وروستي خبرونه

2020 May 7

ZhwandoonMay 7, 2020
897-1024x691.jpg

4530

د ناشتي سره د هوږي خوړل یو کورنۍ نسخه بلل کیږي. تر اوسه پوري په بیساري توګه ګټور ثابت شوي او ډیری خلک ورڅخه استفاده هم کوي. تجربو ښودلي که چیرته هوږه په تشه خوا له ناشتي سره وخوړل شي، د طبیعي انټي بیوټک په څېر دي.

هوږه د Allicin درلودونکي دي، چي قوي ضد باکتریايي تاثیرات لري. د عفونت د درمان لپاره ترټولو ګټور تمامیدلای شي. په خالي ګېډه د هوږي خوړل د مختلفو ناروغیو لپاره ګټور تمامیږي. څېړنو ښودلي چي هوږه په بدن کې د طبیعي انټي بیوټیک په څېر عمل کوي، دا کار هغه وخت کېدای شي چي په تشه خوا یې وخورئ.

هوږه د مثاني او کلمو د درمان لپاره هم تر ټولو بهترین خواړه دي، چي د اسهال په مهال درسره مرسته کوي. د هغه ترڅنګ هوږه ستاسو اشتیاه خلاصوي، د خواړو په هضم او د فشار په کنټرول کې مرسته درسره کوي. هوږه د بدن د تنفسي سیستم لپاره هم ګټوره ده. د ټوخۍ، ذکام او نورو تنفسي ناروغیو په درمان کې هم ګټور تمامیږي.

تر ټولو مهم دا چي هوږه د بدن د دفاعي سیستم د قوت لپاره طبیعي انټي بیوټیک دي او په ژمي کې ډیری وخت ماشومانو ته ورکول کیږي، ترڅو د انفلونزا ناروغۍ څخه وژغورل شي او د یخ په وړاندي مقاومت وکړي. که چیرته هر سهار هوږه په خالي ګېډه وخورئ، نو له ګټو څخه به یې تر ټولو زیات برخمن شئ.

هغه کسان چي عصبي ناروغۍ لري، د هغوۍ لپاره هم د هوږې خوړل ګټور دي. د حافظي د کمزوري کولو په مهال او د آلزایمیر د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم له هوږي څخه کار اخیستلای شئ. د ویني پاکوالي لپاره هم هوږه ګټوره تمامیږي. که چیرته تاسو په ورځ کې یوه بوټه هوږه وخورئ، نو د ویني د کلسټرولو په کنټرول کې به په بیساري توګه مرسته درسره وکړي.

د هوږي د خوړلو په مهال ځان ډاډمن کړئ، چي هوږه تازه ده. ځکه که چیرته هوږه باندي وخت تیرشي نو د allicin ترکیبات په کې کمیږي، چي د بدن لپاره یې ګټه هم کمیږي. که چیرته مو د هوږي پوستکی واړول نو اضافه برخه یې هڅه وکړئ، په یخچال کې وساتئ. ځکه هغه ضد باکتریايي خاصیت لري او د ناروغیو په مخنیوي کې په بیساري توګه ګټوره تمامیږي.

کله مو چي هوږي پوستکی واړول نو لمړی يې په کوچنیو ټوټو وویشئ او بیا یې وخورئ. که چیرته ډېر وخورئ، ممکن ستاسو د بدن د دفاعي سیستم لپاره زیانمن او ټکان ورکوونکی تمام شي او ناروغ مو کړي. د هغه ترڅنګ هڅه وکړئ له یو ګیلاس اوبو سره یې وخورئ، ځکه د هوږي خوند لږ څه تریخ دی.

د هغه ترڅنګ په دې وروستیو کې ډیری خلک د کرونا له ویروس څخه هم ویره لري. څرنګه چي د هوږي خوراک د بدن دفاعي سیستم قوي کوي. نو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هم هوږه ګتوره تمامیږي او د دې ویروس په وړاندي ستاسو د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.  


ZhwandoonMay 7, 2020
896.jpg

2680

همدا اوس څه احساس لری؟ ښه یاست که بد؟ اجازه راکړئ یوه بله پوښتنه هم درنه وکړم، نن ورځ مو څنګه پيل کړې؟ که تاسې ښه یاست، حتمي به مو ورځ هم ښه پيل کړې وي، که تاسې ښه نه یاست، ټوله ورځ به مو ګډوډه وي. دا چې زموږ  ښه او بد چلند زموږ  پر ژوند دومره ژور اغېز لري، بيا نو څنګه هڅه نه کوو چې چلند مو ورځ تر بلې ښه کړو؟

له شخصي کړنو  پرته زموږ د چاپېریال یا شاوخوا کړنې زموږ په کنټرول کې نه دي، نو مهمه هم نه ده چې څنګه مخ ته ځي یا څنګه ژوند کوي. ځينې وختونه له داسې خلکو سره مخ کېږی چې تاسې ته ازار درکوي، دا وخت ممکنه ده ستاسې چلند تغير وکړي یا په اصطلاح د هغوی د چلند په مقابل کې تاسې هم د هغوی مخالف برخورد وکړی.

په همدې مقاله کې غواړو  هغه لارې چارې در وپېژنو چې له نورو سره ستاسې د بد چلند په مخنيوي یا په اصطلاح پر هغو د کنټرول لرلو کې درسره مرسته کوي.

څنګه مو خپل بد چلند کنټرول کړو؟ تر اوسه مو دې ته پام کړی چې څو ځله مو یوڅه مخ ته راغلي او ستاسې د بد چلند سبب شوي؟

که غواړی چې همدا څه یا د بد چلند لامل مو وپېژنی، کېدای شي دا شيان مو ذهن ته راشي:

کله مو چې د شپې خوب نه وي کړی

کله چې هوا سمه نه وي

کله چې په ساعتونو په لارو کې بند پاتې وی

کله مو چې همکار  ښه کس نه وي

کله چې یوڅوک درناوی نه درته کوي.

او ډېر نور کېدای شي داسې مسایل وي چې هغه ستاسې د بد برخورد یا د حواسو د ګډوډېدو لامل شي.

بدې پېښې تل پېښېدونکې دي او  ژوند هغسې لکه موږ یې چې غواړو، سل په سلو مخ ته نه ځي. حتی د نړۍ تر ټولو خوشاله، شتمنو او بریاليو کسانو هم داسې پېښې ليدلې چې هغوی ترې ځورېدلي دي.

د هر کار د ښه والي لپاره مجبور  یو چې لومړی د هغه په اړه پوه شو. که غواړو چې پر خپل بد حالت کنټرول ولرو، نو لومړی باید د هغه رامنځته کېدونکی لامل وپېژنو.

د بدو پېښو رامنځته کېدل اصًلا بد نه دي، بلکې باید پوه شو څو له هغو شيانو ځان وساتو چې زموږ د بد چلند لامل کېږي.

دا په یاد لری چې کېدای شي بد احساسات مو ګټور وي، هغه څه چې ستونزې پيداکوي د احساساتو تجربه کول نه دي، بلکې په هغه کې د اوږد وخت لپاره پاتې کېدل بد حالت دی.

هغه کار چې باید سرته یې ورسوی، کنټرول یې کړی. مانا دا چې سرته یې ورسوی، څو مو ورسره بد حالت یا چلند هم له منځه لاړ شي. د دغه کار لپاره یوازې دا هم کاپي ده چې له ځان سره د یاددښت کتابچه ولری او ټول هغه څه پکې یاداښت کړی چې غواړی راتلونکو دوو اونيو کې یې سرته ورسوی.

په یاد لری د دغه کار سرته رسول د بدې تجربې له تجربه کولو بد نه دي، بلکې له دې مو موخه یوازې د خپلې پوهې او تجربې زیاتول دي.

ځکه یوازینۍ هغه لاره چې موږ  په بدو احساساتو کې له ډوبېدو بچ ساتي، هغه د همغو بدو احساساتو په اړه ډېر معلومات او پوهه درلودل دي.

څنګه له نورو سره ښه چلند وکړو؟ وروسته له هغې چې مو خپله پوهه د هغه په نسبت چې تاسې ناارامه کوي، زیاته کړه؛ باید پر بل ګام اخيستو تمرکز وکړئ.

بل ګام د خپلو لومړنيو غوښتنو تعقيبول دي. کېدای شي ځينې وختونه له خپلو نږدو ملګرو او دوستانو بد خبر واوری. خو پام مو وي،  احساساتي چلند ونه کړئ، ځکه زموږ  لومړنۍ غوښتنې تر هرّڅه مهمې دي، باید څو دقيقې حوصله وکړو او د خبرې هر اړخ ښه وسنجوو.

مهمه دا ده چې خپل احساسات کنټرول کړو او احساساتو ته مو اجازه ور نه کړو چې اړیکې مو خرابې کړي. که مو اړیکې ارزښتمنې او مهمې وي، په تونده لهجه خبرې مه کوی، حتی که په دغه کار سره تاسې ارامېږی هم.

د خپل چلند مهارول اسانه کار نه دی. دا هغه ځانګړنه ده چې ډېرې هڅې ته اړتيا لري. که مو خپل ځان ته وخت ورکړی او هغه تمرین کړی، پر هغه څه به لاسبري شی چې ستاسې د حواسو په کنټرول کې درسره مرسته کولای شي.

هغه کار چې تاسې یې باید د بدې پېښې په وخت کې سرته ورسوی، د ښو شيانو په اړه فکر کول دي. باید داسې کار وکړی چې ستاسې د مغز په ارامولو کې درسره مرسته وکړي. داسې موخه مو د ځان لپاره وټاکئ چې له لسو دقيقو زیات په بد حالت کې د پاتې کېدو اجازه در نه کړي.

ماتې مه منئ هېڅوک دا ادعا نه شی کولای چې مو تر اوسه یې کومه بده پېښه نه ده تجربه کړې. ژوند ناممکنه وړاندوېينه ده. تل داسې لټونه خوري چې د بدو پېښو د پېښېدو چانس پکې ډېر وي، خو هغه څه چې د ښو او بدو خلکو ترمنځ د توپير لامل کېږي، دا دي چې ښه له هغو یې په بد حالت کې نه پاتې کېږي او بد هغه یې په بد یا منفي حالت کې پاتې کېږي. ښه هغه یې ورځ تر بلې له بد حالت څخه د وتلو لارې چارې لټوي.

ژوند له هغې ډېر لنډ دی چې تاسې یې په بد حالت کې تېر کړی او له ښو هغو یې هېڅ خوند وانه خلی. بس نو تر هغه چې ژوندي یاست او ژوند کوی، کوښښ وکړئ چې ژوند مو ورځ تر بلې ښه شي. 


ZhwandoonMay 7, 2020
895.jpg

2960

ژباړه: رحمت الله محمد

په ۱۹۱۸م کال کې د دوهمي نړیوالي جګړي په مهال په سرتیرو کې ویروس پیل شو، چې وروسته یې نړیواله بڼه خپله کړه او په اسپانوي زکام مشهور شو.

ځینې څېړنې وایی چې دا ویرس لومړی د “کانسس” ایالت نه نیویارک او نورو ځایونو ته خپور شو او بیا امریکایی عسکرو اروپا ته انتقال کړ.

 دا ویروس چې د لمړۍ نړیوالي جګړي په مهال د فرانسي په پوځ کې هم خپور شو، داسي ویل کیدل چې دا په چین کې پیدا شوی او بیا نورو هېوادونو ته انتقال شوی، خو داسي شک هم وو چې دا ویروس په اتریش هېواد کې پيدا شوی دی.

د ۱۹۱۸م  کال په پېل کې ډاکټرانو دغه ناروغي کولرا- ټایفایډ (لویه تبه) ملاریا یا “نمونیا” ګڼله او مریض ته به يې د انفکشن دارو ورکول. خو د مریض له پوزې، غوږونو او کولمو نه به وینې راوتلې. او ځینو به بیا ساه نشوای اخیستلای. نو دا دارو ورته لا زیانمن شو، او  اخر د ناروغانو شمېر دومره زیات شو چې روغتیا پالان ورته نشوای رسېدلی. د مړو خښولو څوک پاتې نه و او په لویو کندو کې به یې بې کفنه خښول.
د اسپانوي زکام له امله له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ میلیونه پورې کسان ووژل شول، چې هغه وخت یې د نړۍ ۳ سلنه وګړي تشکیلول. تر ټولو زیات خلک هند کې ۱۲-۱۷ میلیونه، چین ۸-۹ میلیونه، اندونیزیا یونیم میلیون، ایران یو نیم میلیون، امریکا ۵-۷ لکه، بریتانیا ۲ لکه، جاپان ۴ لکه، فرانسه ۴ لکه، ګهانا یو لک او په برازیل کې ۳ لکه خلک مړه شول. همدارنګه په اسپانیا کې دوه لکه او ۶۰ زره خلکو په دغه وبا کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۱۸م کال تر پایه د دې وبا زور کم شو او له کبله يې جنګ هم ژر ختم شو ځکه چې دا وبا د دواړو لوریو په پوځیانو کې هم خپره شوه، او زیات پوځیان د دې وبا له امله مړه کیدل.
په تیرو سلو کالو کې د دغې وبا په اړه د امریکا او اروپایي هېوادونو سربیره په چین کې هم څېړنې وشوې چې پکې د وبا دویم پړاو د لومړني نه زیات وژونکی وګڼل شو ځکه چې په دوهم پړاو کې ویروس خپله بڼه بدله کړي او لا زیات توان یې پیدا کړی وو.
د دې ویروس دوهمه بڼه هم په همدي ۱۹۱۸م کال کې پیل شوه، په دې دوره کې دا ویروس لا زیات قوي شوی وو.

دې ویروس په خپله لمړۍ دوره کې زیات هغه کسان ووژل څوک چې به له مخکې ناروغ وو او یا یې د ډېر عمر لرونکې کسان وژل. خو په دوهمه دوره کې چې په امریکا او اروپا کې پیل شوه، لا زیات توان موندلی وو، او په دې دوره کې یې زیات ځوانان ووژل.
دا ویروس چې سل کاله وړاندې په نړۍ کې خپور شوی وو، هغه وخت هم داسي فکر کېده چې دا ویروس یو پلان شوی ویروس دی. او هغه ته ورته حالت اوس هم دی، ځکه خلک اوس هم فکر کوي چې کووید ۱۹ هم یوه پلان شوي ناروغي ده.


ZhwandoonMay 7, 2020
894.jpg

960

د پېښو په چارو کې د حکومت وزارت ویلي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سختو سېلابونو نږدې اووه زره کورنیو ته مالي زیانونه اړولي. د یاد وزارت په وینا تر دې دمه په ۲۵ ولایتونو کې، ۶ زره کورنیو ته لاسرسی موندلی څو لومړنۍ مرستې ورسره وکړي. په ورته مهال بیا د سمنګان والي ویلي، د وی اندېښمن دي چې د یاد ولایت په ځینو برخو کې به سیلابونه ګڼ شمېر کرنیزو ځمکو ته زیان واړوي


ZhwandoonMay 7, 2020
893-1024x576.jpg

1150

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، افغان حکومت دې د ایراني عسکرو د جنایت پلټنه وکړي، په وینا یې یادې مسلې سخت خواشینی کړی چې د نه بښلو جنایت دی. پمپیو له افغان حکومت غوښتنه کړې، چې یاده مسله دې په جدیت وڅیړي او له عاملینو سره دې حساب وشي. په ورته مهال اروپایي ټولنې هم د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لورې د افغان مسافرو وهل ډبول او بیا سیند ته غورځولو باندې خواشني څرګنده کړې او له افغان حکومت یې غوښتنه کړې څو هر اړخیزه څېړنه تر سره کړي، یادې ټولنې له دغه هېواده د افغانان کډوالو په بېرته ستنېدو کې افغان حکومت ته د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړی.

مایک پمپیو په داسې مهال د ایراني پوله ساتو څواکونو له لورې د افغان مسافرو وژل غندي چې وړمه ورځ امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلس هم ویلي وو، چې ایراني عسکرو په یادې وژنې یو لوی جنایت کړی او باید دغه وحشتناکه کړنه په دقیقه توګه وڅېړل شي


ZhwandoonMay 7, 2020
892.jpg

800

د سولې په برخه کې د دولت وزیرعبدالسلام رحیمي د ولایتي شورا له رییسانو سره په ویډیويي کنفرانس کې ویلي، په ولایتونو کې به د سولې په برخه کې سیمه ییز دفترونه پرانیزي په وینا یې د دې دفترونو په پرانېستې سره هڅه کوي چې د سولې په برخه کې د خلکو ونډه لا زیاته شي.

رحیمي ویلي، د سیمه‌ییزو دفترونو په پرانېستو سره غواړي په ولایتونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي. په ورته مهال د سولې او تاوتریخوالي انسټیټیوټ مرستیال حکمت الله اعظمي ویلي، د سولې په برخه کې ملي اقداماتو ته اړتیا ده، نه د ولایتونو په کچه، په خبره یې د ولایتونو په سطحه د دفترونو پرانستل به زیات اغیزمن نه وي. سلام رحیمي په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې ولسمشر غني هم د یاد بهیر پر روښانتیا ټینګار کړی وو او ویلي یې وو چې د سولې بهیر باید د خلکو په سلا مشهورو مخته لاړ شي


ZhwandoonMay 7, 2020
891.jpg

1560

دې وروستیو کې د وارداتي برېښنا پر پایو د پرلپسې بریدونو په غبرګون کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو نیوکه کړې، چې د برېښنا پر دغو تاسیساتو شویو بریدونو کې د تېلو مافیا لاس لري.

د دوی په خبره یو شمېر مافیايي کړۍ چې غواړي د تېلو پلور لپاره یې بازار پیدا شي، د برېښنا پر کارکوونکو او تاسیساتو بریدونه کوي. د برېښنا شرکت هم پر دغو تاسیساتو او کارکوونکو شوي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي او په دې اړه یې له حکومته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې.

ولسي وګړو هم د روژې په روانه میاشت او قرنطین کې د برېښنا پرچاوۍ اندېښمن کړي او له حکومت څخه غواړي، چې د شته ستونزو په هوارۍ کې دې جدي ګامونه پورته کړي. د کورنیو چارو وزارت بیا ډاډ ورکړی، چې دغه موضوع یې په جدي ډول تر څېړنې لاندې نیولې ده.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008