وروستي خبرونه

2020 June 7

ZhwandoonJune 7, 2020
103.jpg

140

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د وروستۍ چټکې پروسې په دوام کې تازه افغان حکومت پرېکړه کړې، چې ژر به زر تنه نور طالب زندانیان هم له خپلو بند خونو ازاد کړي. تر دې وړاندې وسلوالو طالبانو هم د یو شمېر حکومتي سرتېرو د ازادېدو خبر ورکړی وو.

د ملي امنیت شورا ویلي، د وسلوالو طالبانو له لوري د یو شمېر امنیتي ځواکونو له خلاصون وروسته افغان حکومت پرېکړه کړې، چې د وسلوالو طالبانو زر تنه نور بندیان هم ازاد کړي. د دغې شورا په خبره تر دا مهاله د ولسمشر د فرمانونو په اساس له 27 سوو څخه ډېر طالب بندیان ازاد شوي، چې دا لړۍ اوس هم دوام لري. له امریکايي لوري سره د وسلوالو طالبانو د هوکړې له مخې باید د ازاد شویو زندانیانو شمېر 5 زرو ته ورسېږي، چې ترې وروسته به د سولې خپلمنځي خبرو بهیر بیا پیل شي.

د سولې دغه خپلمنځي خبرو د پیل او د روانې جګړې د شدت کمولو په موخه دې وروستیو کې د زندانیانو د خلاصون پروسه د دواړو لوریو له لوري تر پخوا چټکه شوې، چې تازه افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي هم د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د همدې بهیر د بریالي جریان په موخه د افغانستان په ګډون پاکستان او قطر ته خپل سفرونه پیل کړي.


ZhwandoonJune 7, 2020
102.jpeg

60

د جان هاپکنز پوهنتون د مالوماتو له مخې چې تر دې دمه نړۍ کې د کورونا وبا له امله له 3 لکو او 98 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 6 میلیون، 8 لکو او 55 زرو نه ډېر کسان پرې اخته دي، چې تر ټولو ډېر زیان ترې امریکا لیدلی. بلخوا بیا د جان ها پکنز پوهنتون زیاته کړې، چې برازیل کې د کورونا وایروس له امله له 35 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، له 6 لکو او 45 زرو نه ډېر کسان پرې اخته دي او له 2 لکو، 66 زرو نه ډېر کسان ترې بېرته رغېدلې دي.

په ټوله کې بیا د نړۍ په کچه تر اوسه له دغې ویروسه له 3 میلیونه او 85 زرو نه ډېر کسان رغېدلي هم دي.


ZhwandoonJune 7, 2020
82-1.jpg

30

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې د امریکایي تور پوستي جورج فلویډ د وژل کېدو په غبرګون او درناوي په موخه له امریکا څخه نیولې تر مکسیکو او هسپانیې پورې، زرګونه کسانو لاریونونه پیل کړي او د نژادي تبعیض او تاوتریخوالي د پای پر غوښتنې ټینګار کوي.

د آسټرالیا په سډني کې هم زرګونه کسانو د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې د امریکا له روانو لاریونونو خپل ملاتړ څرګند کړی دی. تر دې وړاندې په استرالیا کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په موخه هر ډول راټولېدنې منع اعلان شوې وې، خو په سډني کې دغه سوله ییز لاریون په امریکا کې د روانو لاریونونو څخه د ملاتړ په موخه په لاره اچول شوی وو.

له څو ورځو را په دېخوا د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د یو تورپوستي امریکایي کس د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل شوي، چې ډېر کله په تاوتریخوالي اوښتي او په امریکا کې یې ګډوډۍ هم رامنځته کړي دي.


ZhwandoonJune 7, 2020
101.jpg

260

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، پاکستان له خپلو ژمنو سره – سره تر اوسه د تورخم او سپین بولدک بندرونه د دوی د صادراتو په مخ نه ‌دي خلاص کړي. د دې وزارت په خبره د تازه مېوو له سوداګرو سره ګډه غونډه کې یې پرېکړه کړې، چې د بندرونو خلاصون ته دې له ډيپلوماتیکو لارو هڅه وشي، چې په باور یې د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړې توګه تازه مېوو له رسېدو سره د پاکستان بندرونه د صادراتو لپاره خلاص نه ‌دي، چې ډیپلوماتیک مراجع او خصوصي سکټور باید دا موضوع له نږدې وڅاري، څو د تورخم او سپین بولدک لارې صادراتو ته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم‌ مهاله افغانستان سره د تګ – راتګ لارې بندې کړې، خو سوداګرۍ وزارت وایي، چارواکو یې ژمنه کړې وه چې له واړه اختر وروسته به د افغانستان صادراتو ته لارې پرانیزي.


ZhwandoonJune 7, 2020
100.png

90

د دې وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د هلمند ولایت امنیې قومندانۍ د منسوبینو په مرکز او ولسوالیو کې اووه تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له یادو کسانو څخه درې عرادې موټر سایکلونه او څو سیټه غلا شوي موبایلونه هم امنیتي مسوولینو تر لاسه کړي دي. خبر باڼه کې راغلي، چې د یادي ډلي دوسیې د لومړنیو څېړنیو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.


ZhwandoonJune 7, 2020
99-1024x576.jpg

50

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غوښتي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د موټر اور اخیستو څرنګوالی او د ځينو پناه غوښتونکو وژل کېدل دې په جدي توګه وڅېړي. دغې سازمان ټینګار کړی، چې د وروستیو پېښو په څېړنه کې دې عدالت تامین شي.

په سوېلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني ویلي، دا زړه بوګنوونکې او ټکان ورکوونکې پېښه باید په جدي، اغېزمنه او مستقیمه ټوګه وڅېړل شي، څو د پېښې قرباني شويو ته عدالت ورسېږي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، موټر د ایراني پولیسو له لوري تر ډزو وروسته د سړک غاړې له موانعو سره لګېدلی او اور یې اخیستی دی. که څه هم په تهران کې د افغان سفیر د دې پېښې د څېړلو لپاره یزد ښار ته رسېدلی، خو تر دې وړاندې هم سیند ته د افغان کارګرانو اچولو پېښه چې د ایران سرحدي ځواکونو له تورنېدو ترې څه باندې یوه میاشت تېریږي؛ خو لا یې هم د څېړلو څرنګوالی نه دی روښانه شوی.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008