وروستي خبرونه

2020 June 2

ZhwandoonJune 2, 2020
75.jpg

140

د ایټالیا د میلان ښار د رافایل روغتون رئیس البرتو زنګریلو وایې: د کورونا ویروس تاثیرات په دې وروستیو ورځو کې کم شوي دي، چې دا خبره ثابتوي چې کورونا ویروس کمزوری شوی دی.

د دې ډلي د څېړنو له مخي هغه کس چې دوه میاشتي مخکې په کورونا اخته شوی و، له هغه کس سره چې اوس په کورونا اخته کیږي توپیر لري. دوي وایې اوس کورونا ویروس د پخوا په پرتله په انسان کمه اغیز کوي، او په تیرو لسو ورځو کې د تلفاتو په شمېر کې هم د پام وړ تغیر راغلی.

له دې سره سره د ایټالیا حکومت خبرداری ورکړی چې دغه ادعا کیدای شي خلک بې غوره کړي او ددې هیواد له اوسیدونکو نه یې غوښتي چې له احتیاط نه کار واخلي.

په ورته وخت کې بیا ځیني متخصصین دغه ادعا په کلکه ردوي، او وایې چې دا ادعا ښايي خطرناکه تمامه شي.

سکاټلنډی ویروس څېړونکی سکار مکلین وایې چې په تیورۍ کې ددې امکان شته چې ویروس پخپل بدلون سره کمزوری شي. خو مونږ باید خپل احتیاط له لاسه ور نکړو.

ښاغلي زنگریلو د کروناویروس د دوهمو څپو له راتللو څخه ډار بې مورده وګاڼه چې د هغه په باور خلک یې اندیښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د میرس او سارس په څیر وژونکي ویروسونه پخپل سر له منځه ولاړل.

خو بیا هم هغه وویل: “باید احتیاط له لاسه ورنکړو او بېځایه ځانونه ونه وژنو.”


ZhwandoonJune 2, 2020
74-1024x572.jpg

100

پاکستان چې د ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ په برخه کې په نړیواله کچه تورن دی، له همدې امله پرې امریکا خپل میلیاردونه ډالره مرستې کمې کړي، چې دې وروستیو کې په خړ لېست کې هم شامل شوی دی. له همدې امله افغان حکومت هم په کراتو د خپلو مخالفو وسلوالو په تجهیز او تمویل کې د پاکستان حکومت تورن کړی، خو اوس چې د سولې خبرو نږدې کېدو او د طالب او افغان حکومت تر منځ د بندیانو تبادلې د سولې هیلې ډېرې کړي، د چارو څارونکي له افغان حکومته غواړي، چې د سولې روانې پروسې د ښه مدیریت لپاره دې افغان خاوره کې د پاکستاني حکومت د مداخلي لاسونه لنډ کړي. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، ډله یې د پاکستان مرستو ته هېڅ اړتیا نه لري.

د ده په خبره د مشر هیبت الله په ګډون یې غړي په افغان خاوره کې اوسي او له همدې ځایه خپلې چارې رهبري کوي. خو تر دې وړاندې دفاع وزارت ویلي وو، چې افغان خاوره کې طالبانو په ګډون شل ډلې د افغان حکومت پروړاندې جګړه کې ښکېل دي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان له ټولو ترهګرو ډلو سره پراخې اړېکي لري او په نړیوالو غږ کوي، چې پر پاکستان جدي فشارونه راوړي، څو سیمې او نړۍ ته د ترهګرې رېښې ونه غځېږي. امریکا له اوږدې مودې راهیسې له پاکستانه غوښتي، چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او د افغان سولې په برخه کې رېښتنې ګامونه پورته کړي، خو پاکستان بیا له ترهګرو سره د لاس لرلو خبره تل رد کړې او د سولې خبرو کې يې د بشپړې او رښتینې همکارۍ یادونه کړې.


ZhwandoonJune 2, 2020
73-1024x684.jpg

40

د تازه راپورنو له مخې چې تر دې دمه نړۍ کورونا ویروس له 3 لکه او 77 زرو نه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او له 6 میلیونو،3 لکو او 66 زرو نه ډېر کسان پرې اخته دي. امریکا هغه هېواد دی چې د نورو هېوادونو په پرتله په کې ډېر کسان د کورونا وبا له امله مړه او ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي، تر امریکا وروسته ډېرې مثبتې پېښې په برازیل او روسیه کې ثبت شوي او ډېر کسان په بریټانیا او ایټالیا کې مړه شوي دي.


ZhwandoonJune 2, 2020
72.png

70

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د خپل هېواد د روانو لاریونو په غبرګون کې ویلي، چې د قانون محافظ دی او د امریکا د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري، هغه زیاته کړي، ځینې ډلې شته دي چې د لاریون کوونکو له سپېڅلو احساساتونه ګټه اخلي او غواړې ګډوډي رامنځته کړي.

ترمپ رسنیو ته د احساساتې وینا په کولو سره ویلي امریکا کې د قانون حاکمیت تر هر څه اړین دی او د وژل شوي تورپوستي په حق کې به عدالت تامینېږي. ترمپ دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې له څو ورځو راهیسې د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د یو تور پوستي امریکایې د وژل کیدو په غبرګون لاریونه پیل شوي


ZhwandoonJune 2, 2020
71.jpg

40

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه چاودنه تیره ورځ د دې ولایت خان آباد ولسوالۍ په جنګل باشي کلي کې په یو زرنج کې رامنځ ته شوې چې پکې دیارلس تنه ناست کاریګرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د کندوز والي ویاند هجرت الله اکبري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه پیښه کې ۷ تنه کاریګر وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د اکبري په خبره د غه ماین چاودنه د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې سیمه کې رامنځ ته شوې او د دغې پیښې عاملین یې هم وسلوالو طالبان ګڼلي دي، خو وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغې چاودنې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي


ZhwandoonJune 2, 2020
70.jpg

80

د ملي شورا او د بدلون لپاره د عدالت غورځنګ غړي زیاتوي، حکومت دې د لاریون کوونکو وژونکي قاتلین په اشدمجازات محکوم او په دې برخه کې دې پر لوی څارنوالۍ فشار نه راوړي.

د وژل شویو کورنیو غړي وايي، که د لاریون کوونکو له وژونکو سره قانوني چلند ونه شي، نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي


ZhwandoonJune 2, 2020
69.jpg

70

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې له پرمختګونو ډاډه نه دي. په وینا یې چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او د دغې ډلې په خوښه او مشورو یې د سولې خبرې مخ ته وړې دي.

راپور کې راغلي ، چې د شپږ زره پاکستاني وسلوالو ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ګڼ وسلوال د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې ځان ته د ځای پیدا کولو په لټه کې دي او د القاعده شبکې ګڼ وسلوال لا هم له طالبانو سره اړیکه لري او دواړه لوري ددې تاریخي اړیکو پر پاللو ټینګار کوي. ملګري ملتونه همدا راز وایي د زندانیانو تبادله، د تاوتریخوالي دوام او سختې جګړې دا هر څه ښيي چې طالبان به په اسانۍ سوله و نه کړي او د ثبات د راوستو لاره له خنډونو ډکه ده


ZhwandoonJune 2, 2020
68.jpg

100

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني، مرستیالانو یې، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد الله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې کړې دي. خبر پاڼه کاږي، چې په دې ویډيويي کنفرانس کې زلمي خلیلزاد، په کابل کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د امریکا د سفارت شارژادافیر هم ګډون کړی وو.

د خبرپاڼې له مخې مایک پمپیو ویلي، چې یوازینۍ موخه یې افغانستان ته دایمي ثبات راوستل، دیموکراتیک او پیاوړی حکومت رامنځ ته کول او د امریکا او افغانستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو جوړول دي، په وینا یې دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې روانې چارې اوږده جګړه ختمه کړي


ZhwandoonJune 2, 2020
67.jpg

60

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ژوندون تلوېزیون سره په خبرو کې د فورین پالیسي مجلې هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د وسلوالو طالبانو مشر ملا هیبت الله دې د کورونا وبا له امله مړ شوی وي. تر دې وړاندې د فارن پالیسې مجلې په کوټه کې د مېشتو طالب مشرانو له قوله ویلي‌ وو،‌ چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی وي.

دغو طالب مشرانو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط فارن پالیسي‌ مجلې ته ویلي،‌ چې ډېر امکان شته، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د کورونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی وي. خو وسوالو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې مشر یې روغ – رمټ او په افغانستان کې دننه خپلې شپې سبا کوي.

تر دې وړاندې قطر کې هم پر کورونا د یو شمېر طالب مشرانو د اخته کېدو راپورونه خپاره شوي وو



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008