د ایران ولسمشر حسن روحانې د کورونا وبا د مخنیوي له مسوولو چارواکو سره د ویډیویې کنفرانس له لارې ویلي، د هغو سیمو جوماتونه به بیرته پرانیزې چې د کرونا وبا خطر په کې کم تر سترګو کیږي. روحانې زیاته کړي، چې د ایران په 132 ولسوالیو کې جوماتونه سبا بېرته پرانیستل شي.
هغه همداراز ویلي، چې د کرونا وبا پرضد د مبارزې موظفه کمېټه د روانې مې میاشتې په 15 مه نېټه د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه هم غور وکړي. ایران چې د کورنا وبا له امله سخت ځپل شوی، جوماتونه يې د مارچ میاشتې په لومړیو کې بند شول. دغې هېواد کې تر دې دمه د کورونا وبا له امله له 6 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 97 زرو نه ډېر کسان پر دغې ناروغۍ اخته دي.