وروستي خبرونه

2020 June 13

ZhwandoonJune 13, 2020
158.jpg

140

د دې کمېسیون غړي د حکومت او ولسونو ترمنځ د واټن لوی لامل د دوی په وینا دې زون ته د مفسدو او په شخصي اړیکو راغلو چارواکو له امله دی. دوی زیاتوي دغو چارواکو خپلو شخصي ګټو ته کار کړی او ولسونو یې له هر ډول حقونو څنډې ته پرې ایښي. دوی له همدې امله پر حکومت غږ وکړ، چې نور دغه ډول چارواکي ورته د زغملو نه دي او باید د دوی د ولسي ملاتړ لرونکي کادرونو ته د حکومت په لوړو پالیسي جوړوونکو څوکیو کې ځای ورکړي، څو د دې زون سمه استازولي وکولی شي او د حکومت او ولسونو ترمنځ رامنځته شوی واټن پای ته ورسوي.

د سوېل ختیځ زون د عالي کمېسیون دغه غړي وايي، له اتلسو کلونو د هغو معامله ګرو چارواکو په ولکه دی، چې د اړیکو پر بنسټ د شخصي ګټو لپاره د دغه زون په لوړو څوکیو کې ګمارل شوي. دوی د همدغو چارواکو شتون په دې زون کې د حکومت او ولسونو د واټن د رامنځته کېدو اصلي لامل بولي او له حکومت غواړي چې د دې زون کادرونه دې د حکومت په لوړو پالیسي جوړوونکو څوکیو کې وګماري څو د دوی په وینا د یاد محروم زون د حقونو لپاره کار وکړي. دې زون کې غزني هغه ولایت دی چې د یاد کمېسیون په وینا له لسو کلونو راهیسې یې د ۱۴ ولسوالیو حقوق او امکانات په نورو څلورو ولسوالیو خوړل کیږي، له پښتنو سره تبعیضي چلند کیږي او په بېلابېلو نومونو له نظامه لرې پاتې کیږي.

نو له همدې امله د دې ولایت د ولسي جرګې ټاکنې باید ژر تر ژره تر سره، ترڅو د محرومو ولسونو حقونه ورکړل شي. په دغه زون کې که څه هم د کلتوري ستونزو له امله ډیری خلک نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي، خو د دې کمېسیون د غړو په وینا هغه نجونې چې ښوونځیو ته ځي په خپلو سیمو کې ښوونځي نه لري او په وینا یې چې کوچیانو ته په دغه برخه کې هېڅ پام نه کیږي.

اوس مهال چې د سولې بین الافغاني خبرو لپاره هیلې زیاتې شوي او ښايي نږدې راتلونکې کې د وسله والو طالبانو او حکومت خبرې پیل شي، د سوېل ختیځ زون د عالي کمېسیون په وینا دغه زون د جرګو او مرکو کور دی، له همدې امله یې باید روڼ اندو او قومي مخورو ته د سولې پروسه کې ونډه ورکړل شي.

خبریال : بهادرخان / کابل


ZhwandoonJune 13, 2020
157.jpg

60

د عامې روغتیا وزارت په لاروښونه بلاسم خصوصي روغتون کابل کې په شخصي لګښت د ۲ سوه میلونو افغانیو په ارزښت ۲ نیم لکه د کورونا ویروس د ناروغانو او روغتیاپلانو لپاره د درملني او محافظتي کڅوړې له ترکیې هېواد څخه پېرلي، چې د کورونا ویروس د ناروغانو لپاره به کارول کیږي.

د یاد روغتون مسوولین وايي، نور شخصي روغتونونه هم کولاي شي چې یاد وسایل په مناسبه بیه ترلاسه او د کورونا ناروغانو تشخیص وکړي. په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چار سمبالي وزیر وویل، ډېری برخه روغتیاپالان هم پر کورونا ویروس اخته شوي دي. هېواد کې ورځ تر بلي د کورنا ویروس مثبتو پېښو شمېر د پراختیا په حال کې دی، چې د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ يې ولسي وګړي هم له اندېښنو سره مخ کړي دي.

تازه د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې، چې خصوصي روغتونو هم کولای شي د کورونا ویروس ناورغانو درملنه وکړي. دغه لړۍ کې په لومړي وار د بلاسم په نوم خصوصي روغتون د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه د کورونا ویروس د ناروغانو د درملني لړۍ پیل کړه، چې د مسوولینو په وینا دې سره به ناروغانو د ټیسټونو شمېر زیات شي. بلخو بیا د عامې روغتیا چارسمبالی وزیر وايي، ډېری برخه روغتیاپالان هم پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

بلخوا بیا د دغه خصوصي روغتون مسوولین وايي، د ترکيې هېواد څخه يې د ۲ سوه میلیونو افغانیو په ارزښت ۲ نیم لکه د کورونا ویروس د ناروغانو او روغتیاپالانو لپاره د درملنې او محافظتي کڅوړې هېواد ته لېږدولي، چې ورڅخه به د کورونا ویروس ناروغانو د تشخیص په برخه کې کار اخیستل کیږي.

که څه هم لومړیو کې د کورونا ویروس د تشخیص په برخه کې خصوصي روغتونونو ته د فعالیت اجازه نه وه ورکړل شوې، خو دا چې هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو رسمي شمېره له ۲۴ زرو پورته کیږي، د عامې روغتیا وزارت یې خصوصي روغتونونو ته هم د ټېسټونو په برخه کې د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonJune 13, 2020
102-1.jpeg

90

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې نړۍ کې تر دې دمه پر کورونا ویروس له 7 میلیونو6 لکو او 33 زرو نه ډېر کسان اخته شوي، چې له ډلې یې 4 لکه او 25 زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 3 میلیونو6 لکه او 13 زرو نه ډېر کسان رغېدلي دي.

جان هاپکنز پوهنتون زیاته کړې امریکا هغه هېواد دی، چې د نورو هېوادونو په پرتله په کې ډېرو کسانو د کورونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېر کسان په کې پر دغه ناروغۍ اخته دي، دغه هېواد کې تر دې دمه له یو لک او 14 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 2 میلیون او 49 زرو نه ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.


ZhwandoonJune 13, 2020
156.jpg

40

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بغلان ولایت د ملي پولیسو منسوبینو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو د بغلان ولایت په بنوی اندراب ولسوالۍ کې یو کس چې بېلابېلو قضیو په ځانګړې توګه په قتل، غلا او انسان تښتونې کې یې لاس درلود، له یو قبضه راکټ غورځوونکي او ۱۲ کیلوګرامه چرسو او یو شمېر مهماتو سره یې یو ځای تر پېژندنې وروسته نیولی دی.

د خبرپاڼې له مخې همداراز پولیسو د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ په “خوش دره” کلي کې بل کس چې اته کیلوګرامه چرس یې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته یې قاچاق کړي، نیولی دی.


ZhwandoonJune 13, 2020
155.jpg

60

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، پېښه تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د دې ولایت د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند کلینک ته څېرمه سیمه کې رامنځته شوې. خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤلین وایي، یاد برید کې د حزب اسلامي ولایتي مسول عبدالوالي اخلاص په شمول اته کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

په وینا یې پېښه د پولیسو د تعقیب لاندی ده تر څو عاملین یي پیدا او دقانون منګلوته یې وسپاري په خبره یې د حزب اسلامي کوند دغه غړي د یو کمین په ترڅ کې وژل شوي. تر اوسه د حکومت کومې مخالفه وسلوالې ډلې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.


ZhwandoonJune 13, 2020
154.jpg

210

د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي او قومي مشران وایي، پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې پرتو پنځو ولسوالیو کې پوځي تاسیسات، اغزن تار او سړک جوړول پیل کړي او کارونه یې مخ په بشپړېدو دي، خو افغان حکومت تر اوسه هیڅ کوم اقدام نه دی کړی او چوپه خوله پاتي دی. د دوی په وینا پاکستاني پوځیانو یادې سیمې تازه نیولي، او ډېر په چټکتیا یې پرې کار پیل کړی، په خبره یې په نیول شویو سیمو کې د هستوګنو خلکو ژوند ورسره خورا تریخ شوی.

هغوی له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې ژر دې لاس په کار شي، څو د پاکستاني پوځیانو دې غاړې ته د راتګ مخه ونیول شي. همدا راز د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د اغزن تار، تاسیساتو او سړک جوړولو ادعاوې ردوي او وايي، تر هغه چې په کونړ کې دنده لري، هېڅکله به پاکستاني ځواکونو ته د مخکې راتګ اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د پاکستاني پوځیانو له لورې د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې په افغان خاوره کې د تاسیساتو د جوړولو پر سر نښته رامنځته شوې وه، چې دواړو لوریو ته پکې مرګ ـ ژوبله اوښتې وه.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 13, 2020
153.jpg

50

د جمعې لمانځه پرمهال د کابل څلورمې کارتې سیمه کې د شېرشاه سوري جامع جومات پر امام ماین چاودنه کې څلور تنه ووژل او اته کسه نور یې ټپیان کړل چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي پخلایني عالي شورا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د امریکا سفارت او د یو شمېر نورو له لورې غندل شوې.

طالبانو هم دغه برید غندلی او دا یې د استخباراتي کړیو کار بللی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه د جومات پر امام عزیزالله مفلح شوې، چې په کې د نوموړي په ګډون څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د پېښې یو شمېر لیدونکو په خبره چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک د جمعې لمانځه پر کولو بوخت وو.


ZhwandoonJune 13, 2020
152.jpg

60

د ملي امنیت شورا وایي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه د خپلمنځي خبرو په لارو چارو بوخت دی، چې ډېر ژر به پیل شي. د دغې شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د ولسمشر غني د لارښونو سره سم به د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ دوام ومومي، او پاتي دوه زره طالب بندیان به هم ډېر ژر خوشي شي.

همدا راز قطر کې د وسلوالو طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د افغان حکومت له لورې د دوی د نورو پاتي دوه زره بندیانو په خوشې کېدو سره په یوه اوونۍ کې د خپلمنځي خبرو پیل ته چمتو دي. د خپلمنځي خبرو د پیل په اړه وروستۍ څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې دې ورستیو کې په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل په ګډون دوحې او پاکستان ته سفرونه وکړل او د خپلمنځي خبرو د ژر پیل خبر یې ورکړ. خبر : میوند سالارزی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008