وروستي خبرونه

2020 June 17

ZhwandoonJune 17, 2020
205-1024x576.jpg

290

وروسته له هغې چې د یو شمېر برتانوي روغتیاپالانو له لوري شویو څېړنو کې یادونه وشوه، چې ډېکسامېټازون نومي ارزان بیه درمل د کورونا ویروس سختو ناروغانو ژوغورلو کې مرسته کولای شي، د عامې روغتیا وزارت وايي، هېواد کې دغه درمل په پراخه کچه شتون لري، چې په وینا یې په منظم ډول به یې پر کورونا اخته کسانو ته ورکړی. دغو بهرنیو روغتیاپالانو ویلي، د کورونا ویروس هغه ناروغانو ته چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کیږي، له دې درملو سره یې یو په درېیمه برخه ناروغي کمیږي.

د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې په هېواد کې د ډېکسامېټازون درمل په پراخه کچه شته او په منظم ډول به ناروغانو ته ورکول کیږي. کورونا ویروس چې ټوله نړۍ يې له ګواښ مخ کړې، چې ډېرو هېوادونو د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه له بېلابېلو درملو استفاده وکړه خو کومه اغېزمنه پایله يې ورنکړه. اوس اکسفورډ پوهنتون روغتیاپالانو د یوې څیړنې په پایله کې جوته کړې، چې د کورونا ویروس ناروغانو لپاره د ډېکسامېټازون درملو په کارولو سره د کورونا مرګوني ناروغان رغون موندلی شي.

په کور دننه د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه درمل به په منظم ډول د کورونا ناورغانو ته ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې یاد درمل هېواد کې په پراخه کچه شتون لري او په منظم ډول به خصوصي او دولتي روغتونونو کې پر کورونا ویروس اخته کسانو ته ورکړل شي. برېټانوي روغتیاپالانو ويلي، دغه درمل چې بیه يې ټیټه ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکو شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.

د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو ډلي ویلي، چې دغه درمل پر ۲ سوه کسانو ازمایل شوي او يایله يې له هغو ۴ زره ناروغانو سره پرتله شوې، چې دغه درمل يې نه دي کارولي. د کورونا ویروس له پیله تر اوسه ډېری هېوادونو هڅې پیل کړي، چې د کورونا ویروس لپاره درمل یا هم واکسین جوړ کړي، خو لا تر اوسه نه دي بریالي شوي.

خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonJune 17, 2020
204.jpg

60

تر دې وړاندې ډیلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼې د خپلو ځینو سرچینو له قوله یادونه کړې وه، چې وسلوال طالبان د پلاوي په ټاکلو کې مخالفتونه لري، چې په باور یې له همدې امله ځینې مشران یې ګوښه شوي هم دي. دغې ورځپاڼې ویلي وو، چې وسلوال طالبان د سولې خپلمنځي خبرو پیل لپاره د نوي پلاوي پر ټاکلو بوخت دي. خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغې ورځپاڼې یاده ادعا ناسمه بللې. ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې وه، چې د دې ډلې مشر هیبت الله اخند غواړي چې د ملاعمر زوی مولوي یعقوب د نظامي قوماندان په توګه وټاکي او له دې ټاکنې څخه یې موخه د سولې د خبرو ترڅنګ د نظامي وړتیا ښودل په ګوته شوي. د دغې ورځپاڼې په باور د طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د مذاکراتي پلاوي د ټاکو پر سر لاهم خبرې روانې دي او ښایي امیرخان متقی، مولوي جان محمد مدنی، ضیاالرحمن مدنی او شیخ سید رسول د طالبانو له پلاوي څخه ګوښه شي. همدا راز ویل کیږي چې په قطر کې د دې ډلې غړي ډاکتر صالح منیر سعادت، چهانګیروال، عبید عابد او قاضی سیداجان ګوښه شوي هم دي. خو طالبانو بیا د یادې ورځپاڼې دغه ادعا رد کړې ده. د سولې خپلمنځي خبرو پیل لپاره چې دې وروستیو کې هڅې تر بل هر وخت چټکې شوي، په کور دننه او بهر یې د افغانانو هیلې زیاتې کړي دي.


ZhwandoonJune 17, 2020
203.jpg

180

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې هغه زوی او پلار یې د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې نیولي، چې په خوست ولایت کې یې د میراث پر سر د یوې کورنۍ اووه تنه غړي په ډزو ووژل. د خبرپاڼې له مخې د یادو کسانو د نیول کېدو پرمهال یې یو تن چې د دې بل قاتل پلار وو، د تېښتې هڅه کوله، چې د وسلوالو طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو.

د دوی په خبره ژوندی نیول شوي کس یې د خپلې غاړې محکمې ته سپارلی دی. د دغو خلکو تر وژل کېدو وروسته د شویو غبرګونونو په پایله کې ځايي خلکو د قومي مشرانو د پرېکړې پر بنسټ د دغو قاتلینو کورونه هم وسوځول.


ZhwandoonJune 17, 2020
202.jpg

90

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې تر دې دمه نړۍ کورونا وبا باندې له 8 میلیونو،یو لک،53 زرو ډېر کسان پر کورونا وبا اخته شوي او له 4 لکه او 41 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي چې تر ټولو ډېر امریکا کې دي.

بلخوا بیا د اکسفورد پوهنتون څيړونکو ویلي چې ډيکسا ميتازون درمل کولای شي د هغو ناروغانو ژوند وژغوري چې د کورونا ويروس له امله د تنفسي دستګاوو په مرسته تنفس کوي. ددې پوهنتون څيړونکو زیاته کړي، ددوی د څيړنو پايلو ښودلې چې ډيکسا ميتازون يو پر دريو د هغو ناروغانو د مړينې مخنيوی کولای شي چې د تنفسي دستګاوو په وسیله ساه اخلې.

دا لومړی ځل دی چې داسې يو درمل چې په پراخه کچه په ټوله نړۍ کې موندل کيږي او ارزانه دی د کورونا وبا د ناروغانو په درملنه کې يې پايله مثبتې اعلانيږي.


ZhwandoonJune 17, 2020
189.jpg

70

کورنیو چارو وزارت وایي، دغه وزارت کې یې د نویو سیستمونو په فعالولو سره د فساد مخه نیولې. د دغه وزارت چار سمبالی مسعود اندرابي وایي، د پولیسو په موټرو او جنراتورونو کې د GPS یا څارګر سیسټم لګولو سره یې په تېر یوه کال کې ۱۵ میلیون لیټر تېل سپمولي دي. د نوموړي په وینا د دغو تېلو ارزښت ۶۷۵ میلیون افغانیو پورې رسېږي.

د اندرابي په خبره د دغه نوي سیسټم په عملي کېدو سره تمه ده، د روان مالي کال تر پای ۲۰ میلیون لیټره نور تېل هم سپما کړي.

مسعود اندرابي وروسته له هغې د دغه نوي سیستم د فعالولو او اصلاحاتو خبره کوي، چې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو دغه وزارت د پراخ فساد مرکز بللی وو او پکې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 17, 2020
201.jpg

150

د دغه ولایت سېمه ایز چارواکي وایې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په ځوابي برید کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان شوي دي. بل خوا د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ وایي، چې ددې ولایت د ده یک ولسوالۍ په تاسن کلي کې وسلوالو طالبانو د ماین ايښودلو پر مهال خپل ماین یې چاودنه کړې او ۶ تنه طالبان پکې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د یادې ادعا په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي. دا په داسې مهال ده، چې دې ورستیو کې افغان امنیتی ځواکونو اوسلوالو طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او یو بل ته د درنې مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

خبر : میرویس اسلمي


ZhwandoonJune 17, 2020
200.jpg

60

دفاع وزارت وايي، د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې طالبانو سره نښته کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دی. د یاد وزارت په وینا دغه برید تېره شپه ناوخته د اقچې ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې دملي اردو په امنیتي پوستو شوی. د دفاع وزارت په وینا یاده نښته کې وسلوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې. وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغه برید په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي. د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې ورستیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د حکومت د مخالفه وسلوالو له لورې بریدونه زیات شوي، په خبره یې چې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له ۴۰۰ زیات امنیتي او دفاعي منسوبین وژل شوي او ټپیان شوي دي. خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 17, 2020
199.jpg

200

په هېواد کې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ټول تعلمي مرکزونه وتړل شول، خو اوس تازه د پوهني وزارت عامې روغتیا وزارت ته د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو د بیا برانیستل کېدو پلان سپارلي دي.

د عامې ورغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاګټر بشیر نورمل ویلي، چې د پوهنې وزارت لخوا په وړاندیز شوي پلان به بیا کتنه وکړي او که دا پلان د روغتیا وزارت له وړاندیزونو سره سم وو، دا وزارت کولی شي په نږدې راتلونکي کې د ولسمشر له تاییده وروسته دولتي او خصوصي ښوونځي بیا پرانیزي.

په یاد پلان کې ټولنیز واټن نیول، په ورځ کې څو ځله د لاسونو مینځل، د ماسک کارول، د درسي ساعتونو کمول او ځیني نور مهم ټکي یاد شوي دي.

خبر : وسیم تلاش


ZhwandoonJune 17, 2020
198.jpg

130

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي وایي، هر کال روانه جګړه په افغانستان کې د شل زره ماشومانو ژوند اخلي او شاوخوا ۱۲ زره کسان معلولوي.

د اریوبي په وینا تر اوسه له دوی سره ۳۵۰ زره وژل شوي او یو میلیون معلول کسان راجستر دي. نوموړي په هېواد کې د ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې د افغانانو د ژوند خوندیتوب په موخه دې جګړې پای ته ورسوي. یاد وزارت وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي، چې دې ورستیو کې د دواړو لوریو تر منځ یو ځل بیا جګړو زور اخیستی، چې ملکي وګړو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته په کې مرګ – ژوبله اوړي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 17, 2020
197.jpg

160

یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي چې طالبان له افغان حکومت سره د خپلنځي خبرو د پیل لپاره نوی پلاوی ټاکي. د ډیلې ټایمز له قوله یوشمیر طالبانو ویلي، چې د دې ډلې مشر شیخ هبت الله اخندزاده غواړي چې د ملاعمر زوی مولوي یعقوب د نظامي قوماندان په توګه وټاکي او له دې ټاکنې څخه یې موخه د سولې د خبرو ترڅنګ د نظامي وړتیا ښوودل په ګوته شوي دي.

ویل کیږي چې د سولې لپاره د مذاکراتي پلاوي د ټاکو پر سر لاهم خبرې روانې دي او ښایي امیرخان متقی، مولوي جان محمد مدنی، ضیاالرحمن مدنی او شیخ سید رسول د طالبانو له پلاوي څخه ګوښه شي.

همدا راز ویل کیږي چې په قطر کې د دې ډلې غړي لکه ډاکتر صالح منیر سعادت، چهانګیروال، عبید عابد او قاضی سیداجان ګوښه شوي دي. طالبانو تر دې دمه دیادې ادعا په تړاو رسنیوته څه نه دي ویلي.

خبر : خان اغا سیال



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008