وروستي خبرونه

2020 May 12

ZhwandoonMay 12, 2020
952-1024x683.jpg

2270

ژباړه: رحمت الله محمد

سامسونګ کمپنۍ نوی ډیزاین لپټاپ د بوک پلیکس په نوم بازار ته وړاندې کړي دي، چې د ګیمونو، ویډیوګانو او ډیزاین لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.

دا لپټاپ چې په د قاط کولو په ډول جوړ شوي دي کیدای شي چې په یوه ټابلیټ باندې هم بدل شي.

دا کمپیوټر قوي پروسیسر او ښه عامل سیستم لري چې د قوي کارونو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیدای شي. چې قیمت یې ۱۴۰۰ امریکایې ډالر ټاکل شوی دی.

دا لپټاپ ټچ سکرین، ماوس، کیبورډ او د یوه کمپیوټر نورې ټولي ځانګړتیاوې لري، خو کله چې په یوه ټابلیټ بدل شي بیا یې کاروونکی کولای شي د هغه له ټچ سکرین څخه ګټه واخلي.

تر دې وړاندې د کمپیوټر جوړولو ډیل کپمنۍ هم دا ډول کمپیوټرونه بازار ته وړاندې کړي وو، خو د سامسونګ دغه ډول کمپیوټرونه نسبت نورو ته ډیري په زړه پورې ځانګړتیاوې لري. سامسونګ کمپنۍ تر دې وړاندې یو ډول مبایلونه هم بازار ته وړاندې کړي وو، چې د قاط کولو وړتیا یې لرله او دا د مبایلونو په تاریخ کې لمړی ځل وو چې داسي مبایلونه بازار ته وړاندې کیږي.


ZhwandoonMay 12, 2020
630-1.jpg

1550

د تازه راپورونو له مخې،نړۍ کې تر دې دمه له 286 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 4 میلیونو او 2 لکو نه ډېر کسان پرې اخته دي، چې تر ټولو ډېر یې امریکا کې دي،دغې هېواد کې تر دې دمه له 81 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له یو میلیون،3 لکو او 84 زرو نه ډېر کسان پرې اخته شوي له امریکا وروسته هسپانیا، برېتانیا او روسیه په ترتیب د اخته کسانو له اړخه دویم درېیم او څلورم ځای لري.


ZhwandoonMay 12, 2020
947.jpg

1420

ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي، له ایرانه د افغان کډوالو لړۍ پیل شوې چې هره اونۍ نږدې اووه زره کډوال افغانستان ته بېرته ستنیږي. د یادې ادرې په وینا چې تېره اونۍ یواځې ۶ زره ۸۷۰ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته ستانه شوي. وروسته له هغې له ایرانه د افغان کډوالو د راتګ لړۍ زیاته شوې، چې د ایراني چارواکو په وینا په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته به د اوسېدو موده نوره زیاته نه کړي.


ZhwandoonMay 12, 2020
946.jpg

1440

د اسیا بانک مشر له ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي، چې له افغانستا ن سره به د کورونا وبا د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو ته لا دوام ورکړي، د یاد بانک په وینا چې تر اوسه یې له افغانستان سره په یاده برخه کې ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې او لا به نورو مرستو ته دوام ورکړو.

د اسیا پراختیایي بانک په داسې مهال له افغانستان سره د مرستو د دوام خبره کوي، چې له دې وړاندې په یاده برخه کې امریکا، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو ژمنه هم کړې وه.


ZhwandoonMay 12, 2020
945.jpg

1690

د عامې روغتیا وزارت کې ځینو سرچینو رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د راروان کوچني اختر وروسته ښایي د قرنطین موده بیا ونه غځول شي.

د سرچینو په وینا چې عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د ځینو سپارښتنو پر بنسټ د یوې نوې کړنلارې پر کار بوخت دي چې ډېر ژر به یې له خلکو سره شریکه کړي، په وینا یې یاده پرېکړه به په رسمي ډول هم ډېر ژر اعلان شي.


ZhwandoonMay 12, 2020
906.jpg

4240

لیکنه: عزیز نسین

ژباړه: عصمت تره کی

د انقلاب ترسره کولو لپاره د امریکايي چارواکو نظر مهم و. په دې پوهیدو که د امریکا يې چارواکو نظرونه مثبت نه وي نو زموږ زحمت ګټه نه کوي. نو تر هر څه لمړی مو هئیت انتخاب کړ، تر څو د امریکا له سفیر سره وویني او د هغوۍ موافقه واخلي!

زه هم د دې څلور نفري هئیت غړی وم. انګلیسي مي ښه زده وه، نو ځکه ملګرو خپل ویاند وټاکلم. اوس نو زه باید د هئیت په نماینده ګي له سفیر سره خبري وکړم.

کله چي د امریکا سفارت ته ننوتلو، ومو لیدل چي پنځه شپږ نفره نور هم د انقلاب په فکر کې ډوب دي. سفیر زموږ هر کلی وکړ. ما خبري پيل کړي، مقدمه مي ښه وویله خو کله چي مي وغوښتل اصل مطلب باندي وغږیږم، په انګلیسي ژبه د انقلاب نوم را څخه هېر سو!

سفیر زما خولي ته کتل، غوښتل وپوهیږي چي زموږ د ملاقات هدف څه شی دی. خو زه په خپل مغز کې سرګردانه د انقلاب په انګلسي نوم پسي ګرځيدم! هر څومره چي مي زور ووهل یاد ته مي رانغلل له ملګرو مي وپوښتل، خو هغوۍ د انګلیسي په الفباء باندي هم بلد نه و.  خپل لاس ته مي په هوا کې ټکان ورکړل او د سترګو  او باڼو په اشاره مي وغوښتل سفیر پوه کړم، چي موږ نن شپه انقلاب کوو. خو سفیر اول موضوع باندي پوه نسو. زیات راباندي غوسه شو. په ډیر زور مو وپوهول سي غلط مطلب نلرو او بلاخره مو پوه کړ، چي موږ انقلابیان یو او نظر مو ځیني وغوښتل!

سفیر وویل: که بریالي سوی، موږ ستاسو ملاتړ کوو. که مو ماتي وخوړه موږ د اوسني حکومت ملاتړ کوو. کله چي مو خبري خلاصي سوي نو له سفارته راووتلو، خپل کارونه مو پیل کړو. زموږ ډله بغیر له دې چي له کوم مقاومت سر مخ سو، رادیو مو ونیوله. موږ باید د رادیو له نیولو وروسته د انقلاب دخپرولو اعلان ته آماده ګي نیولي وای. خو تر اوسه لا له ملګرو خبر نه و، چي هغوۍ خپل کارونه کوم ځای ته رسولي و. لس دقیقي، نیم ساعت، یو ساعت بلاخره دوه ساعته وسول چي له ملګرو خبر نسته.

اندیښمن سوم، ملګري سرهنګ ته مي وویل:

فکر کوم زموږ ملګري نیول شوي او اوس دولت په موږ پسي ګرځي.

سرهنګ لړزي نیولی و، ځواب يې راکړ: 

که دولتي ځواکونه راسي او له موږ پوښتنه وکړي، چي دلته څه کوئ، څه ځواب به ورکوو؟

ــ سم وایاست ښاغلیه، موږ د دې مشکل په اړه هیڅ فکر ندی کړی. خو ماته یوه لار معلومه ده.

سرهنګ: کومه لار؟

ــ که څوک راغلل په سندرو ویلو او رقص کولو پيل کوو.

سرهنګ له ډیري غوسي وخندل

ــ مګر زه بلد یم، که څوک راغی باید موزیک شروع کړو.

په اتاقونو وګرځیدو، څو آلي مو پيدا کړي، ظاهراً د موسیقي آلو ته ورته وي. سرتیرو ته مو د موزیک غږولو لپاره ورکړي.

ادامه لري…



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008