وروستي خبرونه

2020 June 10

ZhwandoonJune 10, 2020
137-1024x576.jpg

120

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې کورنیو چارو وزرات ته یې د حکیم الکوزی د نیول کیدو په موخه استولی، څو حکیم الکوزی ونیسي او عدلي او قضایي بنسټونو ته یې وروپېژني.

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني چې په خبري غونډه کې یې خبرې کولې وویل، د عامې روغتیا وزارت په لاابراتوارونو کې وروسته له آزموینې په ډاګه شوه، چې د الکوزي په لاس جوړ شوي درمل له ۹ ډوله تسکین ورکوونکي او په نشه یي توکو روږدې کېدونکو موادو څخه جوړ شوي دي.

نوموړی زیاته کړې، چې دغه درمل د کورونا ویروس د مخنیوي په برخه کې هېڅ ډول اغېز نه لري او د لنډ مهالې تسکین په توګه عمل کوي. د عامې روغتیا وزیر د حکیم الکوزی د ستونزې په توګه یاد کړی او یادونه یې کړې، چې دغه ستونزه یې د حکومت له رهبرۍ سره هم شریکه کړې ده.

د نوموړي په خبره، ولسمشرغني د کابینې به ناسته کې امر کړی، چې د حکیم الکوزي د قضیې په برخه کې قانوني چلند وکړي.


ZhwandoonJune 10, 2020
136.jpg

130

په دغه ولایت کې د ځايي چارواکو په خبره د دره صوف بالا د سکرو کان کې د شوې چاودنې له امله مړه شوي او بند پاتې خلک لا هم په بشپړ ډول نه دي وېستل شوي. د دوی په خبره د ځنډ لامل هم سیمه کې د ګازو شتون دی، خو ټینګار کوي، چې ژر به پاتې جسدونه او ژوندي خلک له یادې سیمې وباسي.

ځايي خلکو بیا له رسنیو سره په خبرو کې د مرګ – ژوبلې شمېره لوړه ښودلې او اندېښنه یې ښودلې، چې که په وخت سره هڅې ګړندۍ نه شي، ممکن انساني زیان نور هم زیات شي. د لومړنیو مالوماتو له مخې ۱۶ تنه مړه شوي او په لسګونه تنه نور نادرکه دي.


ZhwandoonJune 10, 2020
135.jpg

80

د ننګرهار ولایتي ادارې په وینا د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د يادې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې عملیات کړي، چې پر مهال يې د وسله والو طالبانو له يو ډيپو څخه شپږ کاله وړاندې تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې بې پيلوټه الوتکه او يو شمېر وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي. هغه وايي په دې تړاو دوه تنه هم نيول شوي چې اوس مهال تر څېړنو لاندې دي.


ZhwandoonJune 10, 2020
134.jpg

150

دوى زياتوي یاد پلان د جلال اباد ښار راتلونکو شلو کلونو لپاره د پراختیا نقشه ده چې تطبیق سره به یې په ښاري پراختیا، اقتصادي او کرنیزه وده او داسې نورو مهمو برخو کې مثبت بدلونونه منځ ته راشي.

پلان به د کابینې تر تایید او د جمهوري ریاست عالي مقام تر حکم وروسته عملي کېږي.


ZhwandoonJune 10, 2020
133.jpg

160

کورنیو چارو وزارت وايي، تېره یوه اوونۍ کې یې نږدې دوه سوه تنه د وسله والو غلاوو او ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي. د دې وزارت په وینا یادې قومندانۍ په کابل کې د امن ټینګښت لپاره د لسګونه موټرو تورې ښېښې پاکې کړي، ناقانونه وسلې او هغه موټرسایکلې چې ناقانونه ګرځېدل، نیولي دي. کابل کې د جنايي جرمونو او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دې وزارت د نوې کړنلارې له مخې د امنیتي حوزو د امرینو واکونه کم شوي او نه شوي کولی چې په جرم تورن کس په حوزه کې وساتي بلکه له نیولو وروسته به یې دې وزارت ته سپاري. کابل کې د امن ټینګښت لپاره د کورنیو چارو وزارت خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د کورنیو چارو وزارت هغه کسانو ته چې وسله والې غلاوې کوي او یا ترهګریز فعالیتونه تر سره کوي خبرداری ورکوي چې یا به وژل کیږي او یا به هم دوی ته تسلیمیږي. د دې وزارت په وینا د تېر کال په پرتله په جنايي جرمونو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی، خو لا هم په ځینو ولایتونو کې د جرمونو کچه لوړه پاتې.

د دې وزارت په وینا تېره یوه اوونۍ کې یې نږدې دوه سوه تنه د وسله والو غلاوو او ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي. د دې وزارت په وینا یادې قومندانۍ په کابل کې د امن ټینګښت لپاره د لسګونه موټرو تورې ښېښې پاکې کړي، ناقانونه وسلې او هغه موټرسایکلې چې ناقانونه ګرځېدل، نیولي دي.

کابل کې د جنايي جرمونو او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دې وزارت د نوې کړنلارې له مخې د امنیتي حوزو د امرینو واکونه کم شوي او نه شوي کولی چې په جرم تورن کس په حوزه کې وساتي بلکه له نیولو وروسته به یې دې وزارت ته سپاري. د دې وزارت د مخکیني خبرداري له مخې په هره حوزه کې چې د موټرسایکل په واسطه جرم وشي د هغې حوزې امر به له دندې ګوښه کوي.

تر دې دمه د ۱۲مې حوزې امر له همدې امله له دندې ګوښه شوی. په دې وزارت کې د فساد د مخنیوي په موخه ۱۴۴ تنه منسوبین چې سرتیري ساتنمنان او افسران په کې دي نیول شوي، چې د ځینو دوسیې یې څارنوالۍ ته لیږل شوي او د ځینو نورو د ارزونې چارې روانې دي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 10, 2020
128.jpg

50

واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې کار چې له جرمنې نه یې خپلو نظامیانو ته د ویستلو امر وکړ په لوی لاس ځان روسیې ته بې وسلې ښکاره کوي، د ورځپاڼې په خبره چې ټرمپ د امریکا امنیت لپاره خپله یو ستر ګواښ دی او دا چې سیاسي شتمنۍ یې کمه شوي او ددې لپاره چې سیاسي ثروت یې ډېر شي پرېکړه یې کړې ده چې دا ځل د 7پیاوړو هېوادونو د مشرانو ناسته په واشنګټن کې ترسره کړي او دې ناسته ته یې د روسیې ولسمشر او د المان لومړۍ وزیره هم وربللي دي.


ZhwandoonJune 10, 2020
127-1024x683.jpg

170

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې تر دمه نړۍ کې کورونا وبا باندې له 7 میلیون،2 لکو او 38 زرو نه ډېر کسان اخته دي، 4 لکو او 11 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 3 میلیون،3 لکو او 70 زرو نه ډېر کسان بېرته رغېدلې دي چې تر ټولو ډېر بیا امریکا کې دي، تر امریکا وروسته برازیل او روسیه کې ډېر کسان پر کورونا وبا اخته شوي دي.

برازیل کې تر دې دمه 7 لکو او 39 زرو نه ډېر کسان پر کورونا وایروس اخته شوي او 38 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده.


ZhwandoonJune 10, 2020
126.jpg

80

د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایي، تیره ورځ د دې ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله ۱۶ کاریګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور لاهم ګیر پاتې دي. د دې ولایت سیمه ییز چارواکو په وینا د پیښې د رامنځ ته کیدو لامل تر دې دمه نه دی په ګوته شوی.

خو په دې وروستیو کې د کان کیندنې پرمهال د ډاول زیاتې پیښې رامنځ ته کیږي چې د ډیرو خلکو ژوند ګواښي د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي له حکومته غواړي چې د کان کیندنې په برخه کې دې کان کیندونکو ته آسانتیاوې برابرې کړي.


ZhwandoonJune 10, 2020
125.jpg

60

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، د هېواد له بېلابېلو زندانونو تر اوسه د وسلوالو طالبانو ۳ زره بندیان د افغان حکومت له لوري ازاد شوي، چې دا لړۍ به د سولې په بهیر کې د باور زیاتېدو په موخه دوام ولري.

نوموړی زیاتوي، چې یاد شمېر طالب بندیان د پروان ، څرخي پله او د هیواد له نورو زندانونو څخه ازاد شوي دي. همداراز وسلوالو طالبانو هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې له دوی سره بندي د افغان حکومت ۱۵ زندانیان روزګان ولایت کې له خپلو زندانونو څخه خوشي کړي دي.

په ورته وخت کې د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، تمه لري طالبان له رامنځته شوي فرصته په استفاده د خلکو له غوښتنو سره سمې هڅې وکړي، په وینا یې د خپلمنځي خبرو د پیل تر ورځې پورې به د بندیانو د راخوشې کېدو بهیر بشپړ شي او یا به دومره بندیان راخوشې شي، چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي. وروسته له هغې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو له لورې بندیانو د خوشې کېدو لړۍ چټکیږي، چې په افغان سولې کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د کابل په ګډون دوحې او پاکستان ته خپل سفرونه پیل کړي، او په پاکستان کې یې د دغه هېواد لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره پر افغان سولې تر خبرو وروسته د پاکستان د پوځ مشر د یو پلاوي په ملتیا په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې لېدنه تر سره کړه


ZhwandoonJune 10, 2020
124.jpg

261

د هند ټوډي ورځپاڼې د یو امریکایي لوړ پوړي چارواکي له قوله راپور خپور کړی، چې د ملي امنیت او امریکایي پوځیانو نږدې درې زره ګډه قطعه به ډېر ژر په شمالي، جنوبي او خېبر پښتونخوا کې عملیات پیل کړي.

د یادې ورځپاڼې له مخې افغان او امریکایي استخباراتي ځواکونه په دې کار کوي، چې د سولې خبرو د پیل سره جوخت په دغو سیمو کې د حقاني شبکه له منځه یوسي، په وینا یې د یادې قطعې د جوړېدو لپاره لومړۍ طرحه تایید شوې، او په تشکیلاتو اوبودېجه یې کار روان دی.

د ورځپاڼې په حواله، چې له یادې قطعې سره به یو شمېر جیټ او کشفي الوتکې هم وي، چې د جیټ الوتکو پروازونه به یې له بګرام او د نورو کشفي الوتکو لپاره به د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ او د خوست ځینې سیمو کې واړه میدانونه جوړ شي. د ټوډې ورځپاڼې د دغو معلوماتو په اړه تر اوسه نه امریکایي او نه هم افغان چارواکو په رسمي ډول څه ویلي دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008