وروستي خبرونه

2020 June 6

ZhwandoonJune 6, 2020
98.jpg

40

تېره چهارشنبه د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښه کې چې درې تنه په کې ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، چې دغې پېښې ګڼ غبرګونونه او د خلکو غوسې راپارولي. ایران وايي، دغې موټر ناقانونه کډوال لېږدول او کله یې چې د دوی خبرداري ته پام ونه کړ، ډزې یې پرې وکړ، خو وايي موټر د دوی د ډزو له امله اور نه دی اخیستی. خو ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال چې د دې پېښې زیانمنو لپاره روغتون ته ورغلی وو وايي، دغه پېښه به په هر اړخیز ډول وڅېړي.

ایران وايي، دغه موټر ناقانونه کډوال لېږدول او کله یې چې د دوی خبرداري ته پام ونه کړ، ډزې یې پرې وکړ، خو وايي، موټر د دوی د ډزو له امله اور نه دی اخیستی. خو دې پېښې د خلکو غوسې راپارولي او له حکومت غواړي چې دا پېښه بابېزه ونه ګڼي، بلکه عاملین یې پیدا او په سزا ورسوي. ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال چې یزدان ښار ته د دې پېښې زیانمنو لپاره روغتون ته تللی و وايي، د دې ښار له چارواکو سره یې په دې اړه لیدنې روانې کړي او د پېښې څېړنه یې روانه کړې.

د لېوال په وینا د مړیو جسدونه به ژر هېواد ته واستول شي. ولسي جرګه کې د خلکو د استازو په وینا ایران تل له افغان کډوالو سره زور زیاتی کړی او باید دغه هېواد د دې پېښې عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي، دغه راز د دې پېښې له امله له افغانانو بښنه وغواړي او د یو ښه ګاونډیتوب اصول پلي کړي. د ایران له خوا د افغان کډوالو زورونې او وژنې څه نوې خبره نه ده، همدا څه موده وړاندې هم ایراني پوله ساتو ځواکونو په لسګونه افغان کډوال هریرود سیند ته وغورځول چې کابو نیمايي یې ووژل شول.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonJune 6, 2020
97.jpg

80

د کورنا ویروس د مخنیوي په موخه د افغان حکومت په تازه پرېکړې کې ویل شوي، چې هېواد کې ښوونیز مرکزونه د نورو دریو میاشتو لپاره هم رخصت کړي. دغه پرېکړه چې د شنبې ورځ شوې، موخه یې د کورونا ویروس مخنیوی بلل شوی دی.

حکومت ویلي، دیني مدرسې، ښونځي، شخصي او دولتي پوهنتونونه به تر راتلونکو دریو میاشتو پوري نور هم رخصت وي، خو که له دریو میاشتو مخکې وضعیت سم شو، بیا به یې د پرانیستو په تړاو کابینه پرېکړه کوي. د دوی په خبره ښوونیز مرکزونه به په انلاین ډول خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. دغه راز پرېکړه شوې چې د ودونو تالارونه، میله ځایونه او کلبونه به هم تر راتلونکو دریو میاشتو پورې تړلي وي.

ولسي وګړي چې د کورونا له امله د رامنځته د رامنځته شوي بحران په اړه اندېښمن وي، د زده کړه ییز بهیر د دومره رخصتېدو پروړاندې غبرګون ښودلی او دا یې د دغې بهیر د راتلونکي لپاره په زیان بللی دی.


ZhwandoonJune 6, 2020
96.jpg

30

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېر یوه شپه – ورځ کې په بېلابېلو لابراتورونو کې د761 مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته 761 مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر 19 زره 5 سوه 51 تنو ته ورسېد.

د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو18 تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د مړو شویو کسانو شمېر ټول ټال 3 سوه 27 تنو ته رسیږي. دغه راز له یاد ویروسه تر اوسه 18 سوه 31 تنه نورو بیا رغېدلي دي. په ورته مهال د عامې روغتیا چار سمبالي وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې پرېکړه کړې، چې سر له همدې یکشنبې به په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري شي.

د عامې روغتیا دغه نوي چارسمبالي وزیر له خلکو غوښتنه وکړه، چې د کورونا د مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا شوې سپارښتنې پرځان عملي کړي.


ZhwandoonJune 6, 2020
95.png

50

کارډین ورځپاڼي په خپل راپور کې اندېښنه ښودلې، چې افغانستان کې ورځ تر بلې د بې کېفیته غیر الکولي مشروباتو د استعمال ډېرښت د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې. د دوی په خبره دغو کې ډېری یې له مصنوعي انرژیو جوړ شوي، چې د ماشومانو، ځوانانو او امېندوارو مېرمنو له لوري ورځ تر بلې د استعمال ډېرښت یې روغتیايي ستونزو په اړه اندېښنې راپورته کړي.

د دغه راپور له مخې د یادو مشروباتو په ترکیب کې په پراخه کچه کافین او تیورین شتون لري، چې روغتیايي برخه کې ستونزې رامنځته کولای شي. د ګارډین ورځپاڼي په خبره ډېرو هېوادونو کې د یادو مشروباتو پر کارولو بندیزونه لګېدلي، خو په افغانستان کې لاهم ورته په بېلابېلو بڼو پراخ تبلیغات روان دي، چې تر ډېره یې د خلکو پام ور اړولی دی. د روغتیا نړیوال سازمان هم د دغو مشروباتو پر نه کارولو ټينګار کړی، چې په وینا یې بېلابېلې روغتیايي ستونزې ترې زېږدېدلای شي.


ZhwandoonJune 6, 2020
94.jpg

70

د جان هاپکنز پوهنتون د تازه مالوماتو له مخې چې تر دې دمه نړۍ د کورونا وبا له امله له 394 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغه راز پر یاد ویروس له 6 میلیون، 7 لکو او 34 زرو نه ډېر کسان اخته دي او له 2 میلیون 7 لکو او 46 زرو نه ډېر نور کسان ترې بیا رغېدلې دي. د جان هاپکنز پوهنتون زیاته کړې، امریکا هغه هېواد دی چې تر نورو هېوادونو ډېر انساني زیان لري.

دغه هېواد کې تر دې دمه له یو میلیون، 8 لکو او 97 زرو نه ډېر کسان پر کورونا وبا اخته دي، یو لک او 9 زرو څخه ډېرو کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 4 لکو او 91 زرو نه ډېر نور کسان ترې بېرته جوړ شوي دي.


ZhwandoonJune 6, 2020
93.jpg

60

په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، افغان حکومت د ایران په یزد ښار کې د یوه موټر د سوځېدو په پېښه کې د یو شمېر افغانانو د مرګ ـ ‌ژوبلې او ورکېدو مسله په جدي ډول څاري. د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو راپورونو له مخې په پېښه کې درې افغانان وژل شوي، څلور ټپیان او یو شمېر نور تري تم دي. افغان سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي، چې پایله به ‌یې له بشپړېدو وروسته خلکو ته په ډاګه شي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یزد ولایت سیاسي مرستیال احمد ترحمي بهابادي تایید کړې، چې د ایران پولیسو د افغانانو د سپرلۍ پر موټر ډزې کړې دي، خو وايي چې موټر د ګړندیتوب له کبله د اورګاډي د پټلۍ د څنګ له موانعو سره لګېدلی او اور یې اخیستی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان سفیر به د افغانانو پر موټر د ایراني پولیسو د ډزو د دلایلو او د پېښې د عاملانو د عدلي څار په اړه څېړنې وکړې او راپور به ‌یې د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي. له دې وړاندې هم د ایراني پوله ساتو ساتونکو له لورې شاوخوا پنځوس تنه افغان مسافر له وهلو- ډبولو وروسته اړ شوي وو، چې د هریرود سند ته ځانونه وغورځوی. دغه برید په اړه لا څېړنې نه دي بشپړې شوي، چې تر دا مهاله یې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي.


ZhwandoonJune 6, 2020
457.jpg

70

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو او د افغان سولې لپاره ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې پروسې بریا لپاره له واشنګټن څخه د دوحي، اسلام اباد او کابل پر لور نوي سفرونه پیل کړي، چې موخه یې د سولې خپلمینځي خبرو د پیلولو لپاره لاره هوارول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبره خلیلزاد به دبندیانو خوشې کولو، د سولې هوکړې پلي کېدا او د تاوتریخوالي په کمېدوکې د ارزونې چارې ترسره کړي. زلمي خلیلزاد په داسې مهال دغو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړل، چې تازه زابل کې د یوې نښتې په ترڅ کې تر پنځلسو پورې امنیتي سرتیرو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي او بل لور د وسلوالو طالبانو یو پنځه کسیزه پلاوي لا هم په کابل کې دي، چې د بندیانو پر تصدیق او د تثبیت پر چارو بوخت دي.


ZhwandoonJune 6, 2020
92.jpg

30

یو شمېر پخوانی طالب چارواکي په دې باور دي، چې د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره قطر مناسب ځای دی. د دوی په خبره د پنځه زره طالب بندیانو په بشپړ ډول خوشې کېدو وروسته به د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره ځای او نېټه په ډاګه شي.

د سولې له چارو ځینې باخبره سرچینې وایي، ښايي د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د سولې خپلمنځي خبرو د کره نېټې او ځای د مشخص کولو په موخه په راتلونکو ورځو کې کابل ته راشي او له افغان حکومتي مشرانو او سیاسیونو سره د سولې خپلمنځي خبرو لپاره د ځای او نېټې د مشخص کولو په اړه خبرې وکړي. تر دې وړاندې قطر کې د طالب او امریکايي لوري ترمنځ هوکړه هم لاسلیک شوه، چې په کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ترڅنګ پر ګڼ شمېر مسایلو دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل.


ZhwandoonJune 6, 2020
91.jpg

40

وورسته له هغې چې د زابل د ولایتي شورا رییس د زابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د یو کمين په ترڅ کې د لسو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو پخلی وکړ، د نظامي چارو څارونکو پر امنیتي مسوولینو نیوکې کړي، چې د سرتېرو ژوند خوندیتوب او د هغوی د اکمال په برخه کې یې له ناغېړۍ څخه کار اخیستی.

د دوی په باور دغه برید کې لس نه، بلکې پنځلس افغان سرتيري وژل شوي دي. دغه سرتيري یادې سیمې ته د لویې لارې د امنیت د څېړنې لپاره تللي وو، چې د سرچینو د خبر له مخې د وسلوالو طالبانو له کمین سره مخامخ شول. وسلوالو طالبانو بیا د دغې نښتې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له کوچني اختر وروسته چې پر مهال یې د دواړو غاړو ترمنځ درې ورځنی اوربند تامین شوی وو، دا په افغان امنیتي ځواکونو لوی برید وو، چې په کې په دومره کچې امنیتي ځواکونو ته زیان رسیږي. دې وروستیو کې د جګړې د کم شوي شدت د ساتلو لپاره د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه شوې، چې ښايي نن ورځ هم همدې پروسه کې یو شمېر طالب زندانیان له بند خونو ازاد شي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008