وروستي خبرونه

2020 June 15

ZhwandoonJune 15, 2020
180.jpg

60

د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، د سولې خپلمنځي خبرو کې د نورو طالب بندیانو خلاصون، د اوسني حکومت نړېدل او امارتي ته ورته حکومت رامنځته کېدل د طالبانو د بحث مهم موارد وي. که څه هم د بین الافغانې خبرو د پیل نېټه لا کره نه ده، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دغه خبرې به نږدې ورځو کې پیل شي. ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، د دغو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر دوحه کې وشي. که څه هم تر اوسه د سولې خپلمنځي خبرو د پیل نېټه لا کره نه ده، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دغه خبرې به په نږدې ورځو کې پیل شي. د ددې وزارت په وینا دغو خبرو ته د حکومت پلاوی بشپړ چمتو دی.

له دې سره خوا کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د دغو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شي. وسله والو طالبانو بیا بین الافغاني خبرې د دوی د ۵ زره بندیانو ازادېدو پورې تړي او وايي، کله چې دغه بندیان ازاد شول دوی به یوه اوونۍ کې تیار شي. خو د ملي امنیت شورا تازه ویلي چې پاتې دوه زره بندیان به هم نږدې ورځو کې ازاد شي. که څه هم په بین الافغاني خبرو کې د حکومت او وسله والو طالبانو له خوا په رسمي ډول د بحث موارد ډاګیز شوي نه دي، خو د وسله والو طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبراغا وايي، د سولې خپلمنځي خبرو کې عمومي اوربند، د نورو طالب بندیانو خلاصون، د اوسني حکومت نړېدل او امارتي ته ورته حکومت رامنځته کېدل د طالبانو د بحث مهم موارد وي.

خو یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د دغه ډول غوښتنو پرېکړه باید یو دریم ګړی واکداره پلاوی وکړي. په دې وروستیو کې د سولې خپلمنځي خبرو لپاره له بل هر وخت ډېر هیلې زیاتې شوي او د ډېرو په باور ښايي د سولې خپلمنځي خبرو پیل سره سم به ټولیز اوربند هم ټينګ شي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 15, 2020
179-1024x683.jpg

220

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په خبره، خلکو د اختر په ورځو کې ټولنیز واټن نه وو مراعات کړی چې له همدې امله د کورونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې وې او په روغتونونو کې ګڼه – ګوڼه وه. د دوي په وینا، که خلک همکاري وکړي د مثبتو پېښو شمېره به نور هم را ټیټ شي.

په ورته وخت کې دوی له دغې ویروس څخه ټول ټال ښه شویو وګړو شمېر ۵ زره ۹۰ تنه ښايي، چې په خبره یې په تېر یوه شپه ورځ کې ۳۶۵ تنه ښه شوي دي. خو دوی په همدې موده کې د تازه ۷۶۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر هم ورکوي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېر یوه شپه – ورځ کې په بېلابېلو لابراتورونو کې د۱۵ سوه ۵۷ مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته ۷۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵ زره ۵ سوه ۲۷ تنو ته ورسېد.

د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو۷ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د مړو شویو کسانو شمېر ټول ټال ۴ سوه ۷۸ تنو ته رسیږي. دې وروستیو کې په غیر رسمي ډول د کوربندۍ ماتېدو له امله د عامې روغتیا وزارت اندېښمنه ده، چې مسوولین یې له خلکو په ګرځېدو کې د ټولنیز واټن د مراعتولو غوښتنه کوي.


ZhwandoonJune 15, 2020
178.jpg

190

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د کورونا مخنیوي لپاره نړیوالې مرستې ناسمې مدیریت شوي او په کې چارواکو پراخ فساد کړی، چې د دې مرستو ډېره برخه د فاسدو لاس ته لوېدلې ده. دوی په دې باور دي، چي افغانستان کې ۸ سوه میلیونه ډالره مرستې کورونا سره د مبارزې په لار کې سمې نه دي لګېدلي او باید له نړیوال وجهي صندوقه قرضه وانه خیستل شي. د عامې روغتیا وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د یوې – یوې لګول شوې روپۍ حساب به ولس ته ورکړي.

کورونا ویروس ضد مبارزې نړیوالو مرستو کې د فساد شتون یا نه شتون په اړه ملي شورا ته د حساب نه ورکړې له امله مشرانو جرګې د ولسمشر سلاکار وحید عمر او د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروز الدین فیروز څارنوالۍ ته معرفي کړل، چې د فساد موجودیت په اړه يې اندېښنې زېږولي دي. د چارو شنونکي وايي، د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په مرسته شویو پیسو کورونا وبا مهار نه شوه او پکې پراخ فساد شوی، چې ډېره برخه يې د فاسدو چارواکو جیبونو ته تللي.

د شنونکو په وینا افغانستان کې د کورونا سره د مبارزې په لار کې مرسته شوې پیسې په سم ډول نه دي لګول شوي او باید له نړیوال وجهي صندوقه ۲۲۹ میلیونه ډالره قرضه وانه خلي ترڅو راتلونکي نسلونه په پور کې ډوب نه شي. د روغتیا وزارت زیاتوي، چې له نړیوال وجهي صندوقه پور اخیستل د اړتیا له مخې دي او ولس ته ډاډ ورکوي، چې د کورونا ویروس پر ضد د هرې لګول شوې پیسې حساب به ورکړي.

افغانستان کې د کورونا ویروس سره مبارزه کې شاوخوا ۸ سوه میلیونه ډالره لګول شوي، چې اوس ملي شورا په دې موخه له نړیوال وجهي صندوقه د کوېډ ۱۹ ناروغۍ مهار لپاره د ۲۲۹ میلیونه ډالرو پور اخیستل تصویب کړي هغه پور، چې له نیوکو سره مخ دی.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJune 15, 2020
177.jpg

80

امریکا کې د یو بل تور پوستي امریکایي وګړي تر وژل کېدو وروسته لاریون کوونکي قهرېدلي او په غبرګون کې یې خپلو لاریونونو ته بیا ځل زور ورکړی.

د امریکایې رسنیو د راپورنو له مخې چې د امریکا په اتلانتا ښار کې د پولیسو له لوري د یو بل تورپوستي کس تر وژل کېدو وروسته یې لاریون کوونکو په غبرګون کې د لاریونونو نوي څپه راپارولې. د دغو راپورونو له مخې دغه 27 کلن تورپوستی ریچارد بروکس نومېده، چې د یوه هوټل په پارکینګ کې په ډزو سره وژل شوی دی. د لاریونونو تر دې څپې وروسته د اتلانتا د پولیسو مشر هم له دندې استعفا کړې او ویلي یې دي، چې غوره ده څو د ظالمانو له ډلې جلا اوسي.

تر دې وړاندې د یو بل تور پوستي د وژل کېدو په غبرګون کې د امریکا په ګډون په ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې هم لاریونونه ترسره شول، چې د دغو لاریونونو ډېره برخه په تاوتریخوالي هم اوښتي وو.


ZhwandoonJune 15, 2020
176.jpg

50

د امریکا مخکښ سناتور برني سندز یو ځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر هغه مرکه چې ویلي، په داسې وخت کې چې د یو پولیس ژوند له ګواښ سره مخ وي د یو کس وژنه کوم ستر جنایت نشي بلل کېدای نیوکه کړي او ویلي دي ټرمپ یو بې مسوولیته، متعصب او عوام فرېب انسان دی.

د هغه په خبره چې ټرمپ په خپله غوښتل څو داخلي تاوتریخوالی په امریکا کې رامنځته شي چې بلاخره په دې کار بریالی شو. سندرز له امریکایانو غوښتې چې امریکا باید د داسې یو بې مسوولیته ولسمشر له شره وژغوري او په خپل یووالې سره روانو ستونزو ته ماتې ورکړي.


ZhwandoonJune 15, 2020
175.jpg

70

د برېټانیوي ورځپاڼو د راپورونو له مخې د دغې هېواد لومړي وزیر بوریس جانسون د هېواد وګړو ته بازارونو د بېرته پرانېستلو زېرۍ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې له دې وروسته په ډاډه زړه خلک کولای شي دوکانونو او مغازو ته لاړ شي. جانسون ټینګار کړی، چې خلک باید روغتیایي سپارښتنو او خپلمنځې واټنونو ته جدي پاملرنه وکړي. په برېټانیا کې ټاکل شوې چې له نن نه وروسته د غیر اړینو توکو دوکانونه او مغازې له نږدې درې میاشتو بندیز وروسته بېرته پرانیستل شي.

په برېتانیا کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د کورونا وبا پېښېې کمې شوي او وضیعت په کې څه نا څه ښه شوی او حکومت له همدې کبله غواړې ډېری کاروبارونو ته د فعالیت اجازه ورکړي. تېره ورځ برېتانیا کې د کورونا ویروس له کبله 36 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د مارچ میاشتې راهیسې د ورځنیو مړینو تر ټولو کم شمېر یاد شوی ده. بریټانیا کې تر دې دمه له 41 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده.

ورته وخت کې د فرانسې لومړي وزیر ایمانویل مکرون هم ځینو کاروبارونو ته اجازه ورکړي څو فعالیت ترسره کړي. د هغه په خبره چې له نن وروسته په فرانسه کې هوټلونه، رسټورانټونه او د څښاک ځایونه پرانیستي وي. هغه همدا راز زیاته کړي چې ښوونځي به هم پرانیزي او د نورو بندیزونو د لرې کولو پر طرحو هم کار روان دی.


ZhwandoonJune 15, 2020
174.jpg

250

د دغه هېواد د انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي، غواړي په افغانستان کې د بادې برېښنا ګډ مېدانونه جوړ کړي، چې په وینا یې افغانستان له باد څخه د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري. د دوی په خبره، د افغانستان جنوبي ولایتونه د نړۍ تر ټولو مهمې بادې سمیې لري، چې د برېښنا او نوې کېدونکې انرژۍ د تولید لپاره ښې او مناسبې دي.

د یادو مسوولینو په وینا چې دواړو هېوادونو په ګډه کار پیل کړی، څو بادي میدانونه يې مشخص کړي. تر دې وړاندې نړیوالو څېړونکو هم ویلي وو، چې دغه سیمې د ۱۵ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې یوازي پنځه زره يې ایران تولیدولی شي او پاتي برخه به يې په افغانستان کې تولیدیږي.

د بادي برېښنا د تولید په اړه دغه خبرونه په داسې مهال خپریږي، چې اوس مهال افغانستان د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخ او ډېره برخه برېښنا له بهرنیو هېوادونو څخه پېري.


ZhwandoonJune 15, 2020
173.jpg

210

د ملي انکشاف شرکت وایي، د غوري سمنټو د کارخونې تولیدات څو برابره ډېر شوي، چې په وینا یې دغه فابریکه کې تر اوږدو اصلاحاتو او پرمختګونو وروسته دوی بریالي شول، څو د سمنټو د تولید کچه په ورځ کې له ۱۲۰ ټنو څخه ۸ سوه ټنو ته لوړه کړي.

وروسته له هغې د دغې کارخونې د تولیداتو د ډېرښت خبره کیږي، چې تر دې څه موده وړاندې د یادې کارخونې د فعالیت چارې په ټپه ولاړې وې، خو اوس یې د مسوولینو په خبره نه یواځې دا چې تولیدات یې ډېر شوي دي، بلکې د تولیداتو کېفیت یې هم تر پخوا ښه او لوړ دی.

هېواد کې یو شمېر پانګوال چې هېواد کې یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې، د خپلو چارو د پرمختګ او بریالي کېدا لپاره د برېښنا ترڅنګ د یو شمېر ستونزو پر حل ټینګار کړی، چې په باور یې د دغو ستونزو په حل سره به د ډېرو برخو په تولید کې افغانستان پر ځان بسیا شي.


ZhwandoonJune 15, 2020
172.jpg

50

د یاد وزارت څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې د نشه توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، کندز، او لغمان ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د اتو تنو د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې دغه ډله کسان يې دکابل ولایت په پغمان ولسوالۍ او پینځمې امنیتي حوزی اړوند سیمو کې شپږ تنه د ۲۴ کیلو ګرامه ښیښه او هیرویینو سره، د کندز ښار په اتمه ناحیه کې یو کس له ۷۵ لیتره الکولي څښاکو او یو بل تن يي بیا د لغمان ولایت مرکز اړوندو سیمو کې له یو اندازه نشه توکو سره نیول دي.

خبر پاڼه کاږي چې د یادو کسانو لومړنیو پایلو وروسته به يي عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپاري.


ZhwandoonJune 15, 2020
155-1.jpg

70

د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د پیښې د تایید ترڅنګ ویلي، یاد وسلوال برید د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سرکه دیګانو کلي کې پر یو کور ترسره شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د سیمې اوسېدونکو په خبره پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسلوال یو کور ته تر ننوتلو وروسته لومړی نارینه او ورپسې یې مېرمنې او ماشومان په ډزو ووژل.

امنیې قومندانۍ زیاته کړې، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په تړاو یې پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د امنیتي مسوولینو په وینا چې په اړه یې پلټنې روانې دي.


ZhwandoonJune 15, 2020
170-1024x576.jpg

70

د راپورونو له مخې په امریکا او لندن کې یو شمېر افغانانو د ایران د ورستیو افغان وژنو په غبرګون کې لاریونونه تر سره کړل. لاریون کوونکو د ایران سفارت مخې ته راټول شوي وو او له نړیوالو یې غوښتنه کوله چې ایران دې نور پر افغانانو ظلمونه بس کړي. د دوی په خبره د هغو افغانانو پوښتنه دې وشي، چې ایراني پولیسو وژلي او یا یې هم زور- زیاتی ورسره کړی.

لاریون کوونکو له برېټانیا او نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د ایران د ظلمونو په وړاندې پټه خوله پاتې نه ‌شي. د لاریون کوونکو په وینا ایران ټول بشري او انساني حقوق تر پښو لاندې کړي او په دې ورستیو کې د افغانانو پر وړاندې لوی جنایتونه تر سره کوي، چې دغه ډول کړنې نورې افغانانو ته د منلو نه دي.

وروسته له هغې په امریکا او لندن کې د ایران پر ضد لاریونونه تر سره کیږي، چې څو ورځې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې هم لاریونونه تر سره شوي وو، چې وړمه ورځ بیا د ایراني چارواکو له لورې په دغه هېواد کې افغان سفیر هم د یادو لاریونونو او د ایران بیرغ ته د اعتراض کوونکو له لوري اور اچونې په تړاو احضار شوی وو.


ZhwandoonJune 15, 2020
169.jpg

70

د سولې له خبرو باخبره ځینې سرچینې وایي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځي خبرې به ډېر ژر په دوحه کې پیل شي. که څه هم د یادو خبرو د ځای او وخت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ملي امنیت شورا ویلي و، چې د پاتي دوه زره طالب بندیانو پر خلاصون کار روان دی او د نوملړ تر ارزونې وروسته به په یوه اوونۍ کې د غه خبرې پیل شي.

همدا راز د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د ځای په اړه تر اوسه افغان حکومت کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی، او یوازې لومړنۍ ناسته به په دوحه کې ترسره شي.

په ورته مهال بیا په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که افغان لوری د دوی پنځه زره زندانیان ازاد کړي او دغه شمېره پوره شي په چټکۍ به خپلمنځي خبرې هم پيل شي، په وینا یې طالب لوری خپلمنځي خبرو ته بشپړ تیاری لري.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008