ښایي ساینسي تخیل غوندي ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې د تکنالوژۍ د یو شمیر اغوستل کیدونکو وسیلو په مټ کاروونکې کولای شي کمپیوټر او نورې وسیلي په خپل فکر سره کنترول کړي. چې دا آسانتیاوې مشتریانو او بیلابېلو سوداګریو ته د پام وړ ګټې رسوي.
دوه امریکایي ځوانانو د ۹۰۰ ډالرو په ارزښت یوه اغوستل
کیدونکي وسیله جوړه کړي چې د مغزو سګنالونه کشف او پروسیس کوي او فکر په عمل
بدلوي.
د دې آلې جوړونکی اې جي کیلر وایې: په دې وسیله کې ۸
سنسرونه موجود دې چې له مغزو څخه په یوه ثانیه کې ۲۵۰ ځله تصویر اخلي، دا ټول
اخیستل کیدونکې تصویرونه په خپله په وسیله کې پروسیس کیږي.
اې جي کیلر
دا اله چې نوم یې نوشن ایښودل شوی دی، د مغز کمپیوټر لقب
ورکولای شو.
نوشن وسیله لمړۍ اتوماته وسیله ده چې د محاسبي پوره قدرت
لري، او په دې توګه د دې وړتیا لري چې له بلي وسیلي سره که هغه کوم بل کمپیوټر او
یا بله داسي وسیله وي تعمل وکړي.
اې جي کیلر په خپلو خبرو کې زیاتوي: هر هغه څه چې یو
عادی کمپیوټر یې کنترولوي، د نوشن کمپیوټر یې هم کنترولولای شي.
د دې کمپیوټر د کارولو لپاره باید ځیني موارد زده کړل
شي، او همدارنګه دا کمپیوټر پوره تمرکز ته اړتیا لري، تر څو ستاسو له مغزو څخه
سګنالونه کشف، پروسیس او له هغه وروسته په عمل بدل کړي.
دا تر دې مهاله لمړۍ اله ده چې له مغزو څخه د سګنالونو
کشفولو، پروسیس کولو او په عمل بدلولو وړتیا لري.
همدارنګه دا اله کولای شي کاروونکو ته د تمرکز په لحاظ
نمرې ورکړي، هغه کسان چې ښه تمرکز یې کړی وي، نو نمري او د کار سرعت به یې هم
پورته وي.
د ارګ څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د پلټونکي پلاوي خپلي موندي له ولسمشر غني سره د ويډیو له لاري شریکي کړي. خبر پاڼه زیاتوي، چې پلاوي د پېښې اړوند ټول اسناد، شواهد، ویډوګانې او انځورونه له تخنیکي، مسلکی او حقوقي پلوه ارزول شوي او ایراني چارواکو سره شریک شوي دي. خبر پاڼه زیاته وي، چې پلټونکي پلاوي موندلي چې د افغانستان او ایران ګډې پولې ته نږدې د زورزیاتي وروستۍ پېښه کې ۱۲ افغان کارګر وژل شوي او ۱۷یې لادرکه دي.
همدارنګه د پلاوي مشر ویلي، هر کله چې موندنې بشپړې شي، نو بشپړ راپور به يې د ملي امنیت شورا له لارې ولسمشری ماڼۍ ته وسپاري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پلاوي د لومړني راپور له اورېدو وروسته ویلي، حکومت به یې ایران ته د تګ راتګ شرایط لا اصولي او قانوني کړي او هیله یې ښودلې چې داسې پېښې به بیا نه تکرارېږي. په ورته مهال ایران کې یو شمېر مدني، سیاسي او ټولنیزو فعالینو د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني حکومت کړنه غندلې ده او له خپل حکومت یې غوښتنه کړې چې له افغانانو بښنه وغواړي
د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح نن سهار د وروستيو پېښو شهیدانو کورنيو غړو ته د فاتحې او تسليت په موخه ننګرهار ته سفر کړی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، صالح به علماء کرامو، قومي مخورو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو سره هم جلا جلا ليدنې تر سره کړي.
صالح د غازي امان الله له مزاره هم لیدنه ترسره کړې او ترې وروسته یې له یو شمېر مدني فعالانو او ځايي مخورو سره د یاد ولایت د اوضاع د اروزنې په موخه لیدنې ترسره کړي دي
له زرهاوو کلونو را پدېخوا انسانان په ځمکه کې ژوند کوي، زیات انساني نسلونه تیر شوي، په زرهاوو میلیارده انسانان ځمکي ته راغلي او بیرته تللي. نو حتمن به هر انسان په دې اړه فکر کړی وي چې ځمکه څنګه پیدا شوي؟، ولي پیدا شوي؟، مونږ ولي پیدا شوي یو؟، څنګه پیدا شوي یو؟، چیرته ځو؟، کائیانات به کله پای ته رسیږي؟ ځمکه او انساني نسل به کله او څنګه له منځه ځي؟ چې مړه شوو، بیا له څه حالت سره مخ کېږو؟ په ځمکه او نورو سیارو کې له مونږ پرته نور څوک هم ژوند کوي؟، زمونږ پيدا کوونکی څوک دی؟ له مونږ څه غواړي؟، ولي یې ځمکي ته راوستلي یو؟
دا هغه پوښتنې دي
چې د انسانانو په اوږده تاریخ کې ورته په بېلابېلو ادیانو کې بېلابېل ځوابونه
موندل شوي دي. او د هغه تر څنګ فیلسوفانو هم په دې اړه بېلابېل نظریات ورکړي دي. او
ساینس هم په دې هکله څېړنې کړي او ځیني ځوابونه یې ځواب کړي.
چې په دې لېکنه کې به په دې اړه د بېلابېلو ادیانو او فیلسوفانو باورونه وارزوو:
له ساینسي څېړنو
او ورسره نظریاتو نه یې پيلوو:
کله چې په ۱۹۲۰م
لسیزه کې ادوین هابل د خپل ۱۰۰ اینچه تلسکوپ په مرسته د لاس انجلس ایالت د ویلسون
له غرونو څخه فضاء ته پورته شو، له څه مودي څېړنو وروسته یې دا معلومه کړه چې په
نامحدوده فضاء کې کهکشانونه له یو بل څخه د لرې کېدو په حال کې دي. نو دا په ډاګه
کوي چې کهکشانونه یو وخت سره نږدي وو. بیا د کهکشانونو له یو بل څخه د لرې کېدو سرعت
ته په کتو سره دا معلومه شوه چې میلیاردونه کاله وړاندې کهکشانونه په یوه نقطه کې
وو.
په دې اړه بیا
زیات کهکشان پيژندونکې وایې چې د کهکشانونه دا یو ځای والی ۱۳.۵ میلیارده کاله
وړاندې د یوي چاودني په پایله کې (چې نوم یې بیګ بنګ یا لویه چاودنه ایښودل شوی) منځته
راغلل او د وخت په تیریدو سره له یو بل نه بېل شول.
او له هغه بیا میلیاردونه کلونه وروسته په ځمکه
کې د شرایطو له برابریدو وروسته ژوندي موجودات منځته راغلل.
مشهور فزیک پوه او
کهکشان پیژندونکی استیون هاوکینګ وایې:
بریتانیایي فزیک
پوه او کهکشان پيژندونکی استیون هاوکینګ وایې: د کائیناتو پیدا کیدو لپاره خالق ته
اړتیا نشته، او دا کائینات هیڅ خالق نلري، د ده په نظر د کائینات پیل لویه چاودنه
یا بیګ بنګ ده. نوموړی په دې باور دی چې کائینات د فزیک قوانینو په مرسته رامنځته
شوي دي، او دا هر څه چې داسي منظم دي دا د علمي قوانینو په اساس ولاړ دي.
له هغه نه پوښتنه
وشوه: له بیګ بنګ مخکې په فضاء کې څه وو؟، هاوکینګ یې په ځواب کې وایې: له بیګ بنګ
مخکې، وخت او ماده نه وه، نو کله چې وخت او ماده نه وي دا په دې دلالت کوي چې هیڅ
هم نه وو.
نوموړي په دې اړه
زیات کتابونه هم لیکلي دي چې له زیاتو نیوکو سره مخ شوي دي:
دان پیچ په کاناډا
کې د فزیک استاد او کهکشان پيژندونکې د هاوکینګ د دې نظریي په خلاف اته مقالې نشر
کړي دي. نوموړی وایې: (د کائیناتو د پيدا کېدو لپاره خالق ته اړتیا شته، ځکه خپله
قوانین هم باید یو څوک رامنځته او منظم کړي. نوموړی وایې چې دا به ډېره غیري منطقي
خبره وي چې د کائیناتو پیدایښت د خالق له شتون پرته تصور کړو)
د هاوکینګ همکار
او زده کړیال بیا وایې: ( د هاوکینګ دا نظریه هیڅ علمي اړخ نه لري، دا یوه فلسفي
نظریه ده، نوموړی وایې زما لپاره ډیره جالبه دا وه چې هاوکینګ د خپل کتاب (لویه
طرحه) په سر کې لیکلي وو چې نوره فلسفه مړه شوي ده، خو بیا د ده کتاب او نظریات
ټول فلسفي وو).
جان لینوکز په
اکسفورډ کې د ریاضیاتو استاد وایې: ( قوانین یو څه نشي رامنځته کولي، بلکې د
قوانینو لپاره باید تر مخکې لا ماده شتون ولري. د مثال په ډول: د ریاضي تر ټولو
ساده فورمول ۱+۱=۲ خو که یو جسم موجود نه وي نو دا فورمول هیڅ هم نشي کولای. که زه
خپله بانکي اکاونټ ته یو ځل ۱۰۰۰ پونډه جمع کړم، یو ځل بیا ۱۰۰۰ پونډه جمع کړم، نو
له هغه وروسته د ریاضي فورمول یوه معنی لري. خو د ریاضي فورمول د پیسو له شتون پرته
زما اکاونټ ته یوه پیسه هم نشي اضافه کولای. نو له دې امله د قوانینو لپاره باید
ماده شتون ولري او قوانین نشي کولای ماده رامنځته کړي. نو ماده حتمن خالق لري).
د یویشتمي پېړۍ
مشهور تاریخپوه او فیلسفو نوح هراري وایې:
هغه ډولونه چې ګډ نیکونه لري د جنس (genus)
تر عنوان لاندې ډلبندي کېږي. زمری، پلنګ او جګوار متفات ډولونه دي چې د پینترا جنس پورې اړه لري. همدارنګه
عقلمند انسان یانې عقلمند(sapiens) ډول د انسان(Homo) په جنس پورې اړه لري.
هر جنس په کوچنیو کورنیو ویشل شوی مثلاً د ګیدړي کورنۍ
(زمری، پلنګ او کورنۍ پیشو) یا فیل کورنۍ (فیل، ماموت او ماستودون).
عقلمند انسان هم په یوه کورنۍ پورې اړه لري. که څه هم عقلمند انسان غوښتل تر څو له نورو
حیواناتو ځان بیل کړي، او ځان بې کورنیه وښیې. خو داسې نه
ده که وغواړو یا نه د بیزوګانو په ستره کورنۍ پورې اړه لرو. نږدې خپلوان مو
ګوریلان او شامپانزیان دي. شامپازیان مو بیخې خپلوان دي.
موږ نه یوازې نږدې خپل خپلوان لرل
بلکې یو وخت مو وروڼه او خویندي هم لرلې. مونږ بیخې له دې خبرې سره عادت شوي یو
چې مونږ په هیڅ حیواني کورنۍ پورې اړه نه لرو. ځکه لس زره کاله کیږي چې زمونږ نورې
حیواني کورنۍ یا له منځه تللي او یا له دې امله چې مونږ تر هغو ځان غوره وبولو،
ځان مو ترې بېل کړی.
انسان ۲.۵ میلیونه کاله وړاندې د افریقا په شرق کې د اوسترالوپیتکوس (Australopithecus) په نوم پخوانۍ بیزو چې د جنوبي بیزو
په مانا ده منځ ته راغی. ۲
میلیونه کاله وړاندې لومړنیو انسانانو خپل ځایونه پرېښودل او د افریقا، اروپا او
اسیا په پراخو سیمو کې میشت شول.
د اسیا په غرب او اروپا کې انسان په
هومو نیاندرتالنسیس
(Homo neanderthalensis) یانې
د (نیاندر درې انسان) باندې بدل شو. چې په (نیاندرتال) مشهور دی او له موږ عقلمندو
انسانانو غوټ او چاغ دي.
د اسیا شرقي سیمې هومو ارکتوس (Homo erectus) یانې (نېغ قامته انسان) اشغال کړې او ۲ میلیونه کاله په کې میشت شو چې تر اوسه لا دوام
لرونکي انسانان دي.
هومو سولوینسیس
(Homo soloensis) د (سولو
درې انسان) د اندونزیا په جاوه ټاپو کې ژوند کاوه.
څو نسلونه وروسته فلورس انسانان ښکاره
شول، دې بېساري ډول په علمي نوم هومو فلورسي ینسیس
(Homo floreseinsis) یو
متري قد او ۲۵ کیلو ګرام وزن درلود.
څېړنکو په ۲۰۱۰ کال د سابیریا په دنیسوا کې د غار په کیندلو سره زموږ د ورڼو
او خویندو یو بل ډول کشف کړ او هغو ته یې
(Homo denisova) یانې د
ونیسوا انسان نوم ورکړ.
او اخیراً
زموږ ډول چې په سپین سترګي مو د هومو سپینس (عقلمند انسان) نوم ورباندې کېښود.
بل حقیقت
دا دی چې ۲ میلیونه کاله وړاندې تر ۱۰ زره کاله وړاندې پورې نړۍ په یوه وخت
کې د څو ډوله انسانانو د ژوند کولو ځای وو.
ټول انساني
ډولونه د ډېرو توپیرونو سره سره بیا هم څو ګډې ځانګړنې لرلي چې له نورو موجوداتو یې بېلوي. ستره ځانګړنه یې دا ده
چې د نورو موجوداتو په پرتله فوق العاده لوی مغز لري.
واقعیت دا
دی چې د سولویانو د پاتې شونو وروستی تاریخ ۵۰ زره کاله مخکې ته ور ګرزي، دنیسویان
لږ وروسته له هغه له منځه لاړل، نیاندرتالان ۳۰ زره کاله وړاندې ورک شول او ټیټ قدي
انسانان ۱۲ زره کاله وړاندې فنا شول، چې په
پایله کې د ټولو انساني ډولونو له ډلي یوازي مونږ عقلمند انسانان پاتي شو. بیا مو
نړۍ فتحه کړه او ځان مو اشرف المخلوقات وبلل.
نوموړی
زیاتوي: دا چې موږ څنګه وکولای شول په تیزۍ سره په
لرې پرتو سیمو کې له بېلابېلو بیولوژیکي ځانګړنو سره میشت شو؟ څنګه مو وکولای شول
نور انساني ډولونه له مخې لرې کړو؟ ولې حتی ځواکمنو او ځيرکو نیاندرتالانو ونه
شوای کولای زموږ له حملې ژوندي ووزي؟ دا بحثونه تر اوسه ګرم دي.
د منلو وړ ځواب هم دا دی چې دا بحث ته
امکان ورکوي: عقلمند انسان له هر څه ډېر د ځانګړې ژبې په مرسته دا نړۍ فتح کړه.
خو ډایناسوران
بیا ۶۵ میلیونه کاله وړاندې بیرته له منځه لاړل، دا چې ولي ډایناسوران له منځه
لاړل په دې اړه بېلابېل نظریات موجود دي.)
د آبیوژنس یا خپله
پیدا کیدلو نظریه:
په دې نظریه کې
داسې ویل کېږي چې دا ټول موجودات خپله پیدا شوي دي. د دې نظریې تاریخچه له میلاد
مخکې د یونان باستان تمدن ته رسیږي. په هغه وخت کې عامه ذهنیت په دې باور وو چې
ټول موجودات د یو ډول نورو موادو څخه جوړیږي. د مثال په ډول: چنجي له خرابي غوښي
نه منځته راځي، یا هم مچ، میږيان او ځیني نور موجودات هم له همداسي موادو څخه
رامنځته کیږي. دې نظریې تر ۱۹ پیړۍ پورې زیات پیروان درلودل، خو له هغه وروسته یې
پيروان کم شوي دي.
په جنوبي افریقا
کې د پخوانیو خلکو نظریې:
له مونږ مخکې
یوازي تیاره، اوبه او د مومبا په نوم خدای شتون درلود. بیا یو وخت مومبا لمر
رامنځته کوو لمر ځیني اوبه تبخیر کړي او وچه ځمکه هم پیدا شوه، بیا له هغه وروسته
مومبا سپوږمۍ، ستوري او ژوندي موجودات چې انسان هم پکې شامل وو رامنځته کړل.
په دې سپیڅلي دین
کې هر څه منطقي بیان شوي دي: کائینات ډېر پراخ دي او پیدا کوونکی یې هم ډېر لوی
دی. دا ځمکې او اسمانونه یوه خالق په شپږو ورځو کې پیدا کړل.
له انسانانو مخکې
نورو موجوداتو په ځمکه کې ژوند کول، چې بیا هغه د کائیناتو خدای له منځه یوړل او
انسانان یې ځمکې ته راولیږل. په ځمکه کې نور ژوندي موجودات هم ژوند کوي. خو
انسانان د عقل لرلو له امله په ځمکه کې اشرف المخلوقات دي، او نور موجودات هم د
همدي انسانانو لپاره پيدا شوي دي.
کله چې په یو هېواد کې جګړه روانه وي او سیاستوال یې هم پر لویو ستونزو او خپلمنځي لانجو اخته وي ، پر داسې یو مهال په هېواد کې دسترو پرمختیایي او پراختیایي پروژو تر سره کول عملي نه برېښي، خو دا په دې مانا نه ده چې موږ هر څه ته لاس تر زنې کېنو او هېڅ کار شونی و نه ګڼو . یو له هغه کارونو څخه چې هم مهم دی او هم د حالاتو له ترینګلتیا سره سره عملي برېښي ، هغه د هر ولایت د پرمختګ لپاره د یو جامع ماسټر پلان جوړول دي.ماسټر پلان باید لږ تر لږه د دېرشوکلونو زماني بهیر اړتیاوې را ونغاړي.
د هر ولایت سکتوري ریاستونه کولای شي د مرکز په همغږۍ خپل پرمختیايي ماسټرپلان جوړ کړي.په دې پلان کې باید د یو ولایت د نفوسو د ودې اټکل ، چاپېریال ساتنه، د ځنګلونو پراختیا، د ښوونیځیو او تحصیلي موسساتو، جامع جوماتو ، صنعتي او تفریحي پارکونو، کرنیزو او حیوانی فارمونو جوړول او نور ټول اړتیا وړ تاسیسات شامل وي.طبیعي خبره ده چې د دې ډول کارونو د سرته رسولو لپاره نه اوس امکانات شته او نه هم دا د یوې ورځې کار دی.کله کله بیا داسې هم پېښ شي چې د یو کار لپاره امکانات هم پیدا شي ، خو چې پلان نه وي هغه کار له امکاناتو سره سره پر خپل ځای پاتې شي. کرزي صیب یو وخت د خپلې واکمنۍ په پیل کې عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ، هغه وخت د نړۍ زیات شمېر هېوادونه افغانستان سره مرستې نه ډېر لېواله وو، د اماراتو شیخ کرزي صیب ته وویل ، ووایه څه خدمت درته وکړم؟ راکړه هر ډول پروفوزل جې لرې درته منظور یې کړم، خو افغاني هیات سره هېڅ ډول لیکلی پلان او پروفوزل نه و چې د اماراتو شیخ ته یې وړاندې کړی وای. دوی ورته وویل بل ځل .
هغه بل ځل بیا لاړ پر خپله مخه. هدف دا دی چې کله کله دغسې وړیا او طلایي مرستې هم تر لاسه کېدلای شي ، خو که دلته پلان وای او د ملک لومړۍ درجه چارواکي هر هېواد ته له پلان او پروفوزل سره تللای ، نو هېواد ته راغلی طلایي فرصت به مو له لاسه نه ورکاوه . هغه کومې بې درېغه مرستې چې دلته راغلی هغه هم د یو منظم پلان د نشتوالي له امله پنځه سلنه هم پر خپل ځای و نه لګېدلې.کله چې نړیوالې مرستې دلته را ماتې شوې ، نو هر ولایت او ولسوالۍ کې په بیړه کارونه پیل شول ، سړکونه او ودانۍ جوړې شوې ، ځینې ودانۍ یې د ښاري پلان د نشتوالي او یا هم له هغه سره د ټکر له امله دوه درې ځله جوړې ، بیا ویجاړې او بیا و رغول شوې، سړکونه د پلان مطابق حوړ نه شول، ځینې یې ډېر لنډ او تنګ جوړ شول. خلکو یې تر څنګ کورونه اږ مارکېټونه جوړ کړل، اوس چې غواړې سړکونه لوی او پراخ کړې ، مجبور یې شاوخوا ټولې ودانې یې ونړوې، چې دا خپله یوه لویه ستونزه او مالي زیان دی.ښارونو منظم انکشاف ونه کړ ، اکثره واړه ښارګوټي په خپل سر او په نا منظم ډول جوړ شول، د کورونو تقاضا پورته شوه ، ځکمې خپل قېمت لوړ کړ ، دې کار د ځمکې مافیا او زورواکان دې ته وهڅول چې د ځمکو پر غصب لاس پورې کړي، لږ تر لږه (څلور نیم ملینوه جریبه) دولتي ځمکه غصب شوه ، نا منظم ښارګوټي په کې جوړ شول او خپل سرې ابادۍ په کې وشوې ، د ټولې غصب شوې ځمکې مجموعي قېمت تر ( اتیا ملیاردو ډالرو) اوړي، اوس نو که دولت دا ځمکه بېرته راګرځوي ، هم سخت او نا شونی کار برېښي ، هم له زورواکو سره مخامخېږي او هم د سرپناه له خاوندانو سره، که دولت بېرته دا ځمکه خپل اصلي حالت ته ګرځوي ، نو لږ تر لږه همدومره لګښت به زغمي چې پورته مو یادونه وکړه.
خو که دولت له پخوا څخه دې ځمکو ته ماسټر پلان درلودلای ، نو هم به یې ( اتیا ملیارده ډالر ) تر لاسه کړي وو، هم به یې ( اتلس ملینونه) افغانان د کور خاوندان کړي وو او هم به هېواد اوس د منظمو ښار ګوټو څښتن وای. اوس د دې لپاره چې پر پاتې دولتي ځمکو دا تېره ترخه تجربه تکرار نه شي ، نو په کار ده چې ژر تر ژره ( د یو کال په بهیر کې) هر ولایت خپل ولایتي ماسټر پلان جوړ کړي ، ځینو ولایتونو لا وار دمخه خپل دا ډول پلان تر یوه حده جوړ کړیهم دی ، خو نور هم باید پراخه شي. پر دې هم ټول پوهېږو چې د ماسټرپلان پلي کول د یوې ورځې کار نه دی ، ګام پر ګام به تطبیقېږي ، خو د هغه د هندسي شکل د تثیبت لپاره د یو ولایت خپل امکانات هم تر یو حده بسنه کوي او کنه له مرکزي بودجې څخه هم مرسته غوښتلای شي، د ساري په توګه په یو ولایت کې یو (۴۰) متره ، (۳۰) متره او یا هم ( ۲۰) متره سړک په پلان کې دی ، د ولایت اړوند چارواکي کولای شي ، د یو لښتي آو یا نورو نښو په واسطه د سړک حریم معلوم کړي ، شا وخوا ته یۍ نیالګي هم کېنوي ، په ړاسې یو حالت کې تر ډېره حده څوک د دې جرات نه کوي چې د سړک حریم ته داخل شي، هلته غصب وکړي او یا ابادي وکړي ، همدا ورته عملیه د ماسټرپلان پر نورو ساحو هم د تطبیق وړ ده. په ډول مخکې تر دې چې موږ د ماسټر پلان د تطبیق مرحلې ته ورسېږو ، لومړی باید د تثیبت پړاو بشپړ کړو.
نوي ماسټرپلان باید نه یوازې داچې نوې ساحې تر خپل پوښښ لاندې راولي ، بلکې ټولو زړو ودانیو او نا منظمو ښارګوټو ته هم د سمون لاره پیدا کړي او ټول د نوي نوي ماسټر پلان برخه کړي ، که د هر ولایت لپاره یو ښه ماسټرپلان ولرو ، خدای ج مهربان دی یو وخت به راته امکانات هم برابر شي او ګران افغانستان به د راتلونکو دریو لسیزو په بهیر کې د پرمختګ او سوکالۍ لوړو پوړیو ته ورسېږي. د همداسې یوې ورځې په ارمان