وروستي خبرونه

2020 June 28

ZhwandoonJune 28, 2020
266.jpg

230

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا کابل کې د تېرې ورځې مقناطسي ماین چاودنې ته په اشارې ویلي، افغانستان کې د وسلوالو طالبانو له لوري په دې ورستیو کې روان تاوتریخوالي دوی اندېښمن کړي، په وینا یې د هوکړې له لاسلیک وروسته وسلوالو طالبانو په افغانستان کې د توقع خلاف تاوتریخوالي زیات کړی، چې دا ډول حملې به د خپلمنځي خبرو پر پیل منفي اغیز وکړي.

تېره ورځ د کابل په دولسمه حوزه کې د یو مقناطسي ماین چاودنه رامنځته شوه، چې په کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکونکي ووژل شول، چې وسلوالو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره په دغې چاودنې کې خپل لاسر لرل رد کړي.

رونالد کوبیا په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ ملګرو ملتونو هم افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې د وسلوالو طالبانو له لورې د جګړو شدت د سولې خپلمنځي خبرو پر وړاندې ستونزې راولاړوي


ZhwandoonJune 28, 2020
265-1024x576.jpg

350

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند د نیویارک ټایمز د راپور په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې یې روسي استخباراتو افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام ورکړی، نوموړي په دې برخه کې ټرمپ ناکام بللی او په وینایې چې ټرمپ باید له دغو موضوعاتو با خبر وی او همدا راز ټرمپ یې د روانو سیاسي دسیسو د خپریدو په برخه کې په بی غوري تورن کړی دی.

که څه هم روسیې او طالبانو یاد راپور رد کړی وو، خو سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ او مرستیال یې په دې تړاو معلومات نه لري


ZhwandoonJune 28, 2020
264.jpg

190

افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابولفضل ویلي، افغانستان او ایران دې د ښه ګاونډیتوب لپاره اړیکي لا پراخي کړي. د ابولفضل په وینا دواړه هېوادونه دې د اړیکو د پراختیا لپاره اړین ګاونونه اوچت کړي، په وینا یې ښه ګاونډیتوب د دواړو لپاره ګټور دی.

همدا راز ابولفضل د ایران او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک تړون د رامنځ ته کېدو هرکلی هم کړی دی. د ایران دغه پخوانی سفیر وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې په دې ورستیو کې د ایران له لورې د یو شمېر افغان کډوالو د وژنې پر سر د تهران او افغانستان اړیکي ترنګلې شوي


ZhwandoonJune 28, 2020
263.jpg

210

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغان حکومت ۳۴ تنه امنیتي سرتېري يي په بدخشان ولایت کې ازاد کړي دي. نوموړي ویلي چې د سولې توافق له مخې د زرو زندانیانو له ډلي يې له نیمايي ډېر د حکومت زندانیان خوشي کړي دي. د یادوني وړ ده چې وسلوالو طالبانو له دي وړاندي هم په هلمند ولایت کې د افغان حکومت ۲۰ تنه زندانیان خوشي کړي ول.

په ورته مهال بیا افغان حکومت ویلي چې وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د سولې خپلمنځي خبرو ته ژمن نه دي. د دوی په خبره افغان حکومت د خپلمنځي خبرو د پیل په موخه تر اوسه پوري نږدي ۴ زره د وسلوالو طالبانو زندانیان خوشي کړي دي


ZhwandoonJune 28, 2020
262.jpg

230

یو شمېر امریکایي سناتورانو ویلي، له افغانستانه په بیړه د امریکایي ځواکونو وتل به افغانستان، امریکا او د نړۍ امنیت ته لوی خطرونه پېښ کړي. دغوسناتورانو یوه نوې طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په پورسې څارنه کېږي، اړتیا او وضیعیت ته په کتو به پرېکړې کېږي. د سناتورانو په وینا امریکا په افغانستان کې جګړه ختمه کړې خو د دایمي سولې راتګ ته هم باید زمینه برابره کړي.

په وینا یې دوی به نه یواځې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل څاري بلکې د افغانستان امنیت به هم څاري او په دغه څار کې به امریکایي سناتوران په راس کې وي. دغه سناتوران وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د نورو څلور زره سرتیرو د وتلو مسله ګرمه شوه او افغان ولسمشر غني امریکا ته خبر داری ورکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به د افغانستان پر ځای امریکا ته زیان وکړي په وینا یې افغانستان یو پیاوړی ځواک لري او کولی شي د خپل هېواد امنیت وساتي



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008