وروستي خبرونه
ZhwandoonMay 2, 2020
8401.jpg

3140

يو ناڅاپه دفتر ته راننوت ؛ او یون صیب مې سترګې مې روښانه ، د زړه له اخلاصه یې غاړه راکړه، لومړی ځل و چې عارف افغان مې ولیده، خو داسې نه ښکارېده چې دا اول ځل وي ، لکه له کلونو چې ورسره ورپېژنم ، خوله یې له خندا ډکه وه، ما ورته وویل د علي وزیر مینه مې درباندې ماته شوه، په لاسونو یې زما لاسونه کېکاږل، وینه یې ګرمه وه عیناً لکه د ده خپله ولوله. ښه بنډار مو وکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملګرو احوال مې واخیست ، د لر او بر افغان وطن پر نن او راتلونکی مو د زړه خواله سره وکړل، بیا مې ورته وویل چې کابل ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري را روان دي، څنګه دې خوښه ده چې هغوی ته یو غټه ولسي غونډه ونیسو ؟ تاسې به هم حضور ولرئ ، ده ویل بېخي مې خوښه ده ، خو فکر نه کوم د پاکستان حکومت یې په اسانۍ پرېږدي ، ما وویل زه هم دا فکر کوم. بیا مې ده ته وویل ځه خو که د پي ټي ایم مشران ملګري راغلل، هغو ته به بله غونډه جوړه کړو اوس به موږ او تاسې خپل مجلس او د زړه خواله سره وکړو. ده وویل بېخي مې خوښه ده، سبا نه بل سبا مې وخت وټاکه ، دا مې هم ورته وویل دا غونډه خو به وکړو ، خو ګوره چې د پاکستان حکومت درته څه مشکل پیدا نه کړي؟ ده وویل ، زه لس ورځې په کور کې یم او میاشتې میاشتې په زندان کې ، زندان اوس زما لپاره داسې دی ، لکه تبلیغانو ته د تبلیغ دوره ؛ دوی چې تبلیغ ته لاړ نه شي زړه ېې طاقت نه کوي، زموږ ټولې کورنۍ په همدې مبارزه کې ژوند تېر کړی، که زه لږ شان شاته ته شم ، نو هغه تېرو مشرانو ته به څه وایم ؟ اوس مې هم یوه ګرده نه شته ، خو پنجابي ته ځان کمزوری نه ښیم، استاده ورځه پرې.

مازیګر مهال مې ورته وویل چې غونډه سبا نه بل سبا ته نه کوو ، سبا یې کوو، ما ویل دلته هم حالات داسې دي چې تر بل سبا کومه زړه بوږنوونکې حادثه و نه شي بیا به زموږ غونډه پاتې شي، ده وویل څه چې ستا خوښه وي، پر سبا مو ژوندون ټلوېزیون کې ورته غونډه جوړه کړه ، سړی داسې و غږېده ، لکه یو پوخ مقرر ، د خپل زړه ډېرې خبرې یې وکړې ، هره خبره یې پر ناستو کسانو داسې لګېده لکه ملهم ، د غونډې ګډونوالو عارف خان وزیر ډېر زیات وستایه ، د عزت لونګۍ یې ور په سر کړه، کله چې غونډه خلاصه شوه بیا خپل دفتر کې کېناستو ، ما ورته وویل چې خبرې خو ټولې ښې وې ، خو که ستا اجازه وي د حالاتو تقاضا دا ده چې ستا یو څه خبرې سانسور کړو ، ځکه دا خبرې کېدی شي ستا ژوند ته خطر پېښ کړي، ده وویل نه یون صیب احتیاط کوه ! زما خبرې کټ نه کړې ؛ نر په یوه ورځ پیدا او فناه دی ، داسې نه ده چې زه دا خبرې وکړم ما ته به خطر وي او که ویې نه کړم ، نو خطر به نه وي.

د (ای ایس ای ) چې هر چېرته پر ما لاس بر شي ما ژوندی نه پرېږدي ، دا چې خبر شي افغانستان ته تللی یم ، تا سره مې کتلي او عکس مې در سره اخیستی او نورو مشرانو سره مې کتلي ، نو پر زړه به یې تڼاکې وخېږي تڼاکې. ما خو غیر له هغې هم ژوندی نه پرېږدي خو کوم لوی ارمان چې ما درلود هغه پوره شو ؛ بې وېزې خپل کور ته راغلم ، کلله چې دې خوا راتلم ، نو هلته یو ملېشه راته رابرګ شو او را غږ یې کړ چې چېرې ځې؟ ما ویل ته څه پنجابی سپی یې ، ځم د خپل پلار وطن ته ، چې پرې ور منډه مې کړه ، نو دی راڅخه وتښتېد ، محسن داوړ او علي وزیر که په وېزه راځي هغوی خو څه سیاسي مجبوریانې لري ، زه خو یو قومي او ولسي سړی یم . دا مې د پلار نیکه وطن دی په وېزه ولې راشم؟ زما تخلص افغان دی ، ما خلکو ته ویلي چې زه وزیر نه یم ، زه افغان یم ، ما ته به عارف افغان وایې ، نه عارف وزیر، اوس چې دا څو ورځې خپل پلرني وطن کې خلاصې تڼۍ ګرځم ، نو دزړه ارمان مې پوره شو ، دا زما د زړه ارمان و چې زه د خپل پلار نیکه وطن ته لاړ شم او داسې په کې ارتې تڼۍ وګرځم، اوس نو که مړ هم شم ، ارمان مې پوره شوی ، د لوی افغانستان د جوړولو ارمان به نور راپسې تعقیبوي کنه. دا اوس چې زه بېرته لاړ شم ، نو کېدی شي راساً زندان ته لاړ شم او یا هم څو ورځې وروسته زندان ته لاړ شم ، زه اوس زندان سره داسې عادت شوی یم ، لکه یو تبلیغي چې پر تبلیغ روږدی شوی وي .
د عارف افغان ټولې وړاندوینې رښتیا شوې ، هغه څه موده وړاندې یو ځل بیا زنداني شو ، کله چې له زندانه را ووت ، نو د ظالم دښمن په ګولیو و ویشتل شو او د سختو ټپونو له امله د تل لپاره له موږه جلا شو، نور به نه هغه عارف وزیر وي ، نه به د هغه جګه شمله وي ، نه د هغه شخ برېتونه، نه هغه هسک سر او نه هغه مغرور پکول.عارف ورور مې لاړ ، عارف ورور مې سیند یووړ، هغه خو دلته په غونډه کې زما لاسونه جګ کړل ، ده به زړه کې ویل چې دا لاسونه به یو وخت زما ژغورنې ته را ورسېږي ، خو کله چې پر هغه د مرمیو باران وو ، زما لاسونه لنډ وو ، زما لاسونه مړاوي وو ، کله چې د هغه له رګونو وینه روانه وه ، زما وینه بېوسه وه، هغه ته و نه رسېدله ، د هغه رګونه بې روحه شول.
ای زما مټوره ، برېتوره او انداموره وروره ! ته خو د دردونو په مقابل کې کې سخت مقاوم وې ، خو دا ځل لکه چې دښمن د زهرو په ګولیو ویشتلی وې، څومره به په وجود تاو راتاو شوی یې ؟ څوک به دې سترګو ته ودرېدلي وي؟ خپل ورورنه ، عزیران ، د مبارزې ملګري؟ ای زما مبارزه ورروره ! ته خو د ګیلې او مایوسۍ سړی نه وې ، د مایوسۍ دا خبره خو به دې زړه کې نه وي ګرځېدلي چې:
پرېږدئ چې خړ سېلاب مې یوسي
په لامبوزن جانان مې ډېره نازېدمه
وروره پر مخه دې ژېړي ګلونه ، ګیله دې حق ده ، خو ګوره چې هلته دې لیدو ته درغلم مخ راڅخه وانړوې ، هماغسې غېږه به را کوې چې پر لومړي ځل دې راکړې وه ، تندی دې ښکلوم زما مبارزه وروره…





زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008