د عامې روغتیا وزارت ولسي وګړو ته خبرداري ورکړی، که محدودیت جدي ونه ګڼي، هېواد به له لوی انساني ناورین سره مخ شي. دوي پر خلکو نیوکه وکړه چې د حکومت لخوا په کابل او ولایاتو کې وضع شوي محدودیت ته خلک په عادي سترګه ګوري.
نوموړي زیاته کړه روغتیا وزارت له نړیوال بانک سره په هېواد کې د کورونا ویروس سره د مبارزي لپاره د سل زر بستریزه روغتون د جوړولو پر پلان کار کوي، چې په وینا یې پرې به ۱۰.۴ میلیونه ډالره لګښت راشي.
روغتیايي مسوولین د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د ډېرښت په اړه اندېښنه څرګندوي او له خلکو غواړي، چې د دغې وبا د مخینوي په موخه دې خپلو کورونو کې پاتې او د روغتیاپالانو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
خبریال : وسیم تلاش / کابل