وروستي خبرونه

2020 March 30

ZhwandoonMarch 30, 2020
ccc.jpg

20

روغتیا وزارت دغه لابراتوار د کرنې اوبو لګولو او مال ساتنې وزارت اړوند د حیواني روغتیا ریاست کې پرانسته. د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، دغه لابراتوار، چې معیاري او لوړ ظرفیت لرونکی دی د ۱۸ کسه پرسونل سره یې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ تشخیص لپاره روغتیا وزارت ته وسپاره.


ZhwandoonMarch 30, 2020
talib.jpg

20

د هرات د عدلیې ریاست مسوولین وايي، له دې محبس څخه به 5 سوه بندیان د ولسمشر د تازه فرمان پر بنسټ او د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه خوشې شي، چې دا لړۍ پیل شوې او تر راتلونکو دوو ورځو به یاد پنځه سوه بندیان د خپلو کورنیو سره یوځای شيد هرات د محبس قومندان مېوند صمدي وايي، په دغو زندانونو کې د کرونا ویروس د خپریدو په برخه کي جدي تدابیر لري او تر ډېره هڅه کیږي، چې څوک د هرات په محبس کي پر کرونا اخته نشي.د هرات په مرکزي محبس کي ۳۲۰۰ تنه بندیان دي، چې د دې کسانو په خوشي کېدو سره یې شمېر تر یو بریده راکمیږي.


ZhwandoonMarch 30, 2020
zabul.png

10

په زابل کې ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر خپل نهه ملګري وژلي او د ګڼ شمېر وسلو سره یوځای طالبانو ته تښتېدلی دی.خو دفاع وزارت بیا ویلي، پر پوستې د طالبانو دغه برید کې شپږ عسکر وژل شوي دي.بل لور د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې هم د ۱۳ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا شوې.ځايي امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د وسلوالو طالبانو په دغه برید کې شپږ تنه نور عسکر ټپیان شوي هم دي.د دوی په خبره ځوابي برید کې یې طالبانو ته هم مرګ – ژوبله اړولې، چې په وینا یې اوس هم د سیمو د کنټرول لپاره عملیات دوام لري. وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


ZhwandoonMarch 30, 2020
ccc.jpg

10

د عامې روغتیا وزارت وایي، تازه په هرات کې د ۲۲ نورو مثبت پېښو په ثبت سره هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسېدلی.د دغه وزارت په وینا ښایي هرات کې حالات نور هم خراب شي، چې په وینا یې خلکو ته پکار ده څو د کرونا اړوند سپارښتې عملي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.وړمه ورځ د عامې روغتیا وزیر ننګرهار ته تللی وو، چې هلته یې د ختیځ زون په کچه د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار پرانسته هم وکړه او یادونه یې وکړه، چې افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره سل میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو په وینا یې چې تر اوسه ورته حکومت ۱۵ میلیونه ډالره په واک کې ورکړي.کرونا چې دې وروستیو کې یې ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې، له ۳۳ زرو ډېر کسان یې وژلي او کابو اووه نیم لکه نور ورسره لاس او ګرېوان دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008