وروستي خبرونه

2020 June 8

ZhwandoonJune 8, 2020
115.jpg

80

روسیې رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې هېواد کې یې د کورنا ویروس تازه نږدې 9 زره پېښې ثبت شوي او په تېره یوه شپه ــــ ورځ کې 134 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې سره پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر نږدې 4 لکه او 70 زرو ته او د مړه شویو کسانو شمېر 5 زرو،8 سوه او 59 تنو ته رسیدلی.

بلخوا بیا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې نړۍ کې تر دې دمه له 4 لکو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورګړی او له 7 میلیون نه ډېر کسان پرې اخته دي.


ZhwandoonJune 8, 2020
114.jpg

30

د راپورونو له مخې د جرمني چارواکي پیتر بییر ویلي، د ډونالډ ترمپ دا پرېکړه چې له جرمني څخه د خپل ځواکونو لویه برخه وباسي، د دواړو هېوادونو اړیکو ته ستر زیان رسولای شي.

د دوی په خبره دا یوازې د 9 نیم زرو ځواکونو خبره نه ده بلکې د هغوی د کورنیو او 20 زرو امریکایانو چې په خبره سمندر د دوو خواوو ترمنځ پُل نړوي. څو ورځې وړاندې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې راپور خپور کړی وو، چې ترمپ خپلو ځواکونه ته امر کړی، څو له جرمني هېواد څخه ووځې.


ZhwandoonJune 8, 2020
113.jpg

120

د ننګرهار چارواکي وايي، پاکستاني لوري ورسره منلې چې تورخم ښارګوټي کې ولاړ شاوخوا دوه زره سوداګريز موټرو ته به پاکستان ته د تګ اجازه ورکړي.

د ننګرهار د ګمرک رييس نصرالله صاحبزاده هم ویلي، پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې په تورخم ښارګوټي کې بند پاتې هغو موټرو ته به اجازه ورکول کېږي چې دې خوا يې سوداګريز مالونه راوړي او يا هم له هغې غاړې د سوداګريزو مالونو د را انتقال په نيت درول شوي دي. بل خوا د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په وروستیو اونيو کې لږ تر لږه ۱۱۴ زره او ۹۳۸ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډى د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان را وارد شوی دي.

د غې ادارې ویلي، چې یاد خوارکي توکي په ۱۹۳۸ واګونونو لېږدول شوي دي، چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.


ZhwandoonJune 8, 2020
112.gif

100

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې دا مهال په هېواد کې کورنا وبا روغتیايي بحران سره مخ کړی او خلک یې باید په مهارولو کې خپل رول ادا کړي. د دوي په وینا، چې کورونا ناروغي درملنه نه لري او له خلکو غواړي چې د روغتیاپالانو سپارښتنې پر ځان عملي کړي.

د عامې روغتیا مرستیال وحید مجروح وايي، کورنا ویروس ورځ تر بلې د چټکتیا په حال کې ده، چې اوس په روغتونونه هم د ناروغانو لپاره خالي بسترونه هم نشته. نوموړي له خلکو هیله وکړه چې نور د کرونا وبا پر وړاندې بې پروا پاتې نه شي او په دې برخه کې دې د روغتیا پالانو سپارښتنې پرځان په جدي ډول عملي کړي. تر دې وړاندې حکیم الکوزي چې د د کورونا درملو جوړولو ادعا یې کړې وه، د عامې روغتیا وزارت یې د درملو پر نه کارولو ټینګار کړی.


ZhwandoonJune 8, 2020
111-1024x576.jpg

30

هرات د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت ټولو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د کورونا ویروس نه د رغون په موخه دې د حکیم الکوزي له درملو څخه استفاده نه کوي. د غه ریاست ویلي، چې د حکیم الکوزي درمل د کورونا ویروس په مخنیوي ګټور نه تمامیږي او د اعتیاد لامل ګرځي.

بل خوا تازه د عامې روغتیا وزارت ویلي، هرات کې په تېره یوه شپه ـ ورځ کې د کورونا وبا له امله ۱۵ تنه مړه شوي. د هرات د روغتیا ریاست په داسې مهال خلکو ته دغه خبرداری ورکوي، چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته هم د حکیم الکوزي درمل رسېدلي دي.


ZhwandoonJune 8, 2020
thumbs_b_c_e1348636ccbdcb19fd398f980a653e09.jpg110.jpg

50

د افغانستان د بهرنیو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ایراني چارواکو د موټر سوځېدنې پېښه کې چې افغانانو ته په کې مرګ – ژوبله واوښته، له عاملینو سره یې د قانوني چلند ژمنه شوې ده.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران له ځايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي او ډاډ ورکړل شوی، چې د دې پېښې عاملین به د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا تر څېړنې لاندې نیول کیږي. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ایراني پولیسو د افغان کډوال پر یو موټر ډزې وکړې او موټر اور واخسیت.

ایراني چارواکو منلې، چې موټر د دوی د سرتېرو له لوري ویشتل شوی، خو وايي اور لګېدنه د مرمۍ له امله نه ده رامنځته شوې. په کور دننه بیا ګڼ شمېر ولایاتو کې د ایراني پولیسو د دغې کړنې په غبرګون کې لاریونونه هم ترسره شوي دي.


ZhwandoonJune 8, 2020
109-1024x576.jpg

100

د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې لخوا په خپره کړي خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره کتلي او د افغان سولې، د سیمې امنیت او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړي.

د خبر پاڼې له مخې دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د اخیستل شویو ګامونو ارزونه هم کړې او د راتلونکو هڅو د چټکتیا پر ممکنه لارو چارو یې یو بل ته د همکارۍ ژمنې ورکړي. د افغان سولې لپاره ځانګړی استاز زلمي خلیلزاد وروسته له هغې د پاکستان پوځي چارواکو سره ګوري، چې له دې وړاندې يې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم د بندیانو د خلاصون پروسي پر چټکتیا او د خپلمنځي خبرو د پیل په اړه خبري کړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008