وروستي خبرونه

2020 June 24

ZhwandoonJune 24, 2020
250.jpg

140

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو یو استازي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې له امله یې لس افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره یاده نښته کې اووه د کمانډو ځواکونه او درې د پولیسو د ځانګړې قطعې سرتیري وژل شوي دي. تر اوسه نه ځایي افغان امنیتي چارواکو او نه هم وسلوالو طالبانو د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه ویلي.


ZhwandoonJune 24, 2020
249.jpg

110

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې چې هند د پاکستان حکومت ته د جاسوسۍ او له ترهګرۍ سره د اړیکو په موخه د پاکستان سفارت نیمایي کارکوونکو ته ویلي، چې له هندوستانه ووځې. هندي چارواکو د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی څومره ژر چې کیږي په ګوته شوي کارکوونکي او ډیپلوماټان دې له نوي دهلي نه بیرون کړي. هندي چارواکو زیاته کړي چې دوی به هم له پاکستانه خپل نیمايي ديپلوماتان بېرته راوغواړي. په دې ورستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې یوځل بیا خرابوي شوي.


ZhwandoonJune 24, 2020
248.jpg

130

د لوی څارنورالي ویاند جمشید رسولي ویلي، چې نوموړی د لویې څارنوالي د څارنې او کنټرول د څارنوال له لوري لاس په لاس نیول شوی. د لویې څارنوالي په اعلامیه کې راغلي، د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافظتي کېټونو اخستلو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګدام ته تحویل کړي وو.

د اعلاميې له مخې د مرکزي ګدام یو تن کارکوونکي د قانوني اسنادو د طي کېدو په بدل کې د شرکت کارونه ځنډول او د رشوت غوښتنه یې کوله، چې د رشوت اخیستو پرمهال ونیول شو


ZhwandoonJune 24, 2020
247.jpg

250

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې له جرمني څخه يې ۵۸۵ تنفسي دستګاوې اخیستې او راتلونکې اوونۍ به د هوا له لارې هېواد ته را انتقال شي.

د مسوولینو په خبره، چې تر اوسه پوري په ټول هېواد کې ۲۶۲ تنفسي دستګاوي شته او له نوو دستګاو سره به له کورونا سره د مبارزې چارې نوري هم چټکې شي.

د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ د ولسمشر لومړي مرستیال هم هغه خبرونه بي بنسټه بللي چې تنفسي دستګاوې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق شوي وي


ZhwandoonJune 24, 2020
246.png

230

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټ پیغام په خپرولو سره ویلي، چې افغان حکومت یې په خوست ولایت کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د روغتیایي کمېسیون ولایتي مسوول مولوي صدیق احمد زنداني د یو کمین په ترڅ کې وژلی او یو بل تن ورسره ټپی شوی.

مجاهد په یاد برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت په دې ورستیو کې د طالبانو له لورې ټاکل شوي ډاکټران، کلینیکون، او روغتیایي مرکزونه په نښه کوي. افغان حکومت تر اوسه د وسلوالو طالبانو د یادې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

وسلوال طالبان وروسته له هغې یاده ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې د دواړو لوریو یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او یو بل ته د مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي


ZhwandoonJune 24, 2020
245-1024x572.png

140

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د وسلوالو طالبانو وروستي بریدونه د سولې ټینګېدو په اړه د دغې ډلې د ژمنو کمزورتیا ښيي. په وینا یې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر په اړه د افغانانو د بې باوره کېدو لامل ګرځېدلی. د صدیقي په وینا چې وسلوال طالبان دي د خپلو ورانکارو فعالیتونو په تر سره کېدو سره خپل دریځ د افغانستان خلکو ته روښانه کړي، په خبره یې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې له خپل اړخه اړین اقدمات کړي دي.

تېره ورځ د ملي امنیت شورا هم ویلي و، چې تیره اونۍ د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي. یادې شورا ویلي و، طالبانو په دغه اونۍ کې په ۳۲ ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر ضد ۴۲۲ بریدونه کړي دي. وسلوالو طالبانو بیا د افغان حکومت د یادې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008