وروستي خبرونه

2020 June 29

ZhwandoonJune 29, 2020
274-1024x576.jpg

6391

لیکنه: عصمت تره کی

ولسمشر غني د خپلي واکمنۍ په لمړۍ دوره کې ډېری سیاسي ګوندونه او شخصیتونه له ځانه خفه کړې وه، له همدي امله د ولسمشر غني دوهم ځل بریالي کېدل څه ناڅه ستونزمن کار بلل کیدل. په نړۍ کې ډېر کم ولسمشران په دې برخلیک تر اوسه پوري اخته شوي و، چې د دوهم ځل بریالي کېدو چانس یې کم و.

دا چي غني ولي او څنګه په دې برخلیک اخته شوی و؟ څنګه یې وکولای شول، چې د دوهم ځل لپاره بیا ځان بریالی اعلان کړي؟ دا بیل بحث دی. خو اوس لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ورته برخلیک اخته شوی. دا چي ټرمپ به د غني له تجربو نه استفاده وکړي او کنه؟ دا چې ټرمپ به د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شي او کنه، تر اوسه پوري لا څرګنده نده.

اوس چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته میاشتي پاتي دي، د ولسمشر ټرمپ سیال ډېر ځواکمن دی. د هغه ترڅنګ په امریکا کې عامه افکار تر ډېره د ټرمپ په زیان روان دي. په دې وروستیو کې د تورپوستي جورج فلویډ وژل کېدل او د جان بولټن له لوري د ټرمپ د پټو رازونو افشا کېدل به په امریکا کې د ټرمپ ولسمشر کېدل نور هم سخت کړي. بل خوا ولسمشر ټرمپ د (تر هر څه لمړی امریکا) شعارونه او ژمني هم عملي نشوي. له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل د ټرمپ یوازینۍ کمپایني سوژه وه، خو اوس د دې کار برخلیک هم څرګند ندی. امریکایان له ملایانو سره د معاملو تجربه نلري، په دې کار کې هم فکر نه کوم بریالي راووځي.

څو ورځي وړاندي ولسمشر ټرمپ په داسي حال کې انځورونه خپاره شول، چې نا هېلی او ستړی له یوې کمپایني غونډې راګرځیدلی و. په دې غونډه کې د خلکو کم رنګه ګډون او په ټوله کې د ناکامۍ احساس فکر کوم ځوراوه. د ټرمپ له دا ډول تصویرونو سره مې جوخت د غني د کمپاین په مهال د وزیر اکبر خان په کمپایني دفتر کې هغه صحنه یاد ته راغله، چې غونډه کې کسان نه و، غوړه مالانو یې د دفترونو کارکوونکي ورته کښینولي و.

ولسمشر غني هم د خپل همیشني عادت له مخي په احساساتي انداز وینا وکړه، ډېري ژمني يې هم وکړي. خو د غونډې ناستو کسانو ورته د زړه له اخلاصه چکچکي وکړي. ولسمشر غني له دې غونډې ځکه خوشاله ستون شو، چې ګډونوالو په ډېرو چکچکو نازولی او هڅولی و. خو بیچاره له دې نه خبر نه و، چې دا یې ټول د کمپایني دفتر معاش خواره کارکوونکي دي. د دې ډول غږ یې له ټاکنو وروسته واورید، چې د رایو د کموالي له امله به یې کله د ټاکنو کمېسون د ګدام قلفونه مات کړي و، کله به یې هم بله نادوده کړې وه.

د اوه سوه میلیونه ډالرو په لګښت سربیره یې یوازي اوه سوه زره پخي او شفافي رايي ونه ګټلي. جان بولټن هم پخپل کتاب کې لیکلي چې، د افغانستان د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ نوماند بریالی نه و، بلکی ټاکني دوهم پړاو ته تلي.

خو دا چې ولسمشر غني څنګه ځان بریالی اعلان کړ، دا مهارتونه ممکن د ټرمپ زده ونه اوسي او نه هم په امریکا کې څوک دومره فرصت ورکړي.


ZhwandoonJune 29, 2020
272.jpg

1160

تر اوسه مې هېڅکله هڅه نه ده کړې ، چې اشخاص د لیکنې محور کړم او هېوادني مسایل څنډې ته کړم. خو دا لومړی ځل دی چې د یو مبهم شخص د هویت څېړنې ته اړکېږم او بیا ملي بحث ته داخلېږم. پر دې شخص ځکه دلته بحث کوم چې دا د یوې هغې پراخې کتلې استازولي کوي چې په دې تېرو څو کلونو کې د متخصص ، تکنوکرات او نورو ډول ډول نومونو زموږ پر ملت تحمیل شوي دي. دلته د دوه تابعیته موضوع ته هم نه داخلېږم ، ځکه هغه موضوع هم په قانون کې واضح ده. عجیبه خبره دا ده چې مسله تر دې هم ترخه شوې ؛ یو تابیعته او هغه هم د بل هېواد یو تابیعته پر موږ تحملېږي او هغه هم د یو داسې ملي اداري په راس کې چې هم ټول اقتصادي تعاملات ور سره تړلي او هم زموږ پولي او ملي هویت.
دلته غواړم د دغه ښاغلي (اجمل احمدي ) پر وړاندې څو پوښتنې کېږدم ، چې ټول هېوادوال یې باید پسې تعقیب او له اړوندو ادارو یې ځواب تر لاسه کړي:
۱-اجمل احمدي د چا زوی او د چا لمسی دی؟ د هغوی د هویت تذکرې چېرته دي؟
-۲ اجمل احمدي د هېواد د کوم ولایت او کومې سیمې اوسېدونکی دی؟
۳- کله چې لومړی ځل افغاستان ته راغلی، له کوم ځایه او د کوم هېواد په پاسپورت راغلی دی؟
۵- د افغانستان د تابیعت تذکره او پاسپورت لري او کنه؟
۶- که د تابیعت تذکره او پاسپورت لري ، کله یې اخیستي او له کومې ادارې یې اخیستي دي؟
۷-أیا په تېرو دوو دورو ټاکنو کې ګډون کړی کنه؟
۸-ایا په افغاني پاسپورت یې د افغانستان په استازۍ کوم رسمي سفر کړی او کنه؟
۹- ایا د افغانستان په رسمي ژبو پښتو او دري پوهېږي که نه؟
۱۰- ایا جمهور رییس حاضر دی د مطرحو هېوادوالو پر وړاندې خپل دا نازولی پاڅوي او ورته و وایي چې د خپل ځان د سپیناوي ځوابونه و وایه!
دا خبره هم باید واضح شي چې زموږ هغه هېوادوال ، چې د غلو ، مفسدینو ، لنډغرو او تنګنظرو دزورزیاتي له امله په بېلابېلو هېوادونو کې مهاجرت او بیا دویم یا درېم تابیعت اخیستو ته اړ شوي او اوس بېرته د هېواد پر ابادۍ بوخت دي ، هغوی د دې هېواد نه جلاکېدونې برخه ده ، خو دلته خبره د اجمل احمدي په شان د هغو مبهمو په اصطلاح افغانانو په باب ده چې نه یوازې هویت یې مبهم دی ، بلکې د افغانستان کلتور او ملي ګټو پر ضد واقع دي. دا ډول خلک ان که یو تابیعت هم ولري او له هېواده بهر یې یو ورځ هم نه وي تېره کړې، پر داسې مقاومونو یې پرېښودل ، له دې ملت سره یو لوی خیانت دی. نو راځئ لومړی د دې ډول مبهمو پرديپالو پر وړاندې رسنیزه مبارزه وکړو او که دې کار نتیجه ور نه کړه، بیا مظاهرې وکړو او د قانون ټولې دروازې ور وټکوو. راځئ د سمون دا لړۍ له همدې اجمل احمدي پیل کړو او په هره مهمه اداره کې دا لړۍ پسې تعقیب کړو.


ZhwandoonJune 29, 2020
271.jpg

210

امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلمنځي خبرو تر پیل وړاندې د خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبیکستان ته سفر پیل کړی دی.

د دې وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، خلیلزاد به په دغو هېوادونو کې په دې ټېنګار کوي چې د خپلمنځي خبرو تر پیل وړاندې باید پاتې ژمنې هم عملي شي، چې د تاوتریخوالي کمول او په وخت سره د بندیانو پرېښودل یې مهمې برخې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي، چې له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د متحدو ایالتونو د نړیوال مالي انکشاف اجرايي مشر ادم بولر هم ملتیا کوي.

اعلامیه کاږيو چې دغه امریکايي پلاوی به د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو او په سیمه کې د پایداره سولې لپاره په یو شمېر برخو کې د پانګونې فرصتونه وارزوي.


ZhwandoonJune 29, 2020
270-1024x572.jpg

370

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، تخار کې نور ۲۱ د افغان حکومت زندانیان له خپلو بند خونو ازاد کړي او له دغو کسانو سره یې یوه اندازه مالي مرسته هم کړې.

له دې یوه ورځ وړاندې هم وسلوالو طالبانو بدخشان کې ۳۴ د افغا حکومت اړوند زندانیان له خپلو بند خونو ازاد کړي وو، وسلوال طالبان په داسې حال کې د افغان زندانیانو د خلاصون خبره کوي، چې د دوی په وینا د طالبانو له لورې د هوکړې له لاسلیک وروسته تر اوسه د افغان حکومت له شپږ سوو ډېر زندانیان ازاد کړي او حکومت هم د دوی نژدې څلور زره زندانیان ازاد کړي.


ZhwandoonJune 29, 2020
269.jpg

170

کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو په لیکو کې د کم عمره کسانو د ګمارنې مخه نیولې او د اصلاحاتو راوستلو په موخه به خپلې هڅې روانې وساتي. د یاد وزارت په وینا د پولیسو په لیکو کې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره پولیسو د ګمارنۍ د مخنیوي په اړه یې جدي هڅې پيل کړي دي. دغه ورارت وایي پولیسو د هویت او مشخصاتو د ثبت لپاره یې د اپس سیستم رامنځته کړی، چې پر اساس به یې د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د جلب او جذب مخه په کلکه نیول شوې او تر دې مهاله ۸۰ سلنه ملي پولیس په یاد سیستم کې ثبت شوي دي، په خبره یې د یاد سیستم سره به د پولیسو په لیکو کې د فساد مخنیوی هم وشي. کورنیو چارو وزارت وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې یو شمیر بشري او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو هم د افغان پولیسو په لیکو کې د کم عمره کسانو پر موجودیت اندېښنې څرګندې کړې وې او په اړه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.


ZhwandoonJune 29, 2020
268.jpg

180

دغه وزارت وایي، د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د هرات ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، وسله والو غلاو، له غیرقانوني وسلو د استفادې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا له نیول شویو کسانو څخه نهه قبضې تفنګچې، درې عرادې موټر، اوه عرادې موټرسایکلونه او یو اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

په خبره یې د نیول شویو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو په پار اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.


ZhwandoonJune 29, 2020
267.jpg

140

د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک وایي، چې د مالیې وزارت د عوایدو د ټولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی، او لا هم دغه عواید شخصي جیبونو ته روان دي.

دغه اداره اندېښنه ښيي، چې که حکومت د ګمرکي عوایدو د ټولولو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي او شفافیت رامنځ ته نه کړي نو د فساد لوړېدونکې کچه به خطرناکه وي. میک په داسې حال کې په ګمرکاتو کې د پراښ فساد خبره کوي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما هم ویلي و، چې د دوی د وروستي راپور له مخې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت حکومت اقدامات کارنده نه دي او له افغان حکومت یې غوښتنه کړې، چې د فساد پر وړاندې یو مستقل کمېسیون رامنځته او ملګري ملتونه به یې ملاتړ کوي، خو دوی باید د فساد ضد مبارزه کې پوره صلاحیت ولري.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008