وروستي خبرونه

2020 June 22

ZhwandoonJune 22, 2020
231.jpg

190

د تازه راپورونو له مخې چې د سوریې بصرالشام ښار کې زرګونو کسانو د ایران له ملاتړ برخمن وسله والو پر ضد لاریونو پیل کړي چې د ایران او بشار الاسد د حکومت خلاف شعارونه یې ورکول چې باید ایرانې وسله وال له سوریې بیرون شي.
دغو سوریايي لاریون کوونکو ویلي چې ایران یې د هېواد په نارامیو او د عامو خلکو وژلو کې کې لوی لاس لري او باید ډېر ژر هغه وسله وال چې د ایران له ملاتړه برخمن دي له سوریې وشړل شي.
ایران له دې امله د امریکا له لورې په سیمه کې د جګړو او ترهګرۍ ستر ملاتړی بلل شوی دی چې په سوریه کې ګڼې وسله والې ډلې لري.


ZhwandoonJune 22, 2020
230.jpg

190

د تازه راپورو نو له مخې چې د سعودي کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ټول هېواد په کچه یې ټول بندېزونه لمنځه وړي او اقتصادي فعالیتونو ته یې هم اجازه ورکړي ده.
دغه وزارت زیاته کړي چې نړیوال سفرونه او تر 50 د ډیرو کسانو پر راټولیدنې بندیز به تر یو څه مودې پورې پورې پر خپل ځای وي.
بلخوا بیا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له 8 میلیونو،9 لکو او 28 زرو اوښتۍ چې له ډلې یې 4 لکو او 67 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


ZhwandoonJune 22, 2020
229.jpg

120

د ورستیو راپورونو له مخې نړۍ کې برازیل هغه هېواد دی چې تر امریکا وروسته په کې پر کورونا وبا ډېر کسان اخته شوي او ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
برازیل کې تر دې دمه له 50 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له یو میلیون،86 زرو نه ډېر کسان پرې اخته دي.
همدارنګه د برازیل کارپوهانو ویلي چې هېواد کې یې تر دې دمه کورونا وبا اوج ته نه ده رسیدلې او خلک هم د دغه هېواد د ولسمشر پر ضد لاریونونه پیل کړي او د استیضاح غوښتنه یې کوي.


ZhwandoonJune 22, 2020
228.jpg

110

د یاد وزارت څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د فراه، جوزجان، خوست، او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو د منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د قتل، وسلوالو غلاو او غیر قانوني وسلو د لېږدوني په تړاو نیولي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د یادو کسانو له ډلي ۴ تنه فراه کې د نقلیه وسایطو د غلا په تور، ۴ تنه د جوزجان کې د هټیو د غلا، دوه تنه په فارباب ولایت کې د کورنۍ د څو غړو د قتل په تور او دوه تنه نور هم غلاو په تور خوست ولایت کې نیول شوي دي.
خبر پاڼه کاږي چې د لومړنیو څیړنو وروسته یاد کسان عدلي او قضايي اورګانونو ته سپارل شوي دي.


ZhwandoonJune 22, 2020
227.png

110

ولایتي چارواکي وایي، وسلوالو د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د نادان سېنګهـ په نوم یو افغان سېکهـ تښتولی دی.
په وینا یې نادان سېنګهـ په سوېل ختیځ زون کې د افغان سېکهانو د مذهبي ځایونو د ترمیم او ساتنې مسؤل و چې پولیسو سره له همغږۍ پرته څمکنیو ته تللی و.
د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتي ویلي دغه افغان سېکهـ څلور ورځې وړاندې یادې ولسوالۍ ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و چې د بنګښ له سیمې تښتول شوی.
د نوموړي په وینا، دوی په دې تړاو پنځه مشکوک کسان هم نیولي چې د پوښتنو ګروېګنو لاندي دي.
پکتیا کې دغه سېک وروسته له هغې د وسلوالو له لورې تښتول کیږي، چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د اهل هنود ژوند خورا تریخ شوی، چې څو میاشتې وړاندې هم د کابل په شور بازار سیمه کې د اهل هنود پر درمسال د وسلوالوالو له لورې په برید کې ګڼ شمېر هندانو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.


ZhwandoonJune 22, 2020
226.jpg

100

د پوهنې وزارت وايي، په راتلونکو څو ورځو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د لري واټنه د ټلوېزیونونو او راډیوګانو له لارې زده کوونکو ته د زده کړې بهیر پیل شي.
طالبانو تر خپلو کنټرول لاندې سیمو کې ښوونیزو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې خپل تدریسي نقشې جوړې او د کرونا کمېدو سره یو ځل بیا ښوونیزې ادارې په سالمه فضاء کې زده کړې پیل کړي.
د پوهنتونونو او ښوونځیو ځیني استادان پر پوهنې سکټور غږ کوي، چې د قرنطین پر مهال پرته له انلاین زده کړو یوه بدیله لاره وګوري څو زده کوونکي او زده کړیالان له زده کړو بې برخې پاتې نه شي


ZhwandoonJune 22, 2020
225.jpg

110

د افغانستان د سولې انسټېټیوټ د حکومت له خوا د ټولیزو رسنیو په قانون کې تعدیلات د اساسي قانون او د بشر حقونو له اعلامیې سره په ټکر کې بولي او اندېښنه ښيي، چې تېرو تجربو ته په کتو به دغه بدلونونه د تاوتریخوالی نوې څپه راولي.
له رسنیو ملاتړې ادارې وايي، دغه تعدیلات به د رسنیو پر کار ناړوه اغېزه وکړي.
د دوی په خبره اوسمهال افغانستان د رسنیو یو ښه قانون لري، چې باید عملي شي.
خبریالان بیا وايي، دغه بدلونونه له سانسور پرته بل څه نه لري او باید د رسنیو قانون برخه ونه ګرځي


ZhwandoonJune 22, 2020
224.jpg

80

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل په ګډون یې ولایتونو ته د هغو درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل کړې، چې مرسته کوونکو هېوادونو له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه افغانستان ته ورکړي دي.
د دغه وزارت چارسمبالی احمد جواد عثماني وایي، مرکز کابل او ۱۶ ولایتونو ته ۷۰ ټنه درمل او نورو تجهزاتو د وېش لړۍ شوې، چې دغو ولایتونو ته له بشپړېدو وروسته به پاتي نور ولایتونه هم له دغو مرستو برخمن شي.
همداراز که څه هم دغو طبي تجهیزاتو او درملو کې د عامې روغتیا وزارت یوازې د اکسیجن د کېټونو یادونه کړې، چې د دوی په خبره، د کمښت ستونزه به‌ یې تر یوه ځایه ورسره هواره شي.
بل خوا د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې به له کورونا څپلو سره د یو شمېر خوراکي غیري خوراکي او طبي مرستې وکړي، په وینا یې دغو مرستو کې ۱۲،۵ ټنه اوړه، ۵۰۰ کمپلې، د مینځونکو توکو سل جعبې، پنځه ټنه وریجې، ۱۲۵۰ لیتره غوړي او لس جبعې ډول ډول درمل شامل دي چې د افغانستان په پامیر کې به مېشتو خلکو ته ووېشل شي.
عثماني وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل او ولایتونو په روغتونونو کې د کورونا وبا ناروغانو د زیاتوالي له کبله پرله‌ پسې شکایتونه وشول چې اکسیجن او نور امکانات یا کم او یا هم بېخي خلاص دي.


ZhwandoonJune 22, 2020
223.jpg

140

د بهرنیو چارو وزیر او ورسر مل پلاوي ایران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نوموړي د سفر اصلي اجنډا په یزد ښار کې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژل کېدو پېښې څېړنه بلل شوې ده.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ایران او افغانستان ترمنځ پر اقتصادي، سرحدي، انرژي، اوبو او روغتیایي همکاریو خبرې اترې کړې دي.
د یادوني وړ ده چې د بهرنیو چارو چار سمبالی وزیر وروسته له هغې ایران ته سفر کوي چې د ایراني ځواکونو له لوري یو شمېر افغان کډوال د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري تر زوز زیاتي وروسته هریرود سیند ته غورځول شوي وو، ورپسي څه موده وړاندي د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو موټر باندې ایراني ځواکونو ډزې وکړي چې له امله یې یو شمېر افغانان کډوالو ته مرګ ـ ژوبله واوښته،چې دغې دواړو پیښو په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول.


ZhwandoonJune 22, 2020
222.jpg

50

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي ویلي، هند په افغان سوله کې ریښتنی نه دی او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.
قریشي پر هند تور پورې کړی، چې دغه هېواد په افغانستان کې په ځینې تر سره شویو ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري او نه غواړي چې افغانستان کې سوله راشي.
د اپه داسې مهال ده، چې په دې ورستیو کې د خپلمنځي خبرو د پیل په موخه یو شمېر پاکستاني چارواکو کابل ته خپل سفرونه زیات کړي او د افغان سولې په اړه منډي ترړې وهي خو یو شمېر شنونکي بیا د پاکستان دغو کړنو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې دغه هېواد د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.


ZhwandoonJune 22, 2020
215.jpg

130

د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتې کوروو ویلي، د افغان حکومت له لورې د زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ روانه ده خو ځینې طالب بندایان دي، چې د هغوی تېر ته په کتو او د ځینو ستونزو له امله اوس نه خوشې کیږي.
نوموړي ویلي، د یادو زنداینانو پر خوشې کېدو به د سولې په نورو مراحلو کې بحث او خبرې وشي.
سټېفانو ویلي، که څه هم له هوکړې وروسته باید وسلوالو طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وی، خو بر عکس دوی خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې دوی ته د منلو نه دي.
همداراز کوروو یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې ناټو غړي هېوادونه د افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت شورا په وینا افغان حکومت تر اوسه له خپلو زندانونو درې زره طالب بندیان ازاد کړي او په مقابل کې طالبانو هم د افغان حکومت شاوخوا شپږ سوه بندیان ازاد کړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008