وروستي خبرونه

2020 June 3

ZhwandoonJune 3, 2020
81.jpg

90

لیکنه: رحمت الله محمد

په امریکا کې وروسته له هغه چې یو تورپوستی په رڼا ورځ د یوه سپین پوستي پولیس له لورې په ډېر وحشیانه ډول ووژل شو، نو تورپوستو هم د تاوتریخوالي په وړاندې پراخ لاریونونه تر سره کړل. تر څو نړۍ ته وښایي چې اوس دوي ویښ دي او د تیر په څېر اوس څوک ورباندې د حیواناتو په څېر تجارت نشي کولای.

په امریکا کې د نژاد پالني (نژاد پرستي) تاریخ:

تور پوستي د نړۍ په تاریخ کې په بېلابېلو سیمو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو، د امریکا په تاریخ کې هم دوي له زیاتو ستونزو، کړاوونو او ظلمونو سره مخ و. تر ټولو خراب او کثیف ځای به دوي ته ورکول کیدل، کم حقوق، له لویو امکاناتو څخه ګټه اخیستل او مهمو ځایونو ته په تګ  بندیز، د سپین پوستو په بسونو کې په سپریدو بندیز او دې ته ورته نورې بېلابېلي ستونزې دي چې تورپوستي یې ځورولي دي.

خو په دې اوږده تاریخ کې له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسي د دوي وضعیت یو څه ښه شو، او هغه وخت چې د مالکوم ایکس او مارټین لوترکینګ غوندي رهبرانو مبارزه پیل کړه، وکولای شول تر څو تور پوستو ته زیات ټولنیز او کاري حقوق تر لاسه کړي. او له هغه وروسته تورپوستي هم په امریکا کې له انساني مکملو حقوقو  برخمن شو.

خو له دې وړاندې تور پوستي د نژادي تبعیض قانون تر اغیز لاندې و. کاري تبعیض، غیر قانوني او د هغه تر څنګ تور پوستو د رای حق نه درلود.

که څه هم د دې قانون له مخې به تور پوستانو او سپین پوستانو یو ځای درس لوستلای شول، خو تأکید په دې و تر څو د تورپوستانو لپاره بېل ښوونځي جوړ شي.

د هغه تر څنګ تور پوستي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو. د ځینو څېړنو له مخي چې د تورپوستو ۵۰ سلنه ماشومان له فقر سره مخ و.

په ۸۰مو او ۹۰مو میلادي کلونو کې ۶۰ سلنه تور پوستي له سخت فقر سره مخ وو، په داسي حال کې چې یوازي ۱۲سلنه سپین پوستي له ورته ستونزو سره مخ و.

په امریکا کې د تورپوستو غلامانو تاریخ:

۱۵۰۳م کال: هغه وخت چې د امریکا لویه وچه تازه د کریستف کولمپ له لورې کشف شوي وه، پرتغالي او اسپانوي کښتیو د غلامانو لمړني افریقایان دې لويې وچي ته ولیږدول.

۱۶۴۱م کال: ماساچوست د لمړی ځل لپاره د غلامانو قانون تصویب کړ.

۱۶۲۷م کال: د انګلیس پادشاه په افریقا کې د غلامانو د مالکیت لمړی شرکت جوړ او په رسمیت وپیژندل.

۱۷۷۵م کال: بنجامین فرانکلین په فلادلفیا کې د غلامۍ له منځه وړلو په موخه لمړی جمعیت رامنځته کړ، او په ورته وخت کې لیکوال او متفکر توماس باین د غلامۍ په وړاندې کتاب ولیکل.

۱۸۰۸م کال: په نړیواله کچه د غلامۍ تجارت بند شو، خو په امریکا کې لا دې تجارت دوام درلود.

۱۸۲۲م کال: په ښوونځیو کې تورپوستو ته سپکاوی، او له هغوي سره بد چلند کول، دوي دې ته مجبور کړو تر څو په فلادلفیا کې د تور پوستو لپاره بېل ښوونځی جوړ کړي.

۱۸۵۷م کال: عالي اساسي قانون اعلان وکړ چې تورپوستي که غلام وي او که ازاد، د ښاروند له حقوقو څخه برخمن ندي.

۱۹۵۵م کال: د تورپوستانو د مدني حقوقو لپاره د جنبش جوړېدل ( کله چې د رزا بارکز په نوم یوي تورپوستي ښځي په توبوس کې خپله صندلۍ سپین پوستي ته ورنکړه، نو پولیسو هغه ونیوله، دا دې لامل شو تر څو تور پوستي په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي).

۱۹۶۶م کال: په دیټرویټ کې د تورپوستو لاریونونه، په دغو لاریونونو کې ۴۳ تورپوستي ووژل شول.

۱۹۶۸م کال: له سلهاوو کلونو وروسته د مدني حقوقو داسې قانون تصویب شو، چې په هغه کې تورپوستي او سپین پوستي یو ډ‌ول ښودل شوي و، او د دوي تر منځ په هر ځای کې توپیرونه له منځه لاړل.

 د دغه قانون له تصویب وروسته په آمریکایي ټولنه کې د تورپوستو ژوند لږ څه ښه شو، خو بیا یې هم په هر ځای کې توپیر کیږي. د لویو شرکتونو مالکان زیات وخت نه خوښوي تر څو په خپلو شرکتونو کې تورپوستي وګماري. او د هغه تر څنګ د ژوند په هر ځای کې تورپوستي ته د سپین پوستي په پرتله په ټیټ نظر کتل کیږي.

سره له دې چې په امریکایي ټولنه کې له تورپوستو سره دوګونی چلند کیده، خو بیا یې هم له ۱۹۶۰مې لسیزي را پدېخوا حالت ښه وو، آن تر دې چې تر ولسمشرۍ پورې ورسېدل.

خو بیا هم ځیني وخت تورپوستي د سپین پوستو له لورې وژل کیږي چې څوک یې زیاته پوښتنه نه کوي. خو تور پوستو هغه وخت یو ځل بیا د خپل پوره حق غوښتنه وکړه کله چې څو ورځې وړاندې د امریکا په مینیا پولیس ښار کې د سپین پوستي پولیس له لورې یو تورپوستی په ډېر وحشیانه ډول ووژل شو. یاده پېښه د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د څلورو پولیسو له لورې په داسي حال کې رامنځته شوه چې یوه پولیس د جورج فلوید په نوم د ۴۶کلن تورپوستي په غاړه پښه ایښي وه، په یوه ویډیو کې ښکاري چې نوموړی تورپوستی یاد پولیس په ډیري عاجزۍ وایې چې ساه نشم اخیستلای خو له دې سره سره یې بیا هم پنځه دقیقې وروسته یاد تورپوستی ووژل.

دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، او له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

خو د امریکا حکومت له فشارونو وروسته یوازي همغه څلور پولیس له دندو لرې کړل، او هغوي ته يې هيڅ سزا ورنکړه.

نو له هغه وروسته په یاد ښار کې زیات شمېر تورپوستو د دې تاوتریخوالي په وړاندې پراخ لاریونونه پیل کړل، ان تر دې چې ځیني تعمیرونو ته یې اورونه واچول. او د یاد ښار والي هم د زیات فشار له امله په یاد ښار کې بیړنی حالت اعلان کړل.

پایله:

  • تورپوستانو خپل تیر له تاوتریخوالي ډک تاریخ ته په کتو پراخ لاریونونه وکړل تر څو نړۍ ته وښایي چې له دې وروسته هیڅوک نشي کولای مونږ سره د حیواناتو څېر چلند وکړي.
  • تر هر وخته چې تور پوستي همداسي بیدار وي، نو څوک به ورته په سپکه سترګه ونه کتلای شي.
  • که دوي همداسې ویده پاتي شوي وای، نو ښایي د وخت په تیریدو سره د دوي په وړاندې بیا هم تاوتریخوالی زیات شوی وایې، او ځیني حقوق ترې اخیستل شوي وای.
  • هغه ملتونه چې ویښ وي څوک ورباندې هیڅ نشي کولای.
  • د یوه ملت لپاره نور حق نه اخلي او نه یې اخیستلای شي، تر څو چې خپله را ویښ نشي، تر هغو به ظلمونه ورباندې کیږي.
  • په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک کولای شي، له سوله ایزي لارې خپل حق واخلي.
  • د هر تاوتریخوالي په سر کې لا باید خپل غږ پورته شي، ځکه که ناوخته شي بیا ښایي د غږ پورته کول هم زیاته ګته ونه کړي.
  • هغه ملتونه چې ویښ وي، او د تاوتریخوالي په وړاندې ژر غبرګون ښيې، نو تل به سر لوړي او له ظلمونو لرې وي.
  • د تور پوستو لپاره د دوي په تاریخ کې هم سپین پوستو د دوي لپاره ازادي نده اخیستي، بلکي دوي خپله مبارزه وکړه او ازادي یې واخیسته. نو له دې معلومیږي چې د هیڅ ملت لپاره نور څوک ازادي نه اخلي، بلکې خپله به راویښیږي او د ځان لپاره به حقوق او ازادي اخلي.

ZhwandoonJune 3, 2020
80.jpg

100

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د کورني امنیت منسوبینو ۱۱ تنه سربازان او افسران له وظیفوي صلاحیته د ناوړه ګټې اخیستنې، وظیفوي غفلت او باج اخیستنې په تړاو نیولي دي. د دغه وزارت په خبره له دې ډلې د پولیسو یو افسر په دایکندي او یو افسر په خوست ولایت کې د باج اخیستنې او اختلاس؛ ننګرهار، بلخ او زابل ولایتونو کې څلور افسران او دوه سربازان له وظیفوي صلاحیته د ناوړه ګټې اخیستنې او په جوزجان، کابل او بلخ ولایتونو کې هم د ملي پولیسو درې افسران د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي دي.


ZhwandoonJune 3, 2020
79.jpg

120

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني ویلي، د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر د کورونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. په وینا یې بشیر تېره اوونۍ کې د کابل په يوه روغتون کې بستر شوی و او په وروستيو ورځو کې د کورونا ويروس له امله له تنفسي ستونزې سره لاس او ګرېوان و.

هېواد کې د کورونا وبا له امله د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا خلک د روغتیا پالانو سپارښتنې نه مراعت کوي، چې له امله یې ورځ تر بلې په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دي


ZhwandoonJune 3, 2020
78.jpg

150

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي د افغان سولې لپاره اړینه ده، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي. عبدالله عبدالله ویلي، وسلوالو طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکي لرلې او اوس پکار ده، چې له دغو ډول اړیکو نه لاس په سر شي، په وینا یې وسلوالو طالبانو هېواد کې ګڼ شمېر خونړي بریدونه کړي، چې له امله یې افغانانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې باید دغه وینه بهېدنه نوره پای ته ورسیږي. د عبدالله په وینا سوله د امریکا او افغان حکومت ګډ هدف دی، چې باید دغه فرصت له لاسه ور نه کړل شي او وسلوال طالبان دې له افغان حکومت سره خپلمنځي خبرې پیل کړي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې له پرمختګونو ډاډه نه دي، په وینا یې چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او د دغې ډلې په خوښه او مشورو یې د سولې خبرې مخ ته وړې دي. خو وسلوالو طالبانو بیا د القاعده شبکې او نورو وسلوالو ډلو سره د اړیکو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي


ZhwandoonJune 3, 2020
77.jpg

150

وسلوالو طالبانو د کابل په وزیر اکبرخان جومات کې د یاد جومات پر امام شوې چاودنه او د نوموړي وژنه غندلې ده: که څه هم د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر استاد نیازي د تېرې شپې برید کې د وسلوالو طالبانو لاس بللی، خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او دا یې ستر جنایت بللی دی. ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو سیاسیونو دغه برید غندلی او د نوموړي وژنه یې ستره ضایع بللې ده.

د چارو څارونکو په باور د کابل وزیر اکبرخان سیمې په څېر امن ځای کې دغه ډول برید د پوښتنې وړ ده، چې باید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. استاد ایاز نیازی چې د مصر الزهر پوهنتون کې یې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې ترسره کړې وې، تېره شپه وزیر اکبر خان جومات اوداسه ځای کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ټپي شو، چې وروسته یې بیا روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. په دغه برید کې د نیازي سربېره یو بل تن لمونځ کوونکی هم ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول. تر دا مهاله پر نوموړي د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008