وروستي خبرونه

2020 June 20

ZhwandoonJune 20, 2020
221.jpg

120

په دغه هېواد کې یو شمېر افغان پنا غوښتونکو د یوې غونډې پر مهال له اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د برخلیک په اړه دې د دوی غږ واوري. پنا غوښتونکي وایي، له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، په وینا یې ماشومان یې له زده کړو هم بې برخې پاتي او په دغه هېواد کې د زندانیانو په څېر ژوند کوي.

دوی وایي، په هند کې یې ژوند خورا سخت دی او له امریکا، اروپا، او اسټرالیا د دوی د منلو غوښتنه کوي. هند کې دغه افغان پنا غوښتونکي وروسته له هغې له سختو ستونزو کړیږي او له اروپایي ټولنې د پنا غوښتنه کوي، چې په دې ورستیو کې په ایران کې هم افغان پنا غوښتونکي له سختو ننګونو سره مخ دي.

خبر، محمد میرویس اسلمی


ZhwandoonJune 20, 2020
220.jpg

100

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، پېښه د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې رامنځته شوې. په وینا یې د مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې په یو عراده سوزکي ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې موخې ته له رسېدو وړاندې یې په یوه بټۍ کې چاودنه کړې.

په خبریې چاودنه کې موټر چلونکی وژل شوی او موټر په بشپړ ډول له منځه تللی. د یادې چاودنې په اړه تر اوسه نه د حکومت کومې مخالفه وسلوالې ډلې او نه هم افغان حکومت څه ویلي، چې په چا پورې یې تړاو درلود.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 20, 2020
219.jpg

150

یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، افغان سوله کې د پاکستان هڅې د دې لپاره دي چې خپلې موخې ترلاسه کړي. د وسله والو ډلو واک ته رسولو پر مټ خپل موخو ته ځان رسول، له امریکا او نړیوالې ټولنې امتیاز اخیستل، چې ګواکې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته دوی حاضر کړل او نورې بېلابېلې هغه موخې دي چې پاکستان یې د ترلاسه کولو هلې – ځلې کوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره کتلي او افغان سوله کې یې د خپل رول پر دوام ژمنه کړې.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د قطر دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا نوموړي په دغه لیدنه کې ویلي چې پاکستان به افغان سوله کې خپل رول ته دوام ورکړي او د امریکا طالبانو د تړون له مخې د بندیان خوشې کېدل به افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د ژر پیلېدو لامل شي. پاکستان چې ویل کیږي تل یې د افغانستان په ورانۍ کې خپلې ابادۍ لټولي، د افغان سولې د خبرو له ګرمېدو سره سم یې په دغو خبرو کې هم خپلې هلې ځلې کړي او اوس یې لا ګړندۍ کړي. یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، افغان سوله کې د پاکستان هڅې د دې لپاره دي چې خپلې موخې ترلاسه کړي. د وسله والو ډلو واک ته رسولو پر مټ خپل موخو ته ځان رسول، له امریکا او نړیوالې ټولنې امتیاز اخیستل، چې ګواکې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته دوی حاضر کړل او نورې بېلابېلې هغه موخې دي چې پاکستان یې د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي.

له بلې خوا حکومت ویلي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ روانه ده او بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته به نږدې راتلونکې کې په دوحه کې وشي، خو اوس په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی سټیفانو پونتي کورفو وايي، د دواړو لورو د مرکچي پلاوو ځینې غړي په کرونا اخته شوي او له همدې امله دغه خبرې اغېزمنې شوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم تاییدوي چې د یاد پلاوي ځینې غړي کرونا نیولي او د سولې خپلمنځي خبرې یې ټکنۍ کړي دي. که څه هم د سولې بین الافغاني خبرو ته لوی خنډونه لرې شوي دي او ښایي په نږدې ورځو کې دغه خبرې پیل شي، خو لا هم د ټولو ۵ زره طالب بندیانو خوشې کېدل چې د طالبانو شرط دی لا ټول نه دي ازاد شوي، خو حکومت ویلي دغه لړۍ روانه ده. اخوا طالبانو هم د لسګونو بندیانو په خوشې کېدو ویلي چې پاتې بندیان به هم ازادوي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 20, 2020
218.jpg

90

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو ادارې په پو نوې څیړنه کې ویلي چې ا فغانستان اوس مهال د کورونا ویروس له امله سخت حالت سره مخ ده.

راپور کې راغلي چې کورونا وبا له کبله افغانستان له څو اړخونو له سخت حالت سره مخ کړي. چې په افغاستان کې اقتصادي ودې، د سولې پر روانو هڅو او د روغتیا سګټور ته يې لوي ګواښ پېښ کړي دي. راپور کې ویل شوي، چې دا وبا نه یوازې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کولای شي، د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم تر جدي فشار لاندې کړی دی.

د ملګرو ملتونو دا راپور په نیستمنو هېوادونو کې د کرونا وبا د اوږد مهاله اغېز په اړه خپور شوی دی. راپور زیاتوي، چې افغانستان په ځانکړي ډول په نازک حالت کې دی ځکه مسلکي روغتیاپالان کم دي، اکثر خلک په سخته نیستي کې ژوند تېروي او د څلوېښتو کلونو جګړې يې اقتصاد او بنیادي تاسیسات وار د مخه لا ډېر کمزوري کړي دي


ZhwandoonJune 20, 2020
217.jpg

130

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچې پلاوي ځينې غړي په کورونا ویروس اخته شوي دي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې د کويډ ۱۹ ناروغي د سولې خپلمنځي خبري اغیزمني کړي، ځکه په وینایې د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي ځېنې غړي په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړي د دغو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې کوم کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي. نوموړي وروسته له هغې دغه خبري کوي چې افغان حکومت څو ورځي وړاندي د مرکچي پلاوي ډلي د کورونا ویروس د ټیسټونو لړۍ پیل کړي ده، خو تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي


ZhwandoonJune 20, 2020
206-1-1024x682.jpg

180

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د سولې هڅو ملاتړ کړی او ویلي دي، چې د سولې بین الافغاني خبرو پیل نږدې شوی دی. ستولټنبرګ زیاته کړې، چې طالبانو د امریکا سره د سولې هوکړې خلاف لا هم تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، چې ترې غوښتنه یې کړې، څو شوې هوکړې ته ژمن پاتي شي.

خو طالبانو ته نږدې سرچېني وايي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو ترمنځ د بندیانو پرسر شته اختلافات د حل کېدو په حال کې دي او له حکومته غواړي، چې د تبادله شویو لېستونو سره سم بندیان ازاد کړي


ZhwandoonJune 20, 2020
216.jpg

130

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره نوي ټاکل شوي استازي یې محمد صادق خان قطر کې له طالب مشرانو سره پر افغان سولې خبرې کړي. پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا استازي یې له طالب مشرانو سره په خبرو کې ویلي، پاکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

صادق خان ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې د بندیانو تبادله کولی شي د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو ژر پیلېدو لپاره یو مهم ګام وي.

صادق خان وروسته له هغې قطر کې له طالب مشرانو سره پر افغان سولې خبرې کوي، چې نوموړی نږدې لس ورځې وړاندې د پاکستان له لورې افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 20, 2020
215.jpg

90

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونټې کوروو ویلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی، په وینا یې که څه هم وسلوالو طالبانو پر ایتلافي ځواکونو او ښارونو کې خپل بریدونه درولي دي، خو لا یې هم تاوتریخوالی روان ساتلی. نوموړي ویلي، وسلوالو طالبانو په دې موخه جګړو ته زور ورکړی، چې په اساس یې د سولې روان بهیر کې لوړ امتیازات تر لاسه کړي، خو د دوی دا ډل نظریې په بشپړ ډول غلطې دي.

همداراز نوموړي له دواړو غاړو غوښتنه کړې، چې تاوتریخوالی کم او د خپلمنځي خبرو لپاره زمینه برابره کړي. سټیفانو پونتې کوروو وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې په دې ورستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او یو بل ته د مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

خبر: میوند سالارزی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008