وروستي خبرونه

2020 June 16

ZhwandoonJune 16, 2020
196-1024x483.jpg

60

اترا چېرته ده کمپاین غړي وايي، د مخابراتي شبکو له غږیزو او انټرنیټي خدمتونو هېوادوال ناخوښ دي نو ځکه يې اوس د ښار بېلابېلو برخو کې د انټرنیټ له کېفیته د څارنې کمپاین پر لاره اچولی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د کمپاین پر مهال وویل، چې د سلام شرکت خدمتونو ښوالي لپاره راتلونکي کال کې ۷۵ میلیونه ډالره پانګه کوي ترڅو د انټرنیټ کېفیت ښه شي.

سرپرست وزیر فهیم هاشمي زیاتوي، که ټولې مخابراتي شبکې د ژمنو سره سم خپل مخابراتي خدمتونه ښه نه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي. اترا چېرته ده کمپاین کوونکي د کابل نوي ښار، دارالامان او د ښار نورو بېلابېلو سیمو ته د مخابراتو له سرپرست وزیر فهیم هاشمي سره په دې موخه تللي ترڅو د مخابراتي شرکتونو د انټرنیت له کېفیته څارنه وکړي.

اترا چېرته ده کمپاین غړي وايي، هېوادوال د مخابراتي شبکو له خدمتونو راضي نه دي نو ځکه يې اوس د خدمتونو د ښوالي لپاره په کابل ښار کې کمپاین پر لاره اچولی ترڅو د خلکو پر وړاندې دا ستونزه هواره کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د کمپاین په لړۍ کې له مخابراتي شبکو وغوښتل، چې د خپلو خدمتونو د ښوالي په موخه پر خپلو زیربناوو پانګونه وکړي که نه د خدمتونو نه ښه کېدو په بدل کې به قانوني چلند ورسره وکړي. د سلام مخابراتي شرکت مشر بیا زیاتوي، په پلان کې لري، چې د خپلو خدمتونو ښوالي لپاره د روانې میاشتې تر پایه په کابل ښار کې ۳۳ او د کال تر وروستیو په ټول هېواد کې ۱۹۶ پايي جوړې کړي.

د مخابراتي شبکو کارکوونکي د شبکو له لوړو لګښتونو او خراب انټرنیټي کېفیته په داسې حال کې سرټکوي، چې په خبره يې نه یواځې دا ستونزه له اوږدې مودې راهیسې حل شوې نه ده، بلکې له ډېر وخته په تشو ژمنو غولول کېږي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJune 16, 2020
195.jpg

90

د افغانستان په کوربه توب د امریکا او روسیې د چارواکو په درې اړخیز ویډیويي کنفرانس کې د سولې لپاره د افغان حکومت له ګامونو په هرکلي، د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.

دغه کنفرانس کې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د بین الافغاني خبرو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کېدو لپاره تاوتریخوالی د پام وړ راکم کړي او د حکومت پاتې بندیان ازاد کړي. افغان سولې لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د غښتلي کولو په موخه د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کنفرانس کې د امریکا او روسیې چارواکو د افغانانو په مالکیت د سولې د هڅو او د ۱۹ کلونو له لاسته راوړنو ملاتړ وکړ او د بین الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه یې وکړه. دوی زیاتوي دایمي او پراخ اوربند به د دغو خبرو د د بحث مهم ټکی وي. له دې سره جوخت د ملي امنیت شورا ویلي، د دوه زره نورو طالب بندیانو د ازادېدو لړۍ روانه شوې ده. په یاد کنفرانس کې د امریکا او روسیې چارواکو دغه راز له وسله والو طالبانو هم وغوښتل، چې د حکومت پاتې بندیان ازاد کړي او د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو سره د سولې خپلمنځي خبرو ته مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، د سولې خپلمنځي خبرې به نږدې ورځو کې پیل شي. خو وسله وال طالبان وايي د دوی پاتې دوه زره بندیانو په خوشې کولو سره به دوی په یوه اوونۍ کې دغو خبرو ته تیار شي. حکومت هم ویلي چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ روانه شوې.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 16, 2020
194.jpg

90

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېر یوه شپه – ورځ کې په بېلابېلو لابراتورونو کې د۱۶۴۰ مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته 793 مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر 26 زره 310 تنو ته ورسېد.

د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو 13 تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د مړو شویو کسانو شمېر ټول ټال 4 سوه 91 تنو ته رسیږي.

دغه راز له یاد ویروسه تر اوسه ۵ زره ۵۰۸ تنه نورو بیا رغېدلي دي. د عامې روغتیا وزارت مسولینو یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې کورنا ویروس جدي وګڼي او دمخنیوي په برخه کې یې د روغتیاپالانو سپارښتنې پر ځان عملي کړي


ZhwandoonJune 16, 2020
193.jpg

100

د تازه راپورنو له مخې چې د د مصر د ملکې هوایې چلند وزیر په یوې خبري ناسته کې ویلي چې جولای میاشتې له لومړۍ نېټې د هوایې ډګرونو فعالیت بیرته پیل کړي.

د مصري چارواکو په وینا د هغو هېوادونو سیلانیان چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس د د کورونا وبا له کبله سخت ځپل شوي، باید مصر ته تر ننوتلو دمخه ‌یې ازموینه واخیستل شي. د مصر هوایي ډګرونه له مارچ میاشتې راهیسې د کورونا ویروس له کبله تړل شوي وو چې اوس تازه یې د بېرته فعالیت خبرداری ورکړل شوی ده.

مصر کې تر دې دمه له 14 سوه نه ډېر کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او نږدې 43 زره کسان په کې اخته دي


ZhwandoonJune 16, 2020
192.jpg

80

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې چې هندوستان کې کورونا وبا د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې ده چې ورسره همهال د هندوستان حکومت له ریل ګاډو نه ګرځنده روغتونونه جوړ کړي دي چې په کې د کورونا وایروس عاجل ناروغان بستري کیږي.

هند کې تر دې دمه له 3 لکو او 33 زرو نه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې 9 نیم زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده. د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې نړۍ کې بیا پر کورونا وبا له 8 میلیونو، 15 زرو نه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي او له 4 لکو او 36 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی


ZhwandoonJune 16, 2020
191.jpg

80

بزګران د پکتیا ولایت په ځینو ولسوالیو کې د پیسو د پیدا کولو لپاره د چرسو کر کیلې ته مخه کړې دوی وایې، چې که د چرس بدیل ورکړل شي نو دوی به یې پر ځای هغه تخمونه وکاروي. د پکتیا ولایت بزګران د روزګار نشتون له کبله بنګ کري او وروسته له شپږو میاشتو څخه حاصلات ټولوي.

دوی زیاتوي، چې د ژوند لومړینو اړتیاو پوره کولو لپاره یوازنۍ لاره کرنېز توکي دي چې دوی ژوندي ساتي او که دولت ورسره د اصلاح شويو تخمونو مرسته ونکړي نو دوی به د همدا زیان اوښتونکي بوټي وکري. دوی همداراز د کرنېزو محصولات لپاره د سړو خونو له نشتون څخه هم شکایتونه کوي او له دولت څخه غواړي ترڅو د محصولاتو لپاره یې سړې خونې جوړې او اصلاح شوي تخمونه هم وویشي .

خبر: محمد میرویس سلمی


ZhwandoonJune 16, 2020
190.jpg

60

د دغه ولايت د ښاروالۍ رياست مسؤلين وايې، چې ددې ولايت دولسې جرګې او ولايتې شورا وکيلان چې دښاروالۍ درياست له لوري ورته ځمکې او مارکيټونه ورکړل شوي دي، اتلس مېلېونه او اته لکه افغانۍ پوروړي دي.

خلک وايې، دمارکيټونو او ځمکو په ويش کې ښاروالی رياست پرته له دې چې عامو خلکو ته د ځمکو او مارکيټونو د ويش جوازونه ورکړي، په ځای يې ددې ولايت وکيلانو ته ورکړي دي چې په باور یې دا کار خپل يو ډول فساد ته لار خلاصه کړې


ZhwandoonJune 16, 2020
189.jpg

60

د تیرو ۲۴ ساعتونو کې د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې ډیروالی راغلی، چې له امله یې تیره یوه شپه ورځ کې یې ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي او له ۱۰ ډیر نور ټپیان دي.

کورنیوچارو وزرات وایي، چې د طالبانو یرغلیزو بریدونو او د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه، ملکي وګړي او وسلوال طالبان وژل شوي دي. دامنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې یوازې یوه وروستۍ اونۍ کې نږدې ۷۰۰ ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه بریدونه او مرګ ژوبله د هیواد په ګڼو ولایتونو کې رامنځ ته شوي، چې له امله یې سولې ته د رسیدو په برخه کې د ولسي وګړو په زړونو کې بیاځلې اندایښنې را پیدا کړې دي


ZhwandoonJune 16, 2020
188-1024x576.jpg

100

د پکتیکا امنیه قومنداني وایي، د دې ولایت په اته خونې سیمه کې د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې ۲۴ طالبان او درې ملي پولیس وژل شوي دي.

د امنیه قومندانۍ په وینا یاده نښته کې ۱۲ وسلوال طالبان او څلور پولیس ټپیان شوي هم دي، په خبره یې د وژل شويو پولیسو مړي مرکز ښرنې ته لېږدول شوي دي. په ورته مهال د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش ویلي، وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې په ترڅ کې دوه طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.

د شورش په وینا، یادو بریدونه کې څلور ملکیان او اووه تنه طالبان هم ټپیان شوي دي. تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 16, 2020
187.jpg

80

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي، په افغانستان او سیمه کې د ټولو ناامنیو تر شا د امریکايي ځواکونو لاس دي، همدا چې دغه ځواکونه له سیمې وځي نو دلته به ثبات راځي. نوموړي ویلي، په افغانستان کې روانه ستونزه د جکړو له لارې نه حل کېږي، ټول اړخونه باید د خبرو له لاري سولې ته ورسېږي او جکړه ختمه شي.

همدارنګه موسوي له عراق د امریکايي ځواکونو وتل مهم بللي دي. اوس مهال ایران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور اندېښنه لري او له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې دغلته د دغو ځواکونو حضور ختم کړي.


ZhwandoonJune 16, 2020
186.jpg

110

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتې کوروو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د وېډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې ویلي، چې طالبان دې د تاوتریخوالي په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي. نوموړي د افغان سولې ورستیو پرمختګونو په اړه هیله مندي ښودلې او دا یې یو ښه فرصت بللی. کوروو له دواړو غاړو غوښتنه کړې، چې د سولې روانو هڅو ته دې دوام ورکړي.

په ورته مهال بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د پرمختګ، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتیا او سولې له بهیر سره د ناټو د ملاتړ، د تاوتریخوالي د کمښت، طالب زندانیانو د خوشې کېدو او خپلمنځي خبرو د پيل په برخه کې خبرې وکړې.

وروسته له هغې د ناټو ملکي استازی او حنیف اتمر پر افغان سولې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کوي، چې تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو د خپلمنځی خبرو د پیل لومړۍ ناسته به دوحه کې تر سره شي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 16, 2020
185.jpg

200

د بغلان د ځوانانو مدني غورځنګ غړي او د ولایتي شورا مرستیال په دې ولایت کې وايي چې یو شمیر ادارې او ځينې حکومتي مسوولین په دې ولایت کې ځانګړو پښتون مېشته سیمو او یوه خاص قوم ته خپل حق نه ورکوی او په دې ولایت حتی منظورې شوې پروژې هم نه پلي کيږي . ځوانانو په حکومت نیوکه کړې چې په بغلان ولایت کې یې د نورو توکمونو په څېر پښتون قام ته کار ندی کړی او نه یې هم د هغوی په سیمو کې د جګړې مخه نیولي خو ټينګار یې دادی چې وروسته ترې دې به د غورځنګ تر چتر لاندې هر اړخیزه مبارزه کوي او د خپلوخلکو حق به له حکومته غواړي. بغلان کې د بغلان ځوانانو مدني غورځنګ خپل موجودیت په دې ولایت کې خپلو خلکو ته د کار اوپه دې ولایت کې د شته بې عدالتیو د لمنځه وړلو لپاره اعلان کړ.

په دې غونډه کې د غورځنګ د غړو او د ولایتي شورا د مرستیال نیوکه داده چې حکومتي مسوولین په دې ولایت کې یوه ځانګړي قام او پښتون مېشته سیمو ته یې خپل حق نه ورکوي او هم په دې ولایت کې د پښتنو سیمو کې د منظورو شوو بیلابیلو پروژو کار په سمه توګه مخ ته نه ځي . نیوکه په حکومت دې غونډه کې داده چې د نورو توکمونو په څېر یې پښتون قام ته کار ندی کړی او لاهم دغه قام د جګړې په لومړیو کرښو کې قرباني ورکوي خو په نوم یې هغه کسان امتیا ز اخلي چې په جګړې کې په هېڅ صورت زیانمن کيږي نه .

د بغلان د ځوانانو غورځنګ غړي وايي چې په دې ولایت کې به د شته بې عدالتیو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او خلکو ته به یې د ژوند د ښه والي په موخه اسانتیاوې برابروي خو وړاندیز ورته دادی چې په سیاسي برخه کې دې هم د غورځنګ غړي خپل فعاله رول ولوبوي او بې سیاسته مبارزه دې نه کوي .

قومي مشران او خلک وايي چې بغلان ولایت لاهم د جګړې د دوام له امله تر ټولو زیات د ډنډغوري ، ډنډشهاب الدین ، مرکزي بغلان ، بورکې ، نهرین ، دوشي او تاله وبرفک ولسوالیو اوسیدونکي قرباني ورکوي خو ګټه بیا هغه کسان ترې وړي چې په نورو ولسوالیو کې پرته له جګړې ارامه ژوند کوي .

په ورته مهال حکومت وايي د متوازن انکشاف له مخې په دې ولایت کې پروژې پلي کيږي او ټولو قومونو ته یې نفوس ته په کتو حق ورکوي .

خبریال : نورګل اندړوال / بغلان


ZhwandoonJune 16, 2020
184.jpg

130

که څه هم لومړیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې نامالومو وسلوالو د یوې کورنۍ دغه اووه تنه غړي وژلي، خو وروسته بیا په ډاګه شوه چې دغه کسان د میراث پر سر د شخړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

ځايي خلکو د قومي مشرانو د پرېکړې پر بنسټ د هغو خلکو کورونه وسوځول، چې د دغو کسانو د وژل کېدو تور پرې پورې شوی. خوست کې د میراث پر سر د راپورته شوي جنجال له امله د یوې کورنۍ اوو غړو تر وژل کېدو وروسته یې پاتې غړي له حکومته د عدالت غوښتنه کوي. دغه وسلوال برید چې دوشنبې شپه نهه بجې د دغه ولایت د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سرکه چاره ګاه کلي کې پر یو کور ترسره شو، لومړیو کې یې بریدګر نامالومه وسلوال ښودل شوي وو، خو وروسته بیا په ډاګه شوه، چې دغه وژنه د میراث پر سر د کورنیو ترمنځ له زېږېدونکې ستونزې وروسته رامنځته شوې ده.

د منګلو قوم د پرېکړې له مخې ځايي خلکو د هغو کسانو کورونه وسول، چې د دغو خلکو د وژل کېدو تور پرې پورې شوی. د دغو اووه کسانو د وژل کېدو ترڅنګ د دغې کورنۍ یو ماشوم په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شویؤ چې د روغتیايي مسوولینو په وینا تر درملې لاندې دی.

دغو وژل شویو اوو تنو کې څلور نارینه او درې یې مېرمنې وې. خلک په دې برخه کې له حکومته د عدالت غوښتنه کوي. وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه پېښه د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه، د منګلو قوم مشرانو د هغو خلکو د کورونو د سوځولو پرېکړه وکړه، چې د دغو کسانو د وژل کېدو تور پرې پورې شوی. ځايي اوسېدونکي وايي، د دغې قومي تړې له مخې به قاتلین له قوم څخه شړل کیږي او راتلونکي کې د داسې پېښې نه رامنځته کېدو په موخه به د قاتلینو ترڅنګ د هغو خلکو کورونه هم د اور خوراک کیږي، چې دې برخه کې یې د قاتلینو ملاتړ کړی.

که څه هم ډېری سیمو کې دغه ډول تړونونه دې وروستیو کې کمرنګه برېښېدې، خو د منګلو قوم خلک وايي، د نارواوو د لمنځه وړلو او د مظلوم سره د مرستې په موخه به خپله دغه یو نیم سل کلنه تړه ژوندۍ ساتي، څو په وینا یې راتلونکي کې د دغه ډول ظلمونو مخه ونیول شي. قومي چغه یا تړه چې د هېواد په ډېری لرې پرتو سیمو کې د قومي مشرانو د پرېکړې له مخې ترسره کیږي، زیاتره وخت په داسې پېښو کې مظلوم سره د خواخوږۍ ښودلو په موخه دغه ډول پرېکړې ترسره کوي.

دغه قومي مشران له حکومته غواړي، چې د دغو اوو تنو د وژنې قاتلین دې هر څه ژر ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي، څو په خبره یې راتلونکي کې د دغه ډول کړنو مخه ونیول شي.

خبریال : نسیم لېوال / خوست


ZhwandoonJune 16, 2020
181.jpg

30

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو د رییس او د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي د پخواني مشر پر مړینه خواشینې ښودلې او دا یې د هېواد په علمي برخه کې لویه ضایع بللې. استاد سیداجان عبدیانیوال چې د ننګرهار پوهنتون د استاد او د زراعت پوهنځي د رییس په توګه یې دندې ترسره کړې وې، دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او ترفیعاتو د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

نوموړي چې تېره شپه یې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه، ارګ یې پر مړینې اندېښنه ښودلې او د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ او کورنۍ ته یې د صبر جمیل هیله کړې.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008