وروستي خبرونه

2020 June 11

ZhwandoonJune 11, 2020
149-1024x683.png

70

مسکو او واشنګټن غواړې چې د وسلو د کنټرول په اړه د خبرو نوې لړۍ د جون په 22 مه په ویانا کې پېل کړي. تازه د چین حکومت اعلان کړی چې له امریکا او روسیې سره به د بې ‌وسلې کېدو په اړه په درې اړخیزو خبرو کې برخه وا نه خلې.

امریکا ویلي چې هېله مند دي څو روسیه به د چین چارواکو ته قناعت ورکړي چې په درېیو هېوادونو کې د اټمي وسلو د زېرمتونونو د محدودولو په اړه په خبرو کې ګډون وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ويلي چې په دې اړه خپل پخوانی موقف کې بدلون نه دی راوستی او په خبرو کې ګډون نه کوي.

د هغې په خبره چې پیکنګ ته څرګنده شوې چې امریکا له یوې مودې راهیسې هڅه کوي تر څو چین په دغو خبرو ته ور داخله کړي په داسې حال کې چې امریکا له خپله مسئولیته مخ اړولی دی.


ZhwandoonJune 11, 2020
148-1024x576.jpg

60

د تازه راپورونو له مخې چې تر دې دمه نړۍ د کرونا ویروس له امله له 418 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 7 میلیون،4 لکه او 51 زرو نه ډېر کسان پرې اخته دي. امریکا کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

دغه هېواد کې له 2 میلیون نه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي او له یو لکو او 15 زرو نه ډېر کسان په کې مړه شوي دي. تر امریکا وروسته ډېرې مثبتې پېښې برازیل او روسیه کې ثبت شوي دي


ZhwandoonJune 11, 2020
147.jpg

40

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.

د خبرپاڼې په خبره، له یاد کس څخه جعلي پاسپورټونه او څو سیټه موبایلونه هم ترلاسه شوي دي. خبرپاڼه کاږي،چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیاتو په پایله کې هم یو کس د ۱۰۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولی چې له تن څخه یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.


ZhwandoonJune 11, 2020
146.jpg

30

دي وزارت څځه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې منسوبینو د کندز ښار دریمې حوزي په ګندم بازار سیمه کې د یو لړعملیاتو په پر مهال د بنګدانو له ډوله د نشه يي توکو یوه لویه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.

خبر پاڼه زیاتوي، چې دیادې زیرمې د بنګدانو وزن ۵ زره ۴ سوه ۷۴ ګیلو ګرامه دی، چې په تړاو یې څلور تنه نیول شوي دي. خبر پاڼه کاږي، چې د نیول شویو کسانو دوسیي تر لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

خبر: وسیم تلاش


ZhwandoonJune 11, 2020
145-1024x576.jpg

210

د مخابراتي شبکو کاروونکي وايي، په مخابراتي خدمتونو کې خلکو سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي او باید د غږیزو او انټرنټي خدمتونو کمزوری کېفیت او لوړ قیمت ته په کلکه پاملرنه وکړي.

دوی د شبکو له خدمتونو ناخوښ دي او له اترا ادارې غواړي، چې د شبکو د غیري قانوني کړنو مخه ونیسي. خو د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیا زیاتوي، چې تر پخوا يې د مخابراتي شبکو قیمتونه ټیټ کړي او هېڅ غیر قانوني کړنه ورته د منلو نه ده


ZhwandoonJune 11, 2020
144-1024x576.png

100

د وسلوالو طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په زابل کې یې د افغان حکومت اته کسه زندانیان خوشي کړي دي. په ورته مهال بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په تازه ټویټ پیغام کې ویلي، چې په زابل کې یې اته بندي پولیس خوشي کړي دي، په وینا یې خوشې کړو زندانیانو ته یې جامې او هره یوه ته د لارې پنځه زره افغانۍ خرڅه هم ورکړې ده.

وروسته له هغې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو له لورې یو ځل بیا د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ چټکیږي، چې تازه په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره په لېدنه کې د بندیانو پر خلاصون، تاوتریخوالي کموالي، او خپلمنځي خبرو د پیل په اړه خبرې کړي.


ZhwandoonJune 11, 2020
143.jpg

60

امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېت مکینزي ویلي، چې طالبانو تر اوسه هغه ژمنې نه دي عملي کړې، چې د دوحې په هوکړه کې راغلې دي. د مکینزي په وینا طالبانو د داعش پر وړاندې اقدام کړی، خو له القاعده شبکې سره یې اړیکې لا نه دي پرې کړي.

د نوموړي په خبره وسلوالو طالبانو پر امریکایي ځواکونو خپل بریدونه درولي، خو پر افغان ځواکونو بریدونو ته یې لا دوام ورکړی او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی. دغه لوړپوړي امریکایي نظامي ویلي په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور او وتل باید له حالاتو سره تړلی وي، په وینا یې د امریکايي ځواکونو د بشپړو وتلو پرېکړه دې هغه وخت وشي، چې له افغانستان ـ امریکا او متحدینو ته خطرونه ختم شي. وسلوالو طالبانو بیا د یادو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 11, 2020
142.jpg

60

مطلق بن ماجد القحطاني تېره ورځ کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د افغان سولې لپاره خپلمنځي خبرو پیلیدو ته په نږدې راتلونکي کې هیله څرګنده کړې او په دې برخه کې افغان حکومت ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په داسې حال کې چې افغانان تر بل هروخته د سولې خپلمنځي خبرو پیل ته نږدې شوي په دې وروستیوکې زلمي خلیلزاد هم د افغانستان په ګډون پاکستان او دوحې ته د خپل سفر پرمهال په افغان سوله کې د پرمختګ او نږدې راتلونکي کې د خپلمنځي خبرو د پیل خبر ورکوي.

خبر : خان اغا سیال


ZhwandoonJune 11, 2020
141-1024x477.jpg

80

بغلان کې دوه مدني بنسټونو د یوې رسنیزې ناستې پر مهال ویلي چې د جګړو د دوام له امله هره ورځ په هیواد کې لسګونه تنه افغانان خپل ژوند د لاسه ورکوي خو د جګړې ښکېل اړخونه د سولې په برخه کې ولسي غوښتنې نه مني او یو او بل ته د قربانۍ په ور اړولو سره د جګړې پر دوام ټینګار کوي .

دغو بنسټونو په بغلان ولایت کې د سولې په برخه کې اغیزناکه یوه څېره هم خلکو ور وپیژنده او ټینګار یې وکړ چې دولتي مسوولین اوعام خلک دې هغه کسان هم وهڅوي چې د سولې لپاره ښه کار کوي


ZhwandoonJune 11, 2020
140.jpg

70

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په افغان سولې کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر سره پر خپلمنځي خبرو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي.

د خبر پاڼې له مخې په یاده لېدنه کې د سولې پروسې، د مخامخ خبرو له پیل مخکې عملي اقداماتو، د تاوتریخوالي د کمښت د دوام او د نااعلان شوي اوربند د څرنګوالي او د افغان سولې پروسې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو پر ژمنو بحث شوی. اعلامیه کاږي، چې افغان او امریکايي چارواکو د دې تر څنګ د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغان سولې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو پر ژمنو هم خبرې کړي دي.

همداراز د سولې له چارو ځینې باخبره سرچینې بیا وایي، چې پاکستان، افغان چارواکي، قطر او امریکا د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د نیټې او ځای په اړه په سلا مشورو بوخت دي. د خبر پاڼې په وینا چې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته راغلی او له بېلابېلو افغان چارواکو سره په لیدو کاتو بوخت دی. زلمی خلیلزاد، او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وروسته له هغې کابل ته راځي، چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او ورسره یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم کابل ته راغلي وو، چې له ولسمشر غني سره یې پر افغان سولې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې وې.

خبر : میوند سالارزی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008