وروستي خبرونه

2020 June 14

ZhwandoonJune 14, 2020
165.jpg

70

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین وايي، دا د هغو ترهګریزو ډلو د جنایتونو دوام دی، چې د دوی په وینا وسله والو طالبانو یې د دوام زمینه برابره کړې.

پر شېرشاه سوري جومات برید کې چې د دې جومات د امام په ګډون څلور لمونځ کوونکي په کې ووژل شول او اته نور ټپیان شول، دیني عالمانو حکومت وګواښه که چېرې د دې پېښې عاملین پیدا نه کړي، دوی به ور سره اړیکې پرې کړي. د نظامي چارو شنونکي پر عالمانو وروستي بریدونه بیا د سیمې د استخباراتو کار بولي. پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې پر جوماتونو او دیني عالمانو بریدونه ډېر شوي، چې دغو بریدونو ګڼې پوښتنې را ولاړې کړي. خو دلته د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د شېرشاه سوري پر جومات د برید په تور یې یو کس نیولی او پوښتنې ترې روانې دي. د ده په وینا دا د هغو ترهګرو ډلو د جنایتونو دوام دی، چې د دوی په وینا وسله والو طالبانو یې د دوام زمینه برابره کړې.

په تېرو دوو اونیو کې د کابل ښار دوه جوماتونه تر برید لاندې راغلل او د عالمانو په ګډون ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله. د وزیر محمد اکبر خان جومات کې له چاودنې وروسته، څلورمې کارته کې د شېرشاه سوري جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د دې جومات امام عزیزالله مفلح په ګډون څـلور تنه ووژل او اته نور ټپیان شول. دیني عالمانو ویلي وو که حکومت د دغې پېښې عاملین پیدا نه کړي، اړیکې به ورسره پرې کړي. دوی یوځل بیا وايي که حکومت پلټنه ونه کړي خپله به لاس په کار شي.

د نظامي چارو شنونکي پر عالمانو وروستي بریدونه بیا د سیمې د استخباراتو کار بولي. د کورنیو چارو وزارت چې په دې وروستیو کې یې کابل کې د ګډو ځوکونو قومنداني رامنځته کړې وايي، د ډېرو پېښو مخنیوی یې کړی او د دوی په وینا د ترهګرو او وسله والو غلو پر وړاندې پرېکنده عمل کوي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 14, 2020
164.jpg

80

د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو نه یواځې د سولې لپاره تاوتریخوالی نه دی کم کړی، بلکې جګړې ته يې شدت ورکړی، چې دا به د سولې هڅو ته زیان ورسوي. جاوید فیصل زیاتوي، چې دوی سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې يې د پام وړ او مهم ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند په وینا افغان حکومت د سولې او جنګ پای لپاره هېڅ ډول تصمیم نه شي نیولی، بلکې یواځې امریکا او طالبان دي، چې په اړه يې تصمیم نیسي. که له یو لوري د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو پیل او د بندیانو تبادلې لپاره منډې ترړې تیزې شوي او د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه هم د بندیانو پر خلاصون کار کوي، خو ورسره سم بیا د تاوتریخوالي ډېرېدو اندېښنې زېږولي دي. د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو په اختر کې له اوربنده ناوړه ګټه پورته کړې او د سولې لپاره يې نه یواځې تاوتریخوالی نه دی کم کړی، بلکې جګړې ته يې د پخوا په څېر شدت ورکړی.

د جاوید فیصل په خبره د سولې په برخه کې يې مهم ګامونه پورته کړي او باید روان تاوتریخوالی، چې د سولې هڅو په زیان دی ختم شي. د کورنیو چارو وزارت بیا زیاتوي، تیره یوه اوونۍ کې طالبانو بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲۲ بریدونه کړي، چې له امله يې څه باندې ۴ سوه امنیتي ځواکونو او ګڼو ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اړولې ده. د افغانستان د ملي کنګرې ګوند په وینا غني او عبدالله د سولې په اړه تصمیم نیونه کې بې صلاحیته دي او یواځې امریکا ده، چې په افغانستان کې د جګړې پای او سولې راوستو په اړه تصمیم نیسي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي بیا کابل ته خپل وروستي سفر کې د جګړې له ښکېلو ډلو غوښتي، چې بین الافغاني خبرو ته چمتوالی ونیسي، خو طالبانو د خپلو ۵ زره بندیانو خوشي کول د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره اساسي شرط بللی.

خبریال : نذیز شینواری / کابل


ZhwandoonJune 14, 2020
163.jpg

70

افغان حکومت وروسته له هغې په کابل ښار کې کورونا سره د مبارزې په برخه کې ګرځنده عامه پوهاوي لړۍ پیل کړه، چې له دې وړاندې يې هم په میلونونو افغانۍ د عامه پوهاوي په برخه کې لګولي دي. تازه په دې برخه کې د کورونا پر وړاندي د مبارزې کمېټې پرېکړه کړې، چې د کابل ښار په ۲۲ امنیتي حوزو کې کورونا سره د مبارزې په موخه عامه پوهاوي لړۍ پیل او تر درې ورځو به یې وغځوي.

هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدا په حال کې ده، تازه یې افغان حکومت تر ټولو په ګڼې ګوڼې ډک ښار کابل کې د دغې ویروس د مخنیوي په موخه د درې ورځو لپاره د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړه.

د مسوولینو په خبره د کابل ښار په ۲۲ امنیتي حوزو کې به کورونا سره د مبارزي په برخه کې دغه پوهاوی ترسره شي. د دي کمېټې مشر وايي، افغان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې په جدي ډول په ښارونو کې محدویتونه پیلي کړي. دوی له خلکو غواړي، چې کورونا ویروس جدي وګني او د روغتیاپالانو سپارښتي پر ځان عملي کړي. په ورته مهال د حکومت ترڅنګ رضا کاره خلک هم د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړي، چې د حکومت له دغسي کړنو خوښي څرکندوي.

واکسپاپ د کورونا پر وړاندي د مبارزي کمېټي له لوري دغه ګرځنده عامه پوهاوي لړۍ وروسته له هغې پیلیږي، چې د عامې روغتیا وزرات په دې ورستیو کې د خلکو له لوري دغه ویروس ته په عادي سترګه کتلو له امله د مثبتو پېښو پر ډېرښت اندېښنه څرګنده کړې ده.

خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonJune 14, 2020
17.jpg

50

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېر یوه شپه – ورځ کې په بېلابېلو لابراتورونو کې د مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته 664 مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر 24 زره 766 تنو ته ورسېد.

د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو20 تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د مړو شویو کسانو شمېر ټول ټال 4 سوه 71 تنو ته رسیږي. دغه راز له یاد ویروسه تر اوسه 4زره 725 تنه نورو بیا رغېدلي دي. د عامې روغتیا وزارت مسولینو یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې کورنا ویروس جدي وګڼي او دمخنیوي په برخه کې یې د روغتیاپالانو سپارښتنې پر ځان عملي کړي.


ZhwandoonJune 14, 2020
162.jpg

30

نورستان کې که څه هم خلک روغتیايي امکاناتو ته زیات لاس رسی نه لري؛ اوس د کرونا ویروس په اړه هم اندېښنې زیاتي، چې د کمزوري صحي سیستم د شتون له کبله به ډېر خلک زیانمن کړي. د ولایتی شورا رئیس وویل، زیاتو ولسوالیو او مرکز پاروان کې ویروس په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی؛ خو د تشخیص او ممکنه درملنې لپاره یې څه ډول، چې په کار ده امکانات نشته.

هغه وايي، که حکومت پام ډېر نکړي نو لوی ناورین رامنځته کېدلی شي. روغتیا ریاست وایي، ۴ سیمو کې يې د کرونا د تشخیص لپاره ټیمونه کار کوي او د ممکنه درملنې چمتوالی لري؛ خو وایي، خلک لا هم روغتیايي سپارښتنې نه عملي کوي او ممکنه ډېر خلک پدې ناروغۍ اخته شي.

د امکاناتو په اړه د والي مرستیال وویل،چې د مرکزي حکومت له لوري شل میلونه افغانۍ ورکړل شوي چې تر اوسه ۱۵ میلونو په طبي وسایلو او کرونا مخینوي لپاره په نورو لارو چارو مصرف شوي دي. که پدې ولایت کې د کرونا د پېښو زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې دي؛ خو روغتیايي چارواکو تر اوسه د 47 مثبت پېښو خبر ورکړی دی.

خبریال : هلال الدین عزیزیار / نورستان


ZhwandoonJune 14, 2020
161.jpg

40

د ملګرو ملتونو دفتر د مالوماتو له مخې هېواد کې ۴ سوه دیني عالمان له حکومت او نورو مرستندویه ادارو سره مرسته کوي. د یونما یا ملګرو ملتونو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا دفتر له خپلو همکارانو او د هېواد د مذهبي مشرانو هڅې ستایي، چې د کورونا وېروس څخه د خوندي پاتې کېدا لپاره خلکو ته پر ځای عامه پوهاوی ورکوي او د څه باندې ۴ سوه دیني عالمان له حکومت سره د کورونا وبا د مخنیوي په برخه کې خلکو ته پیغامونه او اطلاع رسونه کوي.

دوی د عالمانو د دغې همکارۍ په اړه په داسې مهال یادونه کوي، چې دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې د هېواد دیني عالمان د نامالومې ډلې له لوري په نښه او وژل کیږي.


ZhwandoonJune 14, 2020
160.jpg

190

د هېواد د هوایې چلن ادارې په افغانستان کې د راتلونکو دریو ورځو په موده کې د الوتنو د بیا پیل خبر ورکړی، چې په وینا یې دغه الوتنې به د یوې نوې کړنلارې او د کورونا د مخنیوي لپاره د روغتیایي چارو په پام کې نیولو سره پیل او د نویو پرېکړو پر بنسټ په افغانستان کې کورني هوایي شرکتونه هم دوه اړخیزې الوتنې پیلولای شي.

د کورونا وبا له امله د قرنطین موده کې له دریو میاشتو راهیسې افغان هوایي شرکت، اریانا افغان او کام ایر شرکتونو ته ۴۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی، چې یاد شرکتونو ته د یادو زیانونو د جبران په موخه مرسته هم شوې ده.


ZhwandoonJune 14, 2020
159-1.jpg

30

د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وایي، چې د دې ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې د وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو د نښتې په ترڅ کې ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره پیښه د کابل — ګردیز عمومي سړک په اوږدو کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د ملکي وګړو یو بکسه او ټوډي موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو، نوموړی زیاتوي چې پیښه کې د یوشمیرټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښوودل شوی دی.

د ستانکزي په خبره، سیمه کې جګړه لا هم روانه ده او د وروستۍ مرګ ژوبلې په تړاو به له رسنیو سره وروسته معلومات شریک شي. دا په داسې حال کې ده چې دکابل ګردیز پر لویه لار په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي، چې ګن شمیر ولسي وګړي یې اندیښمن کړي دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008