موږ ته وویل شول
چې ذاکر نایک د ماسپښین لمونځ کوي، کله چې موږ جومات ته ورسېدو ګورو چې ډاکټر ذاکر
نایک شاوخوا له ۵۰-۶۰ کسانو تر مخ
ولاړ دی څنګه چې هند او د نور هېوادونو زرګونه خلک دده د وینا اورېدو ته راتلل.
موږ باور نه لاره ځکه که نوموړی موږ سره خبرو ته زړه هم ښه کړي، خو مالیزیا به د مرکې اجازه ورنه کړي.
له ډاکټر ذاکر
نایک سره زموږ پېژندګلوي له لمانځه وروسته هغه وخت وشوه کله چې نوموړی له جوماته
په وتلو و. موږ په دې فکر و، که نوموړی موږ ته په جومات کې دعوت راکړي نو خبرې به
راسره وکړي.
خو ذاکر نایک نېغ
په نېغه وویل ”ولې عارف (ممبۍ کې هغه څوک و چې له ذاکر نایک سره یې اړیکه نیولې
وه” تاته نه وو ویلي چې ما ولې له مرکې ډډه کوله؟ پر بي بي سي باور نشته او نه پر
تا کېدای شي، تاسې له ما سره توپیري چلن کوئ.”
ما اعتراض وکړ او
ومې ویل ”بي بي سي له هېچا سره هم توپیري چلند نه کوي دا هغه ټکي وو، چې په ۳۰ کلونو کې کې مې د لومړي ځل لپاره
واورېدل.”
ډاکټر ذاکر نایک
چې دا واورېدل ویې ویل ”د دې لامل دا دی چې تاسې داسې سړی په لومړي ځل ګورئ چې
رښتیا وايي.”
ما وویل، که څه
هم تاسې له مرکې ډډه وکړه، خو زما د لیدو هڅه دا وه چې پر موږ د لګېدلو تورونو په
اړه د دوی نظر اخیستل پکار دي.
له دې سره
هممهاله نوموړي وویل چې له یوه نامسلمان سره به مرکه وکړم، خو تاسره نه.
نوموړي په خپل
ښوونځي کې هغه کیسې ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۶ کال کې خپره شوې وه ویې ویل ”ما ځکه تاته خپل ښوونځي ته د تګ
اجازه درکړه چې ته مسلمان یې او ما به ښه درک کړې.”
زما سره د لیدو
پر وخت د نوموړي وروستۍ خبرې دا وې ”کله دې چې بي بي سي پرېښوده، بیا به درسره
مرکه وکړم.”
زما دا لیدنه تر
یوې دقیقې زیاته نه وه. زه پوه نه شوم چې نوموړی له ما خپه دی او که له بي بي سي؟
صدر اعظم مهاتیر محمد ته به دا کار دومره اسانه نه وي ځکه د ده نیکونه هندیان دي.
د برتانیا حکومت
یو وخت په خپل هېواد کې پر ده بندیز لګولی و، ما فکر وکړ دی به ددې له امله له بي
بي سي خپه وي.
زه دې خبرې هم هک
پک کړم، چې په ۲۰۱۶ کې زه په دوبۍ
کې وم، نوموړي له بي بي سي سره مرکې ته ولې زړه ښه کړ؟ دا جلا خبره ده چې ده هغه
وخت له مرکې ډډه وکړه کله چې هوايي اډې ته تلو.
موږ باور نه لاره
ځکه که نوموړی موږ سره خبرو ته زړه هم ښه کړي، خو مالیزیا به د مرکې اجازه ورنه
کړي.
تېر کال کله چې
ده د مالیزیا د هندوانو په اړه ویلي وو، نوموړی د دې هېواد له صدر اعظم مهاتیر
محمد څخه زیات د هند صدراعظم نریندرا مودي ته درناوی لري، چې یو جنجال یې جوړ کړ
او ورته وویل شول له داسې ویناوو تېر شه او د اسلام پر تبلیغ تمرکز وکړه.
ونوت په ۱۶ کلنۍ اسلام ومانه او په دې دین کې
د لا زیاتې مطالعې لپاره یې د ممبۍ د ذاکر نایک په ښوونځي کې زدکړې پیل کړې.
ونوت وايي: ”هغه
یا زه او یا هم د نوموړي هر زدکوونکی د هندوانو یا د کوم بل مذهب په اړه غلطې خبرې
نه کوو. موږ ټول مذهبونه سره پرتله کوو او یوه بل ته د نږدې کېدو کوښښ کوو.”
صدراعظمۍ ته بل
نوماند انورابراهیم دی چې هند ته ډېر نږدې ګڼل کیږي، خو د دې کار لپاره ابراهیم هم
ډېرسیاسي ځواک ته اړتیا لري.
هارون اېس چې د
مالیزیا دولت ته کار کوي وايي، ذاکر نایک له نږدې څارل کېږي او زیاتوي ‘نوموړي
تراوسه د مالیزیا قانون نه دی مات کړی او نه د ده پر وړاندې د پیسو مینځلو کوم
شواهد موندل شوي.’
د ذاکر نایک لنډ ژوند
د یوه جنجالي
مبلغ په څېر د ذاکر نایک سفر خورا حېرانونکی و، په هند او بنګله دیش کې د ده پر
ټلوېزیون (پیس ټي وي/سوله تلوېزیون) هم بندیزونه لګېدلي دي.
دی په ۱۹۶۵ کال د ممبۍ په مسلمان مېشته سیمه
ډونګري کې وزېږېد. د ذاکر نایک د کورنۍ ډېری غړي ډاکټران دي، د نوموړي پلار او
ورور هم ډاکټران دي.
په ۱۹۹۱ کال کې نوموړي د طبي تمریناتو
پرېښودو وروسته د اسلامي څېړنو یو بنسټ کېښود. د حکومت له لوري د ده بنسټ او
ښوونځی وتړل شو.
داسې فکر کېږي چې دده تلوېزیون (پیس ټي وي) په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده
لېدونکي لري او ملاتړي په دې باور دي چې د هند حکومت د ده پر وړاندې دروغ
ویلي او نوموړي په هغه هېواد کې هېڅ قانون نه دی مات کړی.
نهه کلن وم، چې پلار مې د سږو په ناروغۍ مړ
شو، که مور زما د ژوند او ان موجودیت لامل وه، نو پلار مې شخصیت و. د پلار تر مرګ
وروسته راته مور وویل، چې له «کیونو» باید کډه شو. یو سهار موږ (ما او مور مې)د
نوي منزل په لور سفر پیل کړ. ماښام مهال یوه کلي ته ورسېدو چې په یوه څه لوړه دره
کې پروت و. د کلي په منځ کې یو لوی او
ښکلی کور و. دا کور تر ټولو هغو شیانو څخه چې ما تر دې دمه لیدلي وو، ښایسته او
زړه راښکوونکی و. د دروازې دننه تر دوو ونو لاندې نژدې شل قبیلوي مشران ناست وو. د
کور ټول شیان ډېر په زړه پوري، ښایسته او زما له تصوره پورته وو. دا کور نو د هماغه
«مکهکزوني»یا لوی مقام و، چې د تمبو لینډ ( د تمبوانو د سیمو) مرکز بلل کېده. او د
تمبوانود لوی مشر «جونګینتابا والینډیو» استوګنځی و. دا لوی مشر په وروستیو لسو
کلو کې زما پالونکی او ولي نعمت و. کله مې چې جونګینتابا اود هغه ارګاه بارګاه
ولیده؛ نو ځان راته یو تنکی نیالګی ښکاره شو چې سیند ته پرېوتی وي. بیوزله ماشومان
چې ناببره ډېرو شتو سره مخ شي؛ نو دول دول وسوسې ورته پیدا کیږي، زما هم کټ مټ
همدا حال و. داسې مې انګېرله چې ډېریه تثبیت شوي باورونه او هیلې مې ورو ورو له
منځه ځي او هغه کمزوري اصول، چې مور او پلار راکې روزلي؛ لړزانده کیږي. هماغه شېبه
پوه شوم چې ژوند له ما څخه د لرګلوبې له اتلولۍ پرته نور څه هم غواړي.
مور مې په مکهکزوني کې تر دوو ورځو تېرولو
وروسته بېرته مخ پر کیونو شوه. جونګینتابا له ماسره د خبل اولاد «جاسټیس او
نومانو» په څير چلند کاوه. له ورسره اسانتیاوو څخه یې زه هم برخمن وم. البته
جونګینتابا نه وه هېره کړې، چې دی زما د پلار د مشورې له کبله دې مقام ته رسېدلی
و.
ما د ماڼۍ څنګ ته په یوه ښوونځي کې چې یوازې
یو ټولګی یې درلود، در ویل. انګلیسي، خوسا ژبه، تاریخ او جغرافیه زما په درسي
مضامینو کې شامل وو. په ښوونځي زما د بري لامل وړتیا او ښه ذهن نه، بلکي دېرې او
پرله پسې هڅې وې. جاسټیس تر ما څلور کاله مشر او تر پلار وروسته مې د ژوند لمړنی
اتل و. زه او جاسټیس د ژوند په ډېرو چارو کې د نظر له اختلاف سره سره ښه دوستان
وو. د اختلاف یو لامل مو دا و چې هغه مست، خوشاله او خندېدونکی و او زه غلی اوجدي
وم.
په مکهکزوني کې زه اړ وم چې دوو شیانو،
(قبیلوي مشرۍ مقام او کلیسا) ته ډېر ارزښت ورکړم. لوی مشر جونګینتابا پرمذهبي چارو
ډېر ټینګ و. یادېږي مې چې یوه ورځ یې زه په دې ووهلم، چې د کلي له یوه هلک سره په
جګړه راڅخه د یکشنبي دعا پاتي شوي وه، دا ګناه مې بیا هېڅکله ونکړه. د لوی مشر په
کور کې زما لیدنو او کتنو زما پر نظریو [ چې وروسته مې د مشرۍ لپاره کارولي] ژور
اغېز وښانده. ما به قومي جرګې کلکې څارلې او زده کړه به مې ترې کوله.
په هغو جرګو کې به چې د ملي مسایلو لکه
وچکالي، کرنې قبیلوي اړیکو او نورو په اړه کېدې او مشران به په کې راټولېدل، لوی
مشر به په جرګه کې د ګډون له امله د ټولو قومي مشرانو مننه وکړه، جرګه به یې
پرانیستله؛ خو بیا به یې د جرګې ترپایه یوه کلمه هم له خولې نه رایسته.
په سر کې به زه پر لوی مشر دنیوکو له امله
حیران وم. خلکو به پرې ډول ډول نیوکې کولې، خو لوی مشر به په سختو تورونو هم چوپ و
او د جرګې تر پایه به یې ورته غوږ ایښی و. دهغوۍ د نیوکو پر وړاندې به یې له خپلې
دفاع پرته، بل هېڅ ډول تېز او سخت غبرګون نه ښکاره کاوه. دا جرګې به هرو مرو به
یوې پرېکړې پای ته ورسېدي، خو تل به هم داسې نه وه، کله کله به جرګه اوږده شوه او
بې پرېکړې به پاڅېده چې د جرګې د نه خلاصېدو مانا به یې لرله. لوی مشر به زیاتره د
جرګې په پای کې چې لمر به په لویدو و، خبرې پیل کړې د هغه هڅه به دا وه چې د جرګې
بهیر سره راټول او یو ګډ نظر ترې راوباسي.
ما تل د یو مشر په توګه هڅه کړې، چې د
مکهکزونې د لوی مشر همدا اصول خپل کړم، تل مې تر خپلو خبرو وړاندې د نورو اورېدلي
دي. زیاتره وخت زما نظر په مجلس کې د ورکړل شویو نظرونو مجموعه وي د لوی مشر دا
نصیحت مې همېشه په یاد وي چي ویل یې: « مشر تل د شپانه په شان تر رمې وروسته ځي،
چالاکه کس پرېږدئ چې تر تولو مخکې شې، خو؛ په دې نه پوهیږي چې ګنې له وروسته څارل
کېږي».
سوداګریزې اړیکې له هغه فعالیتونو څخه عبارت دي چي تجارت په ډګر کې د دوو اړخوونو او اشخاصو تر منځ تبادله او د افهام او تفهيم وسيله ګرځي البته نوموړي فعاليتونه ډول ډول موخې او مقاصد له ځان سره وړي چي په پوهني, علم تجربو اونور و ”اړینو ضروري”توکو باندي استواره وي. سوداګریزي اړیکي دهغه اوږده جال د پروسي یوه لړۍ ده چی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مختلفو ډولونو اواشکالو غوړیدلي او هرڅوګ یی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په کار راوړي.
ځيني پوهان په دې نظر دي چې د ژوند داسي هیڅ ډګر نشته چي له ارتباطاتو او اړیکو څخه خالي اوبي نیازه وي او دا چي مونږ د ورځې دسلګونو خبرونو او پیغامونو سره مخامخ کیږو د همدي لړۍ یوه برخه ده. د سوداګرۍ په ډګر کې اړیکې او ارتباطات او همدا رنګه د پیغامونو راکړه او د وګړو سره په مختلفو لارو مخاطب کېدل یعنی د چلند او تماس نیولو دیپلوماسۍ مراعات کول د ډیر اهمیت وړ دي او د همدي اړیکو او دیپلوماسۍ په مختلفو وسيله او د وګړو په نبض د پوهیدو او د مقابل طرف په ذوق او سلیقې پوهېدل بریالیتوب یوه مهمه وسیله ده، اجتماعي اسلوب او برخورد دیوي کمپنۍ په تولید کي تصمیم او پریکړو کي خواره اهمیت لري ځکه په تجارت کي تر هرڅه زیات اهمیت د روابطو پراختیا او چټکتیا لري تیز او چابګ تاجر باید دتیز زکاوت او تیز فهم خاوند وي او پدي اړه هغه څه چي مهم دي له پراخو روابطو سره تجارتي اعتبار ساتل اوږد تجارت تضمین کولی شي.
#پیغام, خبرې, اړیکي او Communications هغه وسیله ده چي د انسان له پیدایښت سره ګډ راپیل کیږي اوا نسان ورته تر مرګ پوري ضرورت لري انسان یو مدني طبعیت لرونکي ذیروح دی د پیغام رسولو د افهام او تفهیم لپاره ترهرڅه دمخه دانسان ژبه دهغه داشارې او خوځیدو او د هغه لیکلی توري په کار لویږي, بله داچي لوي خدای د خپلو بنده ګانو د لار ښووني لپاره خپل سپیڅلي ارشادات کتابونه انبیاء او پیغمبران را استولي دي د سوداګرۍ او تجاوت په ډګر کي هم پيغام استول او اړیکي خپل څانګړي مقام لري د تاریخ په اوږدو کي د پوهانو د خپلو نظریانو په رڼا کي ورته نوي زیاتوني وربخښلي بلاخره د پوهانو او صاحب نظرانو دغه ډول ډول نظریات او لارښووني د تجارت په رونق او پراختیا کي سخت کار او رول ترسره کړي دی دلته په خپل بحث کي دځینو نظریاتو په راسپړوني پیل کړو. دتجارت د علم اکثرو پوهانو تجارتي روابط په دری برخو ویشلي دي.
لومړي نظریه: بريښنا یا الجبري تماسونه او روابط
دویمه نظریه: د ټولنیزو یا اجتماعي روابطو نظریه
دریم: معنا داره یاحقیقي روابط
لومړی: بریښنایي اړیکې ددي نظري په اساس د تجارتي اړیکو د ابلاغ یا رسنیو په ډګر کي د پیغام او فني اړخونه په پام کي ونیول شي پدي برخه کي د مطالعي دواړه طرفونه”پیغام”اخستونکي اوپیغام لیږدونکي یا Communicator په خپل ځای باندي ځانته اصول اوځانته مقررات ”اداب” لري بریښنایي رسنیو پیغام په الکترونیکي ژبه ترتیب کیږي او په هغو وسایلو استول کیږي چي له بریښنایي سره اړیکي لري مثلاً د برقي رسنیو په مدرنو وسایلو کي ,لکه بریښنا انترنیت. تلویزیون’مخابره’راډیو اوداسي نور… صرف په پیغام کي باید داسي کرکټرونه راوستل شي چي دطرفینو تر مینځ په دوامداره توګه دښو روابطو تضمین کړای شي که څه هم دتجارتي پیغامونو اومراسلاتو خاصه ژبه اسلوب اوخاص مقررات اوخاص اصطلاحات وي چي دپروتو کول په موقع کي باید په دقت سره پري غور وشي ترڅو د التزام او مسولیت په صورت کي پرې واقعي استناد وکړتی شي که څه هم کله نا کله د تفاهم او عقد لپاره عادي ژبه او عادي اسلوب کارول کیږي خوکله تجارتي معامله درنه او د لوړ قیمت اوضمناً قرار دا دي شکل ولري بیانو پکار ده چي دعقد تړلو پر مهال د پیغام ادبیات او اسلوب د مقرره اصولو مطابق او لاسلیګ کړای شي.
دویم: د ټولنیزو روابطو نظریه ددي نظریي په اساس هره ټولنه ځانته ځانګړی سبک او کلتور لري,د هري ټولني د وګړو خوي, کرکټرونه عادات, سنتونه او له بلي ټولنی سره توپیر لري ځکه خو پکار ده چي د تجارتي روابطو له په لړ کي د عامو موخو او اصولو او مقرراتو پرځای تر هر څه دمخه دیوې ټولني جوړښت اوخصوصیاتو ته وکتل شي د یوي ټولنې ذوق مزاج او سلیقه باید وپیژندل شي …. او په همدي بنسټ باید سودا ګریزې اړیکي برقرار کړای شي دا به تجارتي پراختیا او ټینګښت لپاره ترټولو موثر ګام وي.
دريم: حقیقي روابط. ددي نظري په اساس په تجارت کي تر هر څه زیات ظاهري اسلوب حقیقي اسلوبو ته باید پام وشي حقیقي اسلوب هغه وخت ټینګیږي چي دطرفینو ترمینځ لفاظي’تصنعي تشریفاتي خبرو پر ځای محتوا ته اهمیت ورکړل شي دلته د پیغام سبک او اسلوب دومره مهم نه وي دلته هر شی پرحقایقو اوسپېڅلتیا ولاړ دی. له بده مرغه په اوس وخت کي دغه اسلوب په شرقي تجارتي منطقو کي کم لیدل کیږي, خو په غرب کې ورته لوړ اهمیت ورکول کیږي.