وروستي خبرونه

2020 June 27

ZhwandoonJune 27, 2020
261.jpg

460

لیکنه: عصمت تره کی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځیني هغه هېوادونه چې انساني قاچاق په کې زیات دی او حکومتونه یې د دې کار په وړاندي جدي اقدامات نکوي، په تور لیسټ کې شامل کړل. د انساني قاچاق په کلني راپور کې افغانستان هم یو له هغه هېوادونو څخه بلل شوی چې انساني قاچاق په کې زیات دی او حکومت یې په وړاندي اړین اقدامات ندي ترسره کړي.

په دې سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې له کم عمره ماشومانو څخه جنسي سؤ استفاده کیږي او د بچه بازۍ کچه په کې لوړه ده. په دې تور لیسټ کې له وړاندي د ایران، چین، روسيي، سوريي او وینزویلا په ګډون ۱۵ هېوادونه و.

خو سږ کال دې لیسټ ته د انساني قاچاق سره د نه مبارزې له امله افغانستان، اجیریا، لیسوتو او نیکاراګوا هېوادونه ور زیات شوي دي. په دې کې هم هېڅ شک نشته چې دا لیسټ به تر ډېره سیاسي وي او امریکا به د لیسټ په جوړولو خپلي سیاسي عقدې او سلیقي په نظر کې نیولي وي.

ځکه په دې لیسټ کې ډېری د امریکا مخالف او رقیب هېوادونه شامل دي. خو د افغانستان لپاره دا ښه خبر ندی، چې تر ټولو نږدي متحد او ملاتړی ځواک یې د خپلو سرسختو مخالفینو او سیالانو په لیسټ کې لیکي. اوسنی حکومت لا هم په ټوله مانا د امریکا په مالي، نظامي او سیاسي ملاتړ پايي او افغان امنیتي ځواکونه هم د امریکا په مالي او نظامي ملاتړ رامنځته شوي او پايي.

خو له بده مرغه د دې تور لیسټ په ګډون د امریکا د سیاستونو له وروستیو نښو نښانو څخه داسي ښکاري چې د اوسني افغان حکومت له ملاتړ څخه ستړي شوي. له یو خوا یې له طالبانو د را خپلولو هڅه کړي او بل خوا د اوسني تور لیسټ په څېر د افغانستان په حکومت باندي د مرستو او ملاتړ د قطع کېدو لپاره بهاني لټوي. هغه هېوادونه چې د انساني قاچاق سره د نه مبارزې له امله تور لیسټ کې شاملیږي، په ډېریو یې امریکا بندیزونه لګوي او د پیسو د نړیوال صندوق په ګډون د ځینو نړیوالو سازمانونو له لارې مرستي باندي بندوي یا کموي.

نو په دې لیسټ کې د افغانستان له شاملیدو وروسته که امریکا له افغانستان سره ډېر ښه وکړي، نو یوازې بندویزونه به باندي ونه لګوي، د نړیوالو سازمانونو له لوري خو به مرستي حتمي باندي کمي یا بندي کړي. خو تر ډېره بریده امریکا هم ملامته نده، د افغان حکومت اوسنیو او پخوانیو مشرانو د سلګونو میلیارده ډالرو په راتګ او د نړیوالي ټولني په ملاتړ سربیره ونه توانیدل چې په افغانستان کې ځواکمن حکومت رامنځته کړي.

له شلو کلونو وروسته، د نړیوالي ټولنې په بیساري نظامي، سیاسي او مالي ملاتړ سربیره هم دوۍ ونشوای کولای تر څو په افغانستان کې یو ځواکمن نظام رامنځته او ځان د امریکا په متحد بدل کړي.

بلکي تر اوسه نه یوازي د امریکا د اوږو بار دي، بلکي په فساد او ناکامیو کې یې هم لمړی مقام ګټلی دی. د یو متحد په توګه د امریکا لپاره چې کوم رول طالبان ادا کولای شي، اوسنی افغان حکومت یې ظرفیت نلري. ښايي امریکایان اوس په دې پوهیدلي وي، چې په اوسني حکومت یې پانګونه تر ډېره بې ځایه او له طالبانو سره معامله باندي ګټوره ده.

نو له همدې امله ورو ورو افغان حکومت منزوي کوي او طالبانو ته په ډېره لوړه کچه کمپاین کوي. چې اوسنی د انساني قاچاق په وړاندي د نه مبارزې تور لیسټ یې هم ښايي د افغان حکومت د منزوي کولو د پلان یوه برخه واوسي.




ZhwandoonJune 27, 2020
260.jpg

290

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې نړۍ کې تر دې دمه له 9 میلیونو،776 زرو نه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې 493 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 4 میلیون،924 زرو نه ډېر کسان بیرته رغېدلې دي. ددغې پوهنتون د معلوماتو له مخې چې ډیری کسان په امریکا کې دي، دغه هېواد کې تر دې دمه له دوه میلیونو، 421 زرو نه ډېر کسان پر کرونا اخته دي او له 134 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


ZhwandoonJune 27, 2020
259-1024x559.jpg

140

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د کندهار ولایت امنیه قومنداني وایي، وسلوالو طالبانو غوښتل چې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سیاسنګ دره کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي، چې د بهرنیو ځواکونو له لورې پرې هوایي بریدونه شوي په وینا یې دغه برید کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

تر اوسه وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د یادې ادعا په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.


ZhwandoonJune 27, 2020
258.jpg

170

د سي ان ان شبکې د یو راپور له مخې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره کار کوي، چې راتلونکو څو میاشتو کې به له افغانستانه خپل نور څلور زره سرتیري وباسي. راپور کې راغلي، چې له دې سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راټيټ شي، او د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر د سرتېرو د کمولو پلان له ناټو سره هم شریک کړی دی.

وړمه ورځ افغان ولسمشر غني د ټیډ په نامه له یو امریکایي بنسټ سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي و، دغه مسئله د افغانستان نه بلکې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ ده په خبره یې، افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه بېسارې ځواک دی او کولی شي د خپلو افغان هوایي مرستندویانو په مرسته چې په دې وروستیو کې یې شمېر درې برابره ډېر شوی دی د خپل هېواد امنیت وساتي.

غني ویلي و واشنګټن باید پر دې مسئله غور وکړي چې د سرتېرو ایستل د هغوی لپاره څه پایلې لرلی شي.


ZhwandoonJune 27, 2020
257-1024x577.jpg

320

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح ویلي، چې ولسمشر غني ورته درې نوي مسووليتونه سپارلي چې سر له نن ورځې به يې عملاً پيل کړي. ‏‎د صالح په وینا دغو دریو مسوولیتونو کې د سترو ښارونو کې د جرمونو محنیوی او کنټرول، ‏‎په مالي سکتور او ځانګړي ډول په ګمرکونو کې د مالي فساد څار او د چارو د ښه تر سره کېدو لپاره د سټراټېژۍ جوړول شامل دي.

‏‎امرالله صالح ویلي چې د پورته چارو د ښه تر سره کولو په موخه به له ملي امنيت شورا، ملي امنيت عمومي رياست، کورنيو چارو وزارت، ماليې وزارت، د کلیو او بيا رغونې وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسيون سره په ګډه کار پیل کړي.


ZhwandoonJune 27, 2020
256-1024x538.jpg

300

د سولې له خبرو باخبره ځینې سرچینې وایي، د یوشمېر طالب بندیانو د خلاصون پرسر اختلاف حل شوی او ژر به خپلمنځي خبرې پیل شي.

د سرچینو په وینا ، د زندانیانو د خلاصون پرسر راپورته شوی اختلاف تر ډېره برید حل شوی او تمه ده چې خپلمنځي خبرې د راتلونکې میلادي میاشتې په نیمایي کې پیل شي. ت

ېره ورځ افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشرې دیبورا لینز هم ویلي و، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به راتلونکې میاشت پیل شي. لینز د افغان سولې په برخه کې د امریکا، قطر او ګڼو سیمه ییزو هېوادونو د هڅو ستاینه او ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.


ZhwandoonJune 27, 2020
255.jpg

840

لیکنه: ایمل نیازی

څه موده وړاندي طالبانو ادعا وکړه، چې د داعیش ډلي دوو تنو غړو د زلمي خلیلزاد د وژنې پلان درلود، چې د دې ډلي له لوري نیول شوي دي. دوۍ یوه ویډیو هم خپره کړي او په هغه ویډیو کې دوه کسان چې مخونه یې پټ دي، وايي؛ د داعیش ډلي غړي دي او د خلیلزاد د وژلو ماموریت یې درلود.

د هغه ترڅنګ دې کسانو اعتراف کړی، چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ځیني اوسني او پخواني مهم کارمندان هم په دې پلان کې ورشریک دي. په دې ویډیو کې یې د ملي امنیت ریاست د پخواني مشر رحمت الله نبیل نوم هم اخیستی. طالبانو ادعا کړي چې ګواکې د افغانستان ملي امنیت ریاست او داعیش ډلي په ګډه سره غوښتل زلمی خلیلزاد ووژنې او د سولي روانه پروسه سبوتاژ کړي.

یوه ورځ ټاکل شوي وه، زلمي خلیلزاد په کابل کې د پيرصاحب کور ته ولاړ شي او دوۍ هم هلته خلیلزاد باندي برید وکړي او له منځه یې یوسي، خو خلیلزاد په دې ورځ هغه ځای ته ندی تللی، له همدې امله د داعیش د همدې غړو پلان هم له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل بیا پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دا ویډیو جعلي ده او د نوموړي د بدنامولو لپاره د طالبانو دسیسه ده. نوموړي زیاته کړي، چې په دې تړاو به ډېر ژر مؤثق معلومات له خلکو سره شریک کړي.

آیا رښتیا هم دا ویډیو جعلي ده؟ ولي ملي امنیت ریاست او داعیش ډلي غوښتل خلیلزاد ووژني؟ آیا رښتیا هم د آین ډې اېس او داعیش ډلي اړیکي دومره نږدي دي، چې په ګډه پلانونه جوړوي. دا هغه پوښتنې دي چې لا هم بې ځوابه پاتي دي.

ممکن دا د پورته ټولو پوښتنو ځواب هو وي، خو قوي احتمال بل څه دی. په دې وروستیو کې چې کله طالبانو او امریکا په قطر کې تړون لاسلیک کړ. له دې سره سم په سیمه کې طالبان د امریکا په متحدینو بدل شول. د طالبانو او امریکا لسګونو کلونو دښمني باید اوس په دوستي بدله شي. خو د دې دښمني په دوستي بدلولو لپاره امریکا او طالبان دواړه خپل مکلفیتونه لري.

دوۍ به لمړی یو بل ته ثابتوي چې خپل مکلفیتونه یې په ښه شکل ترسره کړي او وروسته به یې تر منځ یوه د خواخوږۍ او باور فضا رامنځته کیږي. امریکایانو خو وخت په وخت خپل مسوولیتونه ترسره کړل. هوکړه یې ورسره لاسلیک کړه، د طالبانو سیاسي پرسټیج یې آسمان ته ورساوه، طالب زندانیان یې ورخوشي کړل، راتلونکي حکومت کې به لویه ونډه ولري، همدارنګه دا چې لا د پردي تر شا یې نوري څه معاملي کړي، څرګنده نده.

طالبانو هم تر ډېره له امریکا سره پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړ. په امریکايي ځواکونو یې بریدونه ودرول، امریکا ته یې د دې ژمنه ورکړه چې په راتلونکي کې به د افغانستان خاوره د امریکا په زیان نه کاریږي، نورو ترهګریزو ډلو سره به اړیکي پرې کوي او مهمه لا دا چې په وړاندې به یې هم جنګیږي.

مګر امریکا لا هم په طالبانو شک لري او هغه د باور فضا چې باید د دوو متحدینو تر منځ رامنځته شي، نده رامنځته شوي. څو ورځي وړاندي د ملګرو ملتونو راپور چې لا هم طالبان له داعیش او القاعده ډلي سره نږدي اړیکي لري، په طالبانو د امریکا شک نور هم زیاتوي. اوس نو طالبان مجبوریږي تر څو امریکا ته خپل ښه نیت ور وښيي او د باور د فضا رامنځته کولو هڅه وکړي.

د دې ویډیو په تړاو تر ټولو قوي احتمال هم دادی چې طالبان غواړي له امریکا سره د خپلي خواخوږۍ د ثابتولو او باور د فضا د رامنځته کولو په موخه ورته یو کار وکړي. د هغه ترڅنګ په دې وروستیو کې یو ځل بیا په طالبانو شک کیږي، چې له داعیش سره نږدي اړیکي لري. نو بل خوا طالبان غواړي ثابته کړي چې له داعیش سره اړیکي نلري، بلکي داعیش د افغانستان د حکومت نږدي متحد ثابت کړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008