وروستي خبرونه

2020 May 1

ZhwandoonMay 1, 2020
837.jpg

5370

څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان ځنګلونو او ښکلي طبیعي چاپېریال ته سخت زیانونه اړولي دي . د نورستان ولایت ځنګلونو ته هم ډېر زیان اوښتی ، خو بیا هم غرونه لا هم په خپل خدایي غرور ولاړ دي او زیاته ځنګلیزه برخه یې تر دې دمه روغه پاتې ده. نورستان دومره طبیعي ښکلا لري چې د ځمکې پر مخ د جنت تمثیل او ننداره وړاندې کوي. اوس د ټو ل هېواد په کچه داسې لویه سیمه نه شته چې ټول هېوادوال دې هلته د تفریح لپاره لاړ شي ، خو نورستان داسې یوه سیمه ده چې د ټول افغانستان د یو تفریحي پارک حیثیت لري ، که پر دې سیمه لږ کار هم وشي د افغانستان لپاره به د یو ستر ملي او تفریحي پارک بڼه خپله کړي. ځکه خو جمهور رییس ته وړاندیز کوو چې دې سیمې ته ځانګړې او جدي پاملرنه وکړي .

د جمهور رییس ډاکتر محمد اشرف غنی سیاسي تګلوری او ټولنیز چلند به د چا خوښېږي او کنه ؟ دا یو بېل بحث دی، خو لکه څنګه چې دی خپله وایي (( هېواد سره لېونۍ مینه لرم))، دا خبره له حقیقته لرې نه ده. د دارالامان، پغمان، جبل السراج، چهلستون، تاجېګ ماڼیو، عیدګاه جومات او ګڼ شمېر نورو تاریخي ځایونو بیا رغونه یې د هېواد له ابادۍ سره د مینې څرګندې بېلګې دي. جمهور رییس غني خو وایي چې زه له هېواد او په تېره بیا د هېواد له ابادۍ سره لېونۍ مینه لرم خو زه بیا وایم چې زه د هېواد له ابادۍ او د ولس له سوکالۍ سره د عبادت تر سرحده مینه لرم ، نو ځکه خو د همدغې شریکې مینې پر اساس جمهور رییس ته وړاندیز کوم چې نورستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي ؛ د یو ځانګړي فرمان له لارې دې نورستان د افغانستان د یو ملي پارک په توګه منظور کړي.سر له همدا اوسه دې د دولت ټول اړوند ارګانونه راټول او دنده دې ورته وسپاري چې ژر تر ژره دې د نورستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره یو پراخ ماسټر پلان جوړ کړي. په دې ماسټر پلان کې باید د نورستان د لویو لارو او برېښنا بندونو جوړول، د ځنګلونو ساتنه، پالنه او پراختیا، د طبیعي چاپېریال خوندیتوب،د وړو هوایي ډګرونو جوړول، د مالدارۍ وده، د لبنیاتو تولیدات او نور پرمختیایي پلانونه شامل وي.سر له اوسه باید د نورستان ټولې لارې داسې کنترول شي چې له نورستان څخه د سترګو صلاحي لپاره هم لرګی بهر نه شي.

د ځنګلونو د غوڅولو په برخه کې باید داسې سزا و ټاکل شي چې د هېواد د جزا په قانون کې تر هغې بله سخته سزا نه وي.جمهور رییس باید تر ماسټر پلان وروسته په نورستان کې د پانګونې او پراختیا لپاره څو کورني ،سیمه ییز او نړیوال سیمینارونه جوړ کړي. نړیوال او بهر مېشتي افغانان باید و هڅول شي چې نورستان کې ځانګړې پانګونه وکړي.نورستان کې باید داسې کورونه او پارکونه جوړ شي چې یوازې تفریحي بڼه ولري او چاپېریال ته زیان پېښ نه کړي.د هر ولایت لپاره باید د همغه ولایت په نامه د تفریحي پارک لپاره یوه ځانګړې ساحه بېله او د همغه اړوند ولایت په بودجه دې ودانه شي.د تفریح پر مهال به دا سیمه د همغه ولایت د خلکو لپاره د لومړي تمځي او استوګنځي بڼه خپله کړي.

هر بهرمېشتی او کورمېشتی افغان چې وس لري باید دې ته و هڅول شي چې له سیمې او نړۍ څخه د تفریحي کورونو، هوټلونو او پارکونو لپاره ښکلې نقشې راوړي او نورستان کې دې پرې ځان ته ښکلي ځایونه جوړ کړي.بانکونه او هوټلونه باید د خپلو څانګو جوړولو ته و هڅول شي .

نورستان ددې ظرفیت لري چې یوازې د منرالي اوبو د تولید لسګونه فابریکې ولري. هر څوک چې په هره برخه کې پانګونه کوي باید د حکومت له خوا ورته ځمکه په وړبا ډول ور کړل شي او تر یو ټاکلي وخته له هر ډول مالیې څخه معاف شي.نورستان کې باید داسې فابریکو او کارونو ته اجازه ور نه کړای شي چې د سیمې ښکلي چاپېریال ، هوا او فضا ته زیان ورسوي. دولت باید نورستان د یونسکو سازمان د تاریخي او طبیعي میراثونو په نوملړ کې شامل کړي.لنډه دا چې د نورستان لپاره دا او دېته ورته نور کارونه کولای شي دا سیمه د ځمکې پر مه د یو ممثل جنت په توګه بدله کړي.

زه خو د همدغسې یو خیالي او بیا عملي جنت لپاره دعاګانې کوم ، خدای ج دې داسې وخت راولي چې زموږ دا دعاګانې قبولې شي او زه عملاً د خپل جنت وطن په غېږ کې خپل ځان او ټول هېوادوال ووینم. د همداسې یوې ورځې د لیدو په هیله.


ZhwandoonMay 1, 2020
835.jpg

2221

د ډاکتر اشرف غني غټه نیمګړتیا دا ده چې پر ځان بې ځایه غره دی، درباري غوړه مالان ترې راتاو دي، له هر چا څخه طرحه غواړي ، خو خپله بیا د یوې جدي او خطرناکې سیاسی موضوع پر وړاندې عملي طرحه نه لري.د ټیم جوړونې ظرفیت هم نه لري؛ یوازې دولتي امتیاز د ده پر محور د نامتجانسو افرادو د را ټولېدو سبب شوی دی، د ملي افرادو برخه په کې خواره ده.
همدا علت دی چې دده حکومتي او سیاسي سیالان ، دی وخت پر وخت له سختو ننګونو سره مخامخوي.
د ده د مقابل لوري د ټلوالې (نظار شورا) ماهیت او خصوصیت دا دی چې د پرله پسې او لایتناهي امتیازاتو غوښتنه کوي او د قدرت غوښتنې غریزه یې هېڅکله د خړوب برید ته نه رسېږي.
دې ډلې د تېر ګډوله حکومت په تعقیب دا دی یو ځل بیا له جمهور رییس غني څخه د داسې ډول واک وځواک د ور کړې غوښتنه کړې چې د نړۍ په هېڅ قانون کې یې ساری او مجوز نه شته. یوازې د لومړۍ مېرمنې پوست یې ځان ته نه دی منسوب کړی ، نور یې نو جمهور رییس غني ته څه نه دي پرې ایښي. ډاکتر عبدالله او ټیم یې داسې صلاحیتونه غوښتي چې نه په کې خدای ج ته ، نه د هغه رسول(ص) ته ، نه جمهور رییس ته، نه اساسي قانون ته، نه ملي شورا او نه هم عام ولس ته څه مسولیت ولري.
د دې ډول نامعیاره او لایتناهي غوښتنو یو علت دا دی چې دوی د کرزي صیب د واکمنۍ له پیله پر دې ډول امتیازونو روږدي شوي دي.بل علت یې دا دی چې اوس د غني په مشرۍ مقابل لوری له دوی څخه هېڅ ډول متضاده غوښتنه نه لري ؛ یوازې د دوی پر غوښتنې غور کوي ، نو دوی ځکه د خپلو غوښتنو کچه پورته کوي ، چې ځه خو که په دې نیولیک کې هر څومره غوښتنې ومنل شي بیا هم دوی په ګټه کې راځي.د دې ډول ناقانونه غوښتنو د مهار لپاره یوه لاره دا ده چې د دې ډول غوښتنو پر وړاندې متضادې ، خو قانوني غوښتنې کېښودل شي. نو که غني او نا متجانس ټیم یې غواړي د دوی غوښتنې کنټرول او دوی پر خپل ځای کېنوي، نو دغه لاندې او دې ته ورته نورې ولسي او قانوني غوښتې دې ور وړاندې کړي:
-عبدالله باید د خپلې پنځه کلنې کاري دورې راپور ولس ته وړاندې کړي : څومره لګښت او څومره خدمت؟
-عبدالله او ټیم یې باید د اضافي دولتي لګښتونو له امله څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
-د جمیعت، وحدت، نطار شورا او د دوی په ټلواله کې ټول شامل جنګسلاران باید محاکمه شي.
-پنجشېر، دایکندي او نور هفه اداري واحدونه چې د سیاسي فشار په نتیجه کې رامنځته شوي ، باید له قانون سره سم بېرته پخواني حالت ته لاړ شي.
-د محمد قسیم فهیم د مارشالۍ رتبه او نورې هغه ټولې پوځي رتبې چې په تېرو شلو کلونو کې د مقاومت په نامه په ناقانونه ډول د سیاسي زور او فشار له امله تنظیمي افرادو ته ور کړل شوي ، باید لغوه شي.
– د جهاد او مقاومت په نامه ناقانونه امتیازات باید ټول لغوه شي، هېچاته باید د دې اجازه ور نه کړای شي چې ځان ته خپله عناوین او القاب غوره کړي او پر هغو بیا نامشروع امتیازات تر لاسه کړي.
– د برهان الدین رباني د نیمواکه واکمنۍ پر مهال ټول رامنځته شوي اداري واحدونه باید بېرته خپل پخواني حالت ته وګرځول شي.
-د تنظیمي جنګسالارانو د قبرونو او تلینغونډو لپاره چې د بیت المال له خزانې څخه کوم لګښت شوی، د هغو پوښتنه باید وشي، عاملین یې څارنوالۍ ته ور پېژندل شي او اینده کې په بشپړه توګه د دا ډول لګښتونو مخه ونیول شي.
– تنظیمي او کورنۍ جنګونه اتلان نه لري ، ولس هغوی ته د جنګسالارانو په سترګه ګوري ، د احمد شاه مسعود او نورو ډلمشرانو په باب دې قضاوت د عام ولس نظر غوښتنې ته پرېښودل شي.
– د مقاومت په نامه کوم زماني بهیر چې تېرو شلو کلونو کې د امتیاز غوښتلو لپاره مطرح کېده ، دا د هېواد په تاریخ کې یو بدمرغه دوران دی ، باید د همدغه بدمرغه دوران په توګه یاد شي.
– د ټولو تنظیمي مشرانو او د هغوی د اړوندو قومندانانو ناقانونه پانګه دې ضبط او د بیت المال برخه دې شي.
– د ټولو هغو جنګسالارانو او حکومتي چارواکو هغه نامشروع پانګه دې بېرته د بیت المال برخه چې په تېرو شلو کلونو کې یې د سیاسي او دولتي زور په ناوړه کارونې سره تر لاسه کړې ده.
-د ټولو هغو اشخاصو سیاسي پاسپورتونه دې لغوه شي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په ناقانونه توګه تر لاسه کړي دي.
-هر چا چې په تېرو شلو کلونو کې له دولتي مقامونو څخه د سیمې ، قوم او سمت لپاره ناوړه ګټه اخیستي ، باید تشخیص او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
-هغه ګوندونه چې قومي ، ژبنۍ، مذهبي، سمتي اجنډا او محتوا لري بباید له قانون سره سم ژر تر ژره لغوه شي.
– په هېواد کې د ایران په پیسو جوړ د خاتم النبین مرکز، رسنۍ او نور تاسیسات دې د حکومت او بیت المال برخه شي.
-ټولې هغه رسنۍ او نور ارکانونه چې له بهرنیو سرچینو څخه په ناقانونه ډول خړوېږي باید وتړل شي ، وسایل او جایدادونه یې باید د بیت المال برخه شي.
-د کابل ښار د ورانۍ ټول مسولین او عاملین باید په ګوته او له سیاسي فعالیتونو بې برخې شي.
-د ټولو جنګي مجرمینو، غټو غلو اختطافګرو، قاچاق کوونکو او نورو ډول ډول جنایتکارانو لېست باید ترتیب او د رسنیو له لارې خپور شي ، ممنوع الخروج دې شي او له نړیوالو دې هم و غوښتل شي چې دې ډول اشخاصو ته د ورتګ احازه ور نه کړي.
– له نړیوالو باید د ټولو هغو افغانانو نوملړ تر لاسه شي چې په ناقانونه ډول یې د بیت المال پانګه غلا او بهر ته لېږدولې ده.
-ټولې امنیتي کمپنۍ باید و څېړل شي او له هغوی نه ، له هغوی سره د شتو او پټو وسلو پوښتنه وشي.
– د سولې پروسه باید په بشپړ ډول د جنګسالارانو له منګولو را بهر شي او د تېرو ترخو تجربو د تکرار مخه باید ونیول شي.
– هر څوک چې د اساسي قانون خلاف حرکت کوي باید د همدې اساسي قانون له محتوا سره سمه سزا پرې پلې شي.
دا او دېته ورته نورې غوښتنې کولای شي د ثبات او همپالنې( حقیقت کې نظار شورا)غوښتنې تر یوه بریده مهار کړي . ډاکتر ته مو مشوره همدا ده چې پښې ټینګې کړه ، د نظار شورا یو غوښتنه هم قانوني نه ده، دا اوسنۍ غوښتنې یې دومره خطرناکې دي چې که دې ور سره و منلې ،نو
نه تاته څه حیثیت او قدرت پاتې کېږي او نه افغانستان ته . د ثبات او همپالنې دا طرحه د ګندمک تر معاهدې هم ډېره خطرناکه ده او ته به په کې تر امیر محمد یعقوب خانه هم زیاته د تاریخ د تورې څېرې بڼه خپله کړې.موږ خپله غاړه خلاصه کړه.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008