وروستي خبرونه

2020 June 18

ZhwandoonJune 18, 2020
214.jpg

140

د جوزجان ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د دې ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د بالاحصار په امنیي پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او پایله کې یې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي، لس تنه ټپیان او ۶ نور یې ژوندي نیول شوي دي. دیوبل خبر له مخې دغور پسابند ولسوالۍ پر پستو امنیتي ځواکونو له څو لورو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونه په ځوابي یبریدونو کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. امنیتي ځواکونوپه جوزجان کې د ملي اردو ۶ ځواکونه وژل کیدل او درې نورو ټپي کیدل هم تاییدوي، او په وینایې چې په غور ولایت کې دوی ته مرګ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسلوالو طالبانو تر دې دمه د حکومتي ځواکونو د دې ادعاوو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي. خبر: خان آغا سیال


ZhwandoonJune 18, 2020
213-1024x576.jpg

110

د اسلامي جمعیت ګوند د سولې برخه کې له روانو هڅو ملاتړ وکړ او وايي، که د سولې په خبرو کې ټول اړخونه نظر کې ونه نیول شي د بن کنفرانس تجربه به بیا تکرار او هېواد به یوه نوي جنګ ته دننه کړي.

د ګوند مشر صلاح الدین رباني زیاتوي، افغانانو ته تحمیلي سوله د منلو نه ده او تر هغې، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغان سولې راوستو لپاره یو موټی نه شي، د څو محدودو کسانو هڅې پایله نه ورکوي. د ملي شورا غړي بیا د جګړې له ښکېلو ډلو غواړي، چې یو بل ته سره تېر، تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرو ته سره کېني. د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې لړۍ ورو – ورو د سولې خپلمنځي خبرو ته خلک هیله مند کړي، چې د دغو خلکو ډېره برخه یې پر ژر پیل ټینګار کوي.

د اسلامي جمعیت ګوند د سولې له روانو هلو – ځلو ملاتړ کوي، خو ټینګار یې دا دی چې د سولې په خبرو کې دې ټول اړخونه په نظر کې ونیول شي، څو د بن کنفرانس ترخې تجربې په نه تکرار سره افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي. رباني وايي، د سولې خبرو ښه مخته تګ لپاره دې د ملي اجماع سره بېره د سیمي او نړۍ هېوادونه په ګډه د افغان سولې لپاره کار وکړي، چې پرته له دې د سولې بحثونه بې پایلې دي.

د ملي شورا ځیني غړي بیا د تاوتریخوالي شدت د جګړې ښکېلو ډلو په زیان بولي او ترې غواړي، چې د بندیانو د خلاصون له لړۍ بشپړېدو سره سم بین الافغاني خبرې پیل کړي. افغان حکومت او طالبانو، چې د مخامخ خبرو پیل لپاره يې په بار – بار چمتوالی ښودلی، تر اوسه يې د خپلمنځي خبرو پیل په موخه یوه لوري هم د سولې هوکړې سره سم بندیان نه دي تبادله کړي او تل يې یو یو پر بل له دې امله نیوکې کړی، چې د بندیانو په خلاصون کې ناغړی کوي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJune 18, 2020
212.jpg

292

وروسته له هغې چې په خواله رسنیو کې خلکو پر حکومت له دې امله نیوکه وکړې، چې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه يې د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۲۲۹ میلیونه ډالرو پور غوښتنه وکړه. که څه هم ملي شورا د رایو په اکثریت د حکومت دغه غوښتنه تایید کړه، خو ولسي وګړو په خواله رسنیو کې په پراخه کچه دغه پور اخيستنې لپاره خپلو غبرګونونو ته دوام ورکړی.

د ژوندون ټلوېزیون له لوري په خواله رسنیو کې د پیل شوې ټول پوښتنې په لړ کې هم چې نږدې یوولس زره کسانو ګډون کړی، ۹۱ سلنه خلکو له دغې پور اخیستنې سره مخالفت ښودلی. د کورونا وبا له امله ډېرو بې وزله هېوادونو سره نړیوالو او نړیوالو بانکو د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه په میلیونو ډالره مرستي ترسره کړې. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې کورونا ویروس په کې ورځ تر بلې په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده. تازه دغه هېواد سره امریکا د کورونا ضد مبارزې په برخه کې 42.5 میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړو.

خو بل لور بیا څو ورځې وړاندي د افغانستان ملي شورا ګډ کمېسیون له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور اخیستو سند تایید کړ، چې په کور دننه د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو. ولسي ګړي وايي، دغه پور د هېواد راتلونکی له اقتصادي بحران سره مخ کوي، چې په خبره یې ملت ته د خیر پر ځای زیان رسوي. د دوی په خبره افغان حکومت دې شویو مرستو کې پر روڼتیا کار وکړي، څو په وینا یې شوې مرستې د فاسدو چارواکو او زورواکو جېبونو ته لاړې نه شي.

دغه خلک په دې برخه کې شوې مرستې د بسنې تر کچې بولي. د ژوندون ټلوېزیون له لوري هم چې په خواله رسنیو ټول پوښتنه ترسره شوې وه، په کې کابو یوولس زره کسانو ګډون کړی وو، چې ۹۱ سلنه خلکو له دغې پور اخیستنې سره مخالفت ښودلی دی.

خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonJune 18, 2020
211.jpg

80

ولایتي چارواکي وایي د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې په عامو وګړو په سړک کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې د یوې کورنۍ درې تنه وژلي او یو ماشوم ټپی شوی دی.

په وینا یې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې مور او ماشومان د خپلوانو د واده په خوښۍ کې له ګډون وروسته خپل کور ته پیاده د ستنېدو په حال کې وو، چې د لویې لارې پر سر ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه کړې.

دا په داسې مهال ده، چې تېره ورځ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي ویلي و، هر کال روانه جګړه په افغانستان کې د شل زره ماشومانو ژوند اخلي او شاوخوا ۱۲ زره کسان معلولوي. په وینا یې هېواد کې ورځ تر بلې جګړه زور اخلي، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 18, 2020
210.png

170

دغه وزارت زیاتوي، د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځیو د پرانېستلو پر پلان بحث روان دی او په دې اړه د کابینې له پرېکړې وروسته به ښوونیز مرکزونه پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت په طرحه کې ټولنيز واټن په نظر کې نيول، د لاسونو بيا منځل، د ماسک کارول، لاس نه ورکول، له لويو ټولګيو نه کار اخستل، درسي ساعت او مضمون کمول شامل دي.

د پوهنتون استادان هم د دغو ټکو په نظر کې نیولو سره غواړي، چې ښوونیز او روزنیز مرکزونه پرانیستل شي


ZhwandoonJune 18, 2020
209-1024x576.jpg

180

د راپورونو له مخې وسلوالو طالبانو د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو له ټولو مدیرانو غوښتي، چې سر له شنبې زده کوونکي راوغواړي او خپل درسونه په نورمال ډل پیل کړي.

وسلوالو طالبانو په دغوسیمو کې د ټولو ښوونځیو مدیرانو ته اعلامیې لېږلي او په جدیت یې ترې غوښتي، چې ټول ذده کوونکي خبر او سر له شنبې خپل درسونه پیل کړي. که څه هم تېره ورځ د عامې ورغتیا وزارت هم ویلي وو، چې د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځیو د پرانېستلو پر پلان بحث روان دی او په دې اړه د کابینې له پرېکړې وروسته به ښوونیز مرکزونه پرانیستل شي.

وسلوالو طالبانو وروسته له هغې په خپلو سیمو کې د ښوونځیو د بیا پیل کېدو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، چې ټول تعلیمي ځایونه به د کورونا ویروس د مخنيوي په موخه درې میاشتې نور هم رخصت وي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 18, 2020
208-1024x572.jpg

110

وسلوال طالبان وايي، د خپلمنځي خبرو پیل پر وړاندې لوی خنډ د بندیانو تبادلې پڅ بهیر دی، چې په خبره يې د ۵ زره بندیانو خلاصون د مخامخ خبرو پیل لپاره یو مهم ګام دی، چې په باور یې باید واخیستل شي.

د سیاسي چارو شنونکو په باور، د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو ترمنځ د بندیانو پرسر اختلافات موجود دي، چې طالبان د یو ډول بندیانو خلاصون غواړي، خو حکومت بل ډول بندیان خوشي کوي.

د ملي شورا غړي بیا د بندیانو د تبادلې پر چټکتیا ټینګار کوي او د جګړې له ښکېلو ډلو غواړي، چې تاوتریخوالي ودروي او ژر د بین الافغاني خبرو میز ته سره کیني


ZhwandoonJune 18, 2020
207.jpg

90

ملګرو ملتونو افغانستان کې د فساد په اړه خپل څلورم کلنی راپور خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې پراخ فساد د سوکالۍ او سولې پر وړاندې لوی خنډونه جوړکړي، چې افغان حکومت یې پر وړاندې کوم اغیزناک اقدام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغان حکومت د تېرو کلونو په پرتله د فساد پر وړاندې ډېر کم اقدامات کړي او د فساد پر وړاندې جوړې کړې تګلارې یې لنډ مهاله سندونه وو،چې نه دي عملي شوي. ملګرو ملتونو له افغان حکومت سره د فساد پر وړاندې مبازه کې د همکارۍ تر څنګ له افغان چارواکو غوښتنه کړې، چې له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب وګڼي.

ملګري ملتونه وروسته له هغې په خپل کلني راپور کې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې ناکام بولي، چې دې وروستیو کې کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه وزارت کې یې زر تنه پولیس او منسوبین د فساد په تور قضایي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 18, 2020
206-1024x682.jpg

90

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال ویلي. ناټو به د افغانستان وضعیت ته په کتو د خپلو ځواکونو د حضور یا وتلو په اړه پرېکړه وکړي، په وینا یې دوی ځواکونه کموي خو د بشپړ وتلو په اړه پرېکړه به وضعیت ته په کتو کوي.

نوموړي ویلي د افغان سولې په اړه د ناټو غړي هېوادونه یوه خوله دي او ټول د دې پروسې ملاتړ کوي، خو وسلوالو طالبانو ته په کار ده، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له نړیوالو ترهګرو سره خپلې اړیکي پرې کړي. په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به په سیمه کې حساسیتونه ختم شي، د بهرنیو ځواکونو مخالفې ډلې به ارامه شي او سیمې ته به ثبات راشي.

ینس سټولټنبرګ وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ ایراني چارواکو ویلي وو، مرکزي اسیا کې د ناامنۍ اصلي لامل په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون دی.

خبر : میوند سالارزی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008