وروستي خبرونه

2020 May

ZhwandoonMay 31, 2020
60.png

80

په دغه سیمه کې دوه کورنۍ چې خور او ورور دي، له تېر یوه کاله راهیسې د یوه نیالګۍ پرسر شوې شخړه یې د اختر په لومړۍ ورځ تازه کړې، چې په وسلواله نښته اوښتې او په کې درې تنه د یوې کورنۍ او درې تنه د بلې کورنۍ وژل شوي دي. یوه کورنۍ چې پلخمرۍ ته د عدالت غوښتنې لپاره راغلې، د حکومت له بې پامۍ د خپلو قاتلینو د نیولو په برخه کې شکایت کوي او وايي چې که یې څوک غږ وانه وري، نو د ولایت مخ ته به ځانونو ته اور واچوي. د ولایت مقام وايي هڅې روانې دي څو په دې وژنو کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګلوته یې وسپاري.

د بغلان ولایت د بنو ولسوالۍ په خوشدره سیمه کې د اختر په لومړۍ ورځ د یوه نیالګي په سر تر یوه کال وروسته شوې شخړه بیا را تازه او له امله یې ددوه کورنیو چې خپلوان هم دي شپږ تنه غړي وژل شوي دي . سیاه موی چې خاوند او دوه زامن یې وژل شوي پلخمري ښارته راغلي او له حکومته عدالت غواړي.

دې شخړه کې د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي د اختر د اولې ورځې دغه تریخ داستان بیانوي … دوی وايي چې تیری پرې شوی او د کورنۍ غړي يې بې ګناه وژل شوی او باید پوښتنه یې وشي .

شکور چې خپله او دوه زامن یې په دې شخړه کې وژل شوي کورنۍ یې ګیله کوي چې حکومت یې پوښتنه نده کړې ، نه یې ورته قاتلین نیولي اونه یې هم ددوی د ژوند د مخته وړلو لپاره څه کړي دي . میرویس چې پلار یې هم په دغه نښته کې وژل شوی وايي بخت ورسره یاري کړې او دی ژوندی پاتې کنه نو دوښمنانو یې دی هم واژه . دغه ماشوم وايي چې که حکومت یې پوښتنه ونه کړي نو د ولایت مقام مخ ته به ځان ته اور واچوي . نذیرنجم د بغلان د والي ویاند تایدوي چې د اختر په لومړۍ ورځ بنو ولسوالۍ کې د خوریانو او ماما د کورنۍ ترمنځ شخړه کې شپږ تنه ددواړو لورو وژل شوي خو وايي چې د بنو ولسوال ته ولایت مقام سپارښتنه کړي چې ملامت لوری دې ونیسي او د قانون منګلوته دې وسپاري.

دغه شخړه د بغلان په بنو ولسوالۍ کې چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابی ټاټوبی دی شوې. په بنو ، پلحصار او دهصلاح ولسوالۍ کې د شخصي دوښمنیو ترڅنګ سلګونه نامسووله وسله وال فعاله دي او د کورنیو چارو وزیر هم د ناتاید شوو راپورونو لمخې تیره پنجشنبه دغو ولسوالیو ته راغلی و څو شخصي دوښمنۍ حل او نامسووله وسله وال په خپلو کې جوړ کړي .

خبریال : نورګل اندړوال / بغلان


ZhwandoonMay 31, 2020
59.jpg

70

مشرانو جرګه وايي، د جګړې ښکېلې ډلې دې ژر تر ژره د نړیوالو په ضمانت کې مخامخ خبرې پیل کړي او سراسري اوربند دې اعلان کړي. سناتوران د حکومت او طالبانو ترمنځ په غیري رسیمي ډول د لس ورځني اوربند له غځولو ملاتړ وکړ او ټینګار يې وکړ، چې د خپلمنځي خبرو پیل پر وړاندې دې شته خنډونه لري شي. د جرګې غړي د ملي پخلاینې عالي شورا څخه غواړي، چې ژر له طالبانو سره د مذاکراتو میز ته کېني او خبرې دې پیل کړي. کابل ته د طالبانو تخنیکي پلاوي له راتګ او په زندانونو کې له طالب بندیانو سره تر لیدو – کتو او خوشي کېدو وروسته اوس د زندانیانو ازادېدو پر لړۍ چټکېدو ټینګار کېږي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، حکومت او طالبان دې د نړیوالې ټولنې په تضمین سره سرتاسري اوربند اعلان او له هغې وروسته دې پرته له ځنډه بین الافغاني خبرې پیل کړي. سناتورانو له اختر وروسته په غیري رسیمي توګه د اوربند له غځېدنې ملاتړ وکړ او په وینايي، د خپلمنځي خبرو پیل پر وړاندې دې هر ډول خنډونه لرې کړی شي. د جرګې غړي پر ملي پخلاینې عالي شورا غږ کوي، چې ژر له طالبانو سره د مذاکراتو میز ته کېني او د سولې له رامنځته شوي فرصته دې بشپړه ګټه واخلي. د ملي روغې – جوړې عالي شورا بیا ویلي، چې د اوربند غځېدو او د بندیانو تبادلې د سولې بین الافغاني خبرو ته ښه زمېنه برابره کړې او د حکومت مذاکره کوونکي پلاوي له طالبانو سره خپلمنځي خبرو پیل ته په هر شېبه کې چمتو دی.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonMay 31, 2020
58-1024x768.jpg

40

وروسته له هغې چې د عامې روغتیا وزارت د کورونا درملو د جوړولو ادعا کوونکي د فعالیت چارې وځنډولې، یو شمېر ولسي وګړو درېیمه حوزه کې په لاریون لاس پورې کړ او د نوموړي د چارو د بېرته پېلیدو غوښتنه یې کوله. د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو هم د نوموړي د چارو پر بیا پیل ټینګار وکړ. خو د عامې روغتیا وزارت بیا له خلکو وغوښتل چې پرته له ارزونې دې د دغو درملو له کارولو ډډه وکړي؛ ځکه په وینا یې نه یواځې دا چې کلینک یې د فعالیت جواز نه لري، بلکې د عملي طبي کسان هم په کې شتون نه لري، خو د کورونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ بیا ژوندون ته په لېږل شوې اعلامیه کې د عامې روغتیا وزارت دغه ادعا رد کړې او یادونه یې کړې، چې تر دا مهاله یې په درملو د ۵ سوه لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون ۳۸ زره کسان رغېدلي دي.

کورونا هغه ویروس دی، چې تر اوسه یې نړۍ د درملو او یا واکسین په جوړولو کې پاتې راغلی. هېواد کې د وروستیو اوونیو په څو ورځو کې یو افغان طبیب حکیم محمد الکوزي ادعا کړې چې د کورونا داسې درمل یې له طبي بوټو څخه جوړ کړي، چې په دوه ساعتونو کې پرې انسان له کورونا څخه رغیږي. خو د عامې روغتیا وزارت د دغو درملو له وړلو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د څو دلایلو په ښودلو د نوموړي د فعالیت چارې وځنډولې. دلته یو شمېر ځايي خلکو بیا د دغو چارو د ځنډ په غبرګون کې لارو- کوڅو ته راوتلي، څو نوموړي حکیم ته بېرته د فعالیت د پیل اجازه ورکړل شي. دلته هغه خلک هم راغلي، چې تر دې وړاندې یې د کورونا ټېسټ مثبت ښودل شوی وو، خو د دغه حکیم د درملو په خوړولو یې رغون موندلی دی. د دغو چارو یو شمېر چارونکي بیا د عامې روغتیا پر وزارت د بې کفایتۍ تور پورې کړی، چې په وینا یې د درملو د ماهیت پرځای یې د کلینک د جواز پسې راخیستې ده.

په ولسي جرګه کې یو شمېر استازي هم له افغان حکومته غواړي، چې د شخص پرځای دې د درملو ماهیت مالوم کړي. د دوی په وینا دغو درملو پر خلکو مثبت تاثیر کړی، نو په خبره یې باید هر څه ژر یې بېرته د فعالیت چارې پیل شي. خو د عامې روغتیا وزارت بیا له خلکو وغوښتل چې پرته له ارزونې دې د دغو درملو له کارولو ډډه وکړي. دوی یې لامل د کلینک د فعالیت جواز نه شتون، د غیر مسلکي کسانو فعالیت او د درملو ماهیت نه مالومېدل په ګوته کړي دي.

خو د کورونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ بیا ژوندون ته په لېږل شوې اعلامیه کې د عامې روغتیا وزارت دغه ادعا رد کړې او یادونه یې کړې، چې تر دا مهاله یې په درملو د ۵ سوه لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون ۳۸ زره کسان رغېدلي دي.

که څه هم د دغو درملو په منلو او منلو کې خلک په دوو برخو ویشل شوي، خو ډېری یې په دې باور دي، چې باید د عامې روغتیا وزارت د درملو ماهیت مالوم او خلکو ته یې ښه توب او یا بدوالی په ډاګیزه بڼه روښانه کړي.

خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonMay 31, 2020
57.jpg

40

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو فرمان لاسلېک کړ، په یاد فرمان کې یې ټولنیزو شبکو ته اخطار ورکړی. هغه تر دې وړاندې هم یو ځل د ځینو لویو ټولنیزو شبکو د بندولو ګواښ کړی وو. ځکه د ده په خبره چې یادي ټولنیزي شبکي د محافظه کارو غږ بندوي.

ټرمپ هغه وخت ټولنیزو رسنیو ته لا غوسه شو چې ټویټر د مې میاشتي په ۲۶ نېته د سه شنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ ټویټونو ته د (Fact Check) نښان ولګاوه، فکټ چک نښان هغه وخت یوه ټویټ ته لګیږي چې د هغه د ريښتیا او دروغو مالوم کړي.

ټرمپ یاد فرمان په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک کړ، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: “د امریکا په تاریخ کې د بیان ازادي له ستر ګواښ سره مخ ده، او مونږ نن دلته د همدي لپاره مبارزه کوو، د خواله رسنیو د ګوتو په شمېر او ځواکمنې شبکې او شرکتونه په امریکا کې د خصوصي او عمومي اړیکو لویه برخه کنټرولوي.”

امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې حکومت تمه لري دا حکم به بالاخره د ټویټر او فیسبوک په ګډون د دغو شرکتونو پر چارو د لا ډېر څار او د نويو مقرراتو پلي کولو ته لار برابره کړي.

تمه کیږي دا فرمان له ننګونو سره مخ شي.

په دا مهال حقوقپوهان پر سترو ټیکنالوجیکو شبکو د دې امر پر پلي کولو هم شک لري.

د قانون د ۲۳۰مادې پر بنسټ، ټولنیزې شبکې په بنسټیز ډول د هغې منځپانګې مسؤل نه دي چې کارونکي یې خپروي، خو د ښه نیت لپاره ځینې پوسټونه بندولی شي؛ لکه بدې، ازاروونکې او تاوتریخجنې صحنې لرې کړي.

خو ټرمپ بیا د امریکا له کانګرس څخه د دغي مادي د بدلولو غوښتنه کړې ده. چې د ټولنیزو رسنیو له لورې له سخت غبرګون سره مخ شو.

ټویټر: ۲۳۰مه ماده په امریکا کې د بیان ازادي او نوښت ساتي او په ډیموکراټیکو ارزښتونو تکیه کوي.

ګوګل- چې د یوټیوب څښتن هم دی: د ۲۳۰مې مادې بدلون”د امریکا اقتصاد او د انټرنیټ ازادۍ کې د هغې نړیوال مشرتابه زیان رسوي”

د فسبوک مشر مارک زاکربرګ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي د یوې خواله رسنۍ سانسورول د هغه حکومت مناسب ګام نه دی چې خپله سانسور ته اندېښمن وي.


ZhwandoonMay 31, 2020
56.jpg

20

که څه هم کورونا ویروس د دغه هېواد په ځینو برخو کې اوس هم د خپرېدا په حال کې دی، خو بیا هم د ایران حکومت غواړي لګول شوي محدودیتونه نرم کړي.

روحاني ویلي، د ایران جوماتونه به ډېر ژر د ورځني لمانځه لپاره پرانیستل شي، خو ټینګار یې کړی، چې باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیول شي. د ایرانې رسنیو د راپورونو له مخې، ایران کې له 7 زره او 7 سوه نه ډېر کسان د کورونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او له 150 زرو نه ډېر نور کسان پرې اخته دي.


ZhwandoonMay 31, 2020
55.jpg

20

د تازه راپورنو له مخې تر دې دمه نړۍ کې د کورونا ویروس له امله له 3 لکو او 70 زرو نه ډېر کسان مړه شوي، له 6 میلیونه 1 لک او 55 زرو نه ډېر کسان پرې لا هم اخته دي. بلخوا له دې ویروسه تر دا دمه 2 میلیونه 7 لکه او 34 زرو نه ډېر کسان بېرته رغېدلې هم دي.

امریکا هغه هېواد دی چې د نورو هېوادونو په پرتله په کې ډېر کسان مړه او اخته شوي دي. تر امریکا ورسته ډېرې مثبتې پېښې په برازیل کې او ډېر کسان بیا په بریټانیا کې مړه شوي دي.


ZhwandoonMay 31, 2020
54.jpg

40

اروپایې ټولنې ویلي، امریکا دې پر خپلې هغې پرېکړې له سره غور وکړي چې له مخې یې نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې پرې کړي دي. تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کورونا ویروس مدیریت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیتونو نیوکه کړې وه او له دغه سازمان سره یې رسماً خپلې اړیکې پرې کړي وې.

د اروپايي کمېسیون مشرې او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر دواړو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې د کورونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د همکاریو زیاتېدو ته اړتیا ده؛ ځکه د دوی په وینا دا خطر ټولې نړۍ ته متوجه دی. امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان تر ټولو لوی تمویلونکی هېواد دی.

ترمپ ویلي، بیجینګ د کورونا ویروس خپرېدو په اړه نړیوال په جریان کې نه وه اچولي، چې په وینا یې دا کار د دې لامل شو، څو په ټوله نړۍ کې دا ویروس خپور او د ډېرو کسانو ژوند واخلي.


ZhwandoonMay 31, 2020
53-1024x646.jpg

30

کابل کې د روسیې نوي سفیر د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي وزیر سره په خبرو کې افغانستان سره د پراخو او ښو اړیکو په درلودلو ټینګار کړی. د ده په خبره مسکو د سولې روانو هڅو کې د همکارۍ ترڅنګ غواړي، چې افغانستان سره ښې دوستانه اړیکې ولري.

د افغانستان له لوري بیا چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر روسیې سره د افغانستان د تاریخي اړیکو د درلودلو یادونه کړې او د سیمې وضعیت ته په کتو د دغو اړیکو د پیاوړتیا هیله یې کړې ده.


ZhwandoonMay 31, 2020
52.jpg

30

د ملي امنیت شورا ویاند رسنیو ته ویلي، چې تېرو دوو ورځو کې یې د څرخي پله، پروان او د نورو ولایتونو له مرکزي زندانونو څخه 710 تنه زنداینان خوشې کړي دي.

نوموړي ویلي، چې دا لړۍ به نن یکشنبه هم جریان ولري او د ولسمشر له فرمان سره سم به د وسلوالو طالبانو 2 زره بندیان خوشې شي، خو دايي نه دي په ډاګه کړي، چې نن به په څومره کچه طالب زندانیان ازادیږي. تېره ورځ وسلوالو طالبانو هم د افغان حکومت ۷۳ تنه سرتیري په شپږو ولایتونو کې خوشي کړي وو.

د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره امریکايي لوري سره د شوې هوکړې له مخې باید افغان حکومت 5 زره طالب زندانیان او وسلوالو طالبانو بیا زر تنه بندیانو د خوشې کړي، چې دا لړۍ دې وروستیو کې تر پخوا چټکه شوې. تر اوسه افغان حکومت ۴ زره ۷ سوه ۱۰ تنه وسلوال طالبان له بند ازاد کړي او سلوالو طالبانو بیا ۴۲۰ تنه افغان سرتیري خوشې کړي دي.


ZhwandoonMay 31, 2020
51.jpg

30

یادو ادارو دغه برید د بیان پر آزادۍ برید یاد کړی، چې په وینا یې یو شمیر کړۍ غواړي په دې سره د بیان د ازادۍ غږ خاموشه کړي. یو شمیر خبریالان بیا د دا ډول بریدونو په برخه کې پر مسوولینو د ناغېړۍ تور پورې کوی، چې په وینا یې د ژورنالېستانو له ژوند او حقوقو یې لازمه دفاع نه ده کړې.

د دغو خبریالانو په خبره ملګري یې هېواد کې د ګڼو ستونز ترڅنګ دنده ترسره کوي، خو نه یواځې دا چې حقوق یې نه ورکول کیږي، بلکې له بېلابېلو ډلو او زورواکو له لوري تهدیدونو او ګواښونو سره مخ دي. تېره ورځ د کابل څلورمې حوزې اړوند ټرافیکو څلور لارې کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون پر موټر مکناتیسی ماین چاودنه وشوه، چې پایله کې یې دوه خبریالان ووژل شول او شپږ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شول. د دغې پېښې مسوولیت داعش وسلوالې ډلې منلی دی.


ZhwandoonMay 31, 2020
50-1024x974.png

110

د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه دلایل په ډاګه کړي، چې له امله یې د دغه حکیم د فعالیت چارې ځنډول شوي دي. د عامې روغتيا وزارت او د روغتيايي شورا کتنپلاوي چې تېره ورځ یې د نوموړي حکیم درمل د ټېسټ لپاره وړي وو ويلي، نه یواځې دا چې د حکيم الکوزي روغتون د فعاليت رسمي جواز نه لري، بلکې په دې اړه طبي مسلکي زده کړې هم نه لري او په وینا یې خپلسری فعاليت یې پیل کړی، چې له همدې امله یې چارې خنډول شوي دي.

د دغو چارو یو شمېر چارونکي بیا د عامې روغتیا پر وزارت د بې کفایتۍ تور پورې کړی، چې په وینا یې د درملو د ماهیت پرځای یې د کلینک د جواز پسې راخیستې ده. حکیم الکوزي تېره ورځ ژوندون سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې وه، چې درمل یې له طبي بوټو څخه جوړ کړي او د افغان چاپان روغتون د ډاکټرانو په ګډون ترې ډېر شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو وړي او پرې رغېدلي دي.

که څه هم د دغو درملو په منلو او منلو کې خلک په دوو برخو ویشل شوي، خو ځینې په دې باور دي، چې باید د عامې روغتیا وزارت د درملو ماهیت مالوم او خلکو ته یې ښه توب او یا بدوالی په ډاګیزه بڼه روښانه کړي.


ZhwandoonMay 30, 2020
49.jpg

30

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېر یوه شپه – ورځ کې په بېلابېلو لابراتورونو کې د مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته866 مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورنا ویروس د اخته کسانو شمېر 14 زره 5 سوه 25 تنو ته رسیږي.

د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو 3 تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره د مړو شویو کسانو ټول شمېر ۲ سوه 49 تنو ته رسیږي. دغه راز له یاد ویروسه تر اوسه 13 سوه 3 تنه نورو بیا روغون موندلی. عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، دې ورستیو کې په بازارونو او سړکونو کې د خلکو تک ــ راتګ له امله د کورونا ویروس مثبتو پیښو شمېر مخ په ډیریدو دی، چې په وینا یې یو خطرناک وضعیت يې رامنځته کړی دی.

نوموړي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د کورنا ویروس د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا سپارښتنې پر ځان عملي کړي.


ZhwandoonMay 30, 2020
48.jpg

160

د دغه مسوولینو په خبره غواړي مالومه کړي، چې دغه درمل له څه جوړ او ایا کوم زیان لرونکي توکي خو به نه لري؟ حکیم الکوزی ادعا کوي چې د کورونا لپاره جوړ شوي درمل یې هېڅ جانبي عوارض نه لري او د ناروغ حالت په نیم ساعت کې ښه کولی شي. دی وايي، له کلونو د نبوي نسخو پر مټ، حکیمي دواوې جوړوي او کله چې له کورونا ویروس خبر شو، نو د ۲۱ ورځو څېړنې وروسته یې درمل برابر کړل.

نوموړی وايي، دغه درمل چې له یوولسو طبي بوټو یې جوړ کړي، لومړی یې د خپلې کورنۍ پر غړو تطبیق کړي. حکیم الکوزی چې د کورونا ځپونکي وبا لپاره د درملو جوړولو ادعا کوي، وايي، تر دې مهاله یې د حکومتي لوړپوړو چارواکو او وکیلانو په ګډون له پنځو زرو ډېرو ناروغانو ته درمل ورکړي او ټول ښه شوي. حکیم الکوزی ادعا کوي چې د کرونا لپاره جوړ شوي درمل یې هیڅ جانبي عوارض نه لري او د ناروغ حالت په نیم ساعت کې ښه کولی شي. له کله چې خلک له دغو درملو خبر شوي، جوپې جوپې ورته را روان دي. ځینو ته په ځانګړو وړو ډبیو کې ورکول کیږي او ځینو ته بیا همدلته په چایو کې درې څلور څاڅکي اچول کیږي او څرګندیږي چې له نیم ساعت وروسته یې حالت ښه کېدو پر لور ځي.

موږ هم له دې څاڅکو برخمن شو. دی وايي، له کلونو د نبوي نسخو پر مټ، حکیمي دواوې جوړوي او کله چې له کرونا ویروس خبر شو نو د ۲۱ ورځو څېړنې وروسته یې درمل برابر کړل. نوموړی وايي، دغه درمل چې له یوولسو طبي بوټو یې جوړ کړي، لومړی یې د خپلې کورنۍ پر غړو تطبیق کړي. خو د عامې روغتیا وزارت د حکیم محمد الکوزي د کرونا جوړ شوي درمل د ټېسټ لپاره وړي دي، څو وګوري چې دغه درمل له څه جوړ او ایا کوم زیان لرونکي توکي خو به نه لري؟ هغوی چې خپلو ناروغانو ته یې دغه درمل وړي، وايي، اوس روغ شوي. که څه هم د دغو درملو په منلو او منلو کې خلک په دوو برخو ویشل شوي، خو ځینې په دې باور دي که دغه درمل په رښتیا هم د کرونا لپاره وي، د افغانستان لپاره د عاید یوه لویه سرچینه کیدی شي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonMay 30, 2020
47-1024x576.jpg

70

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د وسلوالو غلاوو او د خلکو د ځورونې د قضیو په تور نیولي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د کابل ښار د اوومې، دیارلسمې او اوولسمو ناحیو ترڅنګ د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو عراده غلا شوی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی. د دوی په خبره یاد کسان یې د نورو څېړو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.


ZhwandoonMay 30, 2020
46-1024x576.jpg

40

د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو جلال اباد ښاروال ته د وروستیو کې د نرخونو د نه کنټرول او دنده کې د پاتې راتلو له امله تنبل لیک ورکړ مدني فعالان چې د ښاروالۍ دروازې مخې ته راټول شوي وو، ښاروالي یې پړه بلله چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلي. که څه هم په دې تړاو ښاروال رسنیو سره خبرې نه دي کړي، خو نورو مسوولینو يې ویلي، چې د نرخونو د کنټرول لپاره یې هڅې پیل کړي. مدني فعالانو تنبلیک د ښاروالۍ په درازه وځړوه او ښاروال یې په بې کفایتۍ تورن کړ.

دوی وایي، د پخوا په پرتله نرخونه ډېر لوړ شوي خو د ولس د پرلپسې غوښتونو سربېره هم ښاروالي نه ده توانېدلې، چې کنټرول یې کړي. فعالانو وویل، د چارواکو ناسمې طرحې هم د نرخونو په لوړوالي کې اغېز لري. معترضین وایي، په لوړه بیه د توکو پېر نور د خلکو له توانه پورته دی او غوښتنه یې دا وه، چې ښاروال دې له دندې ګوښه او پر ځای دې بل وړ کس وټاکل شي، څو په دې برخه کې د ولس شته ستونزو ته رسېدنه وکړي. که څه هم ښاروال له رسنیو سره د مدني فعالانو د څرګندونو او تنبل لیک په اړه خبرو ته حاضر نه شو، خو د مارکيټونو د تنظیم امر وایي، د قرنطین او بندیزونو له کبله د یو شمېر توکو بیې په ټولو سیمو کې لوړې شوي.

هغه وایي، دوی د بازار څارنه کوي او هغو خلکو سره به قانوني چلند وکړي، چې د ښاروالۍ له خوا د ورکړل شوې نرخنامې څخه سرغړونه کوي. جلال اباد ښاروال ته مدني فعالان په داسې مهال تبنملیک ورکوي، چې تر دې وړاندې هم په ځلونو خلکو د توکو د لوړو نرخونو له کبله شکایتونه کړي دي.

خبریال : هلال الدین عزیزیار / ننګرهار



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008