وروستي خبرونه

2020 June 25

ZhwandoonJune 25, 2020
254.jpg

230

د فاع وزارت ویلي، چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابي برید کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي.

د یاد وزارت په وینا چې په ورته مهال د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې هم د وسلوالو طالبانو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو بریدونه شوي، چې په ترڅ کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. په وینا یې د وسلوالو طالبانو له لورې تر سره شوي بریدونه په شاه تمبول شوي. تر اوسه وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د یادې ادعا په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي


ZhwandoonJune 25, 2020
253.jpg

140

ځایي اوسېدونکي وایي تېره شپه د بلخ په بلخ ولسوالۍ کې د یو هوايي برید له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. په وینا یې برید د بلخ ولسوالۍ وزیراباد کلي کې شوې دی، چې پکې مور او پلار او د هغوی دوه ماشومان وژل شوي او یو تن ټپي شوی. خو ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه وزیر اباد کې هوایي ځواکونو برید کړی، چې په کې ۲۵ وسلوال طالبان یې وژلي دي.

ځايي خلکو بیا د وژل شویو کسانو مړي په دغه ولایت کې د قل اردو مخې ته د اعتراض په ډول وړي او وایي چې د ملکي خلکو وژنه ورته نور ه د زغملو نه ده. دغه ملکي وګړي وروسته له هغې په هوایي برید کې وژل کیږي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ښکېلو ډلو تر منځ جګړو زور اخیستی او یو بل ته د مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعا کوي


ZhwandoonJune 25, 2020
252.jpg

321

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، له افغانستان سره د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه مرسته شوې پیسې اویا سلنه شخصي جېبونو ته تللي. دغو وکیلانو په جدیت سره له نورو وکیلانو غوښتنه وکړه، که چېرې په دغو پیسو کې څوک لاس ونه لري نو دا مسله دې باید په قاطع او بې پرې ډول وڅېړل شي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د دغې جرګې روغتیایي کمېسیون ته دنده سپارلې ده، چې یاده موضوع په بشپړه او جدي توګه وڅېړي او په اړه یې راتلونکې غونډې ته معلومات وړاندې کړي. د ولسي جرګې دغه وکیلان په داسې مهال له افغانستان سره د شوې مرستې په اړه د پلټنو غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې د روغتونونو لپاره یو د چای ترموز په پنځه زره افغانۍ او یو چپرکټ په ۳۵ زره افغانۍ اخستل شوي وو، چې هممهاله په خواله رسنیو کې یې د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول


ZhwandoonJune 25, 2020
251.jpg

320

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وایي، د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ لا هم د وزارتونو پر سر ناندرۍ رواني دي، او دا د دې لامل شوی چې د سولې خپلمنځي خبرې شاته کړي. په وینا یې د افغان حکومت کمزوري د سیمې هېوادونه دې ته اړ کړل چې د افغانستان د سولې په مسله کې د پام وړ مرسته ونه کړي او د طالبانو خوا خوږي شي.

د نیومن په وینا د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ ناندرۍ افغان حکومت کمزوری کړی او دغه کمزورتیا د دې لامل شوې، چې د افغان حکومت پر ځای تر ډېره طالبانو ته تمایل لري او له دوی ضمانتونه اخلي. رونالډ نیومن له افغان مشرانو غوښتي، چې د اختلافونو او ناندریو پر ځای د خپل هېواد راتلونکې په پام کې ونیسئ او د قوي سیاستونو پر مټ په سیمه کې خپل دریځ پیاوړی او ملاتړي ډېر کړئ. په ورته مهال ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د عبدالله عبدالله له لورې ولسشمر غني ته د خپل لورې د وزیرانو لیست وړاندې کړی، چې په کې مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزیر، فضل احمد معنوي د عدلیې وزیر، سادات نادري د مخابراتو وزیر، معصومه خاوري د لوړو زده کړو وزیر، بشیر ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عباس بصیر د ټرانسپورت وزیر، نور رحمان اخلاقي د اقتصاد وزیر ، انوارالحق احدي د کرنې وزیر او مولوي شهزاده شاهد د قبایلو او سرحداتو وزیر په توګه وړاندیز شوي دي. نوموړی یادې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په تېره دوره کې هم د ولسشمر غني او عبدالله تر منځ جنجالونه تر پایه ختم نه شول او دغه کشمکشونه د دې سبب شول چې له سیمه ییزو قدرتونو او ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې کمزورې شي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008