وروستي خبرونه

2020 June 23

ZhwandoonJune 23, 2020
244.jpg

160

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، سیمه ییزو شوراګانو سره يې د ۱۷ ولایتونو لپاره د څه باندې ۴۱۳ میلیونو په ارزښت د ۵۷ پرمختیايي پروژو هوکړه کړې، چې موخه يې ترې د خلکو بد اقتصادي وضعیت ښوالی دی. وزیر زیاتوي، کلیوال خلک ۷۰ سلنه فقر ځپلي، چې د پروژو پلي کېدا سره به، خلکو ته کاري زمېنه برابره او ۱۳۲ زره کلیوال به له دې پروژو ګټه پورته کړي. د کلیو پرمختیايي شوراګانو مشران د پروژو له تطبیقه خوښ دي، خو د لري پرتو سیمو خلکو ته د نورو پروژو پر پلي کېدا ټینګار کوي.

د کلیو بیارغونې وزارت او سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو ترمنځ د ۱۷ ولایتونو لپاره د ۴۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۷ پرمختیايي پروژو هوکړه لاسلیک شوه. وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي، دغه پروژې، چې ۸ يې د اوبو لګولو کانالونو، ۱۷ يې د محافظوي دیوالونو، ۵ يې د کاریزونو، ۴ يې د پلونو او پلچکونو او کانکریټي سړکونو جوړېدو دي موخه يې ترې د خلکو اقتصاد ښوالی او ورته د ژوند کولو اسانتیا برابرول دي. د کریمي په خبره ۷۰ سلنه کلیوال فقر ځپلي، چې د پروژو تطبیق سره به کابل، غزني، بدخشان، کندهار، بغلان، بلخ، بادغیس، خوست، کونړ، کندز، لوګر، پکتیا، پنجشیر، پروان، سرپل، سمنګان او تخار ولایتونو کې سلګونه خلکو ته کاري زمېنه برابره او ۱۳۲ زره کلیوال به ترې ګټه واخلي.

د سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو مسوولین دغه پروژې ګټورې بولي او زیاتوي، چې دا پرمختیايي پروژې د بسنې وړ نه دي او باید لا نورې پروژې پلي شي. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو پلي کېدونکي پروژو له ډلې يې ۴۲ د ملي بودیجې، ۱۴ يې د نړیوال پرمختیايي صندوق او یوه يې د هندوستان هېواد له لوري تمویلېږي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJune 23, 2020
243.jpg

100

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ پر څارنوالانو برید ته په اشارې وايي، ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د سولې هڅې زیانمې او ویې ځنډوي، خو نوموړی وايي، حکومت او طالبان باید په شا نه شي او د یو هر اړخیز اوربند په کولو د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.

له بلې خوا ایراني چارواکو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې د تاوتریخوالي کمېدو او سولې خپلمنځي خبرو د ژر پيلېدو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې د دغو خبرو کوربه توب ته چمتو دي. د سولې بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ټوکېدلې هیلې یو څه په رژېدو ښکاري. د تېرې دوشنبې په ورځ د لویې څارنوالۍ دوه څارنوالان او درې کارکوونکي چې د بندیانو د خلاصون چارې یې اسانولی بګرام ته پر لار ده سبز ولسوالۍ کې ووژل شول.

افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دې پېښې ته په اشارې وايي، ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د سولې خپلمنځي خبرې زیانمنې او و یې ځنډوي، خو نوموړی وايي، حکومت او طالبان باید په شا نه شي او د سولې خپلمنځي خبرو ته دې اړین ګامونه واخلي. دواړه لوري باید په شا نشي او د سولې خپلمنځي خبرو د پیل پر لور اړین ګامونه واخلي، چیرې چې پر یو هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژرترژره مذاکرات کیداې شي. دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او موږ ورسره ولاړ یو. له یوې خوا د طالبانو د تاوتریخوالي ډېرښت او له بلې خوا د بندیانو د ازادېدو په لړۍ کې سستي هغه دوه موارد دي چې حکومت او طالبان یو بل د سولې خپلمنځي خبرو ته په خنډ تورنوي. طالبان وايي، حکومت د دوی د بندیانو په ازادېدو کې لټي کوي، خو حکومت وايي، طالبانو تاوتریخوالی په بې ساري ډول ډېر کړی.

له بلې خوا په ایران کې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر حنیف اتمر د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي. د بهرنیو چارو وزارت په وینا ایراني چارواکو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او د سولې خپلمنځي خبرو د ژر پیل غوښتنه کړې. دغه راز دې هېواد د دغو خبرو کوربه توب ته چمتووالي ښودلی.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 23, 2020
242.jpg

100

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا د 9 سوه 53 مشکوکو پېښو له ازمایلو وروسته 3 سوه او 24 مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر 29 زره 4 سوه 81 تنو ته ورسېد. د دغه وزارت مسوولینو یادونه کړې، چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ څخه ښه شوي کسان بیا ځلې پر دغې ویروس نه اخته کیږي.

د دوی په خبره هغه کسان چې پر کورونا ویرس اخته شوي او بېرته ترې رغېدلي، بیا ځلې پر دې ویروس اخته کېدل يې ناممکن دي، ځکه د رغېدلي کس دفاعي سېستم د یاد ویروس پر وړاندي ډېر پیاوی کیږي. د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو ۲۰ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د مړو شویو کسانو شمېر ټول ټال ۶ سوه او ۱۸ کسانو ته رسیږي. دغه راز له یاد ویروسه تر اوسه۹ زره ۲۶۰ تنه نورو بیا روغون موندلی.

د عامې روغتیا وزارت ټول هغه راپور رد کړل، چې ګواکې مصنوعي تنفس دستګاوې دې له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق شوي وي. د دوي په خبره په ټول هېواد کې تر اوسه ۲۶۲ تنفسي دستګاوې شتون لري.

عامې روغتیا وزارت د مسولینو په خبره چې هېواد کې ورځ تر بلي د کورونا ویروس پېښې د کمېدو په حال کې دی، خو ټینګار کوي چې خلک باید روغتیايي لاروښوونې په کلکه پر ځان عملي کړي.


ZhwandoonJune 23, 2020
241.jpg

120

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت د ښه نیت په موخه تر اوسه د وسلوالو طالبانو ۳۶۰۰ زندانیان له بند خونو څخه ازاد کړي، چې په وینا یې دا لړۍ لا هم دوام لري. نوموړي له وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې له دوی سره د حکومت شته بندیان دي هم ازاد کړي. د ده په خبره افغان حکومت د سولې پروسې بریا لپاره هر ډول تعهد او ژمنو ته متعهد دی.

صدیقي نیوکه وکړه، چې وسلوال طالبان د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره ژمن نه دي او په دې وروستيو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تاتریخوالي ته زور ورکړی. وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې په کراتو د خپلو ۵ زره طالب زندانیانو پر خلاصون ټینګار کړی.


ZhwandoonJune 23, 2020
240.jpg

230

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایټالیا متخصص ډاکټر میتو باستي له قوله راپور ورکړی ، چې کورونا وبا تر پخوا ډېره کمزورې شوي ده او ددې امکانات ډېر دي چې د واکسین تر جوړېدو به مخکې دغه وایروس ختم شي.

ددغې متخصص ډاکټر په خبره چې د کورنا وبا ځواک د پخوا په شان نه دی پاتې او د کمېدو په حال کې ده. هغه زیاته کړي په روغتیایي برخه کې د ده لسګونه کاله تجربه ددې ښکارندویې کوي چې وروستیو اوونیو کې د کورونا ویروس ځواک ډېر کمزوری شوی دی او د 80 او 90 کلن عمر لرونکې کسان هم اړتیا نلري چې بستري شي او کولای شي د تنفسي الاتو له مرستې پرته ساه واخلې.

متیو باستې ویلي، یوازینۍ لامل چې دغ وایروس یې کمزورۍ کړ د روغتیایې سپارښتنو عملي کول وو چې پر کرونا وبا باندې د اخته کسانو لخوا په پام کې نیول شوي دي.


ZhwandoonJune 23, 2020
239.jpg

160

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې نړۍ کې پر کورنا وایروس د اخته کسانو شمېر له 9 میلیونو اوښتۍ چې له ډلې یې 4 لکه ،71 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 4 میلیون،51 زرو نه ډېر کسان بېرته رغېدلې دي. ددغې پوهنتون د معلوماتو له مخې چې اوس مهال برازیل هغه هېواد دی چې کورنا وبا په کې په چټکۍ د خپرېدوحال کې ده، دغه هېواد کې تر دې دمه له یو میلیون او یک لکو نه ډېر کسان اخته شوي او له 50 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی


ZhwandoonJune 23, 2020
238-1024x681.jpg

140

د دغه هېواد رسنیو د راپورونو له مخې، چې سږکال به نورو هېوادونو ته اجازه ورنکړي ترڅو د حج مراسمو کې ګډون وکړي. د سعودي عربستان حکومت وايي چې د کورونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. د دغه هېواد حکومت ویلي، د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یاده پرېکړه شوې او له مخې یې میشت بهرني وګړي په دغه هېواد کې له دې ډلې بیل دي او د حج کولو اجازه لري.

دغه هېواد وایي، د کرونا د ګواښاو مخنیوي په پار د حج په مراسمو کې پر نورو هېوادونه بندیز لګولی ځکه سعودي وايي د کرونا ویروس د پراختیا ګواښ شته، او زیاته کړې یې ده، تر دوو میلیونو پورې خلک حج کولو لپاره عربستان ته ځي او واټن د خلکو تر منځ نه مرعاتیږي چې د کرونا وېروس د پراخېدو لامل کیږي


ZhwandoonJune 23, 2020
237.jpg

150

د فاع وزارت وایي د غزني ولایت مرکز اړوند اسفندي سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د یاد وزارت په وینا د برید پر مهال افغان هواي ځواک هم بریدونه کړي، چې د وسلوالو بریدونه یې په شا کړي.

د دفاع وزارت په خبره په ورته مهال د قره باغ ولسوالۍ اړوند باران قلعه په سیمه کې هم د وسلوالو طالبانو د ځوابي برید پر مهال د افغان هوایي ځواک په ملتیا ملي امنیتي ځواکون له لورې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.


ZhwandoonJune 23, 2020
236.jpg

270

د ایران او افغانستان له لورې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان حکومت او ایراني چارواکي په یاده برخه کې توافق ته رسېدلي او په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال به قانوني شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د توافق پر اساس، په ایران کې د افغانانو لپاره د اقامت د کارت تمدید، د هویت ثبت او د تذکرو توزېع او پاسپورټ ورکړه پیلېږي.

د دغه وزارت په وینا د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي محمد حنیف اتمر له ایراني چارواکو سره همداراز د افغانانو اړوند وروستیو خونړیو پېښو په اړه د تحقیقاتو، د پولې دواړو لورو ته پر غیر قانوني تګ راتګ، د افغانستان د سولې له پروسې د تهران د ملاتړ او فرهنګي او معارف پر مسایلو توافق هم کړی.

د ایران د کار او ټولنيزې پرمختيا وزارت ویلي، چې اوس‌مهال په دې هېواد کې شااوخوا اووه لکه افغانان په غیر قانوني توګه اوسي. ایران ته د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي حنیف اتمر د سفر پر مهال یاد توافق په داسې مهال لاسلیک کیږي، چې په دې وستیو کې د ایراني ځواکونو له لورې د یو شمېر افغان کډوالو وژنې په کور دننه او بهر د خلکو غبګونونه راوپارول


ZhwandoonJune 23, 2020
235.jpg

120

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په کابل کې د تېرې ورځ بريد چې پکې يو شمېر څارنوالان او یو پولیس ووژل شول غندلی او دا بریدونه یې د سولې د مخالفو بهرنيو او داخلي کړيو کار بللی دی. نوموړي ویلي امریکا په کابل کې پر هغو څارنوالانو بريد غندي‌ چې د بنديانو ازادولو په برخه کې يې دنده ترسره کوله.

خليلزاد د یادې پېښې د بشپړ څيړولو غوښتنه کړې، او پر افغان حکومت او طالبانو يې غږ کړی، چې ژر تر ژره خپلمنځي خبرې پیل کړئ، تر څو افغانان تل پاتې سولې او هر اړخيز اوربند ته ورسيږي. په وینا یې ځینې کړۍ هڅه کوي څو افغان سوله زیانمنه کړي، نو دواړو لوریو ته په کار ده، چې د بندیانو د خلاصون لړۍ ژر تر ژره بشپړه کړي او خپلمنځي خبرې پیل کړي.

وسلوالو طالبانو په دغې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي


ZhwandoonJune 23, 2020
234.jpg

150

رسنیو د راپورونو له مخې په امریکا کې د روسیې سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره پر افغان سولې او په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړي. په دغه لېدنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې په افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه به دواړه هېوادونه خپلې هڅې همغږې کوي او د سولې په راوستو کې به همکاري کوي.

روسیه او امریکا وروسته له هغې په افغان سولې کې د همغږۍ خبره کوي، چې له دې وړاندې د روسیې په ګډون امریکا او افغان چارواکو پر افغان سولې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې وې.


ZhwandoonJune 23, 2020
233.jpg

140

ولسمشر غني د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي، چې د خلکو او رسنیو د غوښتنو په اساس به له پارلمان څخه رسنیو د تعدیل طرحه بېرته وغواړي. په وینا یې افغان حکومت د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دی. همداراز نوموړي په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د ټولنیزو رسنیو قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه له پارلمان څخه بېرته راوګرځوي.

ولسمشر غني دغه راز د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام غندلی او دا کار یې سولې ته د ژمنتیا له روحیې سره په ټکر کې بللی دی. غني دغه راز له کورونا سره مبارزه کې له منابعو څخه د ناسمې استفادې د احتمال په اړه د چارو ادارې ریاست ته امر کړی، چې په دې برخه کې تر جدي پلټنو او ارزونو وروسته خپلې موندنې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکې کړي. ولسمشر غني وروسته له هغې د رسنیو په قانون کې د تعدیل طرحه بېرته غواړي، چې په ټولیزو رسنیو کې د یاد قانون پر تعدیل سختې نیوکې وشوې او دا یې د بیان ازادۍ پر وړاندې سانسور وبولو



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008