لیکنه: عصمت تره
کی
د کرونا ویروس
طبیعي دی او که مصنوعي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې نن د نړۍ له هر دوهم یا دریم انسان
سره شته. تر دې مهاله چې زه دا لیکنه کوم، دا ویروس تقریبا د نړۍ هر ګوټ ته
رسېدلی، دوه میلیونه وګړې په اخته شوي او ۱۲۰ زره یې مړه کړي دي.
ساینس، رسنیو او څېړنیزو مرکزونو تر اوسه
پورې ټولو په یو غږ دا ویروس یو طبیعي وبا بللي، چې د چین په ووهان ښار کې له شوپ
پرک څخه انسان ته لیږدول شوی دی. مګر د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د
خلکو باورونه دادې چې دا د دریمي نړیوالي بیولوژیکي جګړې پیل او یا هم یو مصنوعې
ویروس دی، چې د مختلفو موخو لپاره د ځواکمنو هېوادونو له لورې رامنځته شوی دی.
بیولوژیکې جګړه:
کله چې دا ویروس له چین وروسته په ایران کې
په ډېري چټکۍ سره خپور شو، نو د ایران مذهبي رهبر خامنه اې سمدستي فرمان صادر کړ،
چې ګواکې دا د بیولوژیکي جګړې پیل دی او د دفاع لپاره یې باید د کرونا اډه رامنځته
شي. ایران په روغتیايي تدابیرو سربیره د داسي اډې ته رامنځته کولو هڅه وکړه، ترڅو
د بیولوژیکي جګړې په صورت کې دفاعي تدابیر هم ولري.
د هغه ترڅنګ یې په مختلفو هېوادونو کې
لوړپوړې چارواکې ونیول. رسنیو داسي راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې په منځني ختیځ کې
د امریکا نظامي اډو کې دا ویروس خپور شوی دی. د بریتانیا لمړی وزیر د کرونا
آزمایښت مثبت شو، ټرمپ د کرونا آزمایښت ترسره کړ او پوتین هم په داسي جامو کې
راښکاره شو، چې ګواکې کرونا یې جدي نیولي.
دې ډول خبرونو ډېری خلک او شننونکي دې اند ته
ورسول، چې دا ویروس د بیولوژیکي جګړې پیل دی. د بیولوژیکي جګړې رامنځته کېدل نوي
خبره نده. په شلمې پيړۍ کې د سړې جګړې په مهال هم د بیولوژیکي جګړې د رامنځته کېدو
ګواښونه موجود و او ښکېل هېوادونه دې ټکې ته متوجه و. ډېری استخباراتو د دې لپاره
کار کول، ترڅو ښکیل هېوادونه له بیولوژیکي وسلو څخه کار وانخلي.
خو کله چې دا ویروس له ایران وروسته په
اروپايي هېوادونو کې خپور شو، ورو ورو د بیولوژیکې جګړې اصطلاح له ټولنیزو رسنیو
څخه ورکه شوه. له اروپا وروسته همدا اوس په امریکا کې د خپریدو په حال کې دی، چې
ټرمپ وار تر مخه لا د امریکا یانو لپاره مرګونی بللی و.
په لمړیو کې فکر کېده، چې کرونا ویروس امریکا
جوړ کړی. غواړې د چین د اقتصادي پراختیا مخه باندي ونیسي او اټومي ځواک ایران په
ګونډو کړي. خو نن چې دا ویروس تر ټولو زیات امریکا یان مړه کړي، خلک له خپل باور
څخه بیا هم نه اوړي، بلکي د خپل باور لپاره یې دلایل او توجیهات بدل کړي.
مصنوعي ویروس:
نن بیا هم د نړۍ ډېری خلک په دې باور لري، چې
دا ویروس د امریکا په ګډون د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له لورې رامنځته شوی دی. د
ډېری شننونکو په خبره چې ویروس خپریدل لاندې څو موخې لري:
۱- له وختونو د ځواکمنو هېوادونو استخباراتو
په دې کار کول، تر څو د خلکو خصوصي حریم ته لاس رسی پيدا کړي. مګر د خلکو له لورې
دا ډول سیسټمونو ته اجازه نه ورکول کېده. د هغه ترڅنګ د نني عصر یو مشهور فیلسوف
او تاریخپوه نوح هراري هم له پخوا داسي وړاندوینه کړې وه، چې د نړۍ واکمنان به له
ټیکنالوژۍ څخه ناوړه ګټه واخلي. د نوموړي په خبره چې د نن ټکنالوژي د دې وړتیا
لري، چې انسانان هک کړای شي.
په اروپا او امریکا کې د خلکو باور دا دی، چې
د ۵ جې انټرنیټ دا ویروس لیږدوي. په ځینو هېوادونو کې خلکو د دې انټرنیټ ستنو ته
اور ورکړی دی. مګر ساینس پوهانو بیا د ۵ جې انټرنیټ له لورې د دې ویروس لیږدیدل رد
کړي دي. د هغه ترڅنګ د فرانسي په ګډون ډېری هېوادونو کې خلکو اندېښني ښودلي، چې
دولتونه یې غواړي داسي سیسټمونه جوړ کړې، تر څو د خلکو شخصي حریم ته لاسرسی ولري.
چې له دې سره د خلکو مدني آزادیو ته زیان رسیږي.
تر اوسه پوري د چین، روسيي، امریکا او نورو
اروپايي هېوادونو دولتونو د کرونا ویروس د مخنیوي او کرونا ناروغانو د تشخیص لپاره
د داسي کامرو او سیسټمونو د رامنځته کولو هڅه کړي، چې له مخې به یې دولتونه د
افرادو شخصي حریم ته لاسرسی ولري.
۲- تر دې مهاله د اټکل له مخې په نړۍ کې ۷.۵
میلیارده شاوخوا انسانان ژوند کوي. خو د نفوس د زیاتوالي د فورمول له مخې دا شمېره
ډېر په چټکۍ سره مخ په لوړېدو ده. په ډېرو کمو هېوادونو کې د نفوس زیاتوالی کنټرول
شوی. نو د ځمکې ظرفیت او سرچینو ته په کتلو سره د نفوس زیاتوالی هم په نږدي
راتلونکې کې یو لوی ناورین رامنځته کولای شي. د ډېری شننونکو په اند چې دا ویروس
څخه به د نفوس د کموالي په موخه کار واخیستل شي.
۳- د دې ویروس ډېری قربانیان زاړه او عمرخوړلي
خلک دي. په هغو هېوادونو کې چې نفوس کنټرول شوی دی، هر پلار او مور د پلان له مخې
اولاد زیږوي. هلته د سپین ږیرو او تر وخت تیرو کسانو شمیر په زیاتیدو دی. زموږ
ټولنه د ځواني ټولنې په نوم یادیږي، خو برعکس په نړۍ کې په ډېری هېوادونو کې د
ځوانانو شمیر کم او د سپین ږیرو شمیر زیات دی. نو سپین ږیري نه یوازې په جسمي لحاظ
استهلاک شوي او د کار توانايي نلري، بلکې د دولتونو د اوږو بار هم دي. نو د ډېری
شننونکو په اند چې دا ویروس به د ټولنو د ځوانولو لپاره وکارول شي.
۴- په دې وروستیو کې د نړۍ د لویو ښارونو هوا
مخ په خرابیدو وه. د هوا خرابوالی هر کال د ډېری انسانانو د مړیني لامل کیږي. دې
مړیني ته خاموش مرګ یا تدریجي مرګ هم ویل کیږي. د هغه ترڅنګ د هغو ښارونو
اوسیدونکې چې هوا یې خرابه وي، په ډېری ناروغیو اخته کیږي. نو ډيری باورونه هم
دادي چې د دې ویروس د خپریدو یو لامل هم د یوي مودې لپاره د خلکو کرنتین، بیروبار
کمول او د مختلفو فابریکو درول دي. تر څو د لویو ښارونو هوا صافه شي. په دې
وروستیو کې رسنیو داسي راپورونه هم خپاره کړې دي، چې د نړۍ په ډېرو بیروبار لرونکو
ښارونو کې هوا په بیساري ډول صافه شوي ده. کابلیان هم تیر ژمی د هوا د ککړتیا له
امله ځوریدل، خو اوس ویل کیږي چې د کرنتین په وضع کیدو سره د کابل هوا هم صافه شوي
ده.
۵- د نوح هراري په نوم یو فیلسوف او تاریخپوه
له وړاندې په ځمکه کې د اقلیمي شرایطو د تغیر خبره کړي وه. د نوموړي په وینا چې د
اقلیمي شرایطو تغیر به د ډيری انسانانو د له منځته تللو لامل شي. د ځمکي یو قطب لا
هم کنګل دی، مګر د مختلفو صنعتي فابریکو، وسایلو او بیرو بار له امله د ځمکي د
تودوخي درجه مخ په ګرمېدو ده. د ځمکې د تودوخي درجې له لوړیدو سره به د یو قطب
کنګل مات شي او په ځمکه کې به د بحر د سطحې د لوړېدو لامل وګرځي. له دې سره به د
ځمکې ډېری وچې برخې تر اوبو لاندې شي او د انسانانو د له منځه تللو لامل به شي. یو
تحلیل هم دادی چې په ټوله نړۍ کې د الوتکو، ریل ګاډو، موټرو، کارخانو، فابریکو او
خلکو کرنتین سره به تر یو بریده د ځمکي د تودوخي درجه را ټیټه شي او د اټکل شویو
اقلیمي تغیراتو مخنیوی به وشي.
له دې ور هاوخوا کېدای شي نور تحلیلونه او
نظرونه هم وجود ولري، خو دا ټول یوازي تحلیلونه او نظرونه دي. تر اوسه پورې لا هم
هېڅ ډول ثبوت ندی موندل شوی، چې کرونا ویروس مصنوعي دی. ټولو ساینسي څېړنو ښودلي،
چې دا ویروس طبیعي دی او له حیوان څخه انسان ته لیږدول شوی دی. نو دا پورته
تحلیلونه او نظرونه هغه وخت واقعیت ثابتیدلای شي، چې لمړی د کرونا ویروس مصنوعي
توب ثابت شي.
طبیعي اړخ:
که د ویروس طبیعي اړخ ته ولاړ شو، نو دا هم
لري خبره نده، چې دا ویروس دې په واقعي مانا یوه وبا واوسي. له دې وړاندې هم په
مختلفو وختونو کې دې ته ورته ویروسونه په نړۍ کې خپاره شوي او وروسته په وباو بدل
شوي دي.
له
دې وړاندې د سمال پاکس ویروس شا و خوا ۳۳ پيړۍ انسانان وژلي، د هغه ترڅنګ د تور
مرګ په نوم یوې وبا په سلګونو میلیونونه انسانان وژلي دي. انفلونزا، ایډز او دې ته
ورته نورې ناروغۍ هم د ډېرو انسانانو د مړیني لامل شوي دي.
د ۲۱ مې پيړۍ وبا به هم طبیعا د څوارلسمي
پیړۍ له وبا سره توپیر لري. ځکه هغه وخت نړۍ په یو کلي نه وه بدله شوي. د نړۍ به
کچه په دومره پراخه کچه تګ راتګ او نږديوالی نه و. د سمال پاکس ویروس تر میلاد دیارلس
نیمي پیړۍ مخکې په مصر کې پيدا شوی و. وروسته یې د یونان تمدن هم لړزولی و. خو دا
ویروس شاوخوا ۲۸ پيړۍ وروسته د اروپايي فوځیانو او کډوالو له لورې امریکا لويي وچې
ته ورسېد. مګر کرونا د دې ویروس برعکس په همدومره ورځو کې له چین څخه امریکا ته
ورسېد. خو هغه وخت له امریکا څخه چین ته تګ راتګ هم کم و، حتی امریکا لا کشف شوي
نه وه. لا هم د اروپا او آسیا اوسېدونکې انسانان د امریکا لويي وچې له شتون څخه
خبر نه و.
د
کرونا ویروس د مخکنیو وبا ګانو په نسبت په چټکۍ سره خپور شو، خو مړینه به یې کمه
وي، ځکه که د ویروس ژر خپریدو ته زمینه برابره ده، د هغه ترڅنګ یې د مخنیوي لپاره
ګڼ روغتیايي خدمات او امکانات هم شته. نو د ډېری کسانو د مړیني مخه به ونیول شي او
د کرونا ویروس د واکسین په جوړیدو سره به یې عمر هم را لنډ شي.
د هغه ترڅنګ ویروس معمولا په عمر خوړلیو
انسانانو ژر اغېز کوي، ځکه د هغوۍ د بدن دفاعي سیستم کمزوری وي. هغه کسان چې مخکي
نورې ناروغۍ ولري، د هغوۍ د بدن دفاعي سیستم هم کمزوری شوی وي. نو ویروس په دا ډول
انسانانو ژر اغیز کوي او د مړیني لامل یې هم ګرځي. نو دا حتمي دا مانا نلري، چې
کرونا ویروس مصنوعي رامنځته شوی دی، ترڅو عمر خوړلي کسان له منځه یوسي.
له دې وړاندې ویروسونو او وباګانو پیړیو دوام
کړی، مګر کرونا ویروس چې میاشتو ته ورسېد، نن په ساینس نیوکې کیږي، چې ولي یې
ونشوای کولای واکسین ورته جوړ کړي. تاسو فکر کوئ، ساینس دومره پرمختګ په میاشتو او
یا هم په ورځو کې کړی. د ساینس دومره کشفیاتو او پرمختګونو په پيړیو وخت نیولی. په
تدریجي توګه ساینسي کشفیات او پرمختګونه بشپړه شوي دي.
نو د کرونا ویروس واکسین جوړول به هم لږ وخت
ونیسي. ځکه تر اوسه پورې لا هم کرونا ویروس په ټوله مانا ندی پیژندل شوی. د کرونا
ویروس اړوند کوم څه چې وړاندې کیږي، ډېری یې یوازي تیوري ګانې دي. ډېری معلومات چې
د نړیوال روغتیايي سازمان له لورې خپاره شوي، بیرته رد شوي دي. ځکه وروسته تجربو
بل څه ښودلي دي.
دا هم امکان نلري، چې ساینس دې د کرونا ویروس
په مخنیوي کې پاتي راشي، مګر دا هم امکان نلري، چې دا کار دې په یوه ورځ یا یوه
میاشت کې وشي. همدااوس ټوله نړۍ د کرونا ویروس د واکسین په جوړولو لګیا ده، خو
بریالی آزمایښت یې لا ندی ترسره کړی.
خو د واکسین تر جوړولو وړاندي د دې ویروس د
مخنیوي لپاره یوازینۍ لار کرنتین دی. چې همدااوس د نړۍ ټول ښارونه کرنتین شوي دي. دا
چې کرنتین د هوا له پاکوالي او د ځمکې د تودوخې درجې له کموالي سره مرسته کوي.
حتمي دا مانا نلري، چې دا ویروس مصنوعي رامنځته شوی ترڅو ښارونه کرنتین شي. ممکن
ویروس طبیعي واوسي، خو وروسته دولتونه له دې فرصت څخه د ګټې اخیستني هڅه وکړي.