور رییس اجازې او معاملې ته نه پرېږدي .

سرور جوادي هم کېدی شي له خپلو مشرانو سره ددې ناوړه کار لپاره مشوره نه وي کړې، نو شمیم کټوازی هم ضوروت نه لري چې د جوادي د شړلو لپاره چا سره مشوره وکړي ، تر ټولو خبرو دمخه باید دی ژر تر ژره له دندې منفک او د نورې سزا لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

شمیم کټوازي باندې مې ځکه ځانګړی غږ وکړ ، چې دا ناوړه کار دده د مسولیت په اداره او دایره کې تر سره شوی دی ، تر ټولو وړاندې ددې ناوړه کار مسولیت ده ته راجع کېږي ، بله خبره دا ده چې شمیم زما مستقیم شاګرد پاتې شوی، د استاد درس شاګرد ته د مور د شیدو حیثیت لري ، نو که شمیم اجراات و نه کړي ، نو فکر وکړئ هغه درس مې چې د مور د شیدو په شان ورکړی ، هغه مې ور ته نه دی بښلی. نو شمیم باید خپل ملي ، تاریخي او وظیفوي مکلفیت په غوڅه توګه ادا کړي او تر سبا دولسو بجو پورې ستر افغان ولس ته د خپلو اجرااتو خبر ورکړي.


ZhwandoonJune 30, 2020
275-1024x576.jpg

1040

اوي شیفمن د کورونا معلوماتو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو لویه وېبپاڼه لري، چې په ورځني ډول لږ تر لږه ۳۰ میلیونه لیدونکي لري. نوموړي دغه وېبپاڼه د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۲۹مه نېټه جوړه کړې.
شیفمن وایې: ماته زیاتو شرکتونو وړاندیز کړی چې په دې وېب سایټ کې اعلانات خپاره کړم، چې عاید به یې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدو، خو هغه وایې چې ما دا وړاندیز ځکه ندی منلی چې په وېب سایټ باندې د اعلاناتو لګول د ویب سایټ سرعت کموي او هغه کسان چې چټک انټرنیټ نه لري، نه شي کولای دا وېب سایټ وګوري. دی زیاتوي چې تر دې مهاله یوازي اوولس کاله عمر لري، او زیاتو پیسو ته اړتیا نه لري، د ده په خبره چې ماته دا مهم دي تر څو د نړۍ تر هر فرد پورې د کورونا وروستي معلومات ورورسوم.
د هغه تر څنګ نوموړي ته د کار وړاندیزونه هم شوي چې په دې ډله کې مایکروسافټ هم ورته د لوړ معاش په مقابل کې د کار وړاندیز کړی، خو هغه رد کړي، او وایې چې زه غواړم په خپل کار باندې تمرکز وکړم.
اوي شیفمن تر دې مهاله د ښوونځي زده کوونکی دی، او د نوموړي په خبره چې د وېب سایټ جوړول یې په یوټیوب کې د ویډیوګانو له کتلو څخه زده کړې.
د وېب سایټ پته: nCoV2019.live
ډیری خلک په دې باور دي چې شیفمن یو نابغه ده. د هغه تر څنګ د ۲۰۲۰م کال د غوره شخص د وېب جایزه هم شیفمن ته ورکړل شوې.
شیفمن وايي غواړي په هغه څه تمرکز وکړي چې خورا مهم دي.
نوموړی زیاتوي کله چې یې دا ویپاڼه جوړه کړه فکر یې نه کاوه چې د کرونا ویروس به په وبا بدل شي او ویب پاڼه به یې په نړیواله کچه پیژندل کیږي.
د شیفمن دا وېب پاڼه تر دې مهاله ۷۰۰ میلیونه کسانو کتلي ده.
شیفمن په لسو کلنو کې نوري ۳۰ ویب پاڼې هم جوړې کړي دي، خو د کرونا ویروس لپاره په اوسني کار باندې ویاړي.


ZhwandoonJune 30, 2020
279.jpg

270

لیکنه: عصمت تره کی

روستي بریدونه د اندیښني وړ دي. له یو خوا د ټولني کارنده انسانان وژني، بله مهمه دا چې په خلکو کې د سولې د راتګ هېلي وژني. وروسته له ډېرو کلونو افغانانو ته د سولې د راتګ هېلي پیدا شوي وي، خو په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او پیچلي بریدونه د خلکو هغه د سولې دا هېلي وژني. دا چې په کابل او ځینو مهمو ښارونو کې دا بریدونه څوک کوي؟ موخه یې د کارنده انسانانو، که د سولې د هېلو وژل دي؟ ولې یې ترسره کوي؟ ولې یې مسوولیت څوک په غاړه نه اخلي؟ تر اوسه نږدي د ټولو بریدونو مسوولیت طالبانو په غاړه اخېستل، که اوسني بریدونه طالبان کوي نو ولې یې مسوولیت په غاړه نه اخلي؟ که یې طالبان نه کوي، نو په دا شل کلونو کې د دا ډول بریدونو مسوولیت ولي طالبانو په غاړه اخیستل؟ ممکن له دې وړاندي هم دا بریدونه او جګړه بل چا په مخ وړي وي، طالبانو یې یوازي مسوولیت په غاړه اخیستی وي.

د دې وروستیو هدفي او پيچلو بریدونو تر شا یوازي درې احتمالي لاملونه شتون لري، خو دا چې کوم یې ډېر بارز دی او کوم یو یې کم اغیز لري، نه پوهیږم.

لمړی: طالبان بریدونه ترسره کوي، خو مسوولیت یې په غاړه نه اخلي. طالبان د دوو لاملونو په موخه دا کار ترسره کوي؛ لمړی، دا چې طالبانو یو ډول د بریا احساس خپل کړی، نو له اوسني حکومت او سیاستوالو سره تر ډېره د خبرو کولو لیوالتیا نلري، بلکي غواړي چې د زور له لارې اوسنی نظام ړنګ او د خپلي خوښي نظام په افغانستان کې رامنځته کړي.

دوهم، طالبان نه غواړي چې جنګیالي یې له جګړي لاس په سر شي، ځکه طالبانو جوړښتونه د جګړې د په مخ وړلو لپاره رامنځته شوي، نو که جګړه دریږي ممکن په اتومات شکل د دوۍ ډلې سره وپاشل شي. د هغه تر څنګ تر ټولو مهمه هم دا چې د جنګیالیو په منځ کې به یې د جګړې روحیه کمزوري شي او د اړتیا په مهال به د جګړې بیا پیل ورته ستونزمن وي. خو دا چې مسوولیت یې په غاړه نه اخلي، نو لامل یې دا کېدای شي، دوۍ له امریکا سره د تړون په مهال د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه کړي نو د دې لپاره چې تر ملامتیا لاندي رانشي، مسوولیت یې په غاړه نه اخلي.

دوهم: ځیني حکومتي چارواکي په دې بریدونو کې لاس لري. ځیني حکومتي چارواکي په ښکاره د سولي د روانې پروسي مخالف دي. یا خو د دې پروسي د ځینو ابهاماتو او بدو عواقبو څخه اندیښمن دي، یا یې هم خپلي شخصي، ګوندي او سمتي ګټي ممکن تر ګواښ لاندي واوسي. نو د دې لپاره چې د سولې رامنځته شوي هېلي ووژني او طالبان په دې ملامت کړي، چې ګواکې جګړه یې تیزه کړي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی. د اورکم په اونۍ کې ځیني کوچني بریدونه د کابل په ښار کې ترسره کېدل، چې د ډېرو به تلفات هم کم و، خو یوازي موخه به یې دا وه، چې د رسنیو پام راواړوي او وښيي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ ندي.

دریم: نورې ترهګریزي او مافیايي ډلې دا بریدونه ترسره کوي. په دې کې هيڅ شک نه و، چې طالبانو د ډېرو مافیايي او ترهګریزو ډلو لپاره بستر برابر کړی و. له دې وړاندې هم ډېری بریدونه نورو ترهګریزو او مافیايي ډلو ترسره کول، چې کله کله به هم ښايي طالبانو د هغو بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیست. نو اوس هم امکان لري، ځیني ډلي بریدونه ترسره کړي، خو طالبان به یې اوس مسوولیت په غاړه وانخلي. خو تر ټولو اساسي پوښتنې دا دې، طالبانو ولې له دې وړاندي د ټولو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیست، په داسي حال کې چې اوس طالبانو جګړه درولي او بریدونه ترسره کیږي؟ څوک دا بریدونه ترسره کوي او څوک د دومره پيچلو بریدونو د ترسره کولو توانايي لري؟ که نوري ډلي هم عملا په په صحنه کې وي، نو بیا له طالب سره سوله څه مانا؟ که طالبان سوله کوي نو جګړه خو به حتمي دوام کوي، ځکه عملا نورې ډلي په صحنه کې په ډېر قوت شتون لري او دا جګړه به په مخ وړي.


ZhwandoonJune 30, 2020
278.jpg

210

نی یا د رسنیو ملاتړ ادارې د ټولپوښتنې له مخې نږدې زر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کورونا ویروس اخته او شپږ یې وژل شوي چې دا له بل هر سکټور ډېره برخه جوړوي. د دوی په خبره د رسنیو لس سلنه خبریالان او کارکوونکي په کرونا اخته شوي. نی ژوره اندېښنه ښيي، چې که د کورونا مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه وانه خیستل شي، رسنیز فعالیت به په ټپه ودریږي. دغه اداره له همدې امله پر حکومت غږ کوي چې خبریالانو سره د پرلیکه اطلاعات شریک کړي. هغه شپږ خبریالان چې کورونا وژلي.

هېواد کې د کرونا مرګوني ویروس په راتګ سره د ټولنې د نورو قشرونو ترڅنګ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې هم سخت وځپل. نی یا د رسنیو د ملاتړ ادارې ټولپوښتنه ښيي چې ټول هېواد کې ۹۵۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي چې شپږو یې ژوند له لاسه ورکړی.

د دې ادارې په وینا رسنۍ د لس سلنه برخې په اخته کېدو سره له بل هر سکټوره ډېر ځپل شوی او که د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه وا نه خیستل شي رسنیز فعالیت به په ټپه ودریږي. دغه اداره له همدې امله پر حکومت غږ کوي چې خبریالانو سره د پرلیکه اطلاعات شریک کړي. خبریالان چې د روغتیاپالو ترڅنګ له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي وایي، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له بل هر وخت ډېر له ستونزو سره مخ شوي او دغه راز له کرونا د ځان ساتنې برخه کې ورته هیڅ پام نه دی شوی.

که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې کمې ثبتیږي، خو لا هم د دې مرګوني ویروس وېره پراخه ده او په دې ویروس د نورو خلکو ترڅنګ د خبریالانو د اخته کېدو شونتیا ډېره ده.

خبریال : بهادرخان / کابل


ZhwandoonJune 30, 2020
277.jpg

180

دغه برید چې حکومت او طالبان یې پړه پر یو بل اچوي، په کې ۲۵تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. دغه پېښه د سنګین ولسوالۍ اړوند یوه دودیزه مېله کې رامنځته شوې وه. ځايي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو له لوري پر ملي اردو د توغندیو توغېدو په پایله کې دغه پېښه رامنځته شوې، خو وسلوالو طالبانو بیا د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ یاد برید د ملي اردو له لوري د ډي سي توب مرمیو د ویشتلو له امله بولي.

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې دغه توغندیز برید چې د ولسي وګړو پر یوه مېله ځای ترسره شو، په کې ۴۴ تنو ته مرګ – ژوبله واوښته. ولسي وګړي د جګړې پر ښکېلو غاړو نیوکه کوي، چې د خپلو بریدونو په ترڅ کې ولسي وګړو ژوند ته هېڅ راز پاملرنه نه کوي. د ځايي اوسېدونکو په خبره دغه برید کې د خرڅ لپاره ور وړل شوي ډېر شمېر څاروي هم له منځه تللي دي. د هلمند ولایتي اداره بیا د دغه برید پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي. د دغه ولایت چارسمبالي ادعا وکړه، چې تر دې وړاندې هم د هلمند په نوشېر کې د وسلوالو طالبانو له لوري ورته برید ترسره شوی. وسلوالو طالبانو بیا د دغه برید پړه پر حکومتي ځواکونو اچولې.

دوی د دغه برید د غندلو ترڅنګ ادعا کړې، چې د ملې ارو دوهمې لوا دوه ډي سي توپونو مرمۍ پر یاد مېله ځای لګېدلي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده. دوی له ازادو رسنیو څخه په دې برخه کې د بې پرې څېړنو د کولو غوښتنه هم کړې ده. خو د ملي اردو چارواکي بیا دغه ادعاوې نه مني.

په هلمند کې د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا ټپیانو کې د څلورو تنو نورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بولي. د دغه ریاست په خبره پاتې ټپیان چې سپین ږیري او ماشومان هم په کې شتون لري، تر درملنې لاندې دي. دا لومړی وار نه دی، چې د ښکېلو خواو له لوري پر یو بل کېدونکو بریدونو کې ولسي وګړي مرګ – ژوبله وینې، بلکې په کراتو د سړک غاړې ماین چاودنو، چاپو او د هوايي بریدونو ترڅنګ د ډېرو نورو پېښو له امله ولسي وګړو ته زیانونه اوښتي، چې وروسته یې د څېرلو لپاره پلاوي هم ګمارل شوي، خو د ډېرو پایلې بیا له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

خبریال : حافظ احمد نصرت / هلمند


ZhwandoonJune 30, 2020
276-1.jpg

260

د بغلان د سرپرست والي عبدالقدیم نیازی د ساتونکو په تعقیبي موټر د هغه كور سره نژدې ماین چاودنه کړې چې د چاودنې له امله یې درې تنه ټپيان شوي . احمد جاوید بشارت د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند وايي چې درې تنه ددې چاودنې له امله ټپيان شوي . یوه بله ځایي سرچینه وايي چې ټپيان شوي درېواړه ملکي کسان دي .

یاده دې وي چې د بغلا د سرپرست والي میرمن شکریه عیسی خیل د بغلان د خلکو استازې په ولسي جرګه کې ده.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008