وروستي خبرونه

2020 June 1

ZhwandoonJune 1, 2020
66.jpg

140

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نږدې یو میاشت وړاندې یې پر کورونا ویروس د اخته کېدو ټېسټ مثبت ښودل شوی وو، اوس رغېدلی دی.

پشتون چې د کورونا ټیسټ له مثبت کېدو وروسته یې ځان قرنطین کړی وو، د راپورونو له مخې په وروستي ټېسټ کې پایله منفي ښودل شوې او اوس یې روغتیا د ډاډ وړ ده. منظور پښتون له خلکو غوښتنه کړې چې کورونا جدي وګڼي او د مخنیوي په برخه کې یې د روغتیا پالانو سپارښتنې پرځان عملي کړي. تر دې وړاندې د علي وزیر ټېست هم د کورونا په برخه کې مثبت ثابت شوی وو.


ZhwandoonJune 1, 2020
65.jpg

190

هم دقران قاري و، هم د خپل ولس وکیل ، هم د تورې سړی و ، هم د ننګ ، هم د مقاومت سړی و او هم د استقامت ، د قوم سړی هم و د ملت هم ، ژبور هم و او جرګه مار هم.
یو وخت یو شمېر لنډغرو د کابل ښار اوسېدونکي تر پوزې راوستي وو، د هوتخېلو پر لوري یې هم مارش وکړ، خو وکیل صیب سید عمر هوتک او نورو ځوانانو یې سابه ښه په مالګه کړل . یوه ورځ ژوندون ټلوېزیون ته راغی ، یوه تومانچه یې له جیبه راووېسته ، پر مېز یې کېښوده ، ماته یې ویل یون صیب پوهېږې دا تومانچه د چا ده؟ ما ویل نه پوهېږم ، ده ویل دا مې له لنډغرو څخه اخیستې ، چې څومره چغې یې ووهلې پرې مې نه ښودل ، کله چې یې توبې ووېستې او غوږونه یې خپل ونیول ، بیا مې پرېښودل، وکیل قاري سیدعمر هوتک په سیمه کې د افغانیت او اسلامیت د داعیې یو سرسختی ملاتړی او پلوی و. په دې لاره کې یې زموږ د مبارزو ټینګ ملاتړ کړی ، موږ ټول یې د مینې او ملاتړ پوروړي یو . کله چې پر (۲۰۱۴ م) کال د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ټاکنې وې ، موږ ټولو ډاکتر صیب غني ته اورنی کمپاین کاوه، خو قاري صیب سیدعمر هوتک ولایتي شورا ته هم نوماند و ، دا مهال ځینې نور هوتخېل عزیزان ، چې ټول زموږ ملګري وو ، هم یادې شورا ته نو ماندان وو، زما لپاره سخته وه چې په دوی کې یو انتخاب کړم ، د ولسمشرۍ په لېست کې خو مو کاندید معلوم و، ژر مو ډاکټر صیب غني په نښه کړ . له وجدان سره مې تر مشورې وروسته په ولایتي شورا کې قاري صیب سیدعمر هوتک ته رایه ور کړه ، خو تر ننه مې هغه پر ځان خبر نه کړ ، نن چې هغه له دې نړۍ څخه خپل سفر پیل کړ ، نو په زړه کې مې د هغه د ګرانښت له امله د دې خبرې یادونه وکړه. قاري صیب ډېر مقاوم انسان و، کله چې یې ځوان زوی شهید شو ، نو عاجل جنازې ته ورغلم، ده خپل استقامت نه و بایلولی ، د ځوانیمرګ زوی پر قبر یې خپله خاورې انبار کړې ، دا ډېره سخته ورځ وي ، کله چې مې غېږه ورکړه ، نو د زړه درد او لمبې مې ورته احساس کړې ، کله چې مې پر شا وټپاوه ، نو ده راته وویل یون صیب د الله رضا وه ، زموږ قبوله ده ، کور دې ودان چې د وراره جنازې ته دې راغلې ، زموږ د غم بار دې راسره اوچت کړ. له قاري صیب څخه ډېرې خوږې خاطرې لرم ، خو دا درې څلور کاله ورسره ډېر په تماس کې نه وم . د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ یې راته زنګ وواهه ، ویې ویل قاري سید عمر هوتک یم ، ما ویل ومې پېژندلې وکیل صیب نمبر دې راسره ثبت دی. ده وویل د اختر مبارکي مې درکوله ، ما ویل ژوندون ټلوېزیون ته به درشم له نږدې به دې وګورم ، ډېر ځنډ مې نه وې لیدلې ، لږ درپسې خفه شوی وم ، ما ویل کیسې به هم وکړو، خو دا کرونایي حالت دی ، هسې نه چې بل څه مشکل ترې پیدا شي، نو ځکه مې درته تلېفون وکړ ، اوس مې همدا تلېفوني مبارکي قبوله کړه ، بیا چې حالات ښه شول له نږدې به درشو . ما ویل وکیل صیب ډېره مننه کور دې ودان . وکیل صیب ډېر ځنډ وروسته تلېفون کړی و ، خبرې یې ډېرې منظمې ، ورو او غلې وې ، د نورو وختونو خلاف ، ما ترې د کور حال او احوال پوښتنه وکړه ، ده وویل د خدای فضل دی خیر او خیریت دی.
څو شېبې وړاندې خبر شوم چې قارې صیب نور د ابد لپاره له موږ څخه خدای پاماني واخیسته . اوس مې زړه ته داسې لوېږي چې په دې اختر کې چې ده ماته تلېفون کړی و او د اختر مبارکي یې راکوله دا په دې مانا وه چې ده خپل سفر ته تیاری نیوه ، نورو نږدې دوستانو ته به هم یې زنګونه وهلي وي او د هغوی په ناخبرۍ کې به یې ترې خدای پاماني اخیستي وي ، ځکه کله چې څوک پر یوه اوږده او نامعلوم سفر وځي ، نو له نږدې دوستانو او خپلوانو خدای پاماني اخلي . وروره پر مخه دې ژېړي ګلونه . ژوند ډېر پیکه شوی ، پر کینې او دښمنۍ نه ارزي ، یاران مې یو یو پر سفر روان دي، زه نه پوهېږم چې زما نوبت به کله وي ، خو کېدی شي زه خدای دېته سانلی یم چې د خپلو ملګرو پر مرګ ساندې او ویرنې ولیکم او د هغوی یادونه خوندي کړم ، که نه نو نور خو په موږ کې د ژوندیو انسانانو د کیفیت کوم ځواک پاتې نه دی. پر دې هم نه پوهېږو چې چېرته یو او چېرته به ځو؟ یا ربه زما پر ولس ، وطن او یارانو رحم…


ZhwandoonJune 1, 2020
64-1024x768.jpg

120

ژباړه: رحمت الله محمد

ناسا د امریکا د فضایي څېړنو ملي اداره ده، چې د نړۍ په سطحه د فضایي څېړنو په برخه کې تر ټولو لوی مرکز دی. یاده اداره لمړۍ اداره ده چې د مریخ سطحي ته یې سټلایټونه لیږلي دي.

همدارنګه په تازه څېړنو کې یې د مې میاشتي په یوولسمه سګنس فضایي بیړۍ له نړیوال فضایي سټیشن څخه جلا شوه، دغه بیړۍ د فیبروري میاشتي په ۱۸مه بیرته له څو ټنه ساینسي تجربو سره فضایي سټیشن ته ورسېده.

ناسا وایې د سګنس فضایي بیړۍ به له نړیوال فضایي سټیشن څخه له جلا کیدو وروسته په یو لړ اکتشافي پروژو کې ونډه واخلي.

خو د کورونا ویروس له خپریدو وروسته د نړۍ د نورو بېلابېلو شرکتونو په څېر ناسا هم له یاد ویروس سره د مبارزې لپاره هڅې پیل کړې دي. یاد فضایي شرکت له کورونا سره د مبارزي په برخه کې د وایټل په نوم یو مصنوعي تنفسي سیستم جوړ کړ.

د ناسا انجنیرانو یاده وسیله په ۳۷ ورځو کې جوړه کړې، د دې شرکت یوه انجنیره میشل ایسټر وایې: زمونږ د وسیلي کیفیت ته په کتو سره مونږ یاده وسیله په ډېر کم وخت کې جوړه کړي.

د امریکا د غذا او درملو ادارې یاده وسیله له ازمایښت وروسته د آپریل میاشتي په ۳۰مه نېټه د بیړنیو حالاتو لپاره تائید کړه.

ناسا د دغو الو د تولید طرحه هغو ادارو ته وړیا ورکړه چې د دغو الو د تولید وړتیا لري.

مشل ایسټر وایې: د کورونا په دغو بحراني حالاتو کې دا آلي له ناروغانو سره زیاته مرسته کولای شي. او مونږ هڅه کوو تر څو په نږدي راتلونکې کې د دې ډول الو یوه بله نمونه هم رامنځته کړو.

دوی وایې چې کورونا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د نړۍ ټول وګړي باید په ګډه ور سره مبارزه وکړي.


ZhwandoonJune 1, 2020
63.jpg

40

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ جرمونو د ترسراوي په تور نیولي دي. کورنیو چارو وزارت وايي، چې یاد کسان د وژنو، د وسایطو او موبایلونو غلا، د باج اخیستنې او نورو وسلوالو غلاوو په تور د کابل ښار د دوهمې، نهمې، لسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو اړوند سیمو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوي، چې د نورو څېړنو لپاره یې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغو کسانو څخه پنځه میله تفنګچې، دوه میله چره‌ يي ټوپک او یو عراده غلا شوی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی. دې وروستیو کې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د جنايي جرمونو ډېرښت ولسي وګړي اندېښمن کړي او په دې برخه کې د له امنیتي چارواکو د جدي اقدام غوښتنه کوي.


ZhwandoonJune 1, 2020
62-1024x683.jpeg

30

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ویلي، افغان حکومت که څه هم د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون یادونه کوي، خو په خبره یې چې تر دا دمه 2زره 2 سوه 84 تنه طالب زندانیانو د افغان حکومت له بند خونو ازاد شوي دي. سهیل شاهین ویلي، د زندانیانو د خلاصون پروسه باید رڼه او له ګډوډۍ څخه لرې وساتل شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د خلاصون پروسه چې دې وروستیو کې تر بل هر وخت چټکه شوې، په کور دننه او بهر یې د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره هیلې زیاتې کړي دي. افغان حکومت بیا په تازه څرګندونو کې د یو شمېر نورو طالب زندانیانو د خلاصون ژمنه هم کړې ده. وسلوالو طالبانو بیا د هوکړې پلي کېدا او د سولې خپلمنځي خبرو پیلېدا لپاره د خپلو زندانیانو پر خلاصون ټینګار کاوه، چې اوس د دغې بهیر چټکېدا سولې ته د خلکو هیلې زیاتې کړي دي.


ZhwandoonJune 1, 2020
61-1024x682.jpg

80

وروسته له هغې چې ولسمشر غني د یو فرمان له مخې احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت د نوي نوماند او چارسمبالي وزیر په توګه وټاکه، د عامې روغتیا پخواني وزیر فېروزالدین فېروز رسما اعلان وکړ، چې په عامې روغتیا وزارت کې یې ماموریت پای موندلی.

د فېروز پرځای په داسې مهال بل چارسمبالی وزیر ټاکل کیږي، چې هېواد کې د کورونا ویروس د پراخېدو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې اندېښنې په ډېرېدو دي.

فېروز چې یو وار یې په نړیواله کچه هم د غوره وزیر مډال هم ګټلی وو، ویلي چې له پنځه کلنې دندې وروسته یې دغه وزارت کې خپله دنده بشپړه کړه. د عامې روغتیا وزارت لپاره نوی نومول شوی چارسمبالی وزیر د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور له نږدې کسانو څخه بلل کیږي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008