وروستي خبرونه
ZhwandoonMay 8, 2020
901.jpg

2360

ژباړه: رحمت الله محمد

د ستړیا احساس په نړۍ کې له شلو تر پنځویشت سلنو خلکو کې شته. د ستړیا احساس د اړوند هېواد په شرایطو پوري اړه لري. په هغو هېوادونو کې چې جګړه روانه وي، یا زلزلي ډېري کیږي او یا هم اقتصادې ستونزې موجودي وي، هلته لوړه فیصدي خلک د ستړیا احساس کوي.

د دې جملي څخه یو هم افغانستان دی چي له څلور لسیزو راهیسي جګړه په کې روانه ده او ډېری خلک یې له اقتصادي ستونزو څخه ځوریږي.

نن د ستړیا د دې احساس د له منځه وړلو لپاره اته لارې درته وړاندي کوو، په دې کارونو سره کولای شئ، خپل د ستړیا احساس له منځه یوسئ.

۱- په خپلو هواسو تمرکز ولرئ. کله چې تاسو د ستړیا احساس کوئ، نو ډېری منفي فکرونه مو ذهن ته راځي او ژوند درته سخته کوي. تاسو ډېری وخت د خواشینۍ، غوسي او ناهیلۍ احساس کوئ. په دې اړوند د اروا پوهني څېړني ښيي، چې په هواسو تمرکز درلودل ستاسو ذهن ته مثبت او انرژي ورکوونکي فکرونه راوړي. د همدې انسانان د ذهني آرامتیا لپاره ګټور تمامیږي.

۲- خندا وکړئ، ارواپوهني له نظره خندا د انسان د ستړیا احساس له منځه وړي. د هغه ترڅنګ خندا که څه هم هیڅ بیه نلري، خو د بدن دفاعي سیستم هم ورسره ځواکمن کیږي.

۳- ځانونه مه زنداني کوئ. ډېره ځانونه مه ګوښه کوئ. کله چې تاسو یوازې کیږي، نو ګڼ منفي او ناهیلي کوونکي فکرونه مو ذهن ته راځي. ډېر وخت له ښو ملګرو سره تیر کړئ او د ستونزي په مهال له هغوۍ څخه مرسته وغواړئ.

۴- بدګمانه او منفي فکر لرونکي خلک له خپل ژوند څخه وباسئ. تاسو باید د دې توانايي ولرئ، تر څو منفي افکار په مثبتو تبدیل کړئ. کله چې تاسو پخپل ژوند کې بدګمانه او منفي فکر لرونکي کسان حذب کوئ، ستاسو منفي افکارو پاتي کېدلو ته نوره بهانه نه جوړیږي. د هغوۍ په ځای مثبت فکر لرونکي او اعتمادي کسان خپل ژوند ته راولئ، له دې سره به ستاسو ذهن ته مثبت او انرژي ورکوونکي افکار راشي.

۵- ګټور خواړه وخورئ. ویټامین D کولای شي، ستاسو ستړیا احساس او ډېري نورې ناروغۍ له منځه یوسي. هره ورځ داسي خواړه وخورئ، چې ویټامین ډې او نور اړین ويټامینونه ولري.

۶-  ورزش وکړئ. که څه هم د ستړیا په مهال ورزش کول ستونزمن کار دی. خو بیا هم د ستړیا د لرې کولو په موخه پرلپسي منظم ورزش وکړئ. دا کار به له تاسو سره د مثبت فکرونو په رامنځته کولو او ستړیا په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

۷- د خپلي خوښي کارونه وکړئ. که څه هم په ژوند کې کارونه ډېر وي. خو د ټولو د ترسره کولو توقع مه لرئ. د هغه ترڅنګ د خپلي خوښي کارونه په رضاکارنه توګه وکړئ او یا هم د خپلي دندې لپاره داسي ځای وټاکئ، چي ستاسو د خوښي وړ وي.

۸- باغباني وکړئ، که څه هم تاسو ممکن باغ ونلرئ. خو بیا هم پخپلو کورونو کې ونې کښېنوئ او وخت په وخت اوبه ورکړئ. د هغه ترڅنګ شنو ځایونو ته ولاړ سئ او د طبیعت له ښکلا څخه خوند وخلئ.

د دې اتو ټکو په عملي کولو سره تاسو د ستړیا احساس له منځه وړئ، تاسو په بشپړه توګه په یو با انرژي انسان بدلیږي. د یادوني وړ ده چي ستاسو ډېری انرژي ستاسو منفي فکرونه له منځه وړي. مګر برعکس مثبت فکرونه تاسو ته انرژي درکوي.


ZhwandoonMay 8, 2020
900-1024x768.jpg

2650

هغه ناروغان چې تنفسي سیستم کې ستونزه لري او یا هم ساه په سم ډول نشي اخیستلای، د هغوي لپاره له مخکې لا یو ډول آلو شتون درلود، تر څو له ناروغانو سره د تنفس په کولو کې مرسته وکړي.

خو دا آلې به مخکې په زیات وخت کې جوړیدي او قیمت یې هم ۳۰۰۰۰ زره امریکايي ډالر وو، خو په تیرو څو میاشتو کې د کورونا ویرس له خپریدو سره سم دغو آلو ته په ټوله نړۍ کې په بې ساري ډول آړتیا زیاته شوي ده ، نو له دې امله د امریکا په نیویارک ایالت کې میشت د بایس تکنالوژیس په نوم یو شرکت دا ځل داسي آلې جوړي کړي دي چې قیمت یې هم ۵۰۰۰ ډالر ده او په کم وخت کې د ډیرو دغو الو د تولید امکان هم شته.

دا الې چې د Spiro wave په نوم یادیږي د یوي میاشتي په لړ کې طراحي او تولید شوي دي.

دا آلې د کووید ۱۹ ناروغۍ له ناروغانو سره مرسته کوي تر څو ساه واخلي او ژوندي پاتي شي. خو مخکې د دغو آلو قیمتونه ډیر لوړ وو او په هر ځاي کې ترې ګټه اخیستل سخت وو، خو د دې شرکت د کارکوونکو په خبره چې دا نوي ډول آلې به په هر ځای کې په مناسب قیمت پیدا شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د غذا او درملو اداري د دغو آلو کارولو لپاره یاد شرکت ته اجازه ورکړي ده. او د یاد شرکت د مسؤولینو په خبره چې ډیر ژر به دا آلې د نړۍ نورو هیوادونو ته هم صادري کړي.


ZhwandoonMay 8, 2020
899.jpg

4190

په دې وروستیو کې د حافظي کمزورتیا یوازي تر سپین ږیرو پوري محدوده نه ده. بلکي ډیری ځوانان هم د حافظي له کمزورتیا شکایت لري. دا دلیل نشي کېدای چي د عمر په تیریدو سره حافظه کمزوري کیږي، خو دا دلیل نشي کېدای ځکه داسي لاري هم شته چي خپله حافظه باندي قوي کړو.

۱- فکر وکړئ، د فکر په کولو سره تاسو خپل درک او حافظه قوي کولای شئ. تفکر ستاسو حافظه دوامداره فعاله ساتي. هغه معلومات چي ستاسو هر وخت په کاریږي، په فعاله حافظه کې ساتل کیږي، هغه معلومات چي مو کله کله په کار کیږي، هغه په اوږد مهاله حافظه کې ساتل کیږي، چي د استفادي په مهال له لږ ځنډ وروسته در یادیږي. خو هغه معلومات چي اصلا مو ډېر نه په کار کیږي، مغز یې له منځه وړي.

۲- ورزش وکړئ، ساینسي څیړنو ښودلي چي ورزش د حافظي له قوت سره مرسته کوي. کله چي تاسو سالم بدن ولرئ او د بدن ټول غړي مو سالم وي، نو په هغه صورت کې ستاسو حافظه هم قوي وي. خو د ورزش کولو لپاره مو باید تمرینات ډېر منظم او د یو پلان له مخي وي.

۳- فکري لوبي وکړئ، داسي لوبي ترسره کړئ چي تاسو فکر کولو ته وهڅوي او د تفکر پروسه ستاسو په ذهن کې فعاله وساتي. د بیلګي په توګه د شطرنج لوبه ترسره کړئ.

۴- ډېر خوب وکړئ، د دې لپاره چي حافظه مو تثبیت شي، نو ډېر ویده شئ. ساینسي څیړنو ښودلي چي بي خوبي د حافظي د کمزورتیا لامل کیږي. نو هر څومره چي استراحت کوئ او خوب کوئ نو تاسو به نورمال یاستی.

۵- د ورځي مهم خبرونه او معلومات په خپله حافظه کې ثبت کړئ،دا کار ستاسو د حافظي له قوت سره مرسته کوي.

۶- طبیعت ته ولاړ شئ، د شني فضا له لیدلو خوند واخلئ او د هغه ترڅنګ ځیني طبیعي بوټي او درمل د حافظي د قوت لپاره ګټور تمامیږي.

۷- په پارکینګ کې خپل موټر ژر پیدا کړئ، کله چي په یو بیروبار لرونکي پارکینګ کې خپل موټر دروئ، نو ژر یې پیدا کړئ. دا کار ډېر ځله ترسره کړئ.

۸- ګلان بوی کړئ، د ګلانو بویول هم د حافظي له قوت سره مرسته کوي او تاسو ته په ذهني لحاظ آرمتیا دربښي.

۹- نوي ژبه زده کړئ، دا هم ستاسو د حافظي له قوت سره په بیساري توګه مرسته کوي.

 د دې ټکو په نظر کې نیولو سره مو حافظه قوي کیږي. نو دا تکي په نظر کې ونیسئ او دا کارونه ترسره کړئ.  



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008