وروستي خبرونه

2020 June 9

ZhwandoonJune 9, 2020
123.jpg

90

د عامې روغتیا وزارت په وینا که څه تېره یوه شپه – ورځ کې 542 نور کسان پر دغې ویروس اخته شوي، خو بل لور په همدې موده کې بیا 480 تنو له دغې ویروسه رغون موندلی، چې په تېر کې دا د هېواد په کچه بې مخینې ده. هېواد کې ټول ټال پر کورونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر 21 زره 4 سوه 59 تنو ته رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت په وینا تېره یوه شپه – ورځ کې 15 تنو نورو هم د دغې ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره هېواد کې د یاد ویروس له امله ټوله مړینه 3 سوه 84 ته ورسېده، خو ورڅخه د ښه شویو کسانو شمېر بیا 2 زره 6 سوه 51 تنو ته رسېدلې ده.

د دغې ویروس د مخنیوي او کمښت لپاره د عامې روغتیا په کراتو له خلکو غوښتنه کړې، چې په عامه ځایونو کې له ټولېدنې دې ځانونه لرې وساتي او د روغتیاپالانو ورکړل شوې سپارښتنې دې پر خپل ځان عملي کړي.


ZhwandoonJune 9, 2020
122.jpg

40

له دغې ګمارنې څو ورځې وروسته خوستوال په دې اند دي، چې جنايي برخه کې به د دغه ډول ښځینه وو افسرانو ګمارنه د جرایمو کچه راټیټه کړي. خوست غوندې یو ولایت کې په لومړي وار د جنايي مدیریت برخې اداري امرې په توګه د ښځینه ګمارنې په ټولنیزو رسنیو کې یو حیرانوونکی ګام ښکاري.

خو ګمارل شوې مېرمنه وايي، په پوره ډاډ به خپلې چارې مخته وړي، څو په وینا یې هره برخه کې د مېرمنو حقوقو ته رسېدنه وشي. ځلاځاځۍ هغه نظامي مېرمنه چې دې وروستیو کې یې ګمارنې ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل هر کلي او غبرګونونه راپارولي دي. ځاځۍ چې په ترکیې هېواد کې یې نظامي زده کړې ترسره کړي، له ګمارنې وروسته یې ټولنیزو رسنیو کې یې یو شمېر نیوکې راپورته کړې، چې ورسره سم یې ګڼ شمېر هرکلي هم وشول. خو له دغې ګمارنې څو ورځې وروسته خپله ځلا ځاځۍ وايي، په پوره ډاډ سره به خپلې چارې مخته وړي، څو په خبره یې دغه سیمه کې د نارینه وو ترڅنګ د مېرمنو حقوقو ته هم رسېدنه وشي.

خوست امنیتي ځواکونه چې ترډېره یې په لیکو کې د مېرمنو کمښت یادونه کیږي، د نظامي مسوولینو په خبره د دغې ټاکنې پرمټ به نورې مېرمنې هم دې برخه کې کار لپاره زړه ښه کړي. په خوست کې یو شمېر مدني فعالانو دغه ګمارنه اغېزمنه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې په دغې ګمارنې سره به سیمه کې د جنايي جرمونو ګراف راټیټ شي. د یادولو وړده چې نظامي برخه کې ګڼې ستونزې له همدې امله را منځته کیږي، چې کلتوري محدودیتونو ته په درناوي پلټنځایونو او نورو برخو کې مېرمنې په اسانۍ پرته له تالاشۍ سره تګ – راتګ کوي، چې د نظامي چارو پوهانو په باور وروسته ترې ګڼې سیاسي او جنايي پېښې ترې زېږیږي. د دوی په خبره که نظامي برخه کې د ښځو ونډه زیاته شي، نو لرې نه ده چې د دا ډول پېښو مخه به تر ډېره بریده ونیول شي.


ZhwandoonJune 9, 2020
121.jpg

90

هېواد کې د یو شمېر لرغونو او پخواني ځایونو نومونه چې د ډېری یې اوس نوي نومونه خپل کړي، ولسي وګړي د هغو نومونه بېرته د بدلېدو غوښتنه کوي، چې په تېر کې په جبري ډ‌ول پر ځینو ځایونو ایښودل شوي دي. ژوندون ټلوېزیون پر خپلې فیسبوک¬ پاڼې د دغه ډول ځایونو د نومونو د پاتې کېدا او یا بدلېدا په اړه د ټول پوښتنې لړۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې د ولس په خوښه د یو شمېر ځایونو نومونو ایښودنه په ډاګه شوې ده.

په تیرو دوو لسیزو کې د زیات شمېر تاریخي سېمو او ځایونو نومونه بدل شوي چې زیاتره دا نومونه په زور او جبر بدل شوي. د ورته کارونو نښې نښانې د هېواد په ټولو ولایتونوکې لېدل کیږي چې اوس هم د خلکو په خبرو او ژبو هماغه پخواني نمونه روان دي، چې د خلکو په باور نه غواړي څو په فکري زور لروغوني نومونه پرې په بدلې بڼې ومنل شي. ژوندون ټلوېزیون پر خپلې فیسبوک¬ پاڼې د دغه ډول ځایونو د نومونو د پاتې کېدا او یا بدلېدا په اړه د ټول پوښتنې لړۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې د ولس په خوښه د یو شمېر ځایونو نومونو ایښودنه په ډاګه شوې ده.

د دغې ټول پوښتنې په سیالۍ کې د عامې روغتیا څلور لاری چې ترې وړاندې په جبر د مسعود په نوم نومول شوې، د نوموړي او مولوي ایاز نیازي ترمنځ فیسبوکي ټولپوښتنه پیل کړې وه، چې په څلویشتو ساعتونو کې په کې نږدې اته زره کسانو ګډون کړی وو. د دغه رایې اچونې په ترڅ کې ۹۵ سلنه خلکو ایاز نیازی او ۵سلنه خلکو د مسعود په نامه د دغې څلور لارې د ټاکل کېدو لپاره رایه ورکړې. د چارو یو شمېر څارونکو په باور دې وروستیو کې چې د وزیر اکبر خان د جومات نوم بدلولو هڅه روانه ده، پلي کېدل به یې د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شي.

د دوی په خبره پخواني څېرو لکه وزیر اکبر خان چې د دې هېواد لپاره یې کار کړی، نو باید د اوسني اتلانو لپاره د نویو پروژو او پلانونو لپاره نوي ځایونه د دوی په نوم ونوموي. بل لور بیا په ولسي وګړو کې ډېری خلک غواړي چې د وزیر اکبر خان جومات نوم بدلول دې د مولوي ایازي په نوم ترسره شي او ټینګار یې په دې دی، چې ولس دې د ټولنې مخورو او با نفوذه خلکو نظر ته هم پام وکړي. هېواد کې د یو شمېر لرغونو او پخواني ځایونو نومونه چې د ډېری یې اوس نوي نومونه خپل کړي، ولسي وګړي بیا غواړي، چې دې برخه کې دې د ځایونو نومونه جبرا په دوی تحمیل نه شي.

خبریال : محمد میروس اسلمي / کابل


ZhwandoonJune 9, 2020
824-1024x576.jpg

90

افغان ولسمشر د یو فرمان له مخې د وسلوالو طالبانو له لوري افغان حکومت ته ټول هغه اړول شوي مالي زیانونه وبښل، چې د جګړې د دوام له امله یې اړولي وو. یاد فرمان کې د دغې بښنې موخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو پیل لپاره ښه زمینه برابرېدل ښودل شوي.

دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې تامنېدا په موخه د زندانیانو د خلاصون پروسه هم چټکه شوې، چې تازه وسلوالو طالبانو د افغان حکومت ۳۸ تنه سرتیري هم ازاد کړي دي.


ZhwandoonJune 9, 2020
120.jpg

50

د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غواړي، چې قرنطین مراعت او ګڼې – ګوڼې ځایونو ته له تللو ډډه وکړي که نه جدي قانوني چلند ورسره وشي. د عامې روغتیا وزارت وايي، که هېوادوال روغتیايي سپارښتنې او ګرځبندیز ته پام ونه کړي نو د وضعیت کنټرول به بیا سخت کار وي.

په ورته وخت کې هېوادوال زیاتوي، که حکومت د قرنطین پرمهال ورسره مرستې ونه کړي، دوی اړ دي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکېدو لپاره کار او بار پسې ووځي


ZhwandoonJune 9, 2020
119.jpg

100

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته په خپل سفر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، دواړو د سولې خپلمنځي خبرو لپاره د ځای او نېټې په ټاکلو خبرې کړي.

زلمي خلیلزاد له قطر وروسته پاکستان ته په خپل سفر کې د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره لیدلي. د دې هېواد د پوځ په وینا دواړو په افغان سوله کې پر اخیستل شویو ګامونو خبرې کړي.


ZhwandoonJune 9, 2020
118.jpg

130

د ناټو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره پر افغان سولې او افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړي. خبر پاڼه زیاتوي، چې دواړو مشرانو د افغان سولې تر څنګ همداراز د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزه هم خبرې کړي.

د ناټو عمومي سرمنشي وروسته له هغې ډونالد ترمپ سره پر افغان سولې خبرې کوي، چې په افغان سولې کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل وروستي سفر کې له دوحې وروسته په اسلام اباد کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره هم پر افغان سولې او یو شمېر نور موضوعاتو خبرې کړي.

خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 9, 2020
45.jpg

70

د ملی پخلایني عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له افغانستان سره د سولې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه په خبرو کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې او خپلمنځي خبرو لپار له هېڅ ډول هڅو ځان نه سپموي. نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې تمه لري طالبان له رامنځته شوي فرصته په استفادي ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړي، چې تر اوسه پورې د افغان حکومت له زندانو څخه شاوخوا درې زره طالب زندانیان ازاد شوي دي.

د ده په وینا چې د سولې خپلمنځي خبرو د پیل تر ورځې پورې به د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ بشپړه شي او یا هم دومره زندانیان خوشې شي، چې دواړو لورو ته به د منلو وړ وي.

خبر : وسیم تلاش


ZhwandoonJune 9, 2020
117.jpg

90

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل وایي، ولسمشر غني د ولسي جرګې د رییس او اداري پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د نوې کابینې غړي به د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني او له تایید وروسته به یې د چارسمبالۍ دوره پای ته ورسېږي.

د امرخېل په وینا دغه ليدنه کې د کابینې د غړو د پېژندل کېدو ترڅنګ، د حکومت د درې ګونو قواو پر همغږۍ هم ټینګار شوی. ولسمشر غني وروسته له هغې دغه پرېکړه کوي، چې دې وروستیو کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو، ښارجوړولو، لوړو زده کړو، کانونو، پوهنې او ځینې نور وزارتونه د چارسمبالي وزیرانو له خوا اداره کیږي، چې د یو شمېر سیاسیونو او د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه یې راپارولي او له ولسمشر غني یې د دغو چارسمبالو د لړۍ ختمولو غوښتنه کړې. خبر : میوند سالارزی


ZhwandoonJune 9, 2020
116.jpg

70

کله چې به ورسره مخ شوې ، نو د کتاب او قلم خبرې به وې، د ښوونځي او روزنځي خبرې به وې ، که د دنیا غمونه به هر څومره بار وو ، خو ده به د فرهنګ او تعلیم له مسایلو اخوا نورو خبرو سره ډېره لېوالتیا نه درلودله، له هر نوي کتابه به خبر و، کتاب به یې چې ګوتو ته ورغی ، نو بیا چې به یې تر پایه لوستی نه و ، پرېښوده یې نه ، ما ته تر حده زیات ګران و او زه هم پرې ډېر زیات ګران وم . کله چې مې جلال اباد کې نوی کور جوړ کړ ، نو دی په زهیر ځان مبارکۍ ته راغی ، لاسنیولی مې پر هرې خونې و ګرځاوه ، کله چې یې لږ دمه وکړه ، نو راته یې وویلې : ته یقین وکړه که دا کور د ( زرین ) وای ، نو هم دومره به پرې نه وم خوشاله شوی ، لکه اوس چې پر تا خوشاله شوی یم ، ته د کار سړی یې ، هر څه ته دې پام دی، زړور یې ، دې ویده قوم او ځوانانو کې دې روحیه وغوړوله، دواړه زړور یاستئ ، هغه بچۍ مې هم ( هدف یې زما مېرمن ارین یون وه) تر تا کمه نه ده ، زه خو هغې ته هم افرین وایم چې د دومره لېوانو منځ کې دا د خپل ولس غږ اوچتوي ، نو ځکه نن کور ته د مبارکۍ له خاطره راغلم. کله چې به مې د نویو کتابونو پکېج برابر کړ ، نو د حاجي صیب عداللطیف ګردیوال برخه به مې جلا ساتلې وه ، هغه ته د کتابونو ډالۍ تر هر څه زیاته ارزښتمنه وه ، هغه په داسې حال کې په ټول ختیځ ، په تېره بیا په ننګرهار کې د عصري معارف ډیوه بله کړه ، چې د معارف او بل هر ډول نوي پرمختګ پر وړاندې بې شمېره خنډونه موجو وو.

ګردیوال صیب د خپلې ټولنې د یو ټولنیز متخصص په توګه له داسې ټولنیزو تجربو او ځیرکتیا څخه کار واخیست ، چې هم ټولنه را و نه پارېږي او هم تعلیم عام شي ، د ده او د ده د نورو ملګرو د څلور لسیزو دقیق او متواتر کار نتیجه وه، چې په ټول ختیځ کې عصري تعلیم عام او ټولنیز سمون پراخ شو.

ده تعلیمي ریفورم له خپلې کورنۍ پیل کړ ، ټول اولادونه یې د لوړو زده کړو خاوندان کړل ، ان د ټول هېواد په کچه یې ترې لوړ کادرونه جوړ کړل. همدا خپله کورنۍ یې د ټول ختیځ د هغو رسېدلو کورنیو یوه بېلګه ده چې ده او د ده د مهال نورو مخورو یې په روزنه او پالنه کې په مستقیم او نامستقیم ډول ونډه لرلې ده. حاجي صیب عبداللطیف ګردیوال د ژوند تر پایه له قلم ، کتاب او علم سره خپله مینه خوندي وساتله ، ان د ژوند تر وروستیو وختونو پورې یې هم نوي اثار مطالعه کول. اوس چې د شپې یوه نیمه بجه ده او سبا سهار اته بجې د هغه په خپل پلرني کلي کې د هغه د جنازې او تدفین مراسم دي ، زه ډېر بدمرغه یم چې د داسې یو ستر او ډېر خوږ انسان په جنازه کې ګډون نه شم کولای. ګردیوال صیب د هغه نسل وروستی استازی و، چې په ډېرو کمو ابتدایي امکاناتو یې دې ملک ته لویه معنوي پانګه؛ تعلیم، تجدد، ټولنیز سمون ، کلتوري زغم او انسانیت په میراث پرېښودل ، خو موږ اوس زمانې داسې له ستوني رانیولي یو او داسې یې له پښو او لاسو تړلي یو ، چې نه د حق چغه پورته کولای شو او نه د خپلو خدمتګارانو د جنازو بازو ته اوږه ورکولای شو .

مشره په مخه دې ژېړي ګلونه ! د خدای ج حضور ته دې د خپلو سوو لوو اولادونو احوال ورسوه ، ځای دې جنت شه ! د علم پلاره ، زموږ معنوي پلاره ، د انځور پلاره ، د عزېز پلاره ، د حنیف پلاره او د هر افغان او هر انسان معنوي پلاره…



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008