وروستي خبرونه

2020 May 28

ZhwandoonMay 28, 2020
36.jpg

90

لمړی به مورنۍ ژبه وپیژنو:

 مورنۍ ژبه هغي ژبي ته ویل کیږي کومه چې یو انسان یې په لمړي ځل له خپل مور او پلار څخه زده کوي. ترڅو له خپل شاه او خوا سره په هغې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې پرې بیان کړي.

که تاسو فکر کوئ چې د یوه انسان مورنۍ ژبه هغه ژبه ده په کومه چې د نوموړي مور خبرې کوي، دا تعریف یې بلکل غلط دی، ځکه د (مورنۍ ژبې) اصطلاح په حقیقت کې د (مور) له کلمې را اخیستل شوي چې اصل معنی یې د انسان د زیږیدو ځای یا هیواد دی. یعنې هیڅکله په دې معنی نده چې د چا مور دې په کومه ژبه خبرې وکړي هغه دي دهغه مورنۍ ژبه واوسي ځکه ښځې وروسته له واده کولو د میړه کور ته ځي هلته دې امکان ولري چې میړه یې ددې په ژبه خبرې ونه کړي نو اولادونه یې د هغه ځای په محلي (یعنی د پلار) په ژبه خبري کول زده کوي. چې همدغه یې مورنې ژبه ګڼل کیږي.

دوهم به دا ووایو چې مورنۍ ژبه څه اهمیت لري؟

د دې پوښتني په ځواب کې به ووایم چې: مورنۍ ژبه ده چې د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي، خان عبدالغفار خان وایې: کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، خو د کوم قام چې ژبه ورکه شي، نو هغه قام ورک شي.

نو ویلای شو چې، مورنۍ ژبه زمونږ کلتور او عنعنات ساتي، مورنۍ ژبه کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدوي.

هغه پلاران چې بچیان یې په مورنۍ ژبه روانې خبري نشي کولای او یا هغه والدین چې بچیان یې له مورنۍ ژبې فاصله پیدا کوي په دې نه توانیږي چې خپل عقاید، ارزښتونه، عنعنات، د کارډول، اخلاق، اداب او نور خپلو بچیانو ته ولیږدوي.

نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

د ټورنټو پوهنتون پروفیسر داکټر جیم کیومنز وایي٫ هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

یو ماشوم به ځان د هغه کلتور او ژبې وګڼي چې ښه پرې پوهېږي.

کله چې ماشوم په خپله مورنۍ ژبه ښه نه پوهېږي، موږ ویلای شو چې هغه له خپل کلتور او د پېژندګلوۍ له ارزښته خبر نه دی.

ژبه او پېژندګولي له یو بل سره نه بېلېدونکی تړاو لري.

په نړۍ کې د ژبو شمېر، او د لمنځه تللو عوامل يې:

که وپوښتو چې په نړۍ کې د شمیر له پلوه څومره ژبې شته، ځواب به یې یوازې یو اټکل وی. ژبپوهان د سیمه ییزو لهجو څخه پرته په نړۍ کې د ژبو شمیر ۶۰۰۰  ښیي خو د میڅلر د ژبو دائرة المعار ف د نړۍ د ژوندیو ژبو شمیر له  ۳۰۰۰ څخه تر  ۵۰۰۰ پورې ښیي، چې یوازې څو سوه یې لیکل کیدای شي او له لیکل شوو ژبو څخه یوازې یو کم شمیر یې پرمختللې لیکل شوې ژبې ګڼل کیدای شي. خو د براک هاوس  دایرة ا لمعارف په نړۍ کې له  ۲۵۰۰ څخه   تر  ۵۵۰۰ پورې ژبې مني. همدا شان په نړۍ کې د ۲۰۰ څخه ډیرې ژبې یو ملیون او یا تر دې هم ډیر ویونکې لري.

یونسکو وایي چې په نړۍ کې د  ۶۰۰۰  موجودو ژبو څخه کابو نیمایي ژبو ضرر لیدلی دی.  ښاغلی  پیتر اوستین چې  د لندن  په یوه پوهنتون کې پروفیسر دی او د ژبو په هکله یې په زړه پورې څیړنې کړې، دی دا ویره لری چې په راتلونکو سلو کلونو کې به د نړۍ د ژبو له خزانې څخه نیمایي ژبې له منځه لاړي شي. 

د یونسکو د څیړنو په حواله د نړۍ د ټولو ژبو څخه  ۹۶ فیصده ژبې کابو د  نړۍ د  څلور فیصده  وګړو له خوا کارول کیږي. همدا سازمان وایي چې په هرو دوو اونیو کې له نړۍ څخه یوه ژبه خپله کډه باروي او مړه کیږي. د فرانسي د  پویترس  پوهنتون  استاد رنکه بیلیک بابک  په کال کې د لسو ژبو د له منځه تلو اټکل کوي. نوموړی استاد وایي هغه ژبه ژوندۍ پاتې کیدای شي چې سل زره انسانان ورباندې خبرې وکړي. حال دا چې د نړۍ د  ۶۰۰۰ ژبو څخه یوازې پر نیمایي ژبو یې د لس زرو څخه لږ  کسان خبرې کوي او یو پر څلورمه برخه ژبې له زرو تنو څخه لږ ویونکې لري. په ورته وخت کې بیا سل میلیونه وګړي یوازې شل مختلفې ژبې کاروي.

په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ژبو مړینه کومه نوی پدیده نه ده. ژبه د تمدن مانا لري، لکه څنګه چې بې شمیره تمدونونه له منځه تللي دي او هیڅ کومه نښه یې نده پاتي، لکه د آسوریانو او بابلیانو تمدونونه. همداسې ډیرې ژبې هم له منځه تللي دي. دا هم باید هیر نه کړو چې د یوي ژبي له منځه تلل لکه له بیولوژیکي پلوه د یو ځناور او یا بوټي د له منځه تلو په شان یوه جدي او خطرناکه ضایعه ده.

څنګه پښتو ژبه ژوندۍ وساتو؟

د پښتو خور، سانسکریت ژبه هغه ژبه وه چې پښتو ته د ډیري نږدیوالي له امله ورته د پښتو خور ویل کیده، خو له بده مرغه چې پښتو خپله دا خور هغه وخت له لاسه ورکړه چې ورو ورو یې د ویونکو شمیر کم شو.

ځیني څیړنې ښیي چې پښتو هم د افغانستان په غرونو کې د ځینو اوسیدونکو ژبه وه، خو کله چې د افغانانو له هغوي سره اړیکې زیاتي شوي، او د هغوي زیاتې پیغلي یې خپلو ځانونو ته په نکاح کړي. نو د وخت په تیریدو سره یې پښتو زده کړه، دا چې پښتو نسبت د دوي ژبي ته خوږه او اسانه ورته ښکاره شوه، نو خپله ژبه چې ابراهمي یا عبري ژبه ورته ویل کیدل، هغه یې پریښوده، د وخت په تیریدو سره عبري ژبه مړه او په ځای یې پښتو ژبه منځته راغله.

پښتو اوسمهال په افغانستان او پاکستان کې د ډیرو وګړو مورنۍ ژبه ده.

نشنل انسایکلوپیدن په ۲۰۰۷م کال کې د پښتو ژبې په تړاو دوه شمېرنې لري، په یوه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده او اوس هم پرې خبري کوي، ۳۹ میلیونه  ښېې چې د نړۍ د نفوسو ۰٫۵۸ سلنه جوړوی خو په بله شمېرنه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده خو اوس له بده مرغه په نورو ژبو خبرې کوي تر شپیتو میلیونو ښودلی دی.

څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، خان عبدالغفار خان وایي: هغه قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، او له کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي.

نو یوه ژبه هغه وخت ضعیفه کیږي، یا له منځه ځي، کله چې د هغي ژبي ویونکې خپلي ژبي ته په سپک نظر وګوري، او یا یې هیره کړي، چې تر ډیره حده پښتو ژبه اوس له همدي ستونزو سره مخ ده. خو دا په ډاګه ویلای شو، چې د یوي ژبي سره د یوه قوم ټول کلتور او عنعنات له منځه ځي.

مخکې مو هم یادونه وکړه چې: د لندن د یوه پوهنتون پروفیسور استاد ښاغلی پیتر اوستین وایې چې په راتلوکې سلو کلونو کې به د نړۍ نیمایي ژبي له منځه لاړي شي.

دا په دې معنی ده چې، یویشمته پیړۍ د معلوماتو پیړۍ ده، نو په دې پیړۍ کې یوازي هغه ژبي زیات ارزښت لري کومې چې د معلومات په لحاظ غني وي.

نو په راتلونکو سلو کلونو کې به هم هغه ژبي له منځه لاړي شي، په کومه چې معلومات نه پیدا کیږي، نو ویونکي به یې مجبوریږي تر څو د معلوماتو پیدا کولو په خاطر نورې ژبي زده کړي، او له خپلي مورنۍ ژبي نه تیر شي.

پښتو که څه هم زیات ویونکې لري، خو بیا هم له دې امله په خطر کې ده چې، د معلوماتو په لحاظ غني نده، او لا ډیرو ژباړو او لیکنو ته اړتیا لري.

دا لیکنې او ژباړي زمونږ لپاره د نورو ژبو کسان نه کوي، دا به مونږ خپله یو چې د خپلي ژبي د ژوندي پاتي کیدو په خاطر دې ژبي ته ژباړي کوو، او کتابونه ورته لیکو.

د ډیرو ژبو د زده کړي ګټې:

هر انسان ته مهمه ده چې نورې ژبي هم زده کړي، ځکه په ډیرو ژبو کولای شي، د بیلابیلو سیمو له وګړو سره اړیکې ولري.

بله دا چې د معلوماتو پیدا کول به ورته اسانه وي.

او دریمه دا چې کولای شي، خپل کلتور او عنعناتو ته د خدمت په خاطر خپله ژبه د معلومات په لحاظ غني کړي.

مونږ هم د خپلي ژبي د غني کولو لپاره اړتیا لرو چې بیلابیلي ژبي زده کړو، او خپلي ژبي ته ژباړي وکړو.


ZhwandoonMay 28, 2020
443.jpg

30

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، تېره یوه ــ شيه او ورځ کې په بېلا بېلو لابراتوارونو کې ۱ زرو ۳ سوه ۳۶ مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته ۵۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳ زره او ۳۶ تنو ته ورسېد. په ورته مهال د کابل والي وايي، چې کورونا سره د مبارزې کمېټې د کابل ښار ۳ سوه ۵۰ زره کورنیو لپاره د برېښنا او اوبو بیلونه بښلي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر زر افغانیو پورې که د برېښنا او یا هم د اوبو بېل وي، نو دوی به یې اړوندو ادارو ته ورکړي. هېواد کې وروسته له هغې د بیکارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوه، چې کورونا ویروس ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی. که څه هم ډېری خلک له دغو بندیزونو سرټکوي، خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین د دغې ویروس د پراختیا په اړه اندېښمنه ده. د دوی په خبره که ولسي وګړي روغتیايي سپارښتنې پر ځان عملي نه کړي، لوی انساني ناورین به رامنځته شي.

بل لور بیا د کابل والي وايي، کورونا سره د مبارزي کمېتې پرېکړه کړي، چې ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل پرې کوي. نوموړی وايي، د هغو ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل چې لګښت يي تر زر افغانیو پورې رسیږي، د کورونا سره د مبارزې کمېټه به یې اړوندو ادارو ته ورکړي. د ده په خبره له دې سره به د ۵۰ سلنه کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیلونه وبښل شي. که څه هم دې وروستیو کې له اختر وروسته په تدریجي ډول د ښاربندۍ د ماتېدو یادونه شوې وه، خو په څو ورځو کې د تازه دمو زرګونو پېښو په ثبت سره یو وار بیا د دغې ویروس د بې کچې خپرېدا په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.

خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonMay 28, 2020
35.jpg

60

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټرپاڼه لیکي، چې د اسلامي امارت یو ۵ کسیز تخنیکي ټیم د بندیانو خلاصون په مقصد د هغوی تصدیق او تثبیت لپاره کابل ته استول شوی، چې په تخنیکي برخه کې به د بندیانو ستونزو ته رسېدنه کوي. افغان حکومت بیا د اوربند غځېدو او بین الافغاني خبرو پیل ته چمتوالی ښودلی او ویلي دي، چې د تاوتریخوالي په کمېدو سره به زر طالب بندیان نور هم خوشي کړي.

د بشر حقونو کمېسیون د بندیانو پر تبادلې ټینګار کوي او وايي، د جګړې په اوږدېدو سره د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او باید جګړه نوره ودرول شي. په اختر کې د اوربند له اعلان او د زر طالب بندیانو له خوشي کېدو سره همهاله د طالب بندیانو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی، چې د خوشي کېدونکو زندانیانو پر تصدیق او تثبیت به کار کوي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، د دوی یو ۵ کسیز تخنیکي ټیم د بندیانو خلاصون، د هغوی تصدیق او تثبیت په موخه کابل ته استول شوی، چې له تخنیکي پلوه به د بندیانو ستونزو ته رسېدنه کوي. افغان حکومت بیا تل ویلي، چې د بین الافغاني خبرو پیل او د اوربند تمدید ته بشپړ چمتوالی لري او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمېدو سره به نور طالب بندیان هم ازاد کړي. د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بندیانو تبادله او د اوربند غځېدنه د بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره یو ښه فرصت وباله او د جګړې پر ښکېلو ډلو يې غږ وکړ، چې جګړه ودروي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي، چې د یوه منظم میکانیز له مخې د بندیانو تبادلې لړۍ چټکه کړي او د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل کېدو چانس له لاسه ورنه کړي. د چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې رېښتنې سولې ته د رسېدو لپاره ښه زمېنه برابره شوې او باید له لاسه ورنه کړل شي. په دې وروستیو کې داسې مهال په کوردننه او بهر د اوربند پر غځېدو او د بندیانو پر تبادلې ټینګار کېږي، چې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی کابل ته راغلی ترڅو د افغان حکومت له تخنیکي ټیم سره په ګډه د زندانیانو پر خوشي کېدو کار کوي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonMay 28, 2020
34-1024x593.jpg

10

د کابل ښاریان هم اندېښمن دي، چې له وسلوالو غلاوو تنګ راغلي او نه شي کولی، چې په رڼا ورځ هم ښار کې په ډاډه زړه تګ – راتګ وکړي.

دوی په دې برخه پر مسوولینو نیوکه کوي، چې د وسلوالو غلو په نیولو کې جدي نه دي. د نظامي چارو پوهان وايي، ډېری مسلکي غله له لویو مافیايي کړیو سره چې د دوی په وینا ریښې یې په حکومت کې دننه ده، لاس لري، چې په خبره یې د ښار په هره سیمه کې په ډاډه زړه ترور کوي.

د دې ښار په بېلابېلو ځایونو کې وسله والو غلو په رڼا ورځ پر خلکو بریدونه پیل کړي، چې د ګڼو ښاریانو تر وژنې وروسته یې د هغوی شته له ځان سره وړي. همدا څو ورځې وړاندې کابل کې د جاپان سفارت کارکوونکی میوند زرمتی د کابل ښار یوې څنډه کې ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه او ورور یې ټپي شو. په دې موټر کې دوه نور کسان هم ور سره ناست ول چې هغوی ته کوم زیان نه وو رسېدلی. د کابل قره باغ دغه اوسېدونکی هم د وسله والو غلو د مافیا قرباني دی. دی وايي، همدا غله یې بیا هم ګواښي او کله چې امنیتي ارګانونو ته عارض کیږي، په وینا یې چې څوک پرې غوږ نه خوري. د کابل یو شمېر نور ښاریان هم وايي، له وسله والو غلو تر پوزې راغلي او ان د ورځې په ډار ګرځي. نظامي پوهان وايي، ډیری حرفوي غله له لوی مافیا سره چې د دوی په وینا ریښه یې په حکومت کې دننه ده، لاس لري او په ډاډه زړه ترور کوي.

خو کورنیو چارو وزارت که څه هم زموږ له مکررو اړیکو وروسته هم په دې اړه ځواب را نه کړ، خو دغه وزارت د وسله والو غلو دري کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی. د یاد وزارت په وینا چې دغو غلو څو ورځې وړاندې د کابل په پنځه سوه فاملیو سیمه کې یوه څلوېښت کلنه ښځه په ډزو وژلې وه او د دوی د تعقیب لاندې ول. که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه زموږ له مکررو اړیکو وروسته هم ځواب ونه وایه، خو ترې وړاندې یې چارسمبالي وزیر ګواښ کړی وو، چې که د کابل په هره حوزه کې له موټر سایکلو څخه په ګټې اخیستنې وسلواله غلا ترسره شي، د یادې حوزې مشر به له دندې ګوښه کړي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonMay 28, 2020
33.jpeg

30

د بغلان امنیه قومنداني مني، چې د مرکزي بغلان – کندوز لویه لاره له زیاتې مودې راهیسې ناامنه ده، خو یادونه کوي چې یوه غټه پوسته په دغه لار باندې د جوړېدو په حال کې ده او پنځه نور غټ بېزونه هم په دغه لاره جوړیږي، چې د ملي اردو ځواکونه به په کې ځای پرځای شي.

د بغلان مدني فعالان بیا نیوکه کوي، چې امنیتي مسوولین په ژمنو کې تکړه خو په پوره کولو کې یې پاتې راغلي. د کندوز – بغلان لویه لاره چي د ډېرې مودي راهیسي یي زیاتو برخو ته طالبان لاسرسی لري او د طالبانو ګمرک هم په دغه لاره باندې فعاله دی امنیتي مسوولین یې د آمنیت کولو ژمنې کوي . دبغلان امنیه قومندان مل پاسوال محمدویس صمیمي وايي چې د مرکزي بغلان – کندوز په لویه لاره باندې یوه لوی امنیتي بیز د جوړېدو په حال کې دی او پنځه نور بیزونه به هم په نژدې راتلونکی کې جوړشي چې د ملي اردو ځواکونه به پکې ځای پرځای شي. دبغلان مدني فعالان بیا وايي چې د بغلان ټولو لویو لارو ته د طالبانو لاسرسی زیات شوی او حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې په بې پروايي تورنوي .

مدني فعالان وايي چې د امنیتي مسوولینو ژمنې د شعارتر بریده پورې محدودې دي او په عمل کې هېڅ څه هم د لویو لارو د امنیت لپاره نلري. په همدې حال کې د بغلان د اوسیدونکو نیوکه داده چې حکومت یواځې د ولایت او یو شمیر ولسوالیو ودانیو په څلوراو یاهم پنځه کیلومترۍ کې فعاله حضور لري او له دې ولایت ، شمال ، شمالشرق او د هیواد پلازمینې کابل ته په غزیدلو لارو باندې طالبان برلاسي دي او کله کله پرې چک پاینټونه کوي.

خبریال : نورګل اندړوال / بغلان


ZhwandoonMay 28, 2020
32.jpg

30

د وروستیو راپورونو له مخې تر دا مهاله ټولې نړۍ کې د دغې وبا له امله 3 لکه او ۵۸ زره کسان مړه شوي او له پنځه نیم میلیونو نور ډېر پرې اخته دي. امریکا چې د دغې ویروس له امله په کې له یو لک ډېرو کسانو ژوند بایللی، یو میلیون او اووه نیم لکه نور پرې اخته دي.

روسیه کې بیا ۳ لکه ۷۵ زره او په برازیل کې مثبتې پېښې له ۴ لکو اوښتي دي. د مړو شویو کسانو له ډلې نږدې ۳۷ نیم زره په برېتانیا، ۳۳ زرو څخه پورته په ایټالیا، ۲۸ نیم زره په فرانسه، ۲۷ زره په هسپانیا او ۸ نیم زر په جرمني کې دي.


ZhwandoonMay 28, 2020
31.jpg

40

د یاد ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله ۱۸ تنه وسلوال وژل شوي او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

بل لور د دې ولایت اوسیدونکي وایي چې یاد بریدونه په هغو کسانو شوي چې د خوشي شویو بندیانو د هر کلي په موخه ورغلي وو، دوی همدا راز زیاتوي چې په دغو بریدونو کې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي دي. وسلوالو طالبانو تر دې دمه د امنیتي ځواکونو د دغو ادعاوو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي


ZhwandoonMay 28, 2020
30.jpg

40

د دغه ولایت ځايي چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت په سیاګرد ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې پایله کې یې اوو تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د یادو چارواکو په خبره په دغو بریدونو کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمیر په اړه یې څه نه دي ویلي. دې وروستیو کې د اختر ورځو په دوام ولسي د اوربند تامنېدو ولسي وګړي سولې ته هیله مند کړي، چې اوس په کور دننه او بهر د دغې کمزورې شوې جګړې د پای لپاره هلې – ځلې ګړندۍ شوي دي


ZhwandoonMay 28, 2020
29.jpg

10

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت چار سمبالي وزیر محمد حنیف اتمر د یو ویډویي کنفرانس له لارې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ډېویډ هیل سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې په یادو خبرو کې هوکړه شوي چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي او په هېواد کې سرتاسري اوربند تامین شي. د یادوني وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغان سولې او خپلمنځي خبرو د پیل لپاره امریکا، روسیه او شمېر نورو هېوادونو او سازمانو د ژر پیلدو غوښتنه کړي وه


ZhwandoonMay 28, 2020
28-1024x573.jpg

60

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین او پخواني طالب چارواکي وايي، د بندیانو تبادله یو ښه پرمختګ دی او د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانیزي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت زیاتوي، چې د اوربند دوام د ټولو غوښتنه ده او یواځې ډزبندي ده، چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو پیل ته زمېنه برابر وي. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې ۵ زره طالب بندیان دې د باور فضا جوړېدو او د سولې هوکړې تطبیق لپاره ازاد شي ترڅو افغانان سولې ته ورسېږي


ZhwandoonMay 28, 2020
27.jpg

60

د حکومت او طالبانو ځیني سرچېنو ویلي، چې د اختر درې ورځنی اوربند تر نامعلومې نېټې تمدید شوی او له دې سره غواړي، چې د سولې خبرو کې د پرمختګ لپاره د شخړې کچه ټیټه وساتي. د حکومت په ګډون ناټو، اروپايي ټولنه او نور بېلابېل هېوادونه د اوربند د غځېدو غوښتنه کوي او د جګړې پر ښکېلو ډلو يې غږ کړی، چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

افغان حکومت بیا وايي، د خپلمنځي خبرو پیل او د سولې برخه کې د چټکتیا لپاره يې دوه زره طالب بندیان ازاد کړي دي او په پلان کې لري، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمېدو سره به زر نور بندیان هم خوشي کړي


ZhwandoonMay 28, 2020
26.jpg

30

ننګرهار کې تر بل هر وخت د محرقې ناروغي زیات شوي، په داسې حال کې چې پدغه ولایت کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس د مثبت پېښو شمېر په زیاتېدو دي. پدې تړاو د اندېښنو تر زیاتوالي وروسته چې ښایي هغه کسان چې په عادي لاراتوانو کې يې د محرقې ټيسټ مثبت دی په کرونا اخته وي عامې روغتیا وزارت دغه ولایت ته یو پلاوی ولېږه، تر څو څېړنه وکړي، چې دغه ناروغان رښتیا هم محرقه او کنه کرونا ويروس نیولي. د ولایت رسنیو دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت پلاوی تر څېړونو وروسته په ډاګه کړي، هغه کسان چې د محرقې ټيسټونه یې مثبت دي په کرونا ویرویس اخته شوي دي. د دې پلاوي مشر ډاکټر بشیر حمیدي ویلي، کوم ناروغان چې کرونا ويروس نيولي پاملرنه دې زیاته کړي، تر څو ناروغۍ نورو ته انقتال نشي. ياد پلاوي دغه راز د محرقې ټيسټ په ځانګړي ميکانيزم، د خصوصي لابر اتوارونو او روغتيايي مرکزونو تر جدي څارنې نيولو او د کرونا و محرقې پر توپيرونو خبرې او سپارښتنې کړي. په دې ناسته کې د کرونا تجريد روغتون ته د پنځو سوه نورو بيډونو ورکړې او په ښار او ولسواليو کې د کرونا ويروس مخنيوي او درملنې په موخه په نورو مرستو امکاناتو خبرې اترې وشوې.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008